53
العز بن عبدالسلام -رحمه الله- فرمایي: «د الله – عزوجل- پیژندنه او د هغه د ښکلو نومونو او لوړو صفاتو پیژندل له غوره اعمالو څخه دي د عزت، ثمره لرونکو او اغیزمنو کارونو له پلوه».
مونږ د الله – عزوجل- له نومونو څخه یو نوم سره تم کیږو: او هغه الحلیم - جل و علا- دی.
الله -سبحانه وتعالى- وفرمايل- : (وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَلِيمٌ (او الله ډېر بې پروا، ډېر تحمل والا دى) [البقرة:263]، و (إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا) (بېشكه هغه له ازله ډېر تحمل والا، ډېر بخښونكى دى) [الإسراء:44].
زمونږ رب – عزوجل – بخښونکی او صبر کوونکی دی، هغه څوک چې غوسه یې نه پاروي، د جاهل ناپوهي او د ګناهکارانو ګناه د هغه شان ښکته نه راولي، د خپلو بندګانو په شرک، کفر او د هغوی ډیرو ګناهونو باندې د عذاب ورکولو بیړه نلري.
له هغه څخه څوک ډیر تحمل والا دی؟! مخلوق د هغه نافرماني کوي، او هغه د دوی څارنه کوي، دوی په خپلو بسترونو کې داسې ساتي لکه څنګه چې دوی د هغه هیڅ نافرماني نه وي کړي، او د دوی د ساتنې مسولیت اخلي ګواکې هغوی هیڅ ګناه نه وي کړي، هغه په ګناهکار مهرباني کوي، او مجرم باندې خپل فضل او احسان جاري ساتي.
یو اړمن او بې وسه کس د هغه پر وړاندې ودریږي پداسې حال کې چې هغه نافرمان او ګناهکار وي؛ نو الله د هغه بلنه قبلوي، او له هغه څخه یې وغواړي نو ورته یې ورکوي، (فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ) (نو كله چې دوى په كشتۍ كې سپاره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي). [العنكبوت سورت: ایت 65].
له الله پرته بل معبود نشته! هغه د فضل خاوند دی او له هغه څخه د فضل تمه کیږي، هغه سخي دی او له هغه څخه د سخاوت تمه کیږي، هغه تحمل والا دی او له هغه څخه د زغم تمه کیږي.
او هغه تحمل والا دی، او خپل بنده ته ... د نافرمانۍ له امله په تلوار سره عذاب نه ورکوي تر څو توبه و باسي
او په "صحیحینو" کې له ابو موسی اشعري -رضي الله عنه- څخه روايت دی چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- وفرمايل: «مَا أَحَدٌ أَصْبَرَ عَلَى أَذًى يَسْمَعُهُ مِنَ اللهِ -تَعَالَى-؛ إِنَّهُمْ يَجْعَلُونَ لَهُ نِدًّا وَيَجْعَلُونَ لَهُ وَلَدًا، وَهُوَ -مَعَ ذَلِكَ- يَرْزُقُهُمْ، وَيُعَافِيهِمْ، وَيُعْطِيهِمْ!». «هیڅوک به د الله – تعالی- څخه ډیر صبر والا نه وي کله چې هغه څیز واوری چې هغه ورباندې اذیت کیږي؛ دوی هغه لره مثل او زوی نیسي، او هغه –ددې با وجود- دوی ته روزي، شفا، او نور نعمتونه ورکوي!».
زمونږ څومره تیروتنې الله پوښلي دي؟! په څومره ګناهونو مونږ نه یو نیول شوي؟! او څومره ګناهونه مو کړي دي؛ او هغه مونږ ته غږ کوي - او هغه زمونږ څخه بډای دی -: (۞ نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) ( ته زما بنده ګانو ته خبر وركړه چې بېشكه زه، همدا زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم). [الحجر سورت: ایت 49].
نو پاکي ده تحمل والا ذات لره! پیدا کوي مګر د بل کس عبادت کیږي، روزي ورکوي مګر د بل کس څخه مننه کیږي، بندګانو لپاره د هغه خیر راښکته کیږي او د دوی شر ورته پورته کیږي، هغه د نعمتونو په واسطه دوی ته ځان محبوبوي پداسې حال کې چې هغه له دوی څخه بډای دی، او دوی د هغه په نافرمانۍ سره د نفرت سبب ګرځي حال داچې دوی د هغه لپاره خورا بې وزله دي. (وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَابَّةٍ وَلَٰكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۖ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ) (او كه چېرې الله خلق د ظلم په وجه نیولى (، نو) هغه به د دې (ځمكې) پر سر هېڅ خوځنده نه و پریښى او لېكن هغه دوى تر مقررې نېټې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي (بيا به نو) دوى یوه ګړۍ نه وروسته كېږي او نه مخكې كېږي). [النحل سورت: ایت 61].
د هغه – تبارک و تعالی- له غضب څخه باید ځان وساتو؛ ځکه چې زغم کوونکی که په غوسه شي، هیڅ شی د هغه د غصې مخه نه شي نیولی، او د هغه –سبحانه و تعالی- زغم د هغه د ځواک او وړتیا څخه وي، او زغم کوونکی الله نه په غصه کیږي مګر په هغه چا چې د رحمت مستحق نه وي، او د هغه لپاره زغم کول مناسب نه وي هغه هم وروسته لدې چې مهلت او فرصت وکړي.
هغه – تبارک و تعالی - وفرمایل: (فَلَمَّا آسَفُونَا انتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ) (نو كله چې دوى مونږ خفه كړو (،نو) مونږ له دوى نه انتقام واخيست، پس مونږه دوى ټول غرق كړل). [الزخرف سورت: ایت 55].
الله به کافرانو باندې رحم وکړي او روزي به ورکړي، او په دنیا کې به عذاب نه ورکوي؛ خو هغه – سبحانه و تعالی- یې په اخرت کې له هغوی څخه نه سپموي، او نه به يې بخښي؛ بلکې ملاېکې به هغوی اور ته دننه کوي؛ د دوی لپاره به هیڅ عذر او زارۍ ونه منل شي، او نه به د دوی څخه عذاب سپک شي، (فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّيَاطِينَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِيًّا (68) (نو قسم دى ستا په رب چې مونږ به خامخا ضرور دوى او شیطانان ټول راجمع كړو، بیا به مونږ دوى خامخا ضرور د دوزخ چاپېره په ګونډو پراته راحاضر كړو. ثُمَّ لَنَنزِعَنَّ مِن كُلِّ شِيعَةٍ أَيُّهُمْ أَشَدُّ عَلَى الرَّحْمَٰنِ عِتِيًّا (69)) بیا به خامخا ضرور مونږ له هرې ډلې نه راوباسو هر هغه څوك چې د سركشۍ په لحاظ په رحمٰن باندې ډېر سخت دى) [مريم سورت: ایت 68-69]، (يَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ) (او دوى د عذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، حال دا چې جهنّم خو كافرانو لره خامخا راګېروونكى دى). [العنكبوت سورت: ایت 54].
او بنده د دې سپېڅلي صفت په خپلولو سره هلې ځلې کوي؛ او هغه د: (زغم لرلو) صفت دی، او هغه –تبارک و تعالی-: (زغم کوونکی) دی او په خپلو بندګانو کې یې زغم کوونکي خوښیږي، سخاوت کوي او سخاوت کوونکي یې خوښیږي.
خبردار اوسې چې د یو کس زغم تر ټولو لويه فیصدي ده ... چې د هغه د اوچت مقام په واسطه د کریم ذات سره افتخار لاسته راوړي
نو اې ربه ما ته زغم راوبخښه ځکه چې زه ... فکر کوم چې له زغم کولو څخه به حلیم کس پښېمانه نه شي
او الله – تبارک و تعالی- د خپل پیغمبر ابراهیم الخلیل -علیه السلام- ستاینه وکړه او ویې فرمایل: (إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّاهٌ مُّنِيبٌ) (بېشكه ابراهیم یقینًا ډېر حلم والا، ډېر نرم زړى (او الله ته) رجوع كوونكى و). [هود سورت: ایت 75]، دا د اسماعیل -علیه السلام- له ځانګړنو څخه دی: (فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ) (نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ). [الصافات سورت: ایت 101].
او زموږ پیغمبر - صلی الله علیه وسلم- د دې اخلاقو څخه لویه برخه درلوده.
په صحیحینو کې له انس -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې هغه وفرمایل: زه له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره وم او د هغه پر غاړه نجرانۍ چپنه وه چې کلکه غاړه یې درلوده، يو اعرابي راغی؛ نو هغه یې کلک را کښ کړ، نو ما د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- غاړې ته وکتل چې د چپنې غاړې په کې نښه کړې وه، بیا یې وویل: اې محمده! د الله هغه مال چې له تاسره دی امر وکړه چې له هغه څخه ما ته راکړل شي، نو هغه ورته مخ کړ او ویې خندل، بيا يې هغه ته د ورکولو امر وکړ.
رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د اشج بن عبدالقیس -رضي الله عنه- ستاینه وکړه او ویې فرمایل: «إِنَّ فِيكَ لَـخَصْلَتَيْنِ يُحِبُّهُمَا اللهُ: الحِلْمُ، وَالأَنَاةُ» "تا کې دوه ځانګړتیاوې دې چې الله یې خوښوي: نرمي، او زغم". [د مسلم روایت].
له میمون بن مهران څخه روایت دی: «چې یوه ورځ د هغه وينځه له یوې کاسې سره چې په هغې کې ګرمه شوربا وه راغله، او هغه سره مېلمانه وو، نو د هغې پښه وښویدله؛ او شوربا هغه باندې توی شوه، نو ميمون غوښتل چې هغه ووهي، نو وينځې وويل: اې زما مالکه! د الله – تبارک و تعالی- کلام وکاروه: (وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ) (يعنې چې غصې لره زغمونكي وي) هغه ورته وویل: و مې کړ، هغې وویل: هغه څه وکړه چې له هغې وروسته راځي: (وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ) (يعنې خلقو ته معافي كوونكي وي) ويې ويل: ما بخښلې یې، وينځې وويل: (وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) (یعنې الله نېكي كوونكي خوښَوي) [آل عمران:134]، ويې ويل: ما له تا سره احسان وکړ، ته د الله تبارک و تعالی- په خاطر آزاده يې».
ابو حاتم – رحمه الله- وفرمایل: کله چې یو عاقل په قهر او غصه شي نو په کار ده چې: د ده په وړاندې د الله زغم رایاد کړي، کله چې هغه د الله د نافرمانیو سرغړونو او د هغه له حرمتونو سرغړونې کوي، بیا یې هم په وړاندې له زغم څخه کار اخلي، او د هغه غصه هغه دې ته نه اړ باسي چې د ګناهونو لاملونو ته مخه کړي.
که تاسو ته مصیبت یا بدبختي راشي؛ نو الله ته دعا وکړئ او د (حلیم) نوم په دعا کې یاد کړئ؛ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به په سختیو کې دا دعا ویله: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ العَظِيمُ الحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ العَرْشِ العَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الأَرْضِ، وَرَبُّ العَرْشِ الكَرِيمِ» "له الله پرته بل معبود نشته، لوى او زغم والا دى، له الله پرته بل معبود نشته، د لوى عرش څښتن دى، له الله پرته بل معبود نشته، د اسمانونو او ځمکې او عرش څښتن دى". [بخاري او مسلم روایت کړی].
اې الله! لکه څنګه چې ته د خپلو بندګانو په وړاندې له زغمه کار اخلې، نو خپل زغم زموږ لپاره په دواړو جهانونو کې د خوښۍ سبب وګرځوه.