96
په سنن ابي داود کې له عبدالله بن الشخیر -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې وايي: زه د بني عامر له پلاوي سره رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغلم: موږ وويل : ته زموږ بادار او سردار يې، هغه وفرمایل: «السَّيِّدُ اللهُ -تبارك وتعالى- »، سردار او څښتن الله – تبارک و تعالی- دی.
موږ وویل: په نیکیو او مقام کې زموږ تر ټولو نیک او لوړ یې، هغه وفرمایل: «قُوْلُوْا بِقَوْلِكُمْ، أَوْ بَعْضِ قَوْلِكُمْ، وَلَا يَسْتَجْرِيَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ» "په هماغه الفاظو چې تاسو خبرې کوئ، پرته له مبالغې څخه خبرې وکړئ، او شیطان دې تاسو ته دوکه درنکړي". [صحیح حدیث دی].
" يَسْتَجْرِيَنَّكُمُ " یعنې: شیطان تاسو باندې غالب نشي.
او په لغت کې: السيد: هغه څوک دی چې په مهربانۍ، مال، لوړتيا او ګټې کې له نورو څخه لوړ وي، او مال په خپلو حقونو کې ورکوي.
او سردار هغه چا ته ویل کیږي: چې هغه باندې د هغه غضب او غوسه غالبه نشي، او سخي، پاچا او رئیس باندې اطلاقیږي.
د بنده سردار: د هغه بادار او مولا دی، او د ښځې سردار: د هغې میړه دی، الله –سبحانه وتعالی- فرمايي: (وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَى الْبَابِ) (د هغې له خاوند سره دروازي ته نژدې مخامخ شول). [يوسف سورت: ایت 25].
او السؤدد: یعنې عزت، او د هر څه څښتن: تر ټولو عزتمند او لوړ ته وایي.
پرته د الله – عزوجل- څخه څوک دی چې د هغه عزت بشپړ وي؟!
زموږ رب – سبحانه و تعالی - سردار دی؛ هغه څوک چې په خپل عظمت کې عظمت ته رسیدلی، او هغه عزتمند ذات چې په خپل شرافت کې بشپړ دی، او هغه مهربان ذات چې په خپلې مهرباني کې بشپړ دی، او هغه بډای ذات چې په خپل بډاینه کې بشپړ دی، او هغه غالب ذات چې په خپله غلبه کې بشپړ دی، او هغه عالم چې په خپل علم کې بشپړ شوی دی، او هغه حکیم چې په خپل حکمت کې بشپړ شوی دی.
نو الله –سبحانه و تعالی- سردار دی چې هر ډول عزت او مهربانۍ ورباندې پوره ده.
دا د هغه –سبحانه و تعالی- صفتونه دي چې هیڅوک ورسره شریک نه دي، او په هغه کې هیڅ مخلوق ورسره شخړه نشي کولی.
او هغه معبود، سردار او بې نیاز دی
چې تول مخلوق ورته د تسلیمېدو اعلان وکړ
له ټولو خواوو څخه په صفتونو کې بشپړ دی
د هغه په بشپړتیا کې هیڅ نیمګړتیا نشته
ټول مخلوق د هغه –تبارک و تعالی- بنده ګان دي، او ټول هغه ته محتاج دي؛ ملائکې، انسانان او پیریان، هیڅوک له هغه څخه بې نیازه ندي؛ هغوی ټول د هغه سخاوت، مهربانۍ او پالنې ته اړمن دي، نو د هغه –جل جلاله- حق دی چې باید سردار اوسي، او هغوی باندې لازم دي چې ترڅو هغه په دې نوم سره یاد کړي.
زموږ رب – سبحانه و تعالی - د کائناتو مالک دی. د هغه لپاره هیڅ نظیر او مانند نشته.
او هغه – تبارک و تعالی – سردار چې هر دول اطاعت، خشوع او عاجزي خاص هغه لره وشي، او هغه لره هیڅ شریک نشته.
هغه سردار او معبود دی چې هیڅ شریک نلري: (قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ) (ته ووایه: ایا زه له الله نه غیر (بل) رب ولټوم، حال دا چې هغه د هر شي رب دى). [الأنعام سورت: ایت 164].
ابن عباس – رضي الله عنهما – وویل: إلهًا، د سردار په معنا دی.
یو کس ته شاید مال، اولادونه او مقام ورکړل شي، یا د لوړ او با عزت مقام او وظیفې، پراخه یا ځواکمنې رهبرۍ خاوند شي، او شاید ډیر خادمان د هغه په خدمت کی وي، او ډیر ساتونکي هم ولري، او د لښکرو لخوا د هغه ساتنه وشي، خلک د هغه تابع وي، سرونه ورته ذلیله او عاجز وي، او خلک د هغه پوروړي وي؛ او ددې دنیا ډیرې هوساینی (شرف) په غټه پیمانې سره ورته رسیدلي وي؛ مګر هغه یو لنډ مهاله او نیمگړې هوساینه (شرف) ده.
په خوب کې امیدونو هغوی په دوکه کړل
دا امیدونه او تعبيرونه څومره درواغ دي!
څوک چې ایمان ولري چې الله: ریښتینی مالک دی؛ د هغه زړه یوازې له هغه –تبارک و تعالی- سره تړلی دی؛ د ویرې، امید، مرستې، او د توکل تړل والی؛ ځکه چې هغه د بندګانو په چارو کې تصرف کوونکی دی، او هیڅ داسې ژوندی څیز نشته مګر دا چې د هغې اختیار له هغه سره دی، او ټول بندګان ورته اړمن او فقیر دي؛ (۞ يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ) (اې خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى). [فاطر سورت: ایت 15]، عاجزي او تسلیمېدل یوازې باید الله -سردار او قهار ذات– ته وشي.
د خلکو په نیز د شرف ستنې: کرامت، عزت، لوړوالی، او په لوړه یادونه، او دا څیزونه یوازې د الله -عزوجل- په اطاعت سره شوني دي؛ له همدې امله پیغمبرانو او اولیاو شرافت ترلاسه کړ، او هغوی د خلکو په منځ کې څرګند او ښکاره ول.
او هغه څوک چي له الله څخه مخ واړوي او په هغه كفر وكړي؛ هغه هیڅ عزت او مشري نلري، او که دوی د دنیا واکمني ولري، هغه غیر حقیقي او لنډمهاله ده.
نو لدې امله؛ منافق ته بادار ویل منع دي، ابو داود څخه روایت دی چې هغه –صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «لَا تَقُوْلُوْا لِلْمُنَافِقِ: سَيِّدٌ، فَإِنَّهُ إِنْ يَكُ سَيِّدًا فَقَدْ أَسْخَطْتُمْ رَبَّكُمْ -عز وجل- » "منافق ته: سردار (بادار) مه وایئ، ځکه چې که هغه سردار (بادار) وي، نو خپل رب –عزوجل- مو په غوسه کړی دی". [صحیح حدیث دی]
مخلوق لپاره د سید (سردار) کلمې استعمالول روا دي؛ د الله –عزوجل- په وینا د یحیی -علیه السلام- په اړه: (وَسَيِّدًا) [آل عمران:39]، او د شفاعت په حدیث کې راغلي دي: «أَنَا سَيِّدُ وَلَدِ آدَمَ يوم القِيَامة وَلَا فَخْرَ» "زه به د قيامت په ورځ د بني ادم سردار يم پرته له غرور او فخر څخه". [مسلم روایت کړی]، او د هغه –صلی الله علیه وسلم- وینا د سعد بن معاذ -رضي الله عنه- په اړه: "خپل سردار ته پاڅیږئ". [بخاري روایت کړی].
او ددې دوو روایتونو او د «السَّيِّدُ اللهُ» «الله سردار دی» روایت ترمنځ تعارض نشته. [صحیح حدیث دی. ابو داود روایت کړی]؛ ځکه چې د مؤمنانو په نیز د مخلوق له سردار څخه منظور: ریاست او امامت دی.
او عرب وايي: فلان زموږ بادار (سردار) دی؛ یعنې دا زموږ رییس او مشر دی، چې موږ یې درناوی کوو.
لیکن په سردار سره د الله - عزوجل – يادول پدې معنا دي: چې هغه د مخلوق مالک دی، او ټول مخلوق د هغه بندګان دي.
او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- منعه کول کله چې ورته وویل شول: ته زموږ بادار او سردار يې، هغه وفرمایل: «السَّيِّدُ اللهُ، قُولُوا بِقَوْلِكُمْ، أَوْ بَعْضِ قَوْلِكُمْ، وَلَا يَسْتَجْرِيَنَّكُمُ الشَّيْطَان» «سردار او څښتن الله –تبارک و تعالی- دی، په هماغه الفاظو چې تاسو خبرې کوئ، پرته له مبالغې څخه خبرې وکړئ، او شیطان دې تاسو ته دوکه درنکړي». [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی] په دې کې: د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د توحید څخه حمایت، او د هغه د عزت ساتنه او حمایت، او د شرک د لارو بندول دي.
او هغه – صلی الله علیه وسلم- بده ګڼله چې د هغه وړاندې د هغه ستاینه وشي، که څه هم دوی له حقیقت پرته بل څه ندي ویلي، ځکه هغه په خپله دا خبره وکړه چې: «أَنَا سَيِّدُ وَلَدِ آدَمَ» "زه د آدم د اولادې سردار یم". [مسلم روایت کړی]، او د دې وېرې څخه چې د هغوی زړونه به له مخلوق سره یو ډول تعلق پیدا کړي او د هغوی لپاره به ځانونه خوار او ذلیل کړي؛ کوم چې دا کار باید یوازې او يوازې د قهار الله لپاره ځانګړی شي.
اې، مونږ ستا د السید (سردار) په نوم غوښتنه کوو! ترڅو زموږ یاد لوړ کړې، او زمونږ بار او ګناه لرې کړې؛ ځکه ته په ټولو شیانو باندې قدرت لرې.