Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

82

الهَــادِي (د نېغې لارې هدایت كوونكى) ‌ذات -جل جلاله-

زه د یو وخت لپاره ګمراه شوم چې په هدایت نه پوهېدم

او هغه زما په زړه کې د تیارې په څیر وه

نو کله چې الله وغوښتل ما ته لارښوونه وکړي

هغه ماته د حق لاره وښودله او ماته یې لارښوونه وکړه

نو له خپل ځان څخه مې د بدبختۍ او بدۍ تیاره لرې کړې

او د هدایت لپاره مې رڼا له ځانه سره واخیستله

او زه د محمد پیغمبر دین ته ورسیدم

او د ګمراهۍ وروسته دعوتګر جوړ شوم

د الله –جل و علا- له رحمت څخه پر بندګانو باندې دا دی چې: هدايت د هغه په لاس كې دی، او الله خپل ځان په لارښوونكي (الهادي- عزوجل-) نومولی:

او مونږ د دې نوم سره تم کېږو، او مونږ له هغه څخه دا غواړو چې: په خپلې اجازې سره مونږ ته د حق او مستقیمې لارې لارښوونه وکړي:

هغه –تبارک و تعالی- فرمایلي: (وَإِنَّ اللَّهَ لَهَادِ الَّذِينَ آمَنُوا إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ) (او بېشكه الله خامخا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ د نېغې لارې هدایت كوونكى دى). [الحج سورت: ایت 54]، او هغه -تبارک وتعالى- فرمایلي-: (وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا) (او ستا رب ډېر كافي دى، سمه لار ښوونكى، او ښه مدد كوونكى). [الفرقان سورت: ایت 31].

نو زمونږ رب –عزوجل- هغه ذات دی چې خپلو بندګانو ته د ګټې په جلبولو او د تاوان له مخنیوي څخه لارښوونه کوي، او دوی ته هغه څه ور زده کوي چې دوی پرې نه پوهیږي، دوی ته د بریالیتوب او سم کار لارښوونه کوي، او دوی ته د تقوی الهام ورکوي، او د دوی زړونه توبه کولو ته اړ باسي، ترڅو د هغه –سبحانه و تعالی- د امر تابع وګرځي.

د الله لارښوونه انسان ته..

په څلور ډوله ده:

لومړی: عمومي لارښونه، او هغه: د هر نفس لپاره د هغه د ژوند د ګټو او هغه څه چې هغه یې ترسره کوي لارښوونه کوي، او دا د ټولو ژوندیو لپاره جامع لارښوونه ده؛ خبرې کوونکي ژوندي او څاروي، مرغۍ او خوځیدونکي، فصاحت لرونکي او عجمیان.

دویم: د مکلفو کسانو لپاره د هدایت او بیان لارښوونه، او هغه: د الله –عزوجل- حجت دی د هغه پر مخلوق باندې؛ چې هغه ته به عذاب نه ورکوي مګر د حجت د قایمولو څخه وروسته.

هغه –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَىٰ عَلَى الْهُدَىٰ) (او پاتې شول ثمودیان، نو مونږ دوى ته نېغه لار وښودله، نو دوى په هدایت باندې ړوندوالي ته ترجیح وركړه). [فصلت سورت: ایت 17].

دریم: د توفیق ورکولو او الهام لارښوونه او د حق د منلو او هغه باندې د رضایت لپاره د سینې پراخوالی، نو الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (وَمَن يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ) (او چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى). [الإسراء سورت: ایت 97]، (وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ) (او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي (، نو) هغه به د ده زړه ته هدایت وكړي). [التغابن سورت: ایت 11].

نو لدې امله؛ الله –سبحانه و تعالی- خپلو بندګانو ته امر کړی چې له هغه څخه هدایت او لارښوونه وغواړي؛ بلکې هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې په هر رکعت کې له هغه څخه د لارښوونې غوښتنه وکړي: (اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ) (ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه). [الفاتحة سورت: ایت 6].

څلورم: د قيامت په ورځ د جنت او دوزخ خوا ته لارښوونه؛ نو الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ) (هغه (الله) به دوى ته خامخا لار ښوونه وكړي او د دوى حال به ښه كړي). [محمد سورت: ایت 5]، (وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَٰذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلَا أَنْ هَدَانَا اللَّهُ) (او دوى به وايي: ټولې ستاينې هغه الله لره دي؛ هغه چې مونږ ته يې د دې هدایت وكړ او مونږ پخپله (داسې) نه وو چې دا لار مو موندلې وَى، كه چېرې الله مونږ ته دا لار نه وه راښودلې). [الأعراف سورت: ایت 43].

اما د اور خوا ته لارښوونه؛ الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (۞ احْشُرُوا الَّذِينَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ (22) [(الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه. مِن دُونِ اللَّهِ فَاهْدُوهُمْ إِلَىٰ صِرَاطِ الْجَحِيمِ (23)) له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ]. [الصافات سورت: ایتونه 22-23].

هرڅومره چې ستا لارښوونې ډیرې شي، په هماغه پیمانه لوړیږي..

او لارښوونه (هدایت) تر ټولو لوی نعمت دی چې لارښود (الهادي) ذات یې خپل بنده ته ورکوي، او له دې پرته هر نعمت زوال کیدونکي دي.

او هغه کسان چې په علم کې راسخ او قوي ریښې لروونکي وي د دې نعمت لپاره خورا لیواله دي، او دوی الله ته دعا کوي چې دغه نعمت ترې ختم نشي: (رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا) [(او وايي) اې زمونږه ربه! زمونږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله]. [آل عمران سورت: ایت 8].

او په یقین سره چې لارښوونې لپاره پاي نشته؛ که بنده هرڅومره په هغې کې هرې درجې ته رسیدلی وي! نو د هغه د لارښوونې څخه پورته بله لارښوونه شتون لري، او د هغه لارښوونې څخه پورته بله لارښوونه شتون لري، تر هیڅ پایه پورې، نو څومره چې بنده د خپل رب څخه ووېرېږي، هغه به بلې لارښوونې ته پورته کېږي؛ او هغه به په ډیرو لارښوونو کې وي که چیرې هغه په دیرو تقواګانو کې وي، الله -سبحانه وتعالى- فرمايي: (وَيَزِيدُ اللَّهُ الَّذِينَ اهْتَدَوْا هُدًى) (او الله هغو كسانو ته هدایت نور هم زیاتوي چې نېغه لار يې موندلې ده). [مريم سورت: ایت 76].

او کله چې د تقوا یوه برخه له لاسه ورکړي نو د هغه په اندازه د لارښوونې یوه برخه له لاسه ورکوي، او چا لره چې لارښوونه حاصله شي؛ هغه ابدي نعمتونه ترلاسه کړل، او الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (6) (ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه. صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ) د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى). [الفاتحة سورت: ایت 7].

او د لارښوونې نښه: د سینې پراخوالی دی؛ هغه – سبحانه و تعالی- وفرمایل: (فَمَن يُرِدِ اللَّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ) (نو هغه څوک چې الله هغه ته د هدایت كولو اراده وكړي، (نو) د هغه سینه د اسلام لپاره پراخه كړي). [الأنعام سورت: ایت 125]، او هغه چا لره چې الله –تبارک و تعالی- هدایت وکړي، هیڅوک هغه نشي ګمراه کولی؛ او ددې خبرې ضد هم سم دی؛ هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ (36) (او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك نېغه لار ښودونكى نشته. وَمَن يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّضِلٍّ) او هغه څوك چې الله ورته هدایت وكړي، نو د هغه لپاره هیڅوك ګمراه كوونكى نشته). [الزمر سورت: ایت 36-37].

له همدې امله؛ د رسول الله -صلى الله عليه وسلم- له ډېرو دعاګانو څخه يوه دا وه: «اللَّهُمَّ! إِنِّي أَسْأَلُكَ الهُدَى وَالتُّقَى، وَالعَفَافَ وَالغِنَى» «اې الله! زه له تا څخه د هدايت او تقوا، عفت او بډاینې غوښتنه کوم». [مسلم روایت کړی]، او هغه -صلى الله عليه وسلم- علي -رضي الله عنه- ته ددې ښوونه وکړه: «قُلْ: اللَّهُمَّ! اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي» «ووایه: اې الله! ما ته لارښوونه وکړه او ما مضبوط کړه». [مسلم روایت کړی].

او هغه -صلى الله عليه وسلم- حسن بن علي -رضي الله عنهما- ته ښوونه وکړه چې د وترو په قنوت کې دا ووایي: «اللَّهُمَّ! اهْدِنِي فِيمَنْ هَدَيْتَ» «اې الله! ما ته هدایت وکړه له هغه چا سره چې تا ورته هدایت کړی وي». [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].

د اطاعت او ګناه تر منځ د ژوند یو خطر دا دی چې ته نه پوهیږې چې ستا پایله به په کوم یو سره وي.

شیخ الاسلام ابن تیمیه -رحمه الله- فرمايي: «ګناهونه د انسان د نفس له لوازمو څخه دي، او هغه په هره شېبه کې هدایت ته اړ دی، او تر خوراک او څښاک زیات هدایت ته اړتیا لري».

د اسمان دروازه وټکوه!

هغه – عزوجل- د ابراهیم -علیه السلام- په ژبه فرمایي: (وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّي سَيَهْدِينِ) (او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي). [الصافات سورت: ایت 99].

ته په خپل ضعف سره الله ته لاړ شه هغه به تاته په خپل قوت سره راشي.. الله ته په ذلت لاړ شه هغه به تاته په خپل عزت سره راشي..

ته په یوازیتوب او تنهایي سره الله ته لاړ شه، هغه به تاته په خپل اُنس سره راشي..

ته په خپل فقر سره الله ته لاړ شه، هغه به تا ته په خپلې شتمنۍ سره راشي.

ته په خپلې اندېښنې سره الله ته لاړ شه، هغه به تا ته آرامي او خلاصون درکړي..

ته په خپل غم سره الله ته لاړ شه، هغه به تا ته خپله خوښي راولیږي.

اې زما الله ما د خپل عذاب څخه وژغوره ځکه چې زه ... یو ذلیل، زنداني، ډاریدونکی او تاته تسلیم یم

اې الله ما ته د بخښنې خوند راوڅکه هغه ورځ چې هلته اولاد او مال ګټه نشي رسولی

او په پای کې ..

شیرازي -رحمه الله- وایي: »یوه شپه مې له خپل پلار سره تیره کړه او شاوخوا نور خلک ویده ول، ما وویل: له دې کسانو څخه هیڅوک هم پا نه څیدل ترڅو دوه رکعته لمونځ وکړي! هغه وویل: اې زما زویه!».

ستا استقامت تا ته دا حق نه درکوي چې د نورو په ګمراهۍ باندې ملنډې ووهي؛ زړونه د رحمان د دوو ګوتو تر منځه دي، هغه چې څرنګه وغواړي بدلوي یي، نو په خپل کار او عبادت باندې مه دوکه کېږه، ځکه چې دا پر تا باندې د الله فضل دی؛ نو له الله څخه ځان ته د استقامت او نورو ته د هدایت غوښتنه وکړه؛ او الله خپل پیغمبر – غوره انسان -ته وفرمایل: (وَلَوْلَا أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلًا) (او كه ته مونږ (په حق باندې) نه وى ټینګ كړى (،نو) یقینًا یقینًا ته نژدې وې چې دوى ته لږ څه مايله شې). [الإسراء سورت: ایت 74]، نو ستا به څه حال وي؟!".

اې هدایت کوونکی ذاته! موږ ته لارښوونه وکړه د هغه حق په اړه چې دوی پکې سره ستا په اجازې اختلاف لري؛ ته لارښوونه کوې چا ته چې ته وغواړې.