Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

18

پر ټولو غالب -جل جلاله-

حاکم په "المستدرک" کې د عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- په حواله ليکلي دي: کله چې شام ته راغى، کله چې د اوبو نهر ته ورسید نو عمر له خپل اوښ څخه ښکته شو او چپلکې يې وویستلې، بيا يې د اوښ قیضه ونیوله او د ابو له نهر څخه تیر شو.

ابو عبیده بن الجراح ورته وویل: اې امیر المومنین، تاسو ددې منطقې د خلکو له عرف او عادت خلاف لوی کار وکړ! تا خپلی چپلکې وویستلې، بيا دې اوښ وړاندې کړ، او له نهر څخه تیر شوې.

نو عمر په خپل لاس د ابو عبيده سينه ووهله؛ او ویې ویل: اوه! اې ابو عبيده! که پرته له تا څخه بل چا ویلی وای.

تاسو تر ټولو کم خلک وئ، نو الله تاسو ته په اسلام سره عزت درکړ، نو پرته له اسلام څخه که عزت ولټوئ، الله –سبحانه و تعالی- به تاسو ذليل کړي.

الله -تبارك وتعالى- فرماېلي: (مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا) (هر هغه څوك چې هغه عزت غواړي، نو خاص الله ته دى ټول عزت) [فاطر سورت: ایت 10].

زموږ رب –سبحانه و تعالی- د خپل ځان په صفت کې داسې فرمايي: (وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ) (او بېشكه ستا رب خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى) [الشعراء سورت: ایت 9]، (لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) ( نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى) [آل عمران سورت: ایت 6]، او هغه موږ ته له اوو اسمانونو څخه پورته امر وکړ چې پدې باندې پوه شئ او ډاډه اوسئ: (وَاعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ) (او پوهه شه چې یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى) [البقرة سورت: ایت 260].

او زموږ غالب رب – تبارک و تعالی -؛ هغه ذات دی چې د عزت ټولې معناوې – که هغه وصف وي او یا بادشاهي- یې په خپل ځان کې را جمع کړي دي، او هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا) ( هر هغه څوك چې هغه عزت غواړي، نو خاص الله ته دى ټول عزت) [فاطر سورت: ایت ١٠].

هغه د غلبې ویاړ لري؛ هغه پر خپلو دښمنانو غالب او د هغوی ماتونکی دی.

هغه د منع کولو ویاړ لري؛ د هغه د مخلوقاتو څخه هیڅوک هغه پاک ذات ته نشي رسیدلی، هغه په خپل ذات سره بې نیاز دی.

او هغه د ځواک ویاړ لري چې مشکلات د هغه د ځواک په مقابل کې ناتوان دي، او سختۍ د هغه د ځواک په مقابل کې نرمې شوي دي.

هغه غالب او برلاسی –سبحانه و تعالی- دی؛ د خپلو بندګانو څخه چې هر چاته وغواړي عزت وركوي.

هغه غالب او برلاسی –سبحانه و تعالی- دی؛ داسې ذات چې د هغه ګاونډي ته ضرر نه رسيږي، او د هغه پیروان نه ذلیل کیږي.

او هغه غالب او برلاسی ذات دی ... نا شونې ده چې د واک څښتن ته څه شی ضرر ورسولای شي ... او هغه غالب ذات دی او په خپل قدرت سره برلاسۍ دی ... چې دغه یې دوه صفتونه دي

او هغه غالب ذات دی کوم چې د هغه وصف دی ... او عزت لپاره درې معناوې دې ... او دا د هغه پاک ذات لپاره کامل صفتونه دي ... چې له هر اړخ څخه نیمګړیتا نلري

د غالب ذات پناه ګاه:

او کله چې مؤمنان پوهه شول او باور یې وکړ چې عزت یوازې د هغه –الله- له طرفه دی؛ هغه عزیز ذات لپاره یې عاجزي غوره کړه،او هغه ته یې مخونه واړول، دوی د هغه پناه ګاه ته پناه یوړه، د هغه تر څنګ یې پناه واخیستله، او د هغه څخه یې د عزت غوښتنه وکړه؛ ځکه چې دوی د هغه –عزوجل- دغه وینا تلاوت کړې ده: (مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا) (هر هغه څوك چې هغه عزت غواړي، نو خاص الله ته دى ټول عزت) [فاطر سورت: ایت 10].

المدایني په خپل کتاب کې ذکر کړي دي چې وایي: «د یمن له خلکو څخه یو سړی حجاج ته راغی او د هغه ورور محمد بن یوسف څخه یې شکایت وکړ او په منبر کې له حجاج سره مخامخ شو، نو ورته پاڅېد؛ او د هغه د ورور محمد څخه یې شکايت وکړ، نو حجاج د هغه د بندي کیدو امر وکړ، او کله چې له منبر څخه ښکته شو؛ هغه یې راوغوښت په داسې حال کې چې هغه باندې په غوسه و، نو ورته یې وویل: تا څنکه جرأت وکړ چې زما د ورور شکایت وکړې؟! هغه ورته وویل: په الله قسم چې زه د الله په وړاندې ستا له ورور څخه پر تا د عزت ډیر حقدار یم، حجاج وویل: هغه پریږدئ».

ماته په ژوند کې د ذلت په پیاله کې اوبه مه راکوئ ... ماته د مړغوني اوبه عزت سره راکړئ

او هر څومره چې د مسلمان په زړه کې دغه نوم لوی شي، او په خپل ژوند کې د هغه د لاسته راوړلو لپاره کار وکړي؛ دغه لاسته راوړنه به یې زیاته وي. (وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ) (او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول لپاره دى او د مومنانو لپاره دى) [المنافقون سورت: ایت 8].

تر ټولو عزتمند خلک: پیغمبران دي، بیا له هغوی څخه وروسته هغه مؤمنان چې د دوی پیروي کوي.

نو؛ لدې کبله په دنیا او آخرت کې عزتمند کس نشته پرته لدې چې الله تعالی هغوی ته عزت ورکړی وي. (قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) (ته ووایه: اې الله!د بادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوې هغه چا ته چې وغواړې او بادشاهي بېرته اخلې له هغه چا نه چې وغواړې، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې) [آل عمران سورت: ایت 26].

د هغو کسانو لپاره چې د عزت په لټه کې دي ..

نو څوک چې له الله پرته بل چا باندې د عزت غوښتونکی وي، نو هغه پر موقتي او فاني واکمنۍ، او قدرت وياړي.

او هغه به څوک وي چې د الله په مقابل کې راپورته شي او له هغه سره مبارزه وکړي او ماته ورکړي؟! د فرعون قوم په فرعون باندې عزت غوښته: (فَأَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِيَّهُمْ وَقَالُوا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ إِنَّا لَنَحْنُ الْغَالِبُونَ) (نو هغوى خپلې رسۍ او امساګانې وغورځولې او ويې ويل:د فرعون په عزت سره، بېشكه مونږ، خامخا همدا مونږ غالب یو) [الشعراء سورت: ایت 44]، نو پایله یې څه وه؟ (فَأَلْقَىٰ مُوسَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ) (نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو) [الشعراء سورت: ایت 45].

ډېری خلک د کافرانو او د دين دښمنانو سره عزت لټوي، خو دغو خلکو د الله –عزجل- قدر نه دی کړی، او الله یې په حق سر نه دی پېژندلی! که نه نو، دغه خلک به ددوی له سترګو وغورځي چې دوی ورته وفادار دي؛ دوی که هر څومره ځواکمن وي او د هغوی د پلویانو شمېر ډیر وي؛ د الله د عزت، ځواک، جبروت او تسلط په مقابل کې هیڅ څه هم نه دي.

او الله –عزوجل- دوی ته وویل هغه عزت او خوند چې هغوی یې په لټه کې دي له بل چا سره به یې ونه مومي، بلکې د دوی حالت د منافقانو په شان شو؛ د دوی ظاهري بڼې له باطن سره توپیر درلود. (بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (138) (منافقانو ته زېرى وركړه چې بېشكه د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى. الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا (139)) (هغه كسان چې له مومنانو نه غیر كافران دوستان نیسي، ایا دوى د هغوى په خوا كې عزت لټوي؟ نو بېشكه عزت ټول د الله لپاره دى) [النساء سورت: ایتونه 138-139].

او ځینې یې په خپل ځان او خپلې قبیلې ویاړي، د امام احمد په مسند کې له ابی بن کعب -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې وایي: دوه کسانو د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په زمانه کې خپل نسب بیان کړ؛ یو یې وویل: زه فلانی د فلاني زوی د فلانې زوی یم، ته څوک یې؟ ته بې موره یې (د هيچا زوی نه يې)!

رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «انْتَسَبَ رَجُلَانِ عَلَى عَهْدِ مُوْسَى -عليه السلام- ؛ فَقَالَ أَحَدُهُمَا: أَنَا فُلَانُ ابْنُ فُلَانٍ، حَتَّى عَدَّ تِسْعَةً، فَمَنْ أَنْتَ؛ لَا أُمَّ لَكَ؟! قَالَ: أَنَا فُلَانِ بْنُ فُلَانِ ابْنِ الإِسْلَامِ». «د موسی -علیه السلام- په زمانه کې دوه کسانو خپل نسب بیان کړو؛ یو یې وویل: زه فلانی د فلانې زوی یم، تر دې چې نهه پلرونه یې وشمیرل، نو ته څوک یې؟ ته بې موره یې؟! هغه وویل: زه فلانی د فلانې زوی د اسلام زوی یم».

قال: «فَأَوْحَى اللهُ إِلَى مُوْسَى -عليه السلام- : أَنَّ هَذَيْنِ المُنْتَسِبَيْنِ؛ أَمَّا أَنْتَ أَيُّهَا المُنْتَمِي أَوِ المُنْتَسِبُ إِلَى تِسْعَةٍ: فِي النَّارِ؛ فَأَنْتَ عَاشِرُهُمْ. هغه وفرمايل: الله موسى -عليه السلام- ته وحې وكړه: چې دغه دوه تړاولرونکي دي؛ اې هغه کسه چې نهو پلرونو ته ځان منسوبوې: په دوزخ کې کې دي؛ او ته به د هغوی لسم شې.

وَأَمَّا أَنْتَ يَا هَذَا! المُنْتَسِبَ إِلَى اثْنَيْنِ: فِي الجَنَّةِ؛ فَأَنْتَ ثَالِثُهُمَا فِي الجَنَّةِ» (او اې هغه کسه چې ځان دې دوو ته منسوب کړی: په جنت کې دي؛ او ته به په جنت کې د هغوی دریم کس شې). [صحیح حدیث دی]

او ویل شوي دي: څوک چې په خپل منصب باندې نازیږي، نو هغه دې فرعون ته وګوري، او څوک چې په خپل مال باندې نازیږي، نو هغه دې قارون ته وګوري، او څوک چې خپل نسب باندې نازیږي، هغه دې ابولهب ته وګوري. پرته له شکه عزت په تقوا کې دی.

چا چې ویلي رښتیایې ویلي دي: "نحن قوم أعزنا الله بالإسلام، فمهما ابتغينا العزة في غيره أذلنا الله". "موږ هغه قوم یو چې الله په اسلام سره عزت راکړی، نو هرکله مو چې په بل څه کې عزت ولټاوه، الله به مو ذلیل کړي".

په دې زمانه کې د اسلامي امت د ذلت تر ټولو ستر لامل دا دی: چې پر الله –عزوجل- باندی په واقعي شکل ویاړ او افتخار نکوي.

هغه تا ته ویاړ درکوي ..

كله چې كافرانو رسول الله -صلى الله عليه وسلم- ته ګواښونه پيل كړل، او هغه ته یې بدې خبرې كولې، او خپل زور يې ښكاره كاوه؛ الله تعالی یو آیت نازل کړ تر څو خپل رسول –صلی الله علیه وسلم- ته تسلیت ورکړي او هغه ته د ټولو انسانانو د کمزورۍ په اړه خبر ورکړي، د الله –سبحانه و تعالی- پدې قول سره چې فرمایي: (وَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ ۘ إِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا ۚ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (او د دوى وینا دې تا غمجن نه كړي، بېشكه عزت ټول خاص د الله لپاره دى، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوهه دى) [يونس سورت: ایت 65].

او هر څومره چې ايمان ډیر وي، په هماغه اندازه د مؤمن په زړه کې عزت او افتخار ډیریږي، او په هماغه اندازه يې د بریا او غلبې ډاډ هم زيات وي؛ الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُم بِهِ ۗ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ) (او الله دا (مدد) نه دى ګرځولى مګر ستاسو لپاره زېرى او لپاره د دې چې ستاسو زړونه په دې مطمئن شي او نه دى مدد مګر د الله له جانبه، چې ډېر غالب، ډېر حكمت والا دى) [آل عمران سورت: ایت 126]، او الله -سبحانه وتعالى- فرمايلي-: (وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ) (او الله به خامخا ضرور د هغه چا مدد وكړي چې د هغه (الله) مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، غالب دى) [الحج سورت: ایت 40].

چا چې ایمان ترلاسه کړ عزت یې ترلاسه کړ، او چا چې عزت ترلاسه کړ د الله –عزوجل- مینه یې ترلاسه کړه، هغه – سبحانه و تعالی - وفرمایل:

(فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ) (نو ژر ده چې الله به داسې خلق راولي چې هغه (الله) به له دوى سره مینه كوي او دوى به له هغه (الله) سره مینه كوي، په مومنانو به ډېر نرمي كوونكي وي او په كافرانو باندې به ډېر سخت وي)

[المائدة سورت: ایت 54].

ابن کثیر وايي: "څوک چې دا خوښوي چې په دنیا او آخرت کې محبوب شي، نو هغه دې باید د الله –سبحانه و تعالی- په اطاعت پابند اوسي؛ پدې سره خپل هدف ترلاسه کولای شي؛ ځکه چې الله –سبحانه و تعالی- د دنیا او آخرت مالک دی، او ټول عزت د هغه لپاره دی، لکه څنګه چې هغه – سبحانه و تعالی - فرمایي: (فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا) (نو بېشكه عزت ټول د الله لپاره دى) [النساء سورت: ایت 139]".

ابراهیم الخواص -رحمه الله- ویلي: څومره چې مؤمن د الله په امر باندې فخر وکړي، الله به هغه ته د عزت جامې وراغوندي، او د مؤمنانو په زړونو کې به د هغه عزت قائم کړي. دا د هغه –سبحانه و تعالی- وینا ده چې فرمایی: (وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ) (او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول لپاره دى او د مومنانو لپاره دى او لېكن منافقان پوهه نه لري) [المنافقون سورت: ایت 8]".

د عزت کلیانې (کلیدونه):

کله چې د عزت لاملونه ترلاسه شي، عزت هم محقق کیږي:

لومړی په ایمان سره؛ الله –عزوجل- وفرمایل:

(وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ) ( او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول لپاره دى او د مومنانو لپاره دى او لېكن منافقان پوهه نه لري)

[المنافقون سورت: ایت 8].

مومنانو سره عاجزي کول؛ الله –عزوجل- وفرمایل: (أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ) (په مومنانو به ډېر نرمي كوونكي وي او په كافرانو باندې به ډېر سخت وي) [المائدة سورت: ایت 54].

او په بخښنې سره؛ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «مَا زَادَ اللهُ عَبْدًا بِعَفْوٍ إِلَّا عِزًّا» "الله بنده ته په بخښنې سره نه ورکوي مګر د عزت زیاتوالی". [مسلم روایت کړی]

او الله ته په دعا کې پدې نوم سره نږدې کیدل ، نو دا د ابراهیم -علیه السلام- له دعاګانو څخه وه: (رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) (اې زمونږه ربه! ته مونږ د كافران شویو خلقو لپاره (ځاى د) فتنې مه ګرځوه او ته مونږ ته مغفرت وكړه اې زمونږ ربه! بېشكه هم دا ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې) [الممتحنة سورت: ایت 5]، او د عرش حمل کوونکي ملائکې مؤمنانو ته پر دې نوم دعا سره کړې ده: (رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدتَّهُمْ وَمَن صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) (اى زمونږه ربه! او ته دوى د تل استوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې تا يې له دوى سره وعده كړې ده، او هغه څوك چې صلاحيت ولري د دوى له پلرونو او د دوى له ښځو او د دوى له اولادونو څخه (هغه هم ننباسه)، بېشكه ته، هم ته ښه غالب، ډېر حكمت والا يې) [غافر سورت: ایت 8].

او رسول الله -صلی الله علیه وسلم – چې به د شپې لخوا کله له خوبه وېرېده، نو ویل به یې: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الوَاحِدُ القَهَّارُ، رَبُّ السَّمَاوَات وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا العَزِيزُ الغَفَّارُ» "له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی، پر ټولو قادر دی، د اسمانونو او ځمکې او د هغو ټولو شیانو رب دی چې د دوی په منځ کې دی، غالب، بخښونکی دی". [حدیث صحیح دی. ابن حبان روایت کړی]

او پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - یو سړي ته تعلیم ورکاوه چې کله هغه ته درد راشي باید د الله په عزتمندۍ سره د هغه عبادت وکړي؛ هغه محبوب -صلی الله علیه وسلم- ورته وفرمایل: «اجْعَلْ يَدَكَ اليُمْنَى عَلَيْهِ، وَقُلْ سَبْعَ مَرَّاتٍ: بِاسْمِ اللهِ، أَعُوْذُ بِعِزَّةِ اللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وأُحَاذِر» "خپل ښی لاس دې د درد پر ځای کېږده او اوه ځلې ووایه: : «بِاسْمِ اللهِ، أَعُوْذُ بِعِزَّةِ اللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وأُحَاذِر» په نوم د الله؛ د الله په عزت او ځواک سره د هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې زه یې احساسوم او ځان ترې ژغورم. [مسلم روایت کړی]

فكر وكړه!

هغه –تبارک و تعالی- خپل عزیز نوم له خپلو نورو نومونو سره تړلی دی: (قوی، حکیم، ټول پوه، ستایل شوی، بخښونکی، ډالۍ ورکوونکی او ځواکمن).

او دا - په الله قسم! - په مونږ باندې د هغه د رحمت، خیر او احسان له کمال څخه دی.

دا زمونږ د رب د نومونو په کمال او د هغه په عالي صفتونو دلیل دی، او دا چې دغه نومونه یو بل سره یوځای دي؛ نو هغه –سبحانه و تعالی- په خپل بشپړ عزت، قوت، ځواک، او سخت نیولو سره؛ په خپل حکمت او پوهه کې کامل دی، په خپلو بندګانو رحم او لطف کوونکی دی، په خپلو چارو، قول، عمل او احکامو کې د ستاینې وړ دی.

د هغه عزت: حکمت، رحم، او عدالت دی، (لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) ( نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى) [آل عمران سورت: ایت 6].

او څرنګه چې د هغه عزت: د کمال او عظمت عزت دی؛ الله د تل لپاره ددې ستاینې مستحق دی، هغه – سبحانه و تعالی- فرمایي: (الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ) (ډېر غالب، ډېر ستايل شوي) [إبراهيم سورت: ایت1].

اې هغه مالکه! چې ټولې چارې په اختیار کې لري ... او د هغه قضاوت په هر څه کې پلی کیږي

زه په تا پناه نیسم، اې سخي ذاته چې څوک نه مایوسه کوې ... بنده ستا په عزت باندې پناه او ساتنه غواړي

(سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ (180) ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي. وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ (181) او سلام دې وي په رسولانو باندې. وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (182)) او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى) [الصافات سورت : ایتونه 180-182].

اې غالب الله! په خپل اطاعت سره مونږ ته عزت راکړه، او ستا د نافرمانۍ له امله مو مه خواروه.