87 - 88
هغه چا ته چې ټولو لارو باندې تللی وي؛ او وګوري چې ټولې لارې بندې دي، او دروازې یې ټکولي وي؛ او هغه یې تړلي موندلي وي..
او هغه چا ته چې د هغه د نفس اړخونه او د هغه باطني رازونه لمس کوي؛ او ځمکه ورباندې تنګه شي سره لدې چې هغه پراخه ده.
او هغه څوک چې د ذلت ترخه احساس کړي او د ناتوانۍ قیدونو چاپیر کړی وي او د هغه وجود له منځه وړي..
او هغه چا ته چې ورونه ور څخه لرې شوي وي، او دوستانو ورڅخه مخ اړولی وي، نو دښمن ورباندې خوښ شي او باور یې کمزوری شي..
او هغه چا ته چې د مصیبتونو او بدبختیو سره لاس او ګریوان وي، او ناخوالو راګیر کړی وي، راحت او خلاصون د هغه په لور وځنډیږي..
او د هغه چا لپاره چې زړه یې سخت وي، د هغه روح نا امیده وي، او د ژوند څخه ستړی شوی وي.
او هغه چا ته چې په ناروغۍ اخته وي، یا پور ستړی کړی وي، یا فقر ورته راغلی وي، او یا اړتیا له حرکته غورځولی وي ...
هغه ته وايم چې: مه خپه کېږه! الله –سبحانه و تعالی- د هر شي منع کونکی او پراخه روزي ورکونکی دی؛ هغه ستا د ټولو اندیښنو لپاره کافي دی، په ناورینونو کې ستا ساتنه کوي، په مصیبتونو کې ستا پالنه کوي، پرته له قبیلې تاته عزت درکوي او پرته له مال څخه شتمني درکوي، په شکر ویستلو سره نور هم درکوي، که چیرې یاد یې کړې تا یادوي، او تا ته درکوي که چیرې ته ورڅخه وغواړي.
نو د هغه خوا ته وګرځه، او د هغه د دوو نومونو (القابض الباسط) په پوهیدو سره هغه ته نږدې شه: د دې دوو نومونو سره چې یو بل سره یو ځای دي؛ او دا هغه دوه نومونه دي چې په تقابل کې قرار لري او هغه –سبحانه و تعالی- نه باید په یو د دوو باندې وصف شي..
ترڅو ستا نفس ډاډمن شي، او ستا سینه آرامه شي؛ نو د خپل محبوب –صلی الله علیه وسلم- په څیر ووایه چې وییل به یې: «اللَّهُمَّ! لَكَ الحَمْدُ كُلُّهُ. «اې الله! ټولې ستاينې تا لره دي.
اللَّهُمَّ! لَا قَابِضَ لِـمَا بَسَطْتَ، وَلَا بَاسِطَ لِـمَا قَبَضْتَ، وَلَا مُقَرِّبَ لِـمَا بَاعَدْتَ، وَلَا مُبَاعِدَ لِـمَا قَرَّبْتَ، وَلَا مُعْطِيَ لِـمَا مَنَعْتَ، وَلَا مَانِعَ لِـمَا أَعْطَيْتَ. اې الله! د هغه څه لپاره نیوونکی نشته چې تا پراخ کړی وي، او نه د هغه څه لپاره پراخوونکی شته چې تا نیولی وي، او نه نږدې کوونکی شته کوم چې تا لرې کړی وي، او نه لرې کوونکی شته کوم چې تا نږدې کړی وي، او نه ورکوونکی شته د هغه څه چې تا منعه کړی وي، او نه منع کوونکی شته د هغه څه لپاره چې تا ورکړی وي.
اللَّهُمَّ! ابْسُطْ عَلَيْنَا مِنْ بَرَكَاتِكَ، وَرَحْمَتِكَ، وَفَضْلِكَ، وَرِزْقِكَ» اې الله! زموږ لپاره خپل برکتونه، او خپل رحمت، او خپل فضل، او خپله روزي پراخه کړه». [صحیح حدیث دی. بخاري په «ادب المفرد» کې روایت کړی].
زموږ رب – سبحانه و تعالی – کوم چې د خپلو بندګانو څخه د چا لپاره چې وغواړي روزي پراخوي؛ تر څو هیڅ اړتیا پاتې نشي، او هغه له چا څخه چې وغواړي اخلي یې؛ تر څو هیڅ طاقت پاتې نشي؛ په بشپړ ځواک او عدالت سره؛ د هغه څه پر اساس چې د هغه د حکمت تقاضا وي، او د هغه څه پر اساس چې د هغه د بندګانو شرایطو سره سم وي. او كه الله – سبحانه و تعالی- هغه زيات كړي؛ نو په هغه كې اسراف او تجاوز نه كوي، او كه كم یې کړي نو د كموالي او یا بخل له وجې يې نه كموي؛ نو الله –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (۞ وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِ لَبَغَوْا فِي الْأَرْضِ وَلَٰكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرٌ بَصِيرٌ) (او كه چېرې الله د خپلو بنده ګانو لپاره روزي پراخه كړي، نو دوى به په ځمكه كې خامخا سركشي وكړي او لېكن هغه په یوې اندازې سره څومره چې وغواړې نازلوي يې، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى). [الشورى سورت: ایت 27].
او په حدیث کې راغلي: کله چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په زمانه کې نرخونه لوړ شول؛ صحابه کرامو -رضي الله عنهم– له رسول الله -صلی الله علیه وسلم– څخه وغوښتل چې نرخونه وټاکي؛ هغوی وویل: اې د الله رسوله! نرخونه ګران شول، نو زموږ لپاره نرخونه وټاکه؟ هغه وویل: «إِنَّ اللهَ هُوَ: المُسَعِّرُ القَابِضُ البَاسِطُ الرَّازِقُ» "په حقیقت کې الله د هر شي تعین کونکی، پراخه کونکی او روزي ورکونکی دی". [صحیح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی].
او زموږ رب – سبحانه و تعالی- چې له شتمنو څخه صدقات اخلي، او ضعیفانو لپاره رزق پراخه کوي، صدقات اخلي او زیاتوي یې، او نعمتونه پراخوي او چمتو کوي یې.
او زموږ رب – سبحانه و تعالی - د مرګ په وخت کې له بدنونو څخه روحونه اخلي، او په ژوند کې بدنونو کې روحونه پراخوي.
او زموږ رب – سبحانه و تعالی - زړونه تنګوي، نو بېخي یې تنګ کړي، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، او هغه د خپلې نیکۍ، لطف او ښکلا په معناګانو سره پراخوي؛ نو هغه به خوشحاله پاتې شي، ځکه چې الله - عزوجل - فرمایي: (فَمَن يُرِدِ اللَّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ ۖ وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْعَلُ اللَّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ) (نو هغه څوك چې الله هغه ته د هدایت كولو اراده وكړي، (نو) د هغه سینه د اسلام لپاره پراخه كړي او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغه سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، همدارنګه الله پلیتي (عذاب) اچوي په هغو كسانو باندې چې ایمان نه راوړي). [الأنعام سورت: ایت 125].
او زمونږ رب –سبحانه و تعالی- چې په خپلو دوو مهربانو لاسونو سره يې نيسي او پراخوي- یې په حقيقت په داسې طريقه چې د هغه د جلال او کمال سره ښایي - د هغه مخلوق لپاره چې ویې غواړي، او د هغو له جملې څخه: ځمکه او لوړ اسمانونه دي.
الله - عزوجل- وفرمایل: (وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ) (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي). [الزمر سورت: ایت 67]، او په صحیح ډول روایت شوی دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يَأْخُذُ اللهُ -عز وجل- سَمَاوَاتِهِ وَأَرَضِيهِ بِيَدَيْهِ؛ فَيَقُوْلُ: أَنَا اللهُ -وَيَقْبِضُ أَصَابِعَهُ وَيَبْسُطُهَا- أَنَا المَلِكُ» "الله – عزوجل- به خپل اسمانونه او ځمکه په خپلو دواړو لاسونو کې واخلي؛ او بیا به ووايي: زه الله یم - او خپلې ګوتې نیسي او پراخوي یې - زه پاچا یم». [مسلم روایت کړی].
او الله – جل و علا- هغه چاته د توبې لاس وغځاوه چې ګناه یې کړي وي، نو له هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه روایت دی چې فرمایلي یې دي: «إِنَّ اللهَ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ؛ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا» "الله د شپې په اوږدو کې خپل لاس پرانېزې ترڅو د ورځې ګناهکاران توبه وکړي، او د ورځې لخوا خپل لاس اوږدوي ترڅو د شپې ګناهکاران توبه وکړي؛ تر هغه وخته چې لمر له لویدیځ څخه راپورته شي". [مسلم روایت کړی].
او هغه – تبارک و تعالی- ګناهکارانو ته مهلت ورکوي؛ او هغوی د ویرې او امید تر منځه ساتي.
او زموږ رب هر شپه خپل لاسونه هر هغه چا ته پراخوي څوک چې له هغه څخه غوښتنه کوي، د هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه روایت دی چې فرمایي: «...ثُمَّ يَبْسُطُ يَدَيْهِ -تبارك وتعالى- يَقُولُ: مَنْ يُقْرِضُ غَيْرَ عَدُوْمٍ، وَلَا ظَلُوْمٍ؟» "...بیا هغه خپل لاسونه پرانیزې او وايي: څوک دی چې فقیر، او غیر ظالم (مظلوم) ته پور ورکړي؟" [مسلم روایت کړی].
او زمونږ رب – سبحانه و تعالی- د چا لپاره چې وغواړي په علم او بدن كې يې پراخي راولي، او هغه –تبارک و تعالی- فرمايی: (وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ) (او هغه ته يې په جسم او علم كې زیاته پراخي وركړې ده). [البقرة سورت: ایت 247].
او زموږ رب په خپل مهربان لاس موټی کړی ( له اور څخه به خلک راوباسي )؛ هغه خلک چې هیڅکله یې ښه کار نه وي کړی؛ لکه څنګه چې په اوږد حدیث کې راغلي: «فَيَقْبِضُ قَبْضَةً مِنَ النَّارِ، فَيُخْرِجُ مِنْهَا قَوْمًا لَمْ يَعْمَلُوا خَيْرًا قَطُّ» "هغه به د اور څخه یو موټی راواخلي، او هغه خلک به له هغې څخه راوباسي چې هیڅکله یې ښه کار نه وي کړی". «مسلم روایت کړی».
او زمونږ رب سیوری او رڼاګانې رانیسي او پراخوي یي او هغه څه چې هغې باندې مرتبیږي د شپې او ورځې له اختلاف څخه.
او هغه – سبحانه و تعالی - د تحریم له وجې رانیسي، او د جواز له وجې پراخوي.
او زمونږ رب – سبحانه و تعالی- د بندګانو زړونه رانیسي او پراخي ورکوي، او مؤمن د امید او ویرې ترمنځ ژوند کوي.
هغه منع کوونکی دی، هغه پراخي ورکوونکی دی، هغه ټیټوونکی دی
هغه په عدالت او میزان (اندازې) سره پورته کوونکی دی
بنده چې کله د خپل رب لوري ته ځي؛ اطاعت ته لومړیتوب ورکوي، د فرایضو او نوافلو تر منځ اوړي را اوړي، او هغه دواړه ډیر ادا کوي، زړه يې له خپل رب سره تړلى وي؛ نو ته به هغه په خوشحاله او پراخه سینه وګورې، ځکه چې الله د هغه لپاره دا حالت پراخه کړې دی، نو کله چې یو مؤمن بنده ګناه وکړي؛ ته به هغه ډیر په اضطراب او خپګان کې ووینې.
او دغه خپګان او تنګستیا هماغه د هغه –تبارک و تعالی- رانیول دي، او دا یو سمدستې امتحان دی چې د هغه سخاوت ته رسول کېږي، (وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّىٰ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَن لَّا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ) (او په هغو درې كسانو باندې چې وروسته كړى شوي وو، تر دې چې په هغوى باندې ځمكه، سره د هغې له ارت والي تنګه شوه او هغوى پر خپلو ځانونو (هم) تنګ شول (خپل ځانونه پرې بوج شول) او هغوى یقین وكړ چې د الله (له عذاب) نه د پناه هېڅ ځاى نشته مګر هم له هغهٔ سره دى، بیا هغه (الله) پر دوى مهرباني وكړه، د دې لپاره چې دوى توبه وباسي، بېشكه چې الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى). [التوبة سورت: ایت 118].
نو خوښي او الله جل جلاله ته رجوع کول هغه: پراخي ده، او هغه –سبحانه و تعالی- پراخي ورکوونکی دی.
او د خوښۍ نشتوالى او له اطاعت څخه رجوع کول او يا له اطاعت خوند نه اخیستل عبارت دی له: نيولو (قبض کولو) څخه، او هغه د القابض سبحانه وتعالی له لورې دي، او ممکن دغه نیول (قبض کول) د ښکاره او یا پټو ګناهونو له وجې وي، لکه د زړونو ناروغي.
هغه - صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إذَا أذنَبَ العَبْدُ نُكِتَ فِي قَلْبِهِ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ، فَإِنَّ تابَ صُقِلَ مِنْها، فَإِنْ عَادَ عَادَتْ حَتَّى تَعْظُمَ فِي قَلْبِهِ؛ فَذَلِكَ الرَّانُ الَّذِي قَالَ اللهُ: "کله چې بنده ګناه وکړي، په زړه کې یې تور ټکی ولګول شي، او کله چې توبه وکړي نو هغه ور څخه پاک شي، او که بیا ورته وګرځي بیا یې په زړه کې ټکی ولګول شي، تر دې چې په زړه کې یې لوی شي؛ او دا هغه زنګ (ران) لګول دي چې الله یې په اړه فرمايي: (كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ) (داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول). [المطففين سورت: ایت 14]». [ابن حبان روایت کړی. او شعيب الأرناؤوط صحیح کړی].
د مؤمن حالت د نيولو او پراخولو تر منځ وي؛ له همدې امله هغه تل له الله څخه د استقامت او ښې پای غوښتنه کوي، او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعاګانو څخه یوه دا وه: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوْبِ! ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ» "اې د زړونو بدلوونکېه! زما زړه په خپل دین ټینګ ولره". [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی]، نو دا د مؤمن حالت دی د خپل رب سره، نو د هغه چا حالت به څنګه وي چې په ګناهونو باندې ټینګار کوي؟!
له همدې امله علماوو ويلي دي: تر ټولو ستر پراخوالى: زړونو باندې د رحمت پراخوالی دی؛ تر هغه وخته چې روښانه شي، او د ګناهونو له کثافاتو څخه خلاصه شي، (أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَىٰ نُورٍ مِّن رَّبِّهِ) (ایا نو هغه څوک چې الله د هغه سینه د اسلام لپاره پرانیستلي وي، نو دغه كس به رڼا كې وي د خپل رب له جانبه). [الزمر سورت: ایت 22]، (فَمَن يُرِدِ اللَّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ) (نو هغه څوك چې الله هغهٔ ته د هدایت كولو اراده وكړي، (نو) د هغهٔ سینه د اسلام لپاره پراخه كړي). [الأنعام سورت: ایت 125].
او د دې ضد: د هغه –سبحانه و تعالی- پدې وینا کې راغلی دی: (وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ) (او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغه سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي). [الأنعام سورت: ایت 125].
او کله چې الله -تبارك وتعالى- وفرمایل - : (قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ) (ته ( دوى ته) ووایه: بېشكه زما رب رزق پراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي). [سبا سورت: ایت 36]، او هغه -تبارك وتعالى- وفرمایل- : (إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا) (بېشكه ستا رب رزق پراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، (چا ته چې وغواړي) بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى). [الإسراء سورت: ایت 30]؛ خبر ورکوي چې: نيول او پراخول ټول د هغه –تبارک و تعالی- په لاس کې دي؛ په ورکولو او نه ورکولو سره، د چا لپاره چې وغواړي په مال، هوساینې، عمر، او پوهه کې کموالی یا پراخوالی راولي، او هغه حکمت والا او په هر څه ښه پوه دی، او هغه څه چې ته د الله په دښمنانو کې د ورکړې څخه ویني دا پراخلولی ندی بلکه: دا د هغوی لپاره دوکه ورکول او د هغوی راګیرول دي.
او ممکن چې یو مومن له یو څیز څخه منع شي او دا منعه په اصل کې هغه ته ورکړه ده، او ممکن یو څه ورکړ شي او هغه د هغه لپاره بلا او تباهي وي. (وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَن تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ) (او كېدى شي چې تاسو به یو شى خوښوئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر بد وي). [البقرة سورت: ایت 216].
او که څه هم الله – عزوجل -: منع کوونکی، پراخي ورکوونکی، ښکته کوونکی، پورته کوونکی دی – د قضا او قدر لمخې -؛ دا د دې مانع نه ګرځي چې دغه کارونه د بندګانو لخوا د اسبابو په عنوان رامنځته شي؛ هرکله چې دوی دا کارونه وکړي، هغوی ته به حاصل شي، او هغه دا دوه شیان د هغه –صلی الله علیه وسلم- په دې قول سره یوځای کړل چې فرمایي: «مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، وَيُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ؛ فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ» "څوک چې دا خوښوي چې روزي یې پراخه شي، او په خپلو کارونو کې یې زیاتوالی راشي؛ خپلولي دې وپالي". [بخاري او مسلم روایت کړی].
نو د رزق پراخول د الله په لاس کې دي، او د خپلولۍ پالنه یو سبب دی چې بنده یې ترسره کوي.
نو چا باندې چې الله د مال، پوهې، بدن، او مقام پراخوالی راوستی وي؛ هغه باید د نورو بندګانو څخه ډیر الله ته نږدې شي؛ لکه څنګه چې الله په هغه باندې مهرباني او احسان وکړ، او دا د انعام ورکوونکی شکر کول دي، او پدې سره نعمتونه دوام مومي، او څوک چې دا ونه مومي، هغه دې باید له خلکو سره ښه چلند وکړي: (وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) (او الله نېكي كوونكي خوښَوي). [آل عمران سورت: ایت 134].
اې منع کوونکیه.. اې پراخي ورکوونکیه! مونږ باندې خپل رحمت پراخه کړه، او زموږ څخه خپل شر رسوونکی مخلوق لرې کړه.
اې الله! مونږ باندې خپل برکتونه، رحمتونه، فضل او رزق پراخه کړه.