Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

70

الحَــقُّ (حق) ذات -جل جلاله-

فکر کوونکو ته یې خپل دلایل واضح کړل، لیدونکو ته یې خپل ثبوتونه وښودل، او خپلې نخښانې یې عالمیانو ته بیان کړلې، د ضد کوونکو عذرونه یې پرې کړل، او د منکرینو دلیلونه یې رد کړل؛ نو د ربوبیت نښانې روښانه شوې، او د الوهیت نښانې واضحې شوې، او د شک ستونزې او تیارې لیرې شولې، (فَذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ) (نو دغه الله ستاسو په حقه رب دى). [يونس سورت: ایت 32]، (فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ) (نو اوچت دى الله حق بادشاه دى). [طه سورت: ایت 114]، (ثُمَّ رُدُّوا إِلَى اللَّهِ مَوْلَاهُمُ الْحَقِّ) (بیا به دوى ورګرځولى شي الله ته چې د دوى حق مالك دى). [الأنعام سورت: ایت 62].

زموږ رب – سبحانه و تعالی - په خپل ذات، نومونو او صفتونو او کړنو کې حق دی، د هغه په هکله هیڅ شک نشته، هغه په حق سره معبود دی، او د هغه پرته بل هیڅ په حق معبود نشته.

هغه – عزوجل- حق دی، او د حق پرته بل هر څه باطل او ګمراهي ده، او که څوک له الله پرته بل معبود رابلي، هغه باطل او درواغ رابللي دي؛ (ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ) (دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى). [الحج سورت: ایت 62].

زموږ رب –سبحانه و تعالی- حق دی، د هغه خبرې حق دي، عمل یې حق دی، ملاقات یې حق دی، رسولان یې حق دي، کتابونه یې حق دي، دین یې حق دی، او یوازې د هغه عبادت کول حق دي، او هر هغه څه چې هغه ته په حق سره منسوب شوي وي حق دي؛ (فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ) (نو اوچت دى الله حق بادشاه دى). [طه سورت: ایت 114]

په صحیحینو کې د عبدالله بن عباس -رضي الله عنهما- څخه روایت دی چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په دعا کې راغلي دي: هرکله چې هغه د شپې په پای کې د لمانځه لپاره پاڅيده، نو داسې به یې ویل: «اللَّهُمَّ! أَنْتَ الحَقُّ، وَوَعْدُكَ الحَقُّ، وَلِقَاؤُكَ حَقٌّ، وَقَوْلُكَ حَقٌّ، وَالجَنَّةُ حَقٌّ، وَالنَّارُ حَقٌّ، وَمُحَمَّدٌ حَقٌّ، وَالسَّاعَةُ حَقٌّ». «اې الله! ته حق یې، ستا وعده حقه ده، ستا ملاقات حق دی، ستا خبره حقه ده، جنت حق دی، اور حق دی، محمد حق دی، او قیامت حق دی».

مبارزه..

او دا د حق او باطل تر منځ ابدي مبارزه ده؛ څوک چې له الله سره وي، نو هغه په ښکاره حق باندې دی، او په دنیا او آخرت کې هغه لره بریا ده، (هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ) (دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دا (دین) په نورو ټولو دینونو باندې غالب كړي اګر كه مشركان (دا كار) بد ګڼي). [التوبة سورت: ایت 33].

او مومنان د حق پیروان دي، (ذَٰلِكَ بِأَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَأَنَّ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِن رَّبِّهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ لِلنَّاسِ أَمْثَالَهُمْ) (دغه په دې سبب چې یقینًا كافران شویو كسانو د باطل پیروي كړې ده او یقینًا هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى د خپل رب له جانبه د حق پېروي كړې ده، همداسې الله خلقو ته د دوى مثالونه (او احوال) بیانوي). [محمد سورت: ایت 3]، هغوی يو بل ته د حق په نیولو باندې توصیه کوي: (وَالْعَصْرِ (1) (قسم دى په عصر (مازیګر، یا زمانه). إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2) چې بېشكه یقینًا انسان په زیان (او تاوان) كې دى. إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3)) غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي او یو بل ته يې د حق (دین) وصیت كړى دى، او یو بل ته يې د صبر وصیت كړى دى). [سورة العصر].

څوک چې د حق قول ردوي وروسته لدې چې ورته بیان شي: هغه متکبر او پر خپل ځان ظلم کوونکی دی؛ په صحیح حدیث کې هغه – صلی الله علیه وسلم – فرمایلي: «الكِبْرُ: بَطَرُ الحَقِّ، وَغَمْطُ النَّاسِ» «تکبر: له حق څخه انکار، او د خلکو سپکاوی دی". [مسلم روایت کړی].

لاره چېرته ده؟

ډیری خلک لاهم د حقیقت په لټه کې دي ترڅو حق لوري ته یې لارښوونه وکړي:

ددوی له جملې څخه: ځیني داسې کسان دي چې خپل دننه د فطرت غږ باندې تکیه کوي، (فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا) (د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي). [الروم سورت: ایت 30].

او ددوی له جملې څخه: ځیني داسې کسان دي چې د "سببیت" اصولو باندې اعتماد لري؛ کوم چې وایي: هر صنعت باید یو جوړونکی ولري، او هره حادثه باید یو پیدا کوونکی ولري، او د هر نظم تر شا باید یو تنظیم کوونکی شتون ولري.

ددوی له جملې څخه: ځیني داسې کسان دي چې دغه مسله یې د "حساب" مسئله ګرځولې ده، او دوی د شک او شبهې خلک دي، نو دوی دې نتیجې ته رسیدلي چې د دوی د ژوند لپاره او د ژوند څخه وروسته خورا ډاډمن څیز دا دی چې: په الله او آخرت، قیامت او جزا باندې ایمان ولري؛ لکه څرنګه چې د دوی شاعر وايي:

نجومي او طبیب دواړو وویل ... مړي نه راژوندي کېږي، ما ورته وویل: دواړه متوجې شئ

که ستاسې خبره رښتیا شي نو زه به تاواني نه یم ... او که زما خبره رښتیا شي نو تاسې دواړه په تاوان کې یاستئ

له شک سره ژغورل نشته، الله –سبحانه وتعالی- فرمايلي: (أَفِي اللَّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) (ایا د الله په باره كې شك دى، چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى؟). [إبراهيم سورت: ایت 10].

ددوی له جملې څخه: ځیني داسې کسان دي چې لا هم حیران او مشرکان دي – الله ته پناه غواړو له کمښته وروسته له زیاتوالي څخه، او له ګمراهۍ څخه وروسته له هدایته-. (۞ أَفَمَن يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَىٰ ۚ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ) (ایا نو هغه څوك چې پر دې پوهېږي چې بېشكه هغه (قرآن) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند دى؟ یقینًا همدا خبره ده چې نصیحت د خالصو عقلونو والا اخلي). [الرعد سورت: ایت 19].

حقیقت دا دی چې: په هر هغه څه چې دلیل دلالت وکړي چې تا الله –سبحانه و تعالی- ته نږدې کوي هغه حق دی، او هر هغه څه چې تا له الله څخه لرې کوي هغه باطل دی، (قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ) [(اې نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي]. [آل عمران سورت: ایت 31].

ابن تیمیه ویلي: "د انسان صلاح یوازې دا نه ده چې په حق پوه شي ترڅو چې مینه ورسره ونه کړي، او هغه وغواړي او پیروي یې وکړي".

او مصیبت دا نه دی: چې د یو چا په خپل ځان، مال، او اولاد باندې مصیبت راشي، بلکې لوی مصیبت، او هغه (کسر) ماته چې نه جبران کیږي: دا دی چې د یو انسان دین ته مصیبت راشي! او شک د یقین ځای ونیسي؛ او باطل ورته د حق په توګه، او ښه د منکر په توګه، او منکر ورته د ښه په توګه ښکاره شي.

د ژغورنې درې ته ښکته شه!

هغه کوم لوی کار، سخته ستونزه او لویه اندیښنه ده چې د الله رب العزت لپاره ستونزمنه وي؟ الله حق دی، د هغه خبره حق ده، او د هغه ژمنه حق ده.

نو د بنده لپاره لازمه ده چې خپل رب باندې ښه ګمان وکړي، پر هغه توکل وکړي، د هغه د فضل انتظار وکړي، او له خپل مولا څخه د مهربانۍ غوښتنه وکړي، او د هغه په عهدونو وفا وکړي. له هغه پرته بل هیڅوک ګټه نشي رسولی، یوازې هغه د ضرر مخه نیولی شي، او په هر نفس د هغه مهرباني ده، او په هر حرکت کې د هغه حکمت دی، او په هر ساعت کې خلاصون دی، د شپې وروسته سهار راولي او له وچکالۍ وروسته باران راولي.

او الله د ریښتیني مؤمن دعا نه ردوي؛ ځکه چې الله –جل وعلا- حق دی، او وعده یې حق ده؛ او الله –سبحانه و تعالی- فرمایلي: (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ) (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي). [غافر سورت: ایت 60].

نو؛ ستا ټولې ستونزې په حل کېدو دي، ستا ټول دردونه په رغیدو دي، ستا ټول امیدونه په واقعیت، او ستا ټولې اوښکې به په مسکا بدلې شي ... ډاډه اوسه!

نو له بېوزلۍ وروسته شتمني ده، له تندې وروسته خړوبیدل دي، له جلا کېدو وروسته یو ځای کیدل دي، له هجران وروسته وصال دی، او له پرېکون وروسته په اړیکه کیدل دي، الله –تبارک و تعالی- فرمایلي: (فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۖ إِنَّكَ عَلَى الْحَقِّ الْمُبِينِ) (نو ته خاص په الله باندې توكل وكړه، بېشكه ته په ښكاره حق باندې يې). [النمل سورت: ایت 79].

اې الله! موږ ته حق د حق په توګه وښیه او مونږ د هغه پیروان وګرځوه، او موږ ته باطل د باطل په توګه وښیه او موږ له هغه څخه لرې وساته.