Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

69

الشَّــهـِــيدُ (هر وخت، حاضر او ناظر) ذات -جل جلاله-

الله د خپل (الشهید) په نوم په دی وینا سره د خپل ځان ستاینه وکړه: (إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) (بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى). [الحج سورت: ایت 17].

د الله (الشهید) نوم د الله په کتاب کې اتلس ځلې ذکر شوی دی.

زمونږ رب – سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې له هغه څخه هیڅ شی پټ نه دی، او هغه د هر څه ساتونکی دی، او د هغه پوهې هر څه راګیر کړي دي.

زمونږ رب –سبحانه و تعالی- په حق باندې شاهدي ورکوي، له مظلوم سره انصاف کوي، ظالم ته سزا ورکوي، پټ او ښکاره اوازونه اوري، او ټول واړه او لوی موجودات ويني، او د هغه پوهې هر څه راګیر کړي دي.

او زمونږ رب – سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې د خپلو بندګانو لپاره او هغوی باندې ګواه دی څه چې دوی یې کوي، ځکه چې د هغه ګواهي د ګواهیو اساس دی، د ګواهیو سرچینه او لویه ګواهي ده، نو کله چې هغه د –سبحانه و تعالی- په نیز هیڅ شی پټ نه دی؛ هغه به ضرور هغه باندې ګواه وي، یعنې: په حقایقو باندې پوه دی، او د هغې په لیدلو باندې پوه دی؛ ځکه چې له هغه –عزوجل- څخه هیڅ شی پټ نه دی.

د هغه –سبحانه و تعالی- له عظمت څخه دا دي چې: هغه د خپل ځان لپاره د وحدانیت او عدالت پلي کولو باندې ګواهي ورکوي: (شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ) (الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى). [آل عمران سورت: ایت 18].

او د هغه –سبحانه و تعالی- ګواهي د مومنانو په ریښتینولۍ باندې ده کله چې هغوی د هغه یووالی ادا کړي، او د هغه ګواهي خپلو رسولانو او ملاېکو لپاره ده: (وَأَرْسَلْنَاكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا) (او (ای نبي) ته مونږه د خلقو لپاره رسول لېږلی یې او کافې دی الله (د) ګواه (په حیث). [النساء سورت: ایت 79].

او د هغه – سبحانه و تعالی- ګواهي د هغه مظلوم لپاره ده چې د ظالم او تجاوز کوونکي په مقابل کې هیڅ ګواه او مرستندوی و نه لري، او دغه ګواهي: د مرستې او ملاتړ تقاضا کوي، الله پاک فرماېلي: (إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) (بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى). [الحج سورت: ایت 17].

او بندګان د هغه په وحدانیت ګواهي ورکوي، او هغه ته پر بندګۍ سره اقرار کوي: (وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَا) (او كله چې ستا رب د ادم له اولادې نه د هغو له شاګانو نه د هغوى اولاد راواخیست او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل، (او ورته ويې ویل:) ایا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! مونږ (د دې) ګواهي كوو). [الأعراف سورت: ایت 172].

حـقـيـقـت:

د بندګانو ګواهي او څارنه وخت پورې محدود دي، او باید متوقف شي؛ بنده ویده کیږي، غافل کیږي، ضعیف کیږي او بیا مري، مګر د الله – تبارک و تعالی- څارنه تلپاتي او بشپړه ده، هغه ژوندی دی او نه مري، (وَكُنتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَّا دُمْتُ فِيهِمْ ۖ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنتَ أَنتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنتَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) (او زه په دوى باندې ګواه وم تر څو پورې چې زه په دوى كې موجود وم، نو كله چې تا زه واخيستلم (، نو) هم ته له همېشه پر دوى نګهبان وې او ته په هر شي باندې ګواه يې). [المائدة سورت: ایت 117].

د الله –سبحانه و تعالی- ګواهي تر ټولو لویه ګواهي ده، ځکه د هغه ګواهي د حضور او لیدلو ګواهي ده، او له هغه څخه د حقیقت هیڅ اړخونو څخه هیڅ شی پټ ندی؛ لکه څنګه چې په انسانانو کې پیښیږي، او د هغه چا لپاره چې الله ګواهي ورکړي د هغه لپاره کافي ده، او د نورو ګواهۍ ته اړتیا نلري؛ (قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادَةً ۖ قُلِ اللَّهُ ۖ شَهِيدٌ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۚ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَٰذَا الْقُرْآنُ لِأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ ۚ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللَّهِ آلِهَةً أُخْرَىٰ ۚ قُل لَّا أَشْهَدُ ۚ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ) (ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما او ستاسو په منځ كې ګواه دى او ما ته دا قرآن وحي شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسي، ایا تاسو په رښتيا (د دې خبرې) ګواهي كوئ چې یقینًا له الله سره نور معبودان (هم) شته؟ ته ووایه: زه (د دې) شاهدي نه كوم، ته ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې همغه یو حق معبود دى او بېشكه زه له هغه څه نه بې زاره یم چې تاسو يې شریكوئ). [الأنعام سورت: ایت 19].

دا ګواهي یو له هغو سترو شیانو څخه ده چې په دې سره د مخالفینو د باطل او درواغو سره مخ کیږو: (وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَسْتَ مُرْسَلًا ۚ قُلْ كَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ) (او كافران شوي خلق وايي: ته رسول نه يې، ته (ورته) ووایه: زما او ستاسو په منځ كې د ګواه په ډول الله ښه كافي دى او هغه څوك (هم) چې له هغه سره د كتاب علم دى). [الرعد سورت: ایت 43].

د پېش کیدولو ورځ..

او كله چې بندګان د قيامت په ورځ د الله –سبحانه و تعالی- پر وړاندې حاضر شي، نو الله به د هغوى سره په داسې حال کې حساب وکړي چې د هغوی د کړنو څخه باخبر دی، د دوى په پټو رازونو باندې پوهېږي او د هغوى خبرې او كارونه یې شمیرلي دي؛ (إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) (بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى). [الحج سورت: ایت 17].

مؤمن په دې پوهېږي چې عملونه به يې له الله سره نه ضايع کېږي، (قُلْ مَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) (ته (دوى ته) ووایه: هغه چې ما له تاسو نه څه اجرت غوښتى وي، نو هغه دې تاسو لپاره وي، زما اجر نشته مګر په الله باندې دى او هغه په هر شي باندې ښه ګواه (او ښه خبردار) دى). [سبأ سورت: ایت 47].

مګر کافر؛ د هغه کار نه ضایع کیږي؛ او كه هغه يې هېر كړي، نو الله حساب كړى دى: (أَحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) (الله هغه محفوظ كړي دي او دوى هغه هېر كړي دي او الله په هر شي باندې ښه شاهد (ګواه) دى). [المجادلة سورت: ایت 6].

ستا وضعیت..

څوک چې پوه شي چې د هغه رب –سبحانه و تعالی- د هغه پر ظاهر او باطن باندې ګواه دی؛ نو هغه به وشرمیږي چې الله یې په نافرمانۍ او یا په هغه څه کې چې هغه یې نه خوښوي وګوري، او کله چې څوک پوه شي چې الله هغه ویني هغه به ترټولو غوره عمل او عبادت ترسره کړي، او په دې کارونو کې به اخلاص وکړي تر دې پورې چې د احسان مقام ته ورسیږي، او دا د طاعت لوړ مقام دی؛ هغه مقام چې په اړه یې محبوب -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنَّ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ» «د الله عبادت په داسې شکل وکړه چې ګویا ته یې وینې، او که ته یې نشې لیدلی هغه خو هرومرو تا ویني». [بخاري او مسلم روایت کړی].

که کومه ورځ یوازې له ځانه سره وې داسې مه وایه

چې زه یوازې یم، لیکن ووایه چې پر ما څارونکی شته

داسې فکر مه کوه چې الله به یو ساعت غافل وي

او نه هغه څه چې له هغه څخه پټ دي غایبیږي

او د مؤمنانو موقف: دا دی چې په یاد راولي چې الله – سبحانه و تعالی- د هغوی ټولو کارونه ګوري؛ که کوچنی وي او یا لوی وي؛ او الله – جل و علا - فرمايي: (وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ) (او ستا له رب څخه نه په ځمكه كې او نه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي). [يونس سورت: ایت 61].

رسول الله -صلی الله علیه وسلم- معاذ یمن ته ولېږه او ورته ویې وویل: اې د الله رسوله ما ته نصیحت وکړه! هغه وفرمایل: «عَلَيْكَ بِتَقْوَى اللهِ مَا اسْتَطَعْتَ، وَاذْكُرِ اللهَ -عز وجل- عِنْدَ كُلِّ حَجَرِ وَشَجَرٍ..» "څومره چې کولی شي د الله څخه وویریږه، او د هرې ډبرې او ونې په لیدلو سره د الله –عزوجل- ذکر وکړه". [ صحیح حدیث دی. احمد روایت کړی].

ابن القیم -رحمه الله- فرمايلي: "د ذکر مداومت په لاره، کور، اقامت، سفر، او په هر ګوټ کې د بنده لپاره د قیامت په ورځ د ګواهیانو زیاتوالی شمیرل کیږي"؛ (يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا) (په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي). [الزلزلة سورت: ایت 4]، (وَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا) (او كافي دى الله (د) ګواه (په حیث). [النساء سورت: ایت 79].

او ویل شوي دي: هغه څوک چې الله په خپلو فکرونو کې وڅاري؛ الله به هغه د غړو په حرکاتو کې وساتي.

بيا که ته هغو اوو کسانو ته وګورې چې د قيامت په ورځ به الله هغوی تر سیوري لاندې راولي؛ ته به وګورې چې په دوی کې مشترک څیز: دا دی چې دوی ایمان درلود چې الله په دوی باندې ګواه دی، او دوی خپل حالت ته وکتل او د هغه عبادت یې کاوه لکه څنګه چې دوی هغه ویني، نو دوی دغه مقام ترلاسه کړ.

اې الله چې ګواه یې! موږ له تا څخه غواړو چې موږ ته بخښنه وکړې، پر مونږ رحم وکړې او موږ معاف کړې؛ اې تر ټولو ډیر رحم کوونکیه!