79
په "صحيحینو" کې له جابر -رضي الله عنه- نه روايت دی چې وايي: موږ له رسول الله -صلی الله عليه وسلم- سره د نجد غزا لپاره ووتلو، او په داسې دره کې ور باندې خوب راغلی چې ډیرې ونې پکې وې، نو د یوې ونې لاندې ښکته شو ترڅو د هغې د سیوري لاندې ارام وکړي، او خپله توره یې ځوړنده کړه، نو خلک د سیوري لپاره په ونو کې خواره شول، نو موږ په همدې حالت کې وو؛ چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- موږ باندې غږ وکړ؛ نو موږ راغلو، د هغه مخې ته یو اعرابي ناست و، هغه وویل: «إِنَّ هَذَا أَتَانِي وَأَنَا نَائِمٌ؛ فَاخْتَرَطَ سَيْفِي، فَاسْتَيْقَظْتُ وَهُوَ قَائِمٌ عَلَى رَأْسِي مُخْتَرِطٌ صَلْتًا، قَالَ: مَنْ يَمْنَعُكَ مِنِّي؟ قُلْتُ: اللهُ، فَشَامَهُ ثُمَّ قَعَدَ، فَهُوَ هَذَا» « دغه کس هغه وخت ماته راغی چې زه ویده وم؛ او زما توره یې را وویستله، نو زه له خوبه پاڅېدم، چې ګورم هغه زما پر سر ولاړ و، او توره یې له پوښ څخه ویستلی وه، بیايې وويل: تا له ما څخه څوک ژغورلی شي؟ ما وویل: الله! نو هغه خپله توره پوښ کې ننویستله او بیا کېناست، نو هغه دا دی»، هغه وویل: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- هغه ته سزا ورنکړه.
هغه – سبحانه و تعالی - وفرمایل: (أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ ) (ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى). [الزمر سورت: ایت 36].
زموږ رب – سبحانه و تعالی- د خپلو بندګانو لپاره کافي دی؛ ځکه چې هغه د دوی روزونکی، ساتونکی او د دوی د چارو اصلاح کوونکی دی؛ الله –عزوجل- د دوی لپاره کفايت کوي، او دا د ټولو مخلوقاتو لپاره عمومي کفایت دی.
مګر د هغه ځانګړى کفایت؛ هغه: د توکل کوونکو او توبه کوونکو لپاره دی.
او دا پراخ کفایت دی، نو الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي دي: (أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ ۖ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِن دُونِهِ ۚ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ) (ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى او دوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له دغه (الله) نه غیر دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك نېغه لار ښوونكى نشته). [الزمر سورت: ایت 36]، او هغه -سبحانه وتعالى- فرمایي- : (وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) (او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدې د ده لپاره بس (او كافي) دى). [الطلاق سورت: ایت 3]، یعنې: د هغه د ټولو دیني او دنیوي چارو لپاره بسنه کوي.
او د هغه –تبارک و تعالی- له کفایت څخه د خپلو رسولانو او مؤمنانو لپاره: دا دی چې پر دوی باندې خپله مرسته نازلوي، او د خپلو ملاېکو په ذریعه د هغوی ملاتړ کوي: (وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) (او خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي). [الفتح سورت: ایت 4].
او هغه -سبحانه وتعالى- فرمایي- : (بَلَىٰ ۚ إِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هَٰذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ) (ولې نه! كه تاسو صبر وكړئ او پرهېزګاره شئ او هغوى پر تاسو باندې په خپل جوش سره په تېزۍ حمله وكړي، (نو) دا دى چې ستاسو رب به په پنځو زرو علامې لرونكو ملايكو سره ستاسو مدد وكړي). [آل عمران سورت: ایت 125].
بنده د خپل ژوند په ټولو چارو کې حتا د سترګو د رپولو لپاره هم خپل رب ته اړ دی؛ نو هغه د الله حفاظت، کفایت، او تایید کولو ته اړتیا لري؛ دا پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - دی، موږ ته یو حدیث را زده کوي چې یو له لویو حدیثونو څخه دی چې الله – سبحانه و تعالی- د بنده لپاره کافي دی: صحیح روایت دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: هغه سړی چې له خپل کور څخه ووځي او پر الله باندې توکل وکړي؛ نو الله –عزوجل- به د هغه د کار جوړوونكى وي، په صحیح ډول روایت شوی دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِذَا خَرَجَ الرَّجُلُ مِنْ بَيْتِهِ فَقَالَ: بِسْمِ اللهِ، تَوَكَّلْتُ عَلَى اللهِ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، يُقَالُ حِينَئِذٍ: هُدِيتَ، وَكُفِيتَ، وَوُقِيتَ. « کله چې یو سړی له خپل کور څخه ووځي او داسې ووايي: د الله تعالی په نوم، په الله تعالی باندې توکل کوم، نشته ځواک او طاقت مګر الله تعالی لره دي، په دغه وخت کې به ووېل شي: تا ته ښودنه وشوه، او ته خود کفا شوې، او ته بچ وساتل شوې.
بیا به شیطانان د هغه خوا ته روان شي، او بل شیطان به ورته ووایي: ته څنګه داسې سړي ته ځان وررسوې چې هدایت، کفایت او ساتنه یې شوي وي؟». [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
او مؤمن بنده د حفاظت او استقامت لپاره د هغه په ښکلو نومونو سره په مکرر ډول دعا او توسل کوي، ځکه چې له هغه پرته بل څوک کفایت کوونکی نشته، او له هغه پرته بل څوک ساتونکی نشته، په صحیح مسلم کې راغلي دي چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم- چې به کله خپل بسترې ته تللو نو دا به یی ویل: «الحَمْدُ لِـلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا، وَكَفَانَا وَآوَانَا؛ فَكَمْ مِمَّنْ لَا كَافِيَ لَهُ وَلَا مُؤْوِيَ!». «د الله ستاینه ده چې موږ ته یې خواړه او څښاک راکړل، او زموږ لپاره کافي شو او موږ ته یې سرپناه راکړه؛ څومره ډیر دي هغه خلک چې نه کافي لروونکی لري او نه سرپناه!».
نو کله چې مؤمن بنده که د الله – سبحانه و تعالی- په هکله ښه ګمان وکړي، او په توکل کې ریښتینی اوسي او د هغه هیله لویه شي؛ نو یقینا چې الله هغه نه مایوسه کوي؛ ځکه الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي دي: (وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) (او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافي) دى). [الطلاق سورت: ایت 3].
دا اسبابو ته د هغوی له مسبباتو سره له ورکولو څخه دي، او له هغه –صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح ډول روایت شوي دي چې فرمایي: «الله فرمايي: «أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي؛ إِنْ ظَنَّ بِي خَيْرًا فَلَهُ، وَإِنْ ظَنَّ شَرًّا فَلَهُ» زه به هماغسي یم لکه څنګه چې زما بنده زما په اړه فکر کوي؛ که هغه زما په اړه ښه فکر وکړي، هغه لپاره به هماغسي وي، او که هغه بد فکر وکړي، د هغه لپاره به هماغسي وي». [صحیح حدیث دی. احمد په مسند کې روایت کړی دی].
الله د یوسف -علیه السلام- د موضوع مسولیت په غاړه واخیست، نو کاروان یې په صحرا کې اوبو ته اړ کړ چې د کوهي څخه یې راوباسي، بیا د مصر پاچا یې اولاد ته اړ کړ ترڅو هغه د ځان لپاره په زوی توب ونیسي، بیا یې پاچا د خوب تعبیر ته اړ کړ ترڅو له زندان څخه یې وباسي، بیا یې ټول مصر خوراک ته اړ کړ ترڅو د مصر عزیز جوړ شي، نو کله چې الله ستا مسئوولیت پر غاړه واخلي د خوشحالۍ ټول اسباب به درته چمتو کړي پداسې حال کې چه ته به خبر هم نه یې، نو ته یوازې په الله توکل وکړه هغه ستا لپاره کافي دی، او په ریښتیا توګه ووایه: "وَأفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّه". "او زه خپل کار الله ته سپارم".
ابن القیم -رحمه الله- فرمایي: کله چې هغه خپل کفایت توکل کوونکی لپاره بیان کړ؛ نو کیدای شي چې دا وهم او خیال پیدا شي چې: د توکل په وخت کې د چټکتیا سره به کفایت هم پلي کیږي؛ نو لدې امله یې ورپسې دغه وینا وکړه چې: (قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا) (یقینًا الله د هر شي لپاره یوه اندازه مقرره كړې ده). [الطلاق سورت: ایت 3]، يعنې: هغه وخت چې هغه څخه نه تېرېږي، هغه به هغه وخت ته رسوي چې د هغه لپاره يې ټاکلی دی.
نو توکل کوونکی دې بېړه نکوي دا چې هغه ووایی: دعا مې وکړه، لمونځ مې وکړ، خو څه مې ونه لیدل، او زما لپاره کفایت حاصل نشو؟! الله په هغه وخت کې خپل کار ترسره کوي چې د هغه لپاره یې ټاکلی وي".
نو لدې امله؛ الله -جل و علا- خپل ځينې بندګان د هغوی د توکل ریښتونولي ازمويي؛ نو په ځواب کې ځنډ کوي، او کله چې پر ځینو باندې دغه موده اوږده شي، دوی په الله باندې توکل پریږدي، او هغه به لاړ شي او مخلوق ته به ځان خوار او ذلیل کړي؛ حتا که د دین او رب - عزوجل – د رضایت په بیه هم وي .
په حدیث کې راغلي دي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «مَنِ التَمَسَ رِضَاءَ اللهِ بِسَخَطِ النَّاس؛ كَفَاهُ اللهُ مُؤْنَةَ النَّاس، وَمِنَ التَمَسَ رِضَاءَ النَّاسِ بِسَخَطِ اللهِ؛ وَكَلَهُ اللهُ إِلَى النَّاسِ» «څوک چې د خلکو په قهرولو سره د الله رضا لټوي؛ الله به یې د خلکو د مرستې څخه د هغه کفایت وکړي، او څوک چې د الله په قهرولو سره د خلکو رضایت لټوي؛ الله به یې خلکو ته وسپاري». [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
او بنده لره به د هغه مقصود ترلاسه نشي ترڅو چې آخرت خپله اندیښنه ونه ګرځوي، او په حدیث کې له هغه -عليه الصلاة والسلام- څخه نقل شوي چې فرمایي: «مَنْ جَعَلَ الهُمُومَ هَمًّا وَاحَدًا: هَمَّ آخِرَتِهِ؛ كَفَاهُ اللهُ هَمَّ دُنْيَاهُ، وَمَنْ تَشَعَّبَتْ بِهِ الهُمُومُ فِي أَحْوَالِ الدُّنْيَا لَمْ يُبَالِ اللهُ فِي أَيِّ أَوْدِيَتِهَا هَلَكَ!» «هغه څوک چې خپلې اندیښنې یوه اندیښنه وګرځوي: د آخرت اندیښنه؛ الله به د هغه د دنیوي اندیښنو کفایت وکړي، او چا لره چې د دنیا د کارونو بیلابیلې اندیښنې راشي، الله به د هغه پروا ونکړي چې په کومه دره کې هلاک کیږي!». [صحیح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی].
ابن القیم -رحمه الله- فرمایي: "څوک چې له ځان څخه پرته الله سره مشغول شي، الله به د هغه د کار تضمین او کفایت وکړي، او څوک چې د خلکو پرته الله سره مشغول شي، الله به د هغه کار چې خلکو سره دی تضمین او کفایت وکړي، څوک چې د الله پرته له ځان سره مشغول شي، الله به هغه خپل ځان ته وسپاري، او څوک چې د الله پرته خلکو سره مشغول شي، الله به هغه خلکو ته وسپاري».
ستا لپاره کافي دی هغه ذات چې رحمت ... او کفایت یې مخلوق ته رسېږي د مهربانۍ او احسان څښتن دی .... او ستا لپاره دا کافي دی هغه ذات چې مهرباني یې تر اوسه جریان لري ... تا ته په مهربانۍ او نرمۍ سره راځي ... ستا لپاره کافي دی هغه ذات چې تر اوسه د هغه په ستر کې یې ... او تا وېني کله چې ته نا فرماني او ګناه وکړې
ستا لپاره کافي دی هغه ذات چې تر اوسه د هغه په ساتنه ... او بچاوو کې یې د زمانو په اوږدو کې ... کافي دی تا لره هغه رب چې ته همېشه د هغه په فضل او مهرباني کې يې ... اوړي را اوړي په پټه او ښکاره کې
اې الله، اې کافي ذاته! موږ ته په حلالو له حرامو څخه بسنه وکړه، او له نورو د فضل څخه خپل فضل باندې مو بسنه وکړه.