زموږ حال به څه و که چېرته مو کړي ګناهونه په تندي لیکل کېدل؟! او زموږ به څه حال وای که چېرته د ګناهونو په اندازه بویونه راڅخه تلل؟! زموږ به څه حال وای که چېرته خلک په هغه څه باندې پوه شي چې الله تعالی پر موږ پرده اچولې ده؟!
او هغه ډېر حیا لرونکی ذات دی چې خپل بنده نه رسوا کوي
کله چې په ښکاره توګه د هغه نافرماني وکړي
مګر هغه پرې پرده اچوي
نو هغه پرده اچونکی او د بښنې خاوند دی
موږ اوس د الله تعالی یو له خورا ښکلي نومونو سره تم کیږو ، او هغه د: (الستیر جل جلاله)، ستر پرده اچونکي نوم دی:
له یعلی رضي الله عنه څخه په صحیح حدیث کې روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې په ځمکه او یوه پراخه فضا کې لوڅ غسل کوي، پرته له جامو څخه، نو منبر ته پورته شو او د الله حمد یې ادا کړ او د هغه ستاینه یې وکړه، بیا یې وفرمایل: «إِنَّ اللهَ حَيِيٌّ سِتِّيرٌ، يُحِبُّ الحَيَاءَ وَالسَّتْرَ؛ فَإِذَا اغْتَسَلَ أَحَدُكُمْ فَلْيَسْتَتِرْ» «بېشکه الله جل جلاله ډېر حیا کوونکی او پرده اچوونکی ذات دی، ستر او پرده خوښوي؛ نو کله چې له تاسو څخه یو څوک غسل کوي، نو باید ځان پټ کړي (او په عام محضر کې غسل ونه کړي)». [ صحيح حديث دی. ابو داود روایت کړی].
او السِّتِّير: هغه ذات دی چې په خپلو بندګانو پرده اچوي؛ نو هغوی د خلکو پر وړاندې نه رسوا کوي، او خپل هغه بندګان خوښوي چې د خپل ستر او پردې خیال ساتي او له هغه څه څخه ډډه کوي چې هغوی رسوا کوي.
او زموږ رب لکه څرنګه چې په عیبونو او رسوایانو پرده اچوي؛ له هغه چا سره مینه کوي چې ناوړه او بد کارونه پرېږدي.
سینې؛ په خاطرو، فکرونو، مقصدونو او نیتونو سره پټوي؛ چې غوږ ورته لار نه مومي، او نه سترګي ورته رسېږي، خو حکيم او عالم ذات له هغو څخه با خبر دی، خو بیا یې هم پټوي او پرده پرې اچوي.
شپه په خپلو تیارو سره پټوي، اسمان په خپلو وزرو سره پوښي، او هغوی په پټه خوله غږیږي، او پټې خبرې کوي؛ چې هېڅ ګاونډی یې نه اوري، او نه ورڅخه د کور خلک خبریږي، او نه له هغوی څخه کوم خبر لېږدول شوی وي.. خو لطیف، او خبیر ذات پرې پوه دی، اوریدلي او لیدلي یې دي او بیا هم پرې پرده اچوي.
او زموږ پروردګار سره لدې چې د ټولو مخلوقاتو له اطاعت او بندګۍ څخه بې نیازه دی؛ هغه د خپل بنده عزت کوي، هغه باندې پرده اچوي، او د هغه په ښکاره کولو او رسوا کولو او د هغه په واسطه عذاب ورکولو باندې بیړه نه کوي، بیا هغه ته د پښېمانۍ او توبې توان ورکوي، هغه ته عفوه او بخښنه کوي. (أَلَمۡ يَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ هُوَ يَقۡبَلُ ٱلتَّوۡبَةَ عَنۡ عِبَادِهِۦ وَيَأۡخُذُ ٱلصَّدَقَٰتِ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ) (ایا دوی نه پوهېدل چې یقینًا الله دى چې هغه د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي او دا چې بېشكه الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى). [التوبة سورت:104 ایت ].
له (ستر پرده اچونکي) الله پرته بل معبود نشته! حرمتونه یې تر پښو لاندې کیږي، او د هغه د اوامرو مخالفت کیږي، زیاتې تېروتنې کیږي، او ډېر ګناهونه ترسره کیږي؛ سره لدې هم توبه قبلوي، بخښنه او عفوه کوي، او پرده اچوي او ګناهونه پاکوي.
هغه زموږ کمزورۍ باندې پوه دی، زموږ ځای ویني، هغه زموږ د سترګو په خیانت پوه دی او هغه څه چې زموږ سینه یې پټوي پرې پوه او ترې باخبر دی، او د پردې اچولو سربېره؛ زموږ عزت کوي، هغه تعالی فرمایلي: (وَهُوَ ٱلَّذِي يَقۡبَلُ ٱلتَّوۡبَةَ عَنۡ عِبَادِهِۦ وَيَعۡفُواْ عَنِ ٱلسَّيِّـَٔاتِ وَيَعۡلَمُ مَا تَفۡعَلُونَ ) (او دى همغه ذات دى چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او د بدیو معافي كوي او په هغو كارونو پوهېږي چې تاسو يې كوئ). [الشورى سورت: ایت 25].
او کله چې له ابن عمر رضي الله عنه څخه د نجوا (پټې خبرې) په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: «يَدْنُو أَحَدُكُمْ مِنْ رَبِّهِ حَتَّى يَضَعَ كَنَفَهُ عَلَيْهِ؛ فَيَقُوْلُ: عَمِلْتَ كَذَا وَكَذَا؟ فَيَقُوْلُ: نَعَمْ، وَيَقُوْلُ: عَمِلْتَ كَذَا وَكَذَا؟ فَيَقُوْلُ: نَعَمْ، فَيُقَرِّرُهُ، ثُمَّ يَقُولُ: إِنِّي سَتَرْتُ عَلَيْكَ فِي الدُّنْيَا، فَأَنَا أَغْفِرُهَا لَكَ اليَوْمَ» «د قيامت په ورځ به مؤمن خپل رب ته ورنژدې شي تر هغه چې الله تعالی به يې په خپل رحمت وپوښي؛ او ورته به ووايي: ايا فلانۍ او فلانۍ ګناه دې په یاد ده؟ هغه به ووایي: هو، الله تعالی به ووایي: دغه او دغه عملونه دې کړي و؟ هغه به ووایي هو، او پخپلو ګناهونو به اعتراف وکړي، بیا به الله تعالی وفرمایي: ما په دنیا کې ستا پر ګناهونو ستر او پرده اچولې وه، او نن یې تاته بخښم» [بخاري روایت کړی].
او په یاد ولره چې د الله تعالی په نېز تر ټولو بد خلک هغه دي چې: د الله تعالی نافرماني وکړي پداسې حال کې چې الله تعالی د هغه ستر او پرده کړی وي، بیا سبا د هغه څه څخه پرده پورته کړي چې الله تعالی هغه باندې پرده اچولی وه.
په "الصحيح" کې له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي چې: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې: «كُلُّ أُمَّتِي مُعَافـًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ، وَإِنَّ مِنَ المُجَاهَرَةِ: أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ بِاللَّيْلِ عَمَلًا، ثُمَّ يُصْبِحَ وَقَدْ سَتَرَهُ اللهُ عَلَيْهِ، فَيَقُوْلُ: يَا فُلاَنُ! عَمِلْتُ البَارِحَةَ كَذَا وَكَذَا، وَقَدْ بَاتَ يَسْتُرُهُ رَبُّهُ، وَيُصْبِحُ يَكْشِفُ سِتْرَ اللهِ عَنْهُ» «زما ټول امتیان معاف دي پرته له ښکاره کوونکو خلکو څخه، او ښکاره کوونکي خلک هغه دي چې: یو سړی د شپې یو کار (ګناه) وکړي، بیا په داسې حال کې سهار کړي چې الله د هغه ستر او پرده کړي وي، بیا ووايي: اې فلانیه! ما تېره شپه داسې او داسې وکړل، او حال کې هغه په داسې حال شپه تېره کړې وي چې الله تعالی د هغه ستر او پرده کړي وي، مګر هغه سبا د هغه څه څخه پرده پورته کوي چې الله هغو باندې پرده اچولې وي». [بخاري روایت کړی -او دا یې لفظ دی-، او مسلم روایت کړي دي].
د عثمان بن ابي سوده رضي الله عنه څخه روایت دی ویلي یې دي چې: «د هېچا لپاره نه ښایي چې د الله تعالی پرده باندې تجاوز وکړي، وویل شو: د الله تعالی په پرده څرنګه تجاوز کېدلی شي؟ هغه وویل: یو سړی ګناه کوي او الله تعالی د هغه ستر او پرده کوي، بیا دغه سړی هغه د خلکو په منځ کې خپروي».
الله تعالی خوښ ګڼي چې موږ د هغه د نومونو سره سم عمل وکړو، ځکه چې هغه سخاوتمند دی او سخاوت خوښوي، ډېر پرده اچونکی دی او پرده اچول خوښوي. هغه موږ ته د الله تعالی په بندګانو باندې د پردې اچولو امر کړی، او دا چې د هغوی ستر او پرده باندې تېری ونشي او د هغوی عیبونه و نه څېړل شي، د امام احمد په مسند کې راغلي دي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يَا مَعْشَرَ مَنْ آمَنَ بِلِسَانِهِ وَلَمْ يَدْخُلِ الإِيمَانُ قَلْبَهُ! لَا تَغْتَابُوْا المُسْلِمِينَ، وَلَا تَتَّبِعُوْا عَوْرَاتِهِمْ؛ فَإِنَّهُ مَنْ يَتَّبِعْ عَوْرَاتِهِمْ يَتَّبِعِ اللهُ عَوْرَتَهُ، وَمَنْ يَتَّبِعِ اللهُ عَوْرَتَهُ يَفْضَحْهُ فِي بَيْتِهِ» «اې هغه کسانو چې په ژبه یې ایمان راوړی خو زړونو ته یې ایمان نه دی داخل شوی! د مسلمانانو غیبت مه کوئ، او د هغوی عیبونه مه څېړئ؛ ځکه څوک چې د هغوی عیبونه څیړي، الله تعالی به یې عیبونه وڅېړي، او الله تعالی چې د چا عیبونه وڅېړي په کور کې یې رسوا کوي». [صحيح حدیث دی].
او په "صحیحینو" کې راغلي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «مَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ القِيَامَةِ»، «څوک چې د یو مسلمان ستر او پرده وکړي، الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه ستر او پرده وکړي»، او پدې کې هغه څه شامل دي چې په ټولنېزو رسنیو (سوشل مېډیا) کې راځي د منکراتو، فحشا او یا تېروتنو څخه؛ نو څوک چې د ستر او پرده اچولو اراده وکړي او نشر یې نه کړي، الله تعالی به د هغه ستر او پرده وکړي.
- ستر او پرده حتا د پیریانو له سترګو څخه هم کېدلی شي؛ له علي رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «سَتْرُ مَا بَيْنَ أَعْيُنِ الجِنِّ وَعَوْرَاتِ بَنِي آدَمَ إِذَا دَخَلَ أَحَدُهُمُ الخَلاَءَ: أَنْ يَقُولَ: بِسْمِ اللهِ» «د پېريانو د سترګو او د انسان د شرمګاه په منځ کې پرده دا ده چې کله تشناب ته ننوځي نو : بسم الله» ووایي. [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
- د (الستير) او (الستار) تر منځ توپیر: دواړه په ستر او پرده کې مبالغه کولو باندې دلالت کوي؛ ځکه چې الله تعالی د خپلو بندګانو ډېر ستر او پرده کوي، مګر د الله تعالی نومونه توقیفي دي؛ په هغه کې د عقل لپاره ځای نشته، نو موږ الله تعالی نه نوموو مګر په هغه نوم چې هغه پرې خپل ځان یاد کړی وي او یا د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یاد کړی وي.
او په سنتو کې راغلی لفظ دا دی: «إِنَّ اللهَ حَيِيٌّ سِتِّيرٌ» «الله تعالی ډېر حیا کوونکی او ډېر پرده اچونکی دی». [صحيح حدیث دی. ابو داود روایت کړی].
اې هغه ذاته چې پر ما ښکلی ستر او پرده لرې
که زه تاته عذر وړاندې کړم نو قبول به شي
زما ملاتړ دې کړی او په ما دې رحم کړی او په ما دې پرده اچولې
د سخاوت له مخې، ځکه چې ته د هغه چا ضامن او کفیل یې چې تا غواړي
نافرماني مې وکړه بیا مې ستا عفوه او بخښنه پراخه ولیدله
او پر ما تل ستا پرده غوړېدلې ده
په ستاینه کې ټولې ستاینې او حمدونه ستا لپاره دي
اې هغه ذات چې غوښتل کیږي او بلل کیږي
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دعاګانو څخه چې سهار او ماښام به یې ویل: «اللَّهُمَّ! اسْتُرْ عَوْرَاتِي، وَآمِنْ رَوْعَاتِي» «اې الله! زما په عیبونو پرده واچوه، او زما وحشتونه او وېرې په امن بدلې کړه». [صحيح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی]، پدې معنا چې: زما په عیبونو، نیمګړتیاوو او هر هغه څه باندې پرده واچوه چې د هغه ښکاره کېدل ما غمجن کوي.
اې الله! زموږ عیبونو باندې پرده واچوه، زموږ وحشتونه او وېرې په امن بدلې کړه، زموږ ګناهونه معاف کړه، زموږ عملونه او ژوند په نیکو عملونو پای ته ورسوه، موږ او زموږ مور او پلار او ټولو مؤمنانو ته بخښنه وکړه.