Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

32 - 33

تسلط لرونکی او پر ټولو زورور ذات -جل جلاله-

ابو یعلی په خپل "مسند" کې له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت کړی دی چې فرمایي: «فرعون د خپلې مېرمنې په لاسونو او پښو څلور میخونه وهلي وو، نو کله به چې هغوی له هغې څخه جلا شول، ملاېکو به ورباندې سیوري کړ، او هغې به ویل: (رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ) (اى زما ربه! ته ما ته زما لپاره خپلې خوا كې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ته ما له فرعون او د هغه له عمل نه خلاصه كړه او ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړه) [التحريم سورت: ایت 11]» [صحيح حديث دی].

د ظالم فرعون له کوټې څخه د ځمکې یوه له سترو میرمنو څخه راوځي! او د هغه له ماڼۍ څخه موسی -علیه السلام- راوځي!!!

هغه فرعون چې داسې یې ویلي وو: (سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ) (ژر به مونږ د دوى زامن ووژنو او د دوى ښځې (جينكۍ) به ژوندۍ پرېږدو او بېشكه مونږ د دوى له پاسه زوروَر یو) [الأعراف سورت: ایت 127]، نو قهار او زورور ذات دغه سرکش باندې غالب شو، او هغه یې هغو خلکو ته چې وروسته له هغه څخه راځي عبرت وګرځاوه: (فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً ۚ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ) (پس نن ورځ به مونږ ستا بدن پر لوړ ځاى واچوو، د دې لپاره چې ته د هغه چا لپاره چې له تا نه وروسته دي، نښه جوړه شې او بېشكه په خلقو كې ډېر زمونږ له ایتونو څخه یقینًا غافلان دي) [يونس سورت: ایت 92].

نو الله – سبحانه و تعالی- د خپل لوړ ذات ستاینه وکړه او ویې ویل: (وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ) (او همدى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او همدى ښه حكمت والا، ښه خبردار دى) [الأنعام سورت: ایت 18].

نو زموږ رب - عزوجل – خپل واک باندې غالب دی، او خپلو کائناتو باندې تصرف کوونکی دی او هیڅ شی د هغه د ارادې مخه نه شي نیولی..

جابرانو باندې غالب شوی دی، قیصریان یې مات کړل، او سرونه ورته ټیټ شول، او ستونزې د هغه د ځواک په مقابل کې آسانه شوې، او مخونه ورته ټیټ شول، مخلوقاتو ورته غاړه کېښوده، او د هغه د عظمت او غرور له امله عاجزه شول.

او زموږ رب – سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې مخلوقات هغه ته خضوع او عاجزي کوي، او د هغه د عزت، ځواک، او کمال له امله تابع او ذلیله دي.

تسلط لرونکی او پر ټولو زورور ذات -عزوجل- د ټولو بره او لاندې نړۍ لپاره؛ هیڅ حادثه نه پیښیږي، او د هغه له اجازې پرته هیڅ اوسیدونکی نشي اوسیدلی، د هر څه اراده چې وکړي هغه کیږي او د څه شي اراده چې و نکړي هغه نه کیږي، دا زموږ د رب د دوو نومونو: (القاهر، القهار) معنی ده.

او همدا شان د هغه د صفتونو څخه یو قهار دی ... او مخلوق د پادشاه په ځواک سره تابع کیږي

که هغه ژوندی، غالب او زورور نه وای ... هیڅ کله به غلبې او سلطنت شتون نه و درلودلای

هغه قهار ذات دی:

مجبور او عاجز انسان ته څوک ځواب ورکوي که هغه ورته بلنه ورکړي ترڅو له هغه څخه شر لرې کړي؟ څوک هډوکي بیا راژوندي کوي کله چې خاورې شي؟ او مخلوق بیرته را ژوندی کوي لکه څنګه یې چې په لومړي ځل پیدا کړی و، او دا کار د هغه لپاره اسانه دی؟ کله چې مظلوم سره ظلم وشي څوک به د هغه ملاتړ وکړي؟ او څوک دی چې د کمزوري سره مرسته وکړي کله چې یې حق وخوړل شي؟

زموږ قاهر، حکیم رب – عزوجل-؛ هغه ذات چې هیڅ شی بې ځایه نه پیدا کوي، هیڅ شی بې ځایه نه پریږدي، او هیڅ عمل نه مني او یا قانون نه جوړوي پرته له حکمت څخه، که څوک ورباندې پوهه شو پوه به وي او که څوک ور څخه بې خبره و بې خبره به وي.

تا ته ټول کارونه بیرته راګرځي

له تا څخه امیدونه او زیري شتون لري

نو څوک د توحید او عبادت وړ دی؟ ايا الله هغه قادر ذات نه دى چې سیال نلري.

په همدې اړه یوسف -علیه السلام- له خپلو دوو ملګرو سره په زندان کې بحث وکړ او ویې ویل: (يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ) (اى د زندان دواړو ملګرو! ایا ګڼ او متفرق خدایان غوره دي یا كه هغه الله چې یو دى، ډېر قوي او غالب دى) [يوسف سورت: ایت 39].

آیا داسې مظلوم مو لیدلی چې ځان ته ګټه او یا تاوان ورسولی شي؟ نو څنګه کولای شو چې د مظلوم او ضعیف څخه غوښتنه او پر هغه توکل وکړو، او الله هغه یو، غالب ذات دی؟!

د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعاګانو څخه یوه دعا دا وه کله چې له خوب څخه وارخطا پاڅیده: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الوَاحِدُ القَهَّارُ، رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا، العَزِيزُ الغَفَّارُ» "له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو پر ټولو غالب دی، د اسمانونو او ځمکې او د هغو ټولو شیانو رب دی چې د دوی په منځ کې دي، هغه غالب، او بخښونکی دی". [صحیح حدیث دی. ابن حبان روایت کړی].

خپل کار هغه ته وسپاره..

کله چې مؤمن په دې پوه شي چې الله یو او غالب ذات دی؛ الله ته خپله تسلیمي اعلان کړي، او خپل کار یې الله ته وسپاري، او په هغه توکل وکړي، له الله پرته د بل چا تعظیم ونه کړي، او هغه له الله پرته له هیچا و نه ویریږي، او د کمزوري مخلوق ویره پریوتله؛ حتی که هغوی د ځواک او غلبې ادعا هم وکړي.

دا د فرعون جادوګران کله چې د دوی په زړونو کې ایمان داخل شو، او پوهه شول چې الله یو او غالب دی؛ کله چې فرعون هغوی ته ګواښ وکړ، هغوی د ځمکې د ظالم په ځواب کې وویل: (قَالُوا لَا ضَيْرَ ۖ إِنَّا إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ) (هغوى وویل: هېڅ ضرر نشته، بېشكه مونږ خپل رب ته بېرته ورتلونكي یو) [الشعراء سورت: ایت 50].

او الله - عزوجل – پر ظالمانو او ګناهکارانو غالب دی: (وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ) (او همدى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او همدى ښه حكمت والا، ښه خبردار دى) [الأنعام سورت: ایت 18]، د نوح قوم باندې په طوفان سره غالب شو، د صالح قوم باندې په چغې سره غالب شو، د عاد قوم باندې په باد سره غالب شو، د لوط قوم باندې په تیږو سره غالب شو، او په قارون په خسف سره غالب شو، د سبأ په قوم په لوږې او تندې او د رزق په تنگۍ سره غالب شو، او په بنی اسراییلو په ویرې، د دښمنانو تسلط او ډیرو وژنو سره غالب شو، او د دوی په ځینو قومونه باندې په شکل بدلولو او طاعون سره غالب شو.

نو د الله –عزوجل- قهر او غلبه ښکاره ده: (وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ) (او مونږ پر هغوى باندې ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى وو چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كاوه) [النحل سورت: ایت 118]، هغه الله چې د مخلوقاتو قدرت یې په خپل قدرت سره له منځه یوړ، او د ټولو مخلوقاتو قدرتونه د هغه د قدرت په مقابل کې له منځه لاړل؛ (لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ ۖ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ) (نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى) [غافر سورت: ایت 16].

رازي -رحمه الله - وايي: «کله چې دا خطاب ښکاره شو هغه زوروران او متکبران څه شول؟!

چیر ته دي انبیاء، رسولان او مقربې ملائکې د دې ملامتيا څخه؟!

چیرته دي د ګمراهۍ، الحاد او توحید او ارشاد خاوندان؟

آدم او د هغه اولاد چیرته دي؟

ابلیس او د هغه پلویان چیرته دي؟

داسې ښکاري چې لاړل او محو شول...!

نفسونه او روحونه له منځه تللي، او جسمونه تلف شول، او اړیکې پرې شوې، یوازې هغه موجود ذات پاتې شو چې تر اوسه هم شته او تر ازله پورې به وي.

اړينه نه ده چې په دې دنيا کې ټول مسايل حل شي: داسې ظلمونه شته چې د قيامت په ورځ به له سره ليدل کېږي! او دا حقیقت د ظالمانو په زړونو کې د ګرمو سندانونو (څټکو) څخه ډیر سخت دي. ﴿ وأن مَرَدّنَا إِلَى الله ﴾ (او دا چې بېشكه زمونږ بېرته ورتلل خاص الله ته دي) [غافر سورت: ایت 43].

شافعي ویلي: "په قرآن کې یو آیت دی چې د ظالم په زړه کې لکه غشی او د مظلوم په زړه کې لکه مرهم تاثیر کوي، وویل شو: هغه کوم يو دی؟! هغه وویل د الله – سبحانه و تعالی- دغه قول: (وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا) (او ستا رب هیڅكله هېروونكى نه دى) [مريم سورت: ایت 64]".

اې د ظلم او استبداد څښتنه! د بدکارانو شر او د بدکارانو دسیسو نه مو وساته.