55
او کله چې مونږ په داسې یو مجلس کې ناست وو، چې شبنم پرې راورېده
په یو ښکلی باغ او ځايناستې کې
موږ لره د ځاي ښکلا را څرګنده شوه
او موږ هیله وکړه، او ته زموږ هیله وګرځیدې
زمونږ ډير محبت کوونکی رب –سبحانه و تعالی-؛ د فرمانبردارانو دوست، د تښتیدونکو پټنځاى، د پناه وړونکو لپاره پناه ځاى، او د ویریدونکو لپاره د امنیت ځاى.
د توبه کوونکو او پاکي خوښونکو لپاره دوست، د سخاوت کوونکو څخه ډیر سخي، او مخکې لدې چې څوک ور څخه غوښتنه وکړي هغه ته یې ورکوي.
په ورکولو کې تر ټولو سخي، په رحم کولو کې تر ټولو ډېر رحم کوونکی، او تر ټولو کریم چې د هغه په لورې اراده کوي، په سختۍ کې د پناه ځای، په يوازيتوب کې آرامتیا، او په لږ شمیر کې مرسته کوونکی دی –سبحانه وتعالی-.
د الله (الودود) – سبحانه و تعالی- د نوم په اړه خبرې کوو:
هغه – سبحانه و تعالی- فرمایلي: (إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ) (بېشكه زما رب ډېر مهربان، بې حده مینه كوونكى دى). [هود سورت: ایت 90]، او هغه -سبحانه وتعالى- وفرمايل- : (وَهُوَ الْغَفُورُ الْوَدُودُ (14) (او هم دى ډېر بخښونكى، ډېر محبت كوونكى دى. ذُو الْعَرْشِ الْمَجِيدُ (15)) (د عرش مالك دى، لوى شان (او عزت) والا دى) [البروج سورت: ایتونه 14-15].
الود: مینې ته وایي.
زموږ رب –سبحانه و تعالی- خپلو اولیاوو ( دوستانو) سره د خپل ځان د معرفت، او ښکلي صفتونو له لارې مینه او خواخوږي کوي..
دغه مینه او خواخوږي د اولیاوو او پرهیزګارانو لپاره ځانګړې ده؛ نو د هغوی لپاره یې د هغه سره د مینې او خواخوږۍ لاملونه برابروي، او د هغوى زړونه د هغه مينه جذبوي، نو هغوى ته يې ښكلي نومونه، پراخ، لوی، او ښكلي صفتونه ور یاد کړل؛ نو هغه لره روغ او مستقیم زړونه جذب شول.
او زما زړه ستا سره له مينې کولو څخه مخکې خالي وه
او د مخلوق په یاد کې به یې خوشحالۍ او لوبې کولې
کله چې زما زړه ستا د مینې غوښتنه وکړه، هغې قبوله کړه
زه فکر نکوم چې هغه به ستا څخه لرې شي
او زموږ رب – تبارک و تعالی - ډير محبت کوونکی دی، هغه د خپلو نافرمانو او توبه کوونکي مخلوق سره مینه او خواخوږي کوي؛ هغوی ته یې د بخښنې د ترلاسه کولو اسباب او د بخښنې لارې، او د هغه د رحمت د پراخوالي دلایل بیان کړي دي.
هغه –سبحانه و تعالی- وفرماېل: (۞ قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) (ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى). [الزمر سورت: ایت 53]، او هغه -سبحانه وتعالى- وفرمايل: (وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ) (او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى). [الأعراف سورت: ایت 156].
او زموږ رب –تبارک و تعالی- خپلو بندګانو سره په خپلو نعمتونو او سترو ظاهري او باطني نعمتونو له لارې مینه او خواخوږي کوي، ځکه چې هغه؛ هغه ذات دی چې دوی یې پیدا کړي، دوی یې ساتلي، دوی یې ژوندي کړي، اصلاح کړي یې دي، د دوی کارونه یی بشپړ کړي، او دوی ته یې ایمان او اسلام ته لارښوونه کړی ده؛ چې دا تر ټولو ستر نعمت دی.
او هغه ډير محبت کوونکی دی چې له هغوی سره مینه کوي ... او د هغه دوستان د هغه سره مېنه کوي او فضل او منت د منان ذات لپاره دي ... او هغه؛ هغه ذات دی چې مینه یې د هغوی په زړونو کې ځای پر ځای کړې ده ... او په مقابل کې یې هغوی ته دويمه مېنه ورکړی ده
دا واقعاً لوی احسان دی ... چې هېڅ بدله یې نشته او نه د هغوی نه د مننې تمه لري
که د الودود نوم معنی یو بنده لره څرګنده شي؛ زړه به یې له خپل رب سره وتړل شي؛ هغه به په مینه، لیوالتیا او خوښوالي کې مشغول شي چې له هغه څخه به بل نه خوږ او نه پاک څیز وموندل شي!
او دا تر ټولو لوی هغه څه دي چې عبادت کوونکي یې پرې عبادت کوي، او هغه ته نږدې کیدونکی پرې نږدې کیږي؛ (يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ) [(الله) به له دوى سره مینه كوي او دوى به له هغه (الله) سره مینه كوي]. [المائدة سورت: ایت 54].
او د حالت پاکوالی د الله د نومونو او صفتونو د پوهې د پاکوالي له مخې وي.
او مؤمن بنده پوهېږي چې دغه حالت د بنده د زور او قوت له لارې نه را منځته کیږي، بلکې دا د هغه الودود ذات لخوا دی کله چې له خپل بنده سره مینه وکړي، نو په زړه کې یې مینه اچوی، او كله چې بنده د خپل رب –سبحانه و تعالی- په توفیق سره له هغه سره په رښتينې توګه مينه وكړي، الله به هغه لره یوه بله مینه هم ورکړي، او هغه همدغه خالص احسان دی؛ ځکه چې سبب او مسبب دواړه د الله له لوري ترسره کیږي.
او کله چې بنده له خپل رب سره ریښتینې مينه وکړي د عبودیت اخلاص به یوازې هغه لره څرګند شي، او دا به د دې سبب شي چې بنده له هغه چا سره مینه وکړي چې الله او بنده له هغه سره مینه کوي، او له هغه چا څخه نفرت كوي چې پخپله او الله له هغه څخه نفرت كوي، او د ولاء او براء ( دوستي او بې زاري) حقيقت دى؛ (لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ أُولَٰئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ ۖ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ أُولَٰئِكَ حِزْبُ اللَّهِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ) (ته به داسې قوم ونه مومې چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري، چې دوى به له هغو كسانو سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي اګر چې دغه خلق د دوى پلرونه وي، یا د دوى زامن، یا د دوى وروڼه، یا د دوى قبیله وي، دغه كسان دي چې هغه (الله) د دوى په زړونو كې ایمان لیكلى دى او دوى يې په هغه روح سره قوي كړي دي چې د ده له جانبه دى او هغه به دوى داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى په هغه كې تل تر تله وي، الله له دوى نه راضي شو او دوى له هغه نه راضي شول، دغه كسان د الله لښكر دى اګاه شئ! بېشكه د الله لښكر، هم دوى كامیاب دي). [المجادلة سورت: ایت 22].
او رښتینی مؤمن په نیکو عملونو سره الله لره نږدیوالی غواړي چې د الله –عزوجل- د مینې سبب ګرځي؛ له اقوالو او اعمالو څخه، او تر ټولو لوی یي: د الله –عزوجل- او د هغه د رسول -صلی الله علیه وسلم- اطاعت دی، او هغه –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ) [(اې نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما پيروي وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي]. [آل عمران سورت: ایت 31].
او بنده هغه څه ته ادامه ورکوي کوم چې الله عزوجل- یې خوښوي، او په هغه څه کې چټکتیا کوي چې د هغه مالک یې غواړي، تر هغه چې د هغه مینه او نږدېوالی لاس ته راوړي. «إِذَا أَحَبَّ اللهُ العَبْدَ نَادَى جِبرِيلَ: إِنَّ اللهَ يُحِبُّ فُلاَنًا فَأَحْبِبْهُ! فَيُحِبُّهُ جِبرِيلُ، فَيُنَادِي جِبرِيلُ فِي أَهْلِ السَّمَاءِ: إِنَّ اللهَ يُحِبُّ فُلاَنًا فَأَحِبُّوهُ! فَيُحِبُّهُ أَهْلُ السَّمَاءِ، ثُمَّ يُوضَعُ لَهُ القَبُولُ فِي الأَرْضِ» «کله چې الله له بنده سره مینه ولري، نو جبرائیل ته غږ وکړي: الله له فلاني سره مینه لري، نو له هغه سره مینه وکړه! نو جبرئیل له هغه سره مینه وکړي، بیا جبرائیل د اسمان پر اوسیدنوکو غږ کوي: الله له فلاني سره مینه لري، نو له هغه سره مینه وکړئ! نو د اسمان اوسیدونکي هم له هغه سره مینه وکړي، بیا په ځمکه کې هغه لره قبولوالی حاصل شي». [بخاري روایت کړی].
هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَٰنُ وُدًّا) (بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر به رحمٰن د دوى لپاره (د خلقو په زړونو كې) مینه (او محبت) پیدا كړي). [مريم سورت: ایت 96].
«سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ، وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا، وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا» او کله چې الله –عزوجل- له بنده سره مینه وکړي؛ نو «الله به د هغه غوږ اوسي چې هغه باندې اوري، او د هغه سترګه به شي چې هغه باندې ویني، او د هغه لاس به شي چې هغه سره نیول کوي، او د هغه پښه به شي چې هغه ورباندې ګرځي». [بخاري روایت کړی].
ابن القیم -رحمه الله- فرمايي: هغه اسباب چې د الله –عزوجل- مینه منځ ته راولي لس دي:
یو له هغو څخه: د قرآن کریم لوستل او د هغه په معنی پوهیدل او هغه څه چې هغه یې غواړی..
دويم: له فرض لمانځه وروسته په نفلي اعمالو سره الله ته نږدې کېدل..
دریم: په هر حالت کې د هغه د ذکر دوام؛ په ژبه، زړه، کار او حال کې ...
څلورم: هغه څه ته ترجیح ورکول چې هغه یې خوښوي او ستا زړه یې غواړي کله چې ستاسو خواهشات غلبه وکړي.
پنځم: له زړه نه د هغه د نومونو او صفتونو مطالعه کول، او د هغو لیدل او هغو باندې ځان پوهول.
شپږم: د هغه د نیکۍ، احسان، نښانې، باطني او ظاهري نعمتونو لیدل...
اووم - او دا خورا حیرانونکی دی -: د الله – سبحانه و تعالی- پر وړاندې په بشپړ ډول د زړه ماتیدل ( تواضع کول)...
اتم: د نزول په وخت کې له هغه سره د مناجات او دعاء لپاره خلوت کول...
نهم: له ریښتینو مینه والو سره کښېناستل او د هغوی د خبرو خوندورې میوې اخیستل...
لسم: د هر هغه سبب لرې کول چې د زړه او الله –عزوجل- تر منځ مانع وي.
هره سترګه د محبوب لپاره د سترګو یخوالی نه وي ... او نه هر څوک چې را وبلل شي ځواب ورکوي.
مینه وال د محبوب لوري ته د اواز کوونکي غږ اوري (حي الفلاح!): نو هغوی خپلې بسترې پریږدي، او خوب له ځانه لرې کړي، او په پښو ودریږي؛ د لمر په ګرمۍ او یا د یخنۍ په شدت کې، داسې روان وي لکه چې دا په ورېښمو د پاسه روان وي، او د هغوی غوږونو کې دا اوري چې : ( د مبارزې خوا ته ودرومئ!) هغوی خپله خوښي، روح، او نفس قربانوي، او پدې لاره کې خپلې وینې تویوي.
په هغوی دا ایت لوستل کېږي : (أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاكُم) (له هغه (مال) نه څه حصه خرچ كوئ چې مونږ تاسو ته دركړى دى) [البقرة سورت: ایت 254]؛ نو دوی خورا قیمتي شیانو کې یو بل سره سیالي کوي، او دوی ترټولو ګران او غوره شیان ورکوي چې دوی یې خوښوي، او د الله په لاره کې داسې ورکړې کوي چې د فقر څخه هیڅ ویره ونلري. او هغوی ته دا ایت تلاوت شي: (وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ) (او خاص د الله لپاره په خلقو باندې د (هغه د) كور حج كول فرض دي) [آل عمران سورت: ایت 97]؛ نو دوی له هرې ژورو او لرو دښتو او درو څخه راځي، ګډوډو ویښتانو او تشو خیټو او تږو زړونو سره وایي: اې الله زه حاضر یم! زه حاضر یم تا لره هیڅ شریک نشته زه حاضر یم!
د دوی او نورو حالت داسې دی لکه شاعر چې ویلي دي:
څوک چې د مینې په ډک زړه سره خوب نشي کولی ... هغه نه پوهیږي چې ځیګر څنګه ماتیږي
جلال الدین رومي وايي: «مینه ترخه خوږوي، او خاوره سره زر جوړوي، او ناپاکه پاکوي، او درد دوا کوي، زندان باغ جوړوي، له ناروغۍ څخه نعمت جوړوي، او غصه مهربانۍ ته اړوي، او اوسپنه نرموي، ډبره ویلي کوي، مړی راژوندی کوي، او هغه لره ژوند ورکوي».
اې کاش چې ته خوږ شې ځکه چې ژوند تریخ دی ... او کاش چې ته راضي شې او اګر که خلک غصه وي ... او اې کاش چې زما او ستا تر منځ لارې ودانې شي ... او زما او د مخلوقاتو تر منځ لارې خرابې وي
که زه ستا مینه ترلاسه کړم، نور هر څه به اسانه شي ... او هر څه چې د خاورې پر سر دي خاورې دي
ابن القیم -رحمه الله- د مینې په اړه وايي: او دا: د بندګۍ راز او د هغه توحید دی: دا پر هغه باندې شاهدي ورکول دي (لا إله إلا الله) نشته بل معبود پرته له الله څخه.
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له خلکو سره خبرې کولې یو اعرابي ورته وویل: قيامت به کله وي يا رسول الله؟ هغه وفرمایل: «مَا أَعْدَدْتَ لَهـَا»، قال: ما أعددت لها من كثير صلاة ولا صوم ولا صدقة؛ ولكني أحب الله ورسوله، قال: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ» «د هغې لپاره دې څه تيار کړي دي، ويې ويل: ما د هغې لپاره ډېر لمونځ، روژه او صدقه نه ده تياره کړې؛ خو زه له الله او د هغه له رسول سره مینه لرم، هغه وویل: ته به له هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې». [بخاري او مسلم روایت کړی].
زه له صالحانو سره مینه لرم خو له هغوی څخه نه یم ... امید دی چې د هغوی د مېنې په وجه به زما سپارش وشي
او له هغو کسانو څخه کرکه لرم چې د هغوی تجارت نافرمانۍ وي ... حتا که موږ په توکو او توښه کې یو شان هم اوسو.
هرم بن حیان ویلي: «هیڅ بنده د زړه له کومې الله –عزوجل- ته نه راګرځي؛ مګر دا چې الله تعالی د مؤمنانو زړونه هغه ته را ګرځوي تر څو چې هغه ته د دوی مینه ورکړي».
نو مؤمن: مینه ناک وي؛ هغه له خلکو سره مینه کوي او هغوی له هغه سره مینه کوي، او هغه له خلکو سره الفت کوي او هغوی له هغه سره الفت او مینه کوي، لکه څرنګه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایي: «المُؤْمِنُ يَأْلَفُ وَيُؤْلَفُ» "مومن مینه کوي او مینه ورسره کیږي". حسن حدیث دی. طبراني په «المعجم الاوسط» کې روایت کړی دی. دا ځکه چې هغه د خپلو مسلمانو ملګرو لپاره نیکي خوښوي او له هغوی څخه شر لرې کوي، او په صحیح حدیث کې راغلي دي چې رسول الله –صلی الله علیه وسلم- به دغه دعا ویله: «اللَّهُمَّ! وَأَسْأَلُكَ حُبَّكَ، وَحُبَّ مَنْ يُحِبُّكَ، وَحُبَّ عَمَلٍ يُقَرِّبُنِي إِلَى حُبِّكَ» «اې الله! او زه له تا څخه ستا د مینې او د هغه چا د مینې غوښتنه کوم چې تا سره مینه لري او د هغو عملونو مینه چې ما ستا مینې ته نږدې کوي». [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
اې ډير محبت کوونکیه ذاته! موږ له تا څخه ستا د مینې او د هغه چا د مینې غوښتنه کوو چې تا سره مینه لري او د هغو عملونو مینه چې ما ستا مینې ته نږدې کوي.
-