Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

29 – 30 - 31

الأَعْـلَى الـعـــَلِــيُّ المُـتَـعــَالِ -جل جلاله- د لوی مرتبې خاوند، تر ټولو لوړ او برتر ذات -جل جلاله-

کله چې مصیبت واقع شي، بدبختي او ناورین راشي؛ زړه پورته خوا ته ګرځي، لاسونه لوی څښتن ته پورته کیږي، سترګې اسمان خوا ته ګوري او د لوړ، لوی او برتر الله څخه د خلاصون په تمه وي.

زموږ رب – عزوجل – هغه: تر ټولو لوړ، ډېر لوی او برتر دی، هغه – تبارک و تعالی– فرمايلي: (وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ) (او هم هغه ډېر اوچت، ډېر لوى دى) [البقرة سورت: ایت 255]، او فرمایلي یې دي: (سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى) (ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى) [الأعلى سورت: ایت 1]، او الله -سبحانه وتعالى -فرمایلي- : (عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ) (د غیبو او د ښكاره و عالم دى، ډېر لوى، لوړ برتر دى) [الرعد سورت: ایت 9].

زموږ رب تر ټولو لوړ- ډېر لوی - او برتر دی: هغه ذات چې له هغه څخه لوړ نشته او هغه لپاره له ټولو اړخونو څخه مطلق لوړوالی دی:

* د ذات لوړوالی : زموږ رب –سبحانه و تعالی-، په خپل عرش باندې برقراره دی، د خپل مخلوق څخه جلا دی، هغه د ټولو مخلوقاتو څخه لوړ دی، (الرَّحْمَٰنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَىٰ) (رحمٰن په عرش باندې برقراره شو) [طه سورت: ایت 5].

* د مقام او منزلت لوړوالی : هغه – سبحانه و تعالی - د لوی مقام خاوند دی، د هغه صفات د کمال، ښکلا او عظمت صفتونه دي، دغه صفتونو ته د مخلوق هیڅ صفت نږدې کیدلی نشي او نه ورسره مشابهت لري، بلکې بندګان د هغه – سبحانه و تعالی- له صفتونو څخه یو صفت هم احاطه کولی نشي، (وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا) (او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى) [طه سورت: ایت 110].

* د غلبې او تسلط لوړوالی: زموږ رب –سبحانه و تعالی- ټولو مخلوقاتو باندې غلبه او تسلط لري، ځکه چې ټول د هغه د تسلط، واک او عظمت لاندې دي، (وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ) (او همدى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى) [الأنعام سورت: ایت 18].

په آسمانونو او د عرش د پاسه دی

د ټولو مخلوقاتو څخه توپیر لري او متصف دی

په خپلو ټولو عالي صفاتو سره چې بشپړ دی

او د ا د الله په ستاینو کې پټ شیان ندي

الله چیرته دی؟!

په صحيح مسلم کې له ستر صحابي معاويه بن الحکم السلمي -رضي الله عنه- څخه روايت دی چې فرمايي: ما يوه وينځه درلوده چې د اُحُد په اطرافو کې يې پسونه پیول، یوه ورځ مې وکتل چې لیوه د هغې له پسونو څخه یو له ځان سره یوړ، او زه بني آدم یم، په غوسه کیږم لکه څنګه چې هغوی په غوسه کیږي، مګر ما یوه څپیړه ووهله.

نو زه رسول الله -صلى الله عليه وسلم- ته راغلم، هغه ماته دا خبره ډېره لویه کړه، ما وويل: اې د الله رسوله، آيا زه يې ازاده نه کړم؟ هغه وویل: هغه ماته راولئ! نو ما هغه راوستله، هغې ورته وویل: "الله چیرته دی؟" هغې وویل: "په اسمان کې دی،" هغه وویل: "زه څوک یم؟" هغې وویل: ته د الله رسول یې، هغه وویل: «أَعْتِقْهَا، فَإِنَّهَا مُؤْمِنَةٌ». "هغه آزاد کړه، ځکه هغه مومنه ده".

دا چې الله په اسمان کې دی پدې معنی چې: په لوړه د اسمان د پاسه دی، او (په) د (پر) په معنا ده؛ لکه څنګه چې دغه معنا د الله –سبحانه و تعالی- پدې قول کې راغلی ده: (وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ فِي جُذُوعِ النَّخْلِ) (او زه به خامخا ضرور تاسو د كجورو په تنو كې په دار كوم) [طه سورت: ايت 71]، او داسې ګمان دې و نشی چې آسمان الله احاطه او راګیر کړی دی؛ الله تعالی لوی دی د دې نه چې د هغه مخلوق دی هغه احاطه او راګیر کړي.

زه دلته دې خبرې سره تم کیږم - ګرانه لوستونکیه! - او وایم: ايا دا جواز لري چې الله - عزوجل – په هغه څه سره یاد کړو چې هغه پرې خپل ځان نه وي توصیف کړی؛ لکه دا چې الله په هر ځای کې دی؟

شیخ الاسلام ابن تیمیه -رحمه الله- په "مجموع الفتاوی" کې ویلي دي: او هغه – سبحانه و تعالی - خپل ځان په لوړوالی سره یاد کړ، دا د هغه د ستاینې او تعظیم له صفتونو څخه دی؛ ځکه چې دا د کمال له صفتونو څخه دی، او همدارنګه هغه خپل ځان د لوی، پوهه، غالب، قادر، غالب، بردبار او داسې نورو صفتونو سره یاد کړی، او دا چې هغه ژوندی او وړتیا لرونکی دی، او همداسې نور د هغه د ښایسته نومونو له معنی څخه.

د دې د ضد صفتونو بيانول جواز نلري، او دا جواز نلري چې د( لوړ) ضد صفت باندې یاد شي چي هغه: د ټيټ صفت دی، او نه د قوي د ضد په صفت چي هغه کمزوری دی.

بلکي هغه – سبحانه و تعالی – له دې نیمګړتیاوو څخه پاک دی چې د کمال له صفاتو سره په ټکر کې دي چې د هغه لپاره ثابتې شوي دي.

دا د دوی له توحید څخه دي: لکه د هغه - سبحانه و تعالی- لوړوالی د اسمانونو څخه پورته دی، نو هغه -سبحانه و تعالی -په خپل ذات کې تر ټولو لوړ دی، او هغه؛ هغه ذات دی چې عرش باندې برقراره دی.

نو هغه -سبحانه وتعالی- په خپل ذات کې تر ټولو لوړ دی ... ځکه چې ناشونې ده چې د دې خلاف بیان شي ... او هغه؛ هغه ذات دی چې په حقه سره عرش باندې برقراره دی ... بېشکه چې د کایناتو چارې یې سمبال کړي دي

هغه -عز وجل- فرمایلي: (إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ) (بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقرار شو). [الأعراف سورت: ایت 54].

او الله –عزوجل- په خپل کتاب کې د جبرائیل او ملائکو راکوزېدل ذکر کړي دي: (تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ) (په دغه (شپه) كې (نور) ملايك او روح (جبریل) د خپل رب په حكم سره راکوزیږي لپاره (د پوره كولو) د هر (مقرر شوي) كار) [القدر سورت: ایت 4]. او ښکته کیدل یوازې له پورته څخه کیږي.

او هغه – سبحانه و تعالی - ذکر کړي چې ملائکې هغه ته ورخیژي او پورته کیږي: (تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ) (چې د ده په طرف پورته ملايكې او روح ورخېژي، په هغې ورځ كې چې د هغې مقدار پنځوس زره كاله دى) [المعارج سورت: ایت 4].

او هغه -سبحانه وتعالی- ذکر کړي چې نیک عملونه او ښې خبرې ورته پورته کیږي: (إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ) (نو خاص الله ته دى ټول عزت، همدغه (الله) ته پاكیزه خبرې پورته خېژي او نېك عمل دغه (كلمات) پورته كوي) [فاطر سورت: ایت 10].

نو عملونه چا ته پورته کیږي؟

او که زمونږ رب - سبحانه وتعالى - په هر ځای کې دی؛ په نازلیدو باندې څه کوي؟ - لوړ دی الله له هغه څه چې دوی یې وايي.

زموږ رب – عزوجل – بې شبیه، بې مثاله، بې مانند، او د هغه په څیر هیڅ څیز نشته.

زموږ رب – عزوجل – له ښځې او اولاد نیولو څخه ډیر اوچت دی: (وَأَنَّهُ تَعَالَىٰ جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا) (او بېشكه شان دا دى چې زمونږ د رب شان ډېر اوچت دى، ده نه ښځه نیولې ده او نه اولاد) [الجن سورت: ایت 3].

او زموږ رب – عزوجل – په خپل الوهیت کې له شریک نیولو څخه ډېر لوړ دی: (فَلَمَّا آتَاهُمَا صَالِحًا جَعَلَا لَهُ شُرَكَاءَ فِيمَا آتَاهُمَا ۚ فَتَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ) (نو كله چې الله دوى ته روغ بچى وركړ، دوى له الله سره په هغه څه كې شریكان جوړ كړل چې دوى ته يې وركړی و، نو الله ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شريكوي) [الأعراف سورت: ایت 190].

لار..

څوک چې د درېو نومونو په معنا پوه شي: (لوى، لوړ او تر ټولو پورته)؛ هغه پوهیږي چې الله - عزوجل - د کمال په صفتونو کې لوی، د نیمګړتیا له صفتونو څخه لوړ دی، او له مخلوق څخه پورته دی.

نو څوک چې ددې منظرې حق ادا کړي – د پوهې او عبودیت له لحاظه- بې نیازه به شي، او هغه به عزت او وقار ترلاسه کړي؛ (وَرَفَعْنَاهُ مَكَانًا عَلِيًّا) (او دى مونږ ډېر اوچت ځاى ته پورته كړى دى) [مريم سورت: ایت 57].

په دواړو جهانونو کې سرلوړي په لاندې څیزونو حاصلیږي:

په ايمان سره: (وَمَن يَأْتِهِ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصَّالِحَاتِ فَأُولَٰئِكَ لَهُمُ الدَّرَجَاتُ الْعُلَىٰ) (او هغه څوك چې ده ته په داسې حال كې راشي چې مومن وي، نېك عملونه يې كړي وي (،نو) د دوى لپاره ډېرې اوچتې درجې دي) [طه سورت: ایت 75].

پوهه: (يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ) (الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى) [المجادلة سورت: ایت 11].

او په عاجزۍ سره، دا په مستند ډول روایت شوي چې هغه -عليه الصلاة والسلام- وفرمایل: «وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ لِلهِ إِلَّا رَفَعَهُ اللهُ» "هیڅوک د الله په وړاندې عاجزي نکوي مګر دا چې الله به د هغه مقام لوړ کړي". [مسلم روایت کړی].

او کله چې له صحابه کرامو –رضی الله عنهم- څخه یو کس وغوښتل چې په جنت کې له پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- سره ملګری شي؛ هغه ورته وویل: «فَأَعِنِّي عَلَى نَفْسِكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ» «نو بیا په ډیرو سجدو کولو سره زما د ملګرتیا حاصلولو لپاره د ځان سره مرسته وکړه». [مسلم روایت کړی] او په سجده کې ذکر: (سبحان ربي الأعلى) دی، الله – عزوجل- فرمایی: (سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى) (ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى) [الأعلى سورت: ایت 1].

له دوی څخه ځینو د سجدې په اړه دا خبره توجیه کړې ده: ځکه چې دا د بنده په نهایت عاجزۍ باندې دلالت کوي، چې د با ارزښت څیز باندې یي الله ته ترسره کوي، او هغه: د هغه مخ دی، پداسې حال کې چې په خاوره یې ږدي، نو مناسب ده چې د خپلې نهایت عاجزۍ په حالت کې د خپل رب صفت وکړي چې بېشکه دا: اوچت دی.

نو له دې امله چې د بنده وضعیت په دې شکل کې وي، نو هغه به الله –سبحانه و تعالی- ته ډیر نږدې وي، هغه – صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَقْرَبُ مَا يَكُوْنُ العَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ؛ فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ» «بنده د سجدې په وخت کې خپل رب ته تر ټولو نږدې وي، نو ډيرې دعاګانې وکړئ». [مسلم روایت کړی].

خپل ارمان ته ورسیدي ..

او وروسته له دې چې پوهه شو چې ځمکه د ترټولو لوی او لوړ – جل و علا- لخوا اداره کیږي؛ هغه ذات چې د هغه په لاس کې د اسمانونو او ځمکې واک دی؛ نو ای رنځوره! شفا ورکوونکی په اسمان کې دی، او اې فقیره! شتمن په اسمان کې دی، او اې پریشانه! جبار ذات په آسمان کې دی، اې بې اولاده! وهاب ذات په اسمان کې دی، ای قرضداره! روزي ورکونکی په اسمان کې دی، اې غمجنه! چاره ساز او خلاصونکی په اسمان کې دی..

نو خپل زړه او مخ سره اسمان ته مخ کړه، او لوی او لوړ الله راوبله، او د هغه څه په تمه شه چې ته ورباندې خوشحالیږي؛ ځکه چې تا ته له اوو اسمانونو د پاسه د الله –عزوجل- په وینا زیری درکول شوی دی: (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ) (او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او پر ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي) [البقرة سورت: ایت 186].

ستا ستاینه ده، اې د سخاوت، جلال او لوړ والي خاونده

ستا له برکت څخه دی چا ته چې وغواړې ورکوې او چا ته چې و نه غواړې نه ورکوې

اې زما الله، که زما ګناهونه ډیر او لوی وي

نو زما له ګناه څخه ستا بخښنه لویه او پراخه ده

اې الله ته زما حالت، فقر او غربت وینې

او ته زما پټې خبرې اورې

اې زما الله، که ته ما نا امیده کړې او ما وشړې

نو هغه څوک دی چې زه له هغه څخه امید ولرم او زما شفاعت وکړي

اې الله! مونږ ستا په لوړ نوم باندې ستا څخه غوښتنه کوو: چې په دنیا او آخرت کې زموږ مقام لوړ کړې.