9
کله چې د غمونو ورېځې یرغل وکړي، او د اندېښنو زولنې سره یوځای شي؛ او ته د وتلو لاره نه مومې، او زړه دې را تنګ شي؛ لکه څنګه چې ستا روح ستا له ستوني څخه وتلي وي، او نږدې ده چې حالات دې زندۍ کړي؛ او په سختۍ سره ساه اخلې، او نړۍ راتنګه شي، ستا شاوخوا خلک ستا څخه لرې کیږي، او ته یوازې پاتې کیږې؛ نه آرامي بخښونکی شته او نه آسانتیا راوستونکی، نو مرګ یقیني شو..
دلته؛ څښتن ستا لپاره د خلاصون ځواک او د امید وږمه پرانیزي، تا کې ډاډ را منځته کوي، تا ته د مرستې لاس در اوږدوي، او تا د مرګ له لیدو وروسته ژوندی کوي؛ نو ته به په سجده پریوځې او ژړا به کوې او ژبه به دې دا تکراروي چې: اې ژوندی ذاته.. اې قیوم ذاته! ټول ثنا او ستاینه تا لره ده.
دا یوازې هغه وخت پیښیږي کله چې تاسو په ژوندي ذات؛ چې نه مري باور وکړئ؛ (وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ ۚ وَكَفَىٰ بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا) (او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري او ته د هغه له ستاينې سره تسبیح بیانوه او هم الله د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه كافي خبردار دى) [الفرقان سورت : ایت 58].
زموږ رب –سبحانه و تعالی- د خپل ځان لپاره د (ژوند) صفت ثابت کړی دی چې هغه: یو بشپړ ژوند دی چې له هغه مخکې عدم شتون نه درلود، هیڅکله په هغه زوال او فنا نه راځي، نقصان، عیب، غفلت او بې کفایتي، په خوب او سپک خوب نه اخته کیږي، او په هیڅ حالت کې مرګ ورته نه رسیږي: (لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ ) (پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب) [البقرة سورت : ایت 255] - زموږ رب لدې څخه لوړ او پاک دی-.
او د هغه – جل وعلا – ژوند پاک دی تر دې چې د مخلوق له ژوند سره یې مشابهت وشي. (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) ( د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [الشورى سورت: ایت 11] ، هغه ژوند چې د هغه –سبحانه و تعالی- د صفاتو بشپړتیا لره مستلزم دی لکه؛ د هغه پوهه، اوریدل، لیدل، وړتیا، اراده او د هغه رحمت چې هغه یې غواړي، او همدارنګه د هغه نور د کمال صفتونه.
او زموږ ژوندی رب – سبحانه و تعالی- چې ژوند پرې ولاړ دی، او هر ژوندی ورسره ژوندی شو، د هغه پرته نور هرڅیز، د الله –سبحانه و تعالی- په ژوندي کولو پورې تړلی دی، هغه –سبحانه و تعالی- فرماېلي: (وَكُنتُمْ أَمْوَاتًا فَأَحْيَاكُمْ ۖ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ) (حال دا چې تاسو نشت وئ، نو هغه تاسو راژوندي كړئ، بيا به هغه تاسو مړه كوي، بيا به تاسو راژوندي كوي، بيا به خاص د هغه په طرف ګرځولی شئ) [البقرة سورت : ایت 28].
او زمونږ رب - سبحانه وتعالى- هغه ذات دی؛ څوک چې د علم، هدایت او ایمان په رڼا سره نفسونه او روحونه را ژوندي کوي.
او زمونږ رب - سبحانه وتعالى -؛ هغه ذات دی څوک چې د جنت اوسیدونکو ته تل پاتې ژوند ورکوي، هغه - سبحانه وتعالى - فرماېلي: (وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ) (او بېشكه کور د اخرت (جنت) خامخا همغه واقعي ژوندون دى، كه چېرې دوى پوهېدلى) [العنكبوت سورت: ایت 64].
ژوندی دی، له هغه پرته بل معبود نشته، څوک چې پر هغه توکل وکړي، د هغه لپاره کافي دی، هیڅ شی نشي کولی د هغه اراده ماته کړي، او هیڅ شی نشي کولی هغه بې وسه کړي، هغه شر لرې کوي، هغه د اړمن ځواب ورکوي، هغه هډوکي بیا راژوندي کوي کله چې وراسته شي، هغه خلقت بیرته راګرځوي لکه څنګه چې یې لومړی ځل پیل کړی وو، او دا کار د هغه لپاره ډیر آسان دی، او هغه د حکمت څښتن دی چې هیڅ شی بې ځایه نه پيدا کوي، او هیڅ شي بې ځایه نه پریږدي.
ابن جریر او بیهقي له ابن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت کړی دی چې هغوی وویل: عاص بن وائل رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغی؛ نو هغه پورته شو او یو وروست شوی هډوکی یې راواخیست او په خپل لاس یې ورژاوه او ويې ويل: څوک دی هغه چې هډوکي بیا راژوندي کوي کله چې وراسته شي؟! -قيامت او حشر یې دروغ ګانه- هغه وفرمایل: «نَعَمْ، يَبْعَثُ اللهُ هَذَا، ثُمَّ يُمِيتُكَ، ثُمَّ يُحْيِيَكَ، ثُمَّ يُدْخِلُكَ نَارَ جَهَنَّمَ»، "هو، دا الله بیا راژوندي کول همداسي دي، بیا به تا مړ کړي، بیا به دې بیرته را ژوندي کړي، بیا به دې دوزخ اور ته داخل کړي". او الله -سبحانه وتعالى- دغه آیت نازل کړ-: (أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ) ( آیا انسان نه دي كتلي چې بېشكه مونږ دغه (انسان) له نطفې (یو څاڅكې اوبو) نه پیدا كړى دى، نو ناڅاپه دى ښكاره سخت جګړه كوونكى دى) [يس سورت : ایت 77] د سورت تر پایه [صحیح حدیث دی. امام حاکم روایت کړی او صحیح یې بللی او الذهبي ورسره هم موافقه کړې].
انسان څومره ناشکره دی! هغه خپل پیدایشت هېر کړ او د خپل خالق څخه یې انکار وکړ: هغه چا چې لومړی ځل باندې پیدا کړی دی بیرته یې راګرځوي او بیا یې ژوندي کوي؛ ځکه چې دویم پیدایښت اسانه دی - د عقل له مخې -، او دا ټول د الله لپاره اسان دي؛ د الله لپاره پیل او تکرار یو شان دي؛ (وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ) ( او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي) [الروم سورت : ایت 27].
عزت د هغه لپاره دی، جبروت د هغه لپاره دی، عظمت د هغه لپاره دی، لویي د هغه لپاره ده، واک د هغه لپاره دی، پاچاهي د هغه لپاره ده، قضاوت او حکم د هغه لپاره دي، ځواک د هغه لپاره دی، ستاینه د هغه لپاره ده او پاکي هم هغه لره ده.. د هغه مقام څومره لوړ دی، او د هغه پادشاهي څومره د فخر وړ ده، او د لوړې مرتبې خاوند دی!
پاکي ده هغه ذات لره چې هر مخلوق ته یې خاص ژوند ورکړی دی! د ملاېکو ژوند د انسان سره توپير لري، د جنياتو ژوند د انسانانو له ژوند سره توپير لري، او د حيواناتو ژوند د انسانانو او پيريانو او ملاېکو له ژوند سره توپير لري.
حتا جمادات د الله د نوم (الحي، ژوندی) له نښو څخه ډک دي؛ نو هغه ژوندی دی، د جماداتو ژوند ته په کتلو سره هغوی ته ژوند ورکړل شوی، لکه د موسی –علیه السلام- لکړه: (فَأَلْقَىٰ مُوسَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ) ( نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښويه تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو) [الشعراء سورت: ایت 45].
حتا ونې یو ځانګړی ژوند لري؛ د کجوري د ونې ډډ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- لپاره وژړل، په صحیح بخاري کې راغلی چې: "رسول الله -صلی الله علیه وسلم – د کجوري د ونې په یو ډډ خطبه ورکوله، کله چې ورته منبر جوړ شو نو منبر ته یې مخه کړه، پدې وخت کې د کجوري له ډډ څخه د ژړا آواز راپورته شو، نو هغه ورته راوګرځید او خپل لاس یې پرې کش کړ». او په "السنن" کې راغلي: نو هغه ورته راغی، او په غېږ کې يې ونيوه، نو هغه آرام شو، او هغه – صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «لَوْ لَمْ أَحْتَضِنْهُ لَحَنَّ إِلَى يَوْمِ القِيَامَةِ» "که ما په غیږ کې نه و نیولی، نو د قیامت تر ورځې به یې ژړل". [صحیح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی].
په جماد کې د ژوندۍ مادې ښکاره کیدل آیا د الله - عزوجل – له نښانو څخه یوه نښه نده؟ دا پدې دلالت کوي چې الله ژوندی دی او له هغه پرته بل معبود نشته؟!
او په هر څه کې د هغه یوه نښه شته ... پردې دلالت کوي چې هغه یو دی.
او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعاو څخه: «اللَّهُمَّ! إِنِّي أَعُوْذُ بِعِزَّتِكَ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ: أَنْ تُضِلَّنِي، أَنْتَ الحَيُّ الَّذِي لَا يَمُوْتُ وَالجِنُّ وَالإِنْسُ يَمُوتُونَ» «اې الله! زه ستا په عزت پناه غواړم، له تا پرته بل معبود نشته: تردې چې ما ګمراه کړې، ته ژوندی یې چې نه مرې، او پیریان او انسانان مري". [مسلم روایت کړی]
پدې کې شک نشته چې هدایت: د زړونو ژوند دی، او دغه هدایت د هغه معبود له لوري دی چې له هغه پرته بل معبود نشته، که څوک یې غواړي له ژوندی ذات څخه دې وغواړي، ځکه الله – جل و علا- فرمایلي دي: (هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۗ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (هم دى (تل) ژوندى دى، نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو تاسو دا بلئ، په داسې حال كې چې همده لره د دین خالص كوونكي یئ، ټول د كمال صفتونه خاص د الله رب العالمین لپاره دي) [غافر سورت: ایت 65].
او هرکله چې زړه له ایمان او د الله له عظمت څخه ډک شي؛ هغه وخت به ژوند خوږ شي، دنیا به صفا شي، بصیرت به روښانه شي، اندیښنې به ختمې شي، او غمونه به لرې شي، او ژوند کې به خوشحاله وي.
نو د الله –جل و علا- نومونه د مومنانو په زړونو کې مینه او لیوالتیا راپاروي، او هغوی به په دنیا او په آخرت کې خوشحاله اوسي. (مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) (چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، پداسې حال كې چې مؤمن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول) [النحل سورت: ایت 97].
او که څوک کفر غوره کړي؛ ژوند به يې تنګ شي، په دنیا او آخرت کې به یې ژوند له ستونزو سره مخ وي، ځکه الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي دي:
(وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ) (او هغه څوك چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى او دى به مونږ د قیامت په ورځ ړوند راپورته كوو)
[طه سورت: ایت 124]،
حتا که هغه په خپلو پښو روان هم اوسي، هغه په مړو کې حسابیږي؛
(أَمْوَاتٌ غَيْرُ أَحْيَاءٍ ۖ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ) (مړه دي، ژوندي نه دي او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا راژوندي كولى شي)
[النحل سورت: ایت 21].
څوک چې مړ شي او آرام شي مړ ندی ... مګر مړ هغه دی چې په ژوندانه کې مړ وي
د امام احمد په مسند کې د انس بن مالک -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: هرکله چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته به څه تکلیف ورسيده، نو هغه به وفرمایل:
«يَا حَيُّ.. يَا قَيُّوْمُ! بِرَحْمَتِكَ أَسْتَغِيثُ» "اې ژوندی ذاته.. او ډیر قائم ساتونکی ذاته! ستا د رحمت غوښتونکی یم"
[حسن حدیث دی].
نسايي وايي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- خپلې لور فاطمې -رضی الله عنها- ته وویل:
"تا څه شی منع کوی چې هغه څه واورې چې زه تا ته پرې وصیت کوم! سهار او ماښام وایه چې: يَا حَيُّ يَا قَيُّومُ! بِرَحْمَتِكَ أَسْتَغِيثُ؛ أَصْلِحْ لِي شَأْنِي كُلَّهُ، وَلَا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ. اې ژوندی ذاته اې د ټول عالم انتظام کوونکی ذاته! زه ستا د رحمت غوښتونکی یم؛ زما ټولې چارې زما لپاره سمې کړه، او د سترګو د رپېدو لپاره مې ځان ته مه پرېږده».
[صحیح حدیث دی]
په ترمذي او حاکم کې د ابن مسعود -رضي الله عنه- څخه روایت دی - هغه وویل: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: څوک چې ووایي: «أَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الحَيَّ القَيُّومَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ؛ غُفِرَ لَهُ وَإِنْ كَانَ فَرَّ مِنَ الزَّحْفِ» «زه له الله څخه بخښنه غواړم، چې له هغه پرته بل معبود نشته، ژوندی دی د ټول عالم انتظام کوونکی ذات دی او زه هغه ته رجوع کوم؛ هغه ته به بخښنه وشي، که څه هم د جنګ له میدان څخه تښتېدلی وي». [صحیح حدیث دی].
او په «سنن» کې له انس -رضی الله عنه- څخه روایت دی چې: یو سړي دعا وکړه؛ هغه وویل: «اللهم إني أسألك بأن لك الحمد، لا إله إلا أنت المنان، بديع السماوات والأرض، يا ذا الجلال والإكرام.. يا حي.. يا قيوم!» اې الله زه له تا څخه سوال کوم چې ستا ټوله ستاینه تا لره ده، له تا پرته بل معبود نشته، ډېر احسان کونکی، د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی یې، اې د عظمت او عزت خاونده.. اې ژوندی.. اې د ټول عالم انتظام کوونکیه ذاته!
نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «دَعَا اللَهَ بِاسْمِهِ الأَعْظَمِ الَّذِي إِذَا دُعِيَ بِهِ أَجَابَ، وَإِذَا سُئِلَ بِهِ أَعْطَى» "هغه له الله څخه د هغه د لوی نوم په واسطه دعا وکړه، هغه چې که بلنه پرې ورکړل شي قبلوي یې، او که هغه باندې څخه وغوښتل شي ورکوي یي". [صحیح حدیث دی]
ابن القیم -رحمه الله- فرمايي: «د (ژوند) صفت د کمال ټول صفتونه لري، او هغې لره مستلزم دی، او د (قیومیت) صفت کې د افعالو ټول صفتونه ته شامل دي، او له همدې امله د الله تر ټولو لوى نوم دا دى چې که هغه باندې ورته بلنه ورکړل شي نو ځواب ورکوي او که ترې وغوښتل شي ورکوي یي، هغه نوم: الحي القیوم – ژوندی او د ټول عالم انتظام ساتونکی ذات دی».
اې الله! زه ستا عزت ته پناه وړم، له تا پرته بل معبود نشته چې ما ګمراه کړي، ته هغه ژوندی يې چې نه مري او انسانان او پيريان مري.
اې الله! اې ژوندی.. اې د ټول عالم انتظام کوونکیه ذاته! ستاسو په رحمت سره مرسته غواړم، زما ټولې چارې سمې کړه.