57
الله -عز وجل- وفرمایل- : (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ) (او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او پر ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي). [البقرة سورت: ایت 186].
هغه پوښتنه چې الله –جل و علا- په یو آیت کې په خپله ځواب ورکړی دی، چې د هر مومن زړه ته خوږه، دوستانه ارامتیا، ډاډمن قناعت، کافي اعتماد، او یقیني شفا ورکوي.
او د همدې آرامتیا او مینه ناک نږدېوالي په رڼا کې؛ د الله –جل جلاله- د نوم (القریب) سره معرفت ترلاسه کوو:
هغه – سبحانه و تعالی- فرمایلي: (إِنَّهُ سَمِيعٌ قَرِيبٌ) (بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ډېر نژدې دى). [سبا سورت: ایت 50].
نفسونو ته ډیر په زړه پورې نوم دی، او ډیرې معنا ګانې او دلالتونه لري..
د دې نوم لفظ د هغه د معنا څرګندونه کوي لکه څنګه چې په صفا پیاله کې صفا اوبه څرګندیږي.
زموږ رب –جل وعلا– خپلو بندګانو ته نږدې دی، په خپل عرش باندې برقراره دی؛ او هغه؛ هغه څوک دی چې د خپل مخلوق څخه پورته دی، په رازونو او هغه څه چې ضمیرونه یې پټوي پوه دی، او ملتیا یې د هر چا لپاره ده.
لومړی: عمومي نږدې والی چې هغه: د هغه سبحانه و تعالی- نږدې والی هر چا ته په خپله پوهه، لیدل او هر څه باندې احاطه کول دي، او هغه د ټولو مخلوقاتو څخه لوړ دی، او انسان ته د هغه د شا رګ څخه هم نږدې دی.
او دا عمومي موجودیت دی: (وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ) (او مونږ ده ته (د ده) د ورمېږ له رګ نه زیات نژدې یو). [ق سورت: ایت 16].
دویم: خاص نږدیوالی، چې دا: د هغه -سبحانه و تعالی - نږدیوالی د هغه د عبادت کوونکو، سوال کوونکو او مینه والو ته دی، او دا هغه نږدیوالی دی چې لاندې څیزونو ته اړتیا لري: مینه او ملاتړ، د حرکاتو او سکناتو تائیدول، او دعا کوونکو ته ځواب ویل، او د عبادت کوونکو لپاره قبولي او اجر ورکول دي.
دا هغه نږدې والی دی چې د هغه واقعیت نه په سترګو کیږي، بلکې د هغې اغیزې ښکاره کیږي؛ لکه د هغه لطف او احسان، پالنه، توفیق او لارښوونې پر خپل بنده باندې: (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ) (او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي). [البقرة سورت: ایت 186].
او هغه نږدې دی، او د هغه نزدېکت خاص دی په ... رابلونکي او ایمان والاو باندې
هغه - عليه الصلاة والسلام – په صحیح حدیث کې فرمایي: «وَالَّذِي تَدْعُونَهُ أَقْرَبُ إِلَى أَحَدِكُمْ مِنْ عُنُقِ رَاحِلَةِ أَحَدِكُمْ» "او هغه څوک چې تاسو یې بلئ هغه تاسو ته ستاسو د سوارلۍ له غاړې څخه ډیر نږدې دی". [مسلم روایت کړی].
په توره شپه کې د ښوې (هموارې) ډبرې پر سر د تور مېږي غږ اوري.
او الله –عزوجل- خپلو اولیاوو ته نږدې دی، د خپلو بندګانو ساتنه کوي، په خپله پالنه کې یې احاطه کوي، هغوی باندې د رحمت باران وروي، د سترګو د رپیدو په اندازه یې ځانته نه پریږدي، هغوی خپلو ځانونو ته نه سپاري، هغوی باندې د هغه دښمنانو ته واک نه ورکوي، او شیطان ته اجازه نه ورکوي چې پر دوی باندې لاره ومومي.
هغوی د ځانګړي ملتیا په قیمت سره راغلي؛ او هغه: نږدېوالی، بریا، ملاتړ، او ساتنه ده، (وَقَالَ اللَّهُ إِنِّي مَعَكُمْ ۖ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلَاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا) (او الله وفرمایل: بېشكه زه له تاسو سره یم، یقینًا كه چېرې تاسو لمونځ قايم وساتئ او زكات ادا كړئ او زما پر رسولانو ایمان راوړئ او تاسو د هغوى مدد وكړئ او تاسو الله ته ډېر ښكلى قرض وركړئ). [المائدة سورت: ایت 12].
هغوی خپل رب باندې مطمین دي، او هغوی د هغه –سبحانه و تعالی- په اړه ښه نظر لري؛ او هغه د دوی لپاره په هر وخت کې وي..
دا نوح -علیه السلام- نهه سوه او پنځوس کاله وروسته له دعوت، ازموینو، تکليفونو او سختيو څخه وروسته خپل رب ته دعا وکړه؛ نو هغه یې دعا قبوله کړه، هغه ته یې نجات ورکړ، او دښمنان یې ورله له منځه یوړل.
او دا ابراهیم -علیه السلام- دی خپل رب ته یې پناه یوړه؛ نو هغه له اوره وژغوره.
او یونس بن متی (علیه السلام) یې له لوی مصیبت څخه خلاص کړ، یوسف یې بیرته یعقوب ته راستون کړ، او هغوی یې سره یو ځای کړل، او له خپلو وروڼو سره یې مینه پیدا کړه، او د یعقوب سترګې یې بیرته ورته ورکړې.
او زمونږ رسول -صلى الله عليه وسلم– باندې داسې حالات راغلي وو چې د سر ویښتان یې سپینول، او زړونه پکې ستوني ته رسېدل، او ځينو اصحابو يې د الله په اړه هر ډول ګمانونه کول، نو هغه به خپل مولا ته عاجزي او دعا کوله؛ بیا به الله -عزوجل– خپله وعده پوره کوله، او مراد به یې پوره کاوه، او د حق کلمه به یې لوړوله..
نو الله -عزوجل- ټولو مومنو مخلوقاتو ته نږدې دی، دوی ویني او د دوی ساتنه کوي.
یوه ښځه راغله چې د خپل میړه په اړه له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره بحث وکړي، او عایشه -رضي الله عنها- د کور په یوه طرف کې وه، او وايي چې هغې به د دوی یوه خبره اوريده او یوه به یې نه اوریدله، او له بحث وروسته جبرائیل -علیه السلام- محبوب محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې په دې وینا سره نازلیږي: (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ) (یقینًا الله د هغې ښځې خبره واورېدله چې له تا سره يې د خپل خاوند په باره كې بحث (او سوال و جواب) كاوه او الله ته يې شكایت كاوه او الله ستاسو د دواړو سوال او جواب اورېده، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [المجادلة سورت: ایت 1]، پاک دى هغه ذات چې د هغه غوږ د ټولو غږونو د اوریدلو وړتیا لري!
ددعا په وخت کې خپل غږ مه پورته کوه! هغه نږدې دی ستا اواز اوري..
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د صحابه وو -رضی الله عنهم- څخه واوریدل چې په لوړ اواز یې خپل رب ته دعا کوله؛ نو هغه وفرمایل: «أَيُّهَا النَّاسُ! ارْبَعُوْا عَلَى أَنْفُسِكُمْ؛ فَإِنَّكُمْ لاَ تَدْعُوْنَ أَصَمَّ وَلَا غَائِبًا، وَلَكِنْ تَدْعُوْنَ سَمِيعًا بَصِيرًا» "اې خلکو! خپلو ځانونو باندې رحم وکړئ؛ ځکه چې تاسو کوڼ او غایب نه رابلئ، بلکه تاسو اوریدونکی او لیدونکی ذات رابلئ". [بخاري او مسلم روایت کړی].
او الله په هغه څه خبر دی چې ستا په ضمیر او فکرونو کې دي، نو ته په خپل زړه کې هغه راوبله هغه به یې قبوله کړي.. هغه –سبحانه وتعالی- نږدې دی: (إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ نِدَاءً خَفِيًّا) (كله چې ده خپل رب ته اواز وكړ ډېر ورو اواز). [مريم سورت: ایت 3].
هغه په خپل ځان کې یاد کړه هغه به یې واوري او تا به یاد کړي؛ ځکه هغه –سبحانه و تعالی- نږدې دی-.
په متفق علیه قدسي حدیث کې راغلي: «إِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلَأٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلَأٍ خَيْرٌ مِنْهُمْ». "که هغه ما خپل ځان کې یاد کړي، زه به یې خپل ځان کې یاد کړم، او که هغه ما په عام ځای کې یاد کړي، نو زه به یې د هغه څخه په ښه ډله کې یاد کړم".
او هیڅ داسې انسان نشته مګر چې د نږدې الله -جل وعلا- له خوا هغه ته ډالۍ نه وي؛ د کړاوونو په لرې کولو او یا د مصیبت څخه د خلاصون په برخه کې، او یا د ضرر په مخنیوي، د خطر په منع کولو، او د محبوب په ترلاسه کولو، او یا د غوښتنې په ترلاسه کولو سره ...
نو د نږدې الله دروازه خلاصه ده، د هغه ورکړه ورکول کیږي، د هغه سخاوت لوی دی، مهربانۍ یې لویه ده؛ څومره حاجتونه مو پوره شوي دي، څومره دعاګانې مو قبولې شوي دي، څومره برکتونه نازل شوي دي، او څومره رحمتونه خپاره شوي دي؟!
هر کله چې ته پوه شوې چې الله –جل و علا- تا ته نږدې دی، او هغه ستا د باطن څخه خبر دی؛ هغه ستا دعا اوري، ستا ځای ویني او پوهیږي چې ستا په زړه کې څه دي؛ نو ته د نیکي کوونکو څخه اوسه: (إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ) (بېشكه د الله رحمت نېكي كوونكو ته ډېر نژدې دى). [الأعراف سورت: ایت 56].
هغه ته نژدې شه؛ که ته د یو لویشت په اندازه هم هغه ته نږدې شې، نو هغه به د یو ګز په اندازه تا ته نږدې شي، په قدسي حدیث کې راغلی: «وَمَنْ تَقَرَّبَ إِلَيَّ شِبْرًا تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا، وَمَنْ تَقَرَّبَ إِلَيَّ ذِرَاعًا تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ بَاعًا، وَإِذَا أَقْبَلَ إِلَيَّ يَمْشِي أَقْبَلْتُ إِلَيْهِ أُهَرْوِلُ» "او څوک چې ما ته یو ولیشت نږدې شي، زه به هغه ته یو ګز نږدې شم، او څوک چې ما ته یو ګز نږدې شي، زه به هغه ته د هغه دوه برابره نږدې شم، او څوک چې زما خوا ته کرار کرار راشي، زه به هغه ته په منډو ورشم". [بخاري او مسلم روایت کړی دی - او لفظ د مسلم دی].
هغه ته نږدې کیدل د فرایضو له لارې کیږي مخکې لدې چې د نوافلو له لارې وشي؛ «وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ، وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ» «ما ته زما هغه بنده خوښیږي چې د فرایضو په ادا کولو سره زما لورې ته نږدېوالی ترلاسه کوي، او هغه ما ته د نوافلو په ترسره کولو خپل ځان نږدې کوي تر څو زه ورسره مینه وکړم». [بخاري روایت کړی].
هرڅومره چې بنده د بندګۍ په درجو کې تکامل ته ورسیږي، هغومره الله –سبحانه وتعالی- ته نږدې کېږي، او هرڅومره چې د الله پر وړاندې عاجزي وکړي او د خپل رب او محبوب پر وړاندې ودرېږي، خپله پوزه او مخ په ځمکه کیږدي؛ د هغه نږدیوالی به خپل رب ته ډیر شي، او مقام به یې لوړ شي، له هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح حدیث کې روایت شوی دی چې هغه فرمایي: «أَقْرَبُ مَا يَكُوْنُ العَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ؛ فَأَكْثِرُوا الدُّعَاء» «بنده د سجدې په حالت کې خپل رب ته ډیر نږدې وي؛ نو ډېرې دعاګانې وکړئ». [مسلم روایت کړی].
نو په سجده کې: د تعظیم لوی دلیل دی، او د بندګۍ تر ټولو لوړه درجه ده، او د عاجزۍ تر ټولو غوره څرګندونه ده، د مینې تر ټولو ښکلي پیغامونه دي، د اطاعت تر ټولو خوږې صحنې دي، او د افتقار او بې وزلۍ تر ټولو غوره جامه ده.
هرڅومره چې الله –جل وعلا- ته ډیرې سجدې وکړې هغومره به د الله تعالی په نیز لوړوالی ولرې، او له هغه څخه –صلی الله علیه وسلم- روایت دی چې ویې فرمایل: «عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ لِلهِ، فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِـِلَّهِ سَجْدَةً إِلَّا رَفَعَكَ اللهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً» "الله ته ډیرې سجدې وکړه، ځکه چې ته الله ته سجده نه کوې مګر دا چې الله ستا یوه درجه لوړوي، او یوه تیروتنه دې پاکوي". [مسلم روایت کړی].
نو دلته ته ابدي نعمتونه ترلاسه کوې: (أُولَٰئِكَ الْمُقَرَّبُونَ) [هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته)]. [الواقعة سورت: ایت 11]، (عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ) (یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي). [المطففين سورت: ایت 28].
داسې رب دې تا ته مبارک وي و ستا رجوع کول دې تا ته مبارک وي!
حتا که اسمان لرې ښکاري ... هغه ذات چې د اسمان څخه پورته دی نږدې دی
نو خپل لاسونه په دعا کې الله ته پورته کړه ... ځکه چې زخمونه په دعا سره شفا مومي
د اسمان لرې والی موږ ته څه ضرر رسوي ... که ته اې د اسمان ربه نږدې اوسي
اې الله تا ویلي دي او ستا وینا رښتیا ده: (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ) (او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او پر ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي). [البقرة سورت: ایت 186].
اې تر ټولو نږدې او اجابت کوونکی الله!! زمونږ دعاګانې قبولې کړه، زمونږ پر کمزورتیا رحم وکړه، زمونږ تکليف لرې کړه، زمونږ په ټولو چارو کې نېکه خاتمه راکړه، او مونږ د دنيا له ذلت او د آخرت له عذاب څخه وژغوره، او زمونږ مور او پلار او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړه؛ اې د دعا اورېدونکیه!