3
اې ربه! موږ له تا څخه ستا په عزت او زموږ په ذلت، ستا په ځواک او زموږ په کمزورۍ، او زموږ څخه ستا په بې احتیاجۍ او تاته زموږ په بې وزلۍ سوال کوو؛ زموږ درواغجن او خطاکار مخونه ستا پر وړاندې قرار لري، له موږ پرته ستا بندګان ډېر دي، مګر ستا پرته زموږ لپاره بل معبود نشته، ستا پرته بل هېڅ د پناه او خلاصون ځاى نشته مګر همدا ته یې.
موږ له تا څخه د مسکینانو په څیر غوښتنه کوو، او مونږ ستا د رحمت د لاسته راوړلو لپاره د ستړتیا تر کچې په ټوله عاجزۍ ستا په وړاندې خپله ذلت او عاجزي ښکاره کوو ، او د ویریدونکي ړوند په څیر دعا کوو.
د هغو کسانو په څیر غوښتنه کوو چې د هغوی سرونه ستا په وړاندې ټیټ دي او پوزې ستا په وړاندې په خاورو ککړي دي، او سترګې یې تا ته له اوښکو ډکې دي، د دوی زړونه تا ته ذلیل دي: چې ته مونږ او ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړې، او موږ په خپل رحمت کې داخل کړه، اې تر ټولو زیات مهربان ذاته!
بنده له خپل رب پرته له بل چا مرسته وغواړي
او څوک دی د یو ځوان لپاره د سختیو او کړاوونو په وخت کې
او د دنیا او د هغې د خلکو مالک څوک دی
او هغه څوک دی چې لرې او نږدې مصیبت لرې کوي
او څوک دی چې د وخت ناکردۍ له منځه وړي کله چې را نازلې شي
او ایا دا یوازې ستا له کارونو څخه ندي، اې زما ربه
په دې کرښو کې موږ د الله د یو له خورا ښکلي نومونو څخه د خبرو کولو ویاړ لرو چې هغه: رب – تبارک و تعالی- دی:
هغه - جل و علا- فرماېلي: (رَبُّ الْمَشْرِقَيْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَيْنِ) [(هغه د ژمي او د اوړي) د دواړو مشرقونو رب دى او (د ژمي او د اوړي) د دواړو مغربونو رب دى] [الرحمن: 17]، الله -سبحانه و تعالی- فرمایي: (سَلَامٌ قَوْلًا مِّن رَّبٍّ رَّحِيمٍ) (سلام دى (چې دوى ته به ویلى شي) ښكاره ویل د رب له جانبه، چې ډېر مهربان دى) [يس:58].
زمونږ رب، خالق، مالک، چار سمبالی، تصرف کوونکی، د څښتنانو څښتن او د بندګانو معبود، د سلطنتونو، پاچاهانو او ټولو بندګانو مالک، او هغه داسې ذات دی چې د هغه د مخلوقاتو د ګټو لپاره یې هر څه ترتیب کړي، او هغه پر دوی زورور او د هغوی– د انسانانو او پیریانو - د چارو سموونکی دی، د دنیا او آخرت پالونکی دی.
عمومي ربوبیت: چې ټول مخلوقات پکې شامل دي؛ ښه او بد، مومن او کافر، حتی جمادات.
هغه دا دی: چې د هغوی پالنه وکړي په پیدایښت، روزۍ او اداره کولو، انعام او عطا ورکولو سره.
او ځانګړی ربوبیت، او هغه: د الله –تبارک و تعالی- پالنه د هغه د اولیاوو او خاصو بندګانو ده؛ هغه دا چې هغوی ته په ایمان راوړلو باندې لارښوونه کوي او پدې لاره کې هغوی ته توفیق ورکوي، او د دوی زړونه، ارواح او اخلاق سموي، او هغوی له تیارو څخه رڼا ته راوباسي.
او هغه: د هر خیر لپاره توفیق، او د هر شر څخه ساتنه ده.
او زموږ رب – سبحانه وتعالی - خپل ځان په رب العالمین باندې توصیف کړی: (الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى) [الفاتحة:2]
او خپل ځان یې د عرش د څښتن په توګه توصیف کړی ، الله -تبارک و تعالی- فرماېلي: (سُبْحَانَ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ) ( پاكي ده د آسمانونو او ځمكې رب لره، د عرش رب لره له هغه څه نه چې دوى يې (د هغه په باره كې) بیانوي) [الزخرف:82]، (اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ۩) (الله چې دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، د ډېر ستر عرش رب دى) [النمل:26].
او خپل ځان یې د اسمانونو او ځمکې د څښتن په توګه توصیف کړی؛ الله -تبارک و تعالی- فرمايي: (سُبْحَانَ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ) ( پاكي ده د اسمانونو او ځمكې رب لره، د عرش رب لره له هغه څه نه چې دوى يې (د هغه په باره كې) بیانوي) [الزخرف:82].
نو پدې وجې سره ټولو مخلوقاتو د رب –سبحانه وتعالی- ستاینه وکړه :- (وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (او وبه ویل شي: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى) [الزمر: 75]، نو هغه په دنیا او آخرت کې د ستاینې وړ دی: (دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ ۚ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) د دوى وینا به په دغو (جنتونو) كې سُبْحَانَكَ اللهم (اى الله! ستا پاكي بیانوو) وي او په دغو (باغونو) كې به د دوى ډالۍ سلام وي او د دوى د وینا اخر به دا وي چې ټول صفتونه خاص الله لره دي چې د ټولو عالمونو ښه پالونكى دى) [يونس:10].
او کله چې پیغمبران او صالحان پوه شول چې دا نوم د دعا کلي ده؛ دوی په خپلو دعاګانو کې الله ته په همدې نوم عاجزي او دعاوې وکړې.
نوح -علیه السلام- په همدې نوم دعا وکړه: (رَّبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ) [ اې زما ربه! ته ما وبخښه او زما مور و پلار او هغه څوک (هم) چې زما كور ته داخل شي، چې ایمان لرونكى وي اومومن سړي او مومنې ښځې (وبخښه)] [نوح:28].
په همدې نوم باندې ابراهیم او اسماعیل -عليهما السلام- دعاوې وکړې-: (رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (اې زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، ته چې يې، خاص ته، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې) [البقرة:127].
په همدې نوم باندې مصطفی -عليه الصلاة والسلام- دعا کړې ده:- (وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ (97) (او ته ووایه: اې زما ربه! زه په تا پورې پناه نیسم د شیطانانو له وسوسو نه) وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحْضُرُونِ (98)) (او زه په تا پورې پناه نیسم اې زما ربه! له دې نه چې دوى ما ته حاضر شي) [المؤمنون:97-98].
او هرکله چې به رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته ستونزه متوجه کیدله، او مصیبت ورته رسیده، هغه به ویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ العَظِيمُ الحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ العَرْشِ العَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الأَرْضِ، وَرَبُّ العَرْشِ الكَرِيمِ» "له الله پرته بل معبود نشته، لوى او حلیم ذات دى، له الله پرته بل معبود نشته، د لوى عرش څښتن دى، له الله پرته بل معبود نشته، د اسمانونو او ځمكې څښتن، او د عزتمند عرش څښتن دى". [د بخاري او مسلم روایت]
او که څوک په خپله خوښه د رب –جل و علا- په نومونو سره دعاوې نکوي؛ هغه ته به د مجبورۍ له مخې ورګرځي، هغه ناروغ چې په خپل بستر کې دی، او د ناروغۍ سره مبارزه کوي، هغه غږ کوي: اې ربه، ای ربه! نو همدا ده چې روغتیا د الله له جانبه راځي، او شفا د هغه– تبارک و تعالی - لخوا را نازلیږي.
او فقیر د هغه په نوم سره دعا کوي؛ هغه څوک چې د کجورې د دانې د پردې په اندازه څه شی نه لري، په بدبختۍ سره ساه اخلي، او له بې وزلۍ څخه غږ اوچتوی: اې ربه.. ای ربه! نو ناڅاپه رب د هغه اړتیا پوره کوي، او یوازې هغه – تبارک و تعالی - مصیبت ورڅخه لیرې کوي.
او وږی غږ کوي، او هغه د لوږې په خاطر ځان ګونج کړی وي، او هغه د ضرر له وجې ژاړي: اې ربه.. اې ربه! نو ناڅاپه رزق کې پټ شي او د الله - تعالی - ورکړې پرې راووریږي.
او مظلوم کس هغه ته پناه وړي، په داسې حال کې چې هغه خپلې ګرمې اوښکې پاکوي، او خپل ګرم فریاد پټوي: اې ربه، اې ربه! همدا ده چې ستره بریا او ښه نتیجه ترلاسه کړي.
حافظ ابن رجب -رحمه الله- فرمايي: "د الله د ربوبیت په تکرار سره ټینګار کول یو له لویو شیانو څخه دي چې د دعا ځواب پرې غوښتل کیږي".
اې ربه، خپل كوچنی بنده له تکلیف څخه خلاص کړه ... او د هر هغه څه څخه چې شکایت لري او ورته رسیدلی دی آرام یې کړه
رب څومره عظیم الشان، بهتره بادشاهي، لوړ مقام لري، خپل مخلوق ته نږدې، او په خپلو بندګانو رحم او لطف کونکی دی.
د الله – تبارک و تعالی - ربوبیت؛ د عظمت او جلال ربوبیت دی، (سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى) (ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى) [الأعلى سورت: ایت 1].
د هغه –سبحانه و تعالی- ربوبیت، برکت، وده او ورکړه ده. (تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ) (ډېر بركت والا دى الله چې رب د ټولو مخلوقاتو دى) [الأعراف سورت: ایت 54].
د هغه –سبحانه و تعالی- ربوبیت : پرده اچول او بخښنه ده. (بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ) (دا ښار) پاكیزه ښار دى او (ستاسو) رب دى ډېر بخښونكى دی) [سبإ سورت: ایت 15].
د هغه –سبحانه و تعالی- ربوبیت؛ عزت، قوت، غلبه او ځواک دی. (رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ) (چې رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر غالب، ښه بخښونكى دى) [ص سورت: ایت 66].
او د هغه –سبحانه و تعالی- ربوبیت: رحمت دی. (رَّبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الرَّحْمَٰنِ) (چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى) [النبأ سورت: ایت 37].
او د هغه –سبحانه و تعالی- ربوبیت: سخاوت دی. (يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ) (اې (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې) [الانفطار سورت : ایت 6].
لا إله إلا الله الواحد الأحد (له الله پرته بل معبود نشته چې یو دی)، واقعاً چې موږ په حق سره ستا عبادت نه دی کړی، اې زموږ ربه!
څوک چې پوه شي چې الله –سبحانه و تعالی- رب الارباب دی، له هغه پرته بل څوک د خپل رب په توګه نه نیسي، او د هغه په ربوبیت به راضي وي، او څوک چې راضي شي د ایمان خوند به وڅکي، او د هغه – عليه الصلاة والسلام- څخه روایت دی چې فرمایلي دي: "څوک چې په الله رب، په اسلام دین او د محمد په پېغمبرۍ راضي شو، نو د ایمان خوند یې وڅاکه". [مسلم روایت کړی].
(وَقُل رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ) (او ته ووایه: اى زما ربه! بخښنه وكړه او رحم وكړه او ته ترټولو ډېر غوره رحم كوونكى يې) [المؤمنون سورت :ایت 118].
ابن رجب -رحمه الله- فرماېلي: "د الله د ربوبیت په تکرار سره پر هغه ټینګار کول یو له لویو شیانو څخه دی چې د دعا قبلیدل پرې غوښتل کیږي".
اې زموږ ربه! ستا د رحمت هیله لرو؛ د سترګو د رپ په اندازه مو هم خپل ځان ته مه پریږده، او خپل رحمت کې مو داخل کړه.
اې زمونږه ربه! بخښنه وکړه او رحم وکړه او ته تر ټولو ښه رحم کوونکی یې.