89 - 90
ابن القیم -رحمه الله- فرمایي: «بنده روان دی او ولاړ ندی، هغه یا پورته خوا ته یا ښکته خوا ته روان دی، یا مخکې خوا ته یا شاته روان دی.
نه په طبیعت او نه هم په شریعت کې هیڅ بشپړ توقف شتون لري، دا یوازې هغه پړاوونه دي چې په چټکتیا سره یا جنت خوا ته او یا دوزخ خوا ته قطع کیږي؛ نو دوی کې به ګړندي هم وي او ورو هم، مخکښ هم او وروسته پاتې هم.
او په لاره کې هیڅ بشپړ ولاړ څوک نشته، مګر دا چې دوی د لارې په لوري کې په ګړندیتوب او سستۍ کې سره توپیر لري، (إِنَّهَا لَإِحْدَى الْكُبَرِ (35) (بېشكه دغه (اور د سفر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى. نَذِيرًا لِّلْبَشَرِ (36) چې انسان لره وېروونكى دى. لِمَن شَاءَ مِنكُمْ أَن يَتَقَدَّمَ أَوْ يَتَأَخَّرَ (37)) هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي). [المدثر سورت: ایتونه 35-37]، او د ولاړیدو یادونه یې نه ده کړې، ځکه چې د جنت او دوزخ تر منځ هیڅ ځای نشته، او نه کومه لاره شته چې تلونکی له هغې څخه ګټه پورته کړي پرته د همدې دوو کورونو (جنت او دوزخ) څخه.
څوك چې په نيكو كارونو سره دې ته (جنت) وړاندیتوب ونکړي، نو هغه به وروسته پاتي وي دې (دوزخ) ته په بدو كارونو سره».
مخکې والی او وروسته والی د الله – عزوجل- په لاس کې دي، او د الله له ښکلي نومونو څخه ( المقدم او المؤخر – جل وعلا-) دی:
په صحیحینو کې له ابن عباس -رضی الله عنهما- څخه روایت دی: د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعاوو څخه دا وه کله به چې د شپې له خوا پاڅېده: «فَاغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ -أَوْ: لاَ إِلَهَ غَيْرُكَ-». «ما ته بخښنه وکړه د هغه څه چې ما کړي دي او څه چې زه یې وروسته کوم، او هغه څه چې ما په پټه او هغه څه چې ما په ښکاره کړي دي، ته مخکې کوونکی او وروسته کوونکی یې، نشته بل معبود مګر ته یې – او یا: له تا پرته بل معبود نشته».
زموږ رب مخکې کوونکی او وروسته کوونکی – جل و علا – هر شی په خپله اندازه نازل کړی دی، هر ډول چې وغواړي مخکې او وروسته کوي یې.
مخکې لدې چې مخلوقات پیدا کړي اندازې یې وړاندې کړي دي.
خپلو کومو اولیاوو او دوستانو ته یې چې خوښه وي د خپلو نورو بندګانو په پرتله لومړیتوب ورکړی، او ځینې خلقو ته یې د نورو څخه لوړوالی او مرتبې ورکړي.
او چا ته یې چې غوښتلي وي د مخکنیو مقامونو توفیق ورکوي، او چا ته چې وغواړي د دوی له درجې څخه یې وروسته کوي او د هغې څخه یې بې برخې کوي، او ځیني شیان څنګه چې تمه یې کیږي له خپلې مودې څخه ځنډوي د کوم حکمت او پایلو پر اساس چې پخپله پوهیږي؛ ځکه هغه څه چې هغه وروسته کړي وي د هغه هیڅ مخکې کوونکی نشته، او هغه څه یې چې وروسته کړي وي د هغه لپاره هیڅ مخکې کوونکی نشته.
او زمونږ رب – جل و علا- د خپل مخلوق څخه چا ته چې وغواړي په خپل توفیق سره خپل رحمت ته رسوي، او د هغه د مرسته نه کولو په ذریعه ځیني مخلوق لدې رحمت او توفیق څخه بې برخې او وروسته کوي.
او ددې نومونو په یو ځای کولو کې: ادب او د ښکلا ډیروالی دی؛ ځکه چې کمال د هغو په یو ځای کیدلو کې دی.
هغه منع کوونکی او پراخي ورکوونکی دی او دا دواړه ... د هغه فعلي صفتونه دي چې ذات تابع دي
او دا دواړه ذاتي صفتونه هم دي ځکه چې دا دواړه ... په ذات پورې ولاړ دي نه بل څه شي پورې
کوني، او شرعي دي:
د کوني بېلګه: الله – عزوجل- خپل مخلوقات پر ځينو نورو مخلوقاتو په پيدايښت او رامنځته کولو کې مخکې کړي، په حديث کې راغلي: «إِنَّ أَوَّلَ مَا خَلَقَ اللهُ: القَلَمَ» "لومړی شی چې الله پیدا کړی: قلم دی". [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی] اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پیدا کړل، او د ملائکو پیدایښت یې د پیریانو او انسانانو له پیدایښت څخه مخکې کړل، او پیریان یې له انسانانو څخه مخکې پیدا کړي: (وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُومِ) (او جانّ (پلار د پېریانو) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړي دي). [الحجر سورت: ایت 27]، او په پیدایښت کې لومړنی انسان: ادم -علیه السلام- دی، بیا د هغه اولاده په پیدایښت کې پرله پسې پیدا شول، ځیني یې مخکې او ځیني وروسته یې پیدا شول.
دا پدې معنا نه ده: چې مخکیني باید له وروستني څخه غوره وي؛ نو ادم د شپږو ورځو په پای کې پیدا شو، هغه او د هغه د اولاده پر نورو مخلوقاتو چې لد دوی څخه مخکې پیدا شوي وو فضیلت او غوره والی لري: (وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا) (او یقینًا یقینًا مونږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، او مونږ دوى ته په وچه او سمندر كې سورلۍ وركړي دي او مونږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او مونږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي، غوره كول). [الإسراء سورت: ایت 70].
او محمد -صلی الله علیه وسلم - وروستی پیغمبر دی، او هغه تر ټولو غوره پیغمبر دی، او د هغه امت د ټولو امتونو وروستی امت دی، او هغوی په ټولو امتونو کې غوره دي.
او دا هم کیدای شي مخکني له وروستني څخه غوره وي؛ د پیغمبرانو پلار ابراهیم -علیه السلام- له ټولو پیغمبرانو او رسولانو څخه غوره دی؛ پرته زموږ له پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- څخه.
شرعي او دیني مخکي والی او وروسته والی: اذان پر لمونځ، او د جمعې خطبه د جمعې په لمانځه باندې مخکې دي، او عباداتو لپاره په شرطونو او واجباتو کې یو خاص ترتیب دی چې له هغې پرته عبادت نه صحيح کیږي.
د شرعي او دیني مخکي والي له جملې څخه: د ځینو عبادتونو غوره والی پر نورو باندې، او د ځینو عبادت کوونکو پر نورو باندې؛ نو الله ته فرایض له نوافلو حخه ډیر خوښ دي، او تر ټولو غوره انسانان: پیغمبران او رسولان دي، او هغوی په خپل منځ کې یو له بل څخه فضیلت لري، او له دوی پرته نور هم همداسې دي؛ د دوی په منځ کې: مخکښان، او وروستني دي.
او کله چې مؤمن بنده پوه شي چې الله -جل و علا- مخکې کوونکی او وروسته کوونکی دی؛ زړه یې یوازې له الله سره تړلی وي، او له هغه څخه د ایمان او استقامت غوښتنه کوي، او پر هغه توکل کوي؛ ځکه چې د هغه –سبحانه و تعالی- مخکې کولو لپاره وروسته کوونکی نشته، او د هغه وروسته کولو لپاره مخکې کوونکی نشته.
اصلي او ګټور پرمختګ: د الله –عزوجل-په اطاعت، د هغه جنت، او د هغه په رضامندۍ کې مخکې والی او پرمختګ دی، او په هغو کې ځنډ کول او وروسته والی: بد او مذموم وروسته والی دی؛ ځکه چې الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي دي: (۞ وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ) (او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت او) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى، د پرهېزګارانو لپاره تیار كړى شوى دى). [آل عمران سورت: ایت 133]، او هغه -سبحانه وتعالى- وفرمایل- : (سَابِقُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ) (تاسو تلوار وكړئ د الله له جانبه مغفرت ته او داسې جنت ته چې د هغه پلنوالى د اسمان او ځمكې د پلنوالي په شان دى). [الحديد سورت: ایت 21].
او په مستند ډول روایت شوی دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- و فرمایل: «تَقَدَّمُوْا؛ فَأْتَمُّوا بِي، وَلْيَأْتَمَّ بِكُمْ مَنْ بَعْدَكُمْ، لَا يَزَالُ قَوْمٌ يَتَأَخَّرُوْنَ حَتَّى يُؤَخِّرَهُمُ اللهُ!» «مخکې شئ؛ او ما پسې اقتدا وکړئ، او هغه کسان چې ستاسو شاته دي تاسو ته دې نږدې شي او ستاسو شاته دې ودریږي، ځکه چې ځیني خلک وروسته دریږي او پاتې کیږي تر څو چې الله هغوی له خپل رحمت څخه وروسته کړی!» [مسلم روایت کړی].
اما دنیا کې مخکې والی او وروسته والی؛ دا د الله - عزوجل - سره د اندازې معیار ندی، او دا ګټه هم نلري.
او د ایمان له دلالت څخه: هغه چه الله –عزوجل- مخکې کړی وي د هغه وړاندې کول، او وروسته کول د هغه څه چې الله –عزوجل- وروسته کړی وي، او دا د مخکې والي او وروسته والي، مینې او کرکې، دوستۍ او دښمنۍ معیار دی، دا د الله مقیاس او معیار دی، نو الله - عزوجل - فرمایي: (أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أَن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاءً مَّحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ ۚ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ) (ایا هغو كسانو چې جرمونه يې كړي دي؛ دا ګمان كړى چې مونږ به دوى د هغو كسانو په شان وګرځوو چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په داسې حال كې چې د دوى ژوند او د دوى مرګ به یو برابر وي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي). [الجاثية سورت: ایت 21].
اې الله، اې مخکې کوونکیه او اې وروسته کوونکیه! موږ له تا څخه غواړو چې موږ ته بخښنه وکړې، موږ خپل جنت ته داخل کړې، او موږ له خپل اور څخه وژغورې.