48
په صحیح بخاري کې راغلي دي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرماېل: «بَيْنَا أَيُّوبُ يَغْتَسِلُ عُرْيَانًا، فَخَرَّ عَلَيْهِ جَرَادٌ مِنْ ذَهَبٍ؛ فَجَعَلَ أَيُّوبُ يَحْتَثِي فِي ثَوْبِهِ. "پداسې حال کې چې ایوب بربنډ غسل کاوه، د سرو زرو ملخان ورباندې راولوېدل؛ نو ایوب شروع شو چې په خپلو جامو کې یې راټولول.
او د هغه رب ورته غږ وکړ: اې ایوبه! ایا ته ما نه وې مالداره کړی د دې څه نه چې ته یې وېنې؟ ویې ويل: ولې نه ستا په عزت مې دې قسم وي! مګر ستاسو له برکت څخه زه بې نېازه پاتي کېدلی نشم».
شاید یو انسان ته مال ورکړل شي، املاک ورکړل شي، اولادونه ورکړل شي، د منزلت خاوند شي، یا لوی مقام تر لاسه کړي، او لوړه درجه ترلاسه کړي، پراخه رهبري یا ځواکمنه رهبري ترلاسه کړي.. کیدای شي نوکران د هغه شا او خوا را تاو وي، سرتیرو احاطه کړی وي، او لښکر د هغه ساتنه وکړي ، خلک هغه ته تابع وي، سرونه ورته ښکته وي، او خلک یې تابع وي ...
ددې هر څه باوجود -دا ټول- هر یو الله –جل و علا- ته محتاجه دي: (۞ يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ) (اې خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى). [فاطر سورت: ایت 15].
او زموږ رب – عزوجل- بې حاجته دی؛ هغه ذات چې له هغه پرته څوک بې نیازه نشي پاتې کیدلی، او ټول هغه لره بې وزله او اړمن دي.
زموږ رب په خپل ذات، صفات او واک کې بې حاجته دی، په خپله بډاینه کې بشپړ دی، نو هیچا ته اړتیا نلري.
او زمونږ د رب له کمالاتو څخه: دا چې د اطاعت کوونکي اطاعت ورته ګټه نه رسوي او نه د نافرمانو نافرماني هغه ته زیان رسوي؛ که ټوله نړۍ هم کافران شي! هغه - عزوجل - وفرمایل: (وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ) (او څوك چې كافر شو، نو بېشكه الله له مخلوقاتو نه بېخي بې پروا دى). [آل عمران سورت: ایت 97].
او د هغه د بډایتوب له کمال څخه: دا دي چې هغه د خپلو بندګانو خیر غواړي، او له هغوی څخه شر لرې کوي؛ دا کار نکوي مګر د مهربانۍ او احسان له مخې. (وَرَبُّكَ الْغَنِيُّ ذُو الرَّحْمَةِ) (او هم ستا رب ښه بې پروا، (او) رحمت والا دى). [الأنعام سورت: ایت 133].
او د هغه د بډاینې له کمال څخه: دا دي چې هغه له نیمګړتیاوو او عیبونو څخه پاک دی، او هر هغه څه چې د هغه د بډاینې سره په ټکر کې وي، نو نه یې ځان لپاره ښځه او نه یې زوی نیولی، نه یې په بادشاهۍ کې شریک لري، او نه یې د ذلت له مخې ځان لپاره دوست نیولی، او د هغه سره هیڅوک سیال ندی، زموږ رب – عزوجل- فرمایي: (وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَّهُ وَلِيٌّ مِّنَ الذُّلِّ ۖ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا) (او ته ووایه: ټوله ثنا هغه الله لره خاص ده چې نه يې څوك اولاد نیولى دى او نه د هغه لپاره په بادشاهۍ كې څوك شریك شته او نه د هغه لپاره د عاجزۍ په وجه څوك دوست شته او ته د هغه لويي بیانوه، لويي كامله). [الإسراء سورت: ایت 111].
او د هغه د بډایتوب او سخاوت له کمال څخه: دا دي چې هغه خپلو بندګانو ته د هغه د رابللو امر کوي او د دوی دعاګانو ته د قبولتیا ژمنه کوي: (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ) (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم). [غافر سورت: ایت 60]، او په صحیح روایت کې راغلي دی چې هغه - عليه الصلاة والسلام - وفرمایل: «لَيْسَ شَيْءٌ أَكْرَمَ عَلَى اللهِ -عز وجل- مِنَ الدُّعَاء» "د الله – عزوجل- په نیز له دعا څخه بل څه د قدر وړ نشته". [حسن حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
ټوله نړۍ؛ پیریان او انسانان، بډایه او فقیران، زاړه او ځوانان، د دوی حاکم او ټیټ خلک، ځواکمن او کمزوري: دوی ټول الله لره اړمن دي، او په هر ساعت کې هغه ته اړتیا لري.
او د الله له سخاوت څخه: دا چې هغه خپل نوم (الغني) یې له خپل (الرحمة) صفت سره یو ځاي کړی دی، د هغه – سبحانه و تعالی- پدې قول کې: (وَرَبُّكَ الْغَنِيُّ ذُو الرَّحْمَةِ) (او هم ستا رب ښه بې پروا، (او) رحمت والا دى). [الأنعام سورت: ایت 133]؛ دا د دې لپاره چې بندګانو ته ووایي چې: هغه د دوی له عبادت څخه مستغني دی، او د دې سره سره په هر څه کې پر دوی رحم کوي. حتی په عبادتونو او مکلفیتونو کې، او د هغه له رحمت څخه: دا چې هغه لږ قبلوي او په ډیرو یې شمیري.
د هغه له سخاوت څخه دا هم دي چې خپل نوم (الغني) یې له خپل نوم (الحمید) سره یوځای کړی، الله – سبحانه و تعالی- فرمايي: (وَقَالَ مُوسَىٰ إِن تَكْفُرُوا أَنتُمْ وَمَن فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا فَإِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ حَمِيدٌ) (او موسٰى وويل: كه كافران شئ تاسو او هغه څوك چې په ځمكه كې دي، ټول، نو بېشكه الله خامخا ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى). [إبراهيم سورت: ایت 8]، پدې معنا چې: ډیر د ستاینې وړ دی؛ د خپلو سترو نعمتونو په لرلو سره.
نو ټول ورته اړتیا لري؛ په هر کوچني او لوی، او په هر ساعت او هره ثانیه کې.
او دا تر ټولو کامل مخلوق په بندګۍ کې خپل رب ته دعا کوي، او هغه ته د خپلې بې وزلۍ او اړتیا څرګندونه کوي، او د سترګو د رپیدو په اندازه هم له هغه څخه بی نیازه نشي پاتی کیدلی، نو د هغه - عليه الصلاة والسلام- له دعاوو څخه دي: «أَصْلِحْ لِي شَأْنِي كُلَّهُ، وَلَا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ» "زما ټول کارونه زما لپاره سم کړه، او ما د سترګو د رپیدو په اندازه هم ځان ته مه پریږده". [صحیح حدیث دی. نسائی روایت کړی].
ته په هر ساعت کې بې نیازه ذات ته اړتیا لرې، څومره چې خپله فقر هغه ته وښیې، نو په هماغه پیمانه به بدله درکړي.
او په یاد ولره: چې الله غني دی، او د هغه بډاینه ذاتی ده، حتا که د اسمانونو او ځمکې خلک وغواړي او هر یو ته د هغه غوښتنه ورکړی شي، نو د هغه په بادشاهۍ کې به هیڅ کموالی رانشي. په «صحیح مسلم» کې راغلي دي: «لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ قَامُوا فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ، فَسَأَلُونِي؛ فَأَعْطَيْتُ كُلَّ إِنْسَانٍ مَسْأَلَتَهُ، مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِمَّا عِنْدِي إِلَّا كَمَا يَنْقُصُ المِخْيَطُ إِذَا أُدْخِلَ البَحْرَ». "که ستاسو لومړي او وروستي، انسانان او پیریان، پر یوې غونډۍ پورته شي، او زما څخه وغواړي؛ نو زه هر انسان ته د هغه غوښتنه ورکړم، دا د هغه څه څخه نه کمیږي چې زه یې لرم، مګر په دومره اندازه لکه د سمندر څخه چې څه کم شي کله چې ستنه ورننویستل شي".
زه څنګه بې نیازۍ ته ورسیږم؟
ځواب: لکه څنګه چې په قدسي حدیث کې راغلي: «ابْنَ آدَمَ! تَفَرَّغْ لِعِبَادَتِي أَمْلَأْ قَلْبَكَ غِنًى، وَامْلَأْ يَدَيْكَ رِزْقًا. "اې د آدم اولاده! خپل ځان زما عبادت ته وقف کړه، زه به ستا زړه په مالدارۍ او ستا لاسونه په رزق سره ډک کړم.
اې د آدم اولاده! زما څخه مه لرې کیږه، بیا به زه ستا زړه له بې وزلۍ، او ستا لاسونه به له کار څخه ډک کړم». [صحیح حدیث دی. حاکم په مستدرک کې روایت کړی دی].
نو کله چې زړه په الله - عزوجل - بې حاجته شي، او هغه باندې قناعت وکړي، او په هغه څه خوشحاله شي چې الله ورته ورکړی وي؛ هغه به د خپل خالق په واسطه له ټول مخلوق څخه بې نیازه شي، د خپل رزق په واسطه تر ټولو به باعزت مخلوق وي، او د خپل مالک په واسطه به تر ټولو پیاوړی ضعیف وي، نو دا بې نیازي پرته له مال، او ځواک پرته له واک، او عزت پرته له قبیلې څخه دی، نو څومره ستره بې حاجتي ده؛ او څومره د ارزښت وړ ده!
په صحیح حدیث کې رسول الله – صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «قَدْ أَفْلَحَ مَنْ أَسْلَمَ، وَرُزِقَ كَفَافًا، وَقَنَّعَهُ اللهُ بِمَا آتَاهُ» "چا چې اسلام قبول کړ، کامياب شو، هغه ته کفایت ورکړل شو، او الله په هغه څه راضي کړ چې هغه ورته ورکړي". [مسلم روایت کړی].
که انسان د ټولې دنیا مالک هم شي هغه به موړ نشي؛ تر څو چې په زړه کې مالداري نه وي، او لکه څرنګه چې په "صحیح ابن حبان" کې راغلي: رسول الله - عليه الصلاة والسلام- وفرمایل: «يَا أَبَا ذَرٍّ! أَتَرَى كَثْرَةَ المَالِ هِيَ الغِنَى؟ إِنَّمَا الغِنَى غِنَى القَلْبِ وَالفَقْرُ فَقْرُ القَلْبِ» «اې ابوذره! ایا ته فکر کوې چې د مال ډیر والی مالدراي ده؟ بلکې مالداري د زړه مالدراي ده او فقر د زړه فقر دی». [صحیح حدیث دی]
څوک چې د زړه بډاينه ولري؛ هغه ته به هیڅ ضرر نه رسيږي چې په دنيا کې ورسره مخامخ کيږي، او د چا چې په زړه کې فقر وي؛ نو د نړۍ ډیر شیان یې هم نشي بډایه کولی، په صحیح حدیث کې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «وَارْضَ بِمَا قَسَمَ اللهُ لَكَ تَكُنْ أَغْنَى النَّاسِ» "په هغه څه راضي شه چې الله درته تقسیم کړی وي، نو ته به تر ټولو بډایه اوسې". [حسن حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
او په بل حدیث کې راغلي: «وَمَنْ يَسْتَعْفِفْ يُعِفَّهُ اللهُ، وَمَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ اللهُ» «او څوک چې له سوال کولو څخه ځان وساتي الله تعالی به یې د خلکو د سوال کولو نه وساتي، او څوک چې له خلکو څخه ځان بې نیازه وګڼي، الله به یې بډایه کړي». [بخاري او مسلم روایت کړي].
نفس د غریب کیدلو څخه ویره لري
فقر تر هغې مالدارۍ غوره دی چې انسان سرکښه کوي
او د نفس بې حاجتي کافي ده او که
انکار وکړي، نو ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي د هغې لپاره به بسنه ونکړي
نو په اسلام کې شتمن هغه څوک دی: څوک چې په زړه کې له خلکو څخه شتمن وي، او الله –سبحانه و تعالی- ته فقیر وي، هغه –صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: «شَرَفُ المُؤْمِنِ صَلَاتُهُ بِاللَّيْلِ، وَعِزُّهُ: اسْتِغْنَاؤُهُ عَمَّا فِي أَيْدِي النَّاسٍ» "د شپې لمونځ مؤمن لپاره شرف دی، او د هغه عزت: شتمن اوسیدل له هغه څه څخه چې د خلکو په لاس کې دي". [حسن حدیث دی. حاکم روایت کړی].
او کله چې اعرابي ته وویل شو: یوه ډوډۍ په یو دینار شوه!
هغه ځواب ورکړ: په الله قسم! زه یې په کیسه کې نه یم؛ حتا که د غنمو یوه دانه په دینار هم شي! زه د الله عبادت کوم لکه څرنګه چې هغه ماته امر کړی دی او هغه ماته روزي راکوي لکه څرنګه چې هغه ما سره ژمنه کړې ده!
نسفي -رحمه الله- فرمايي: واسطي ويلي دي: «هغه څوک چې الله باندې ځان بې نیازه کړي هیڅکله به بل چاته محتاج نشي، او څوک چې د الله په واسطه عزتمن او غالب شي هغه به هیڅکله نه ذليل کيږي؛ او حسين ویلي: په هره پیمانه چې بنده الله ته ځان محتاج کړي، په هماغه پیمانه به په الله باندې غني او بې نیازه وي».
یو حکیم ویلي: "یو سړی به ماسره جفا وکړي، نو کله چې له هغه څخه په الله باندې خپله شتمنتیا په یاد راولم، زما په ځیګر کې یخ والی پیدا کیږي".
ابن سعدي -رحمه الله- فرمايي: " شتمني د زړه شتمني ده، څومره خلک دي چې شتمن وي خو زړه به یې فقیر او پښیمانه به وي؟"
زه د خپل ځواک، ټول عمر او قوت څخه بې زاره یم
او زه خپل مالک ته په خورا فقر کې یم
د انسان شتمني پر رحمان ذات باندې له شتمنۍ څخه زیاته شتمني ده
په دې سره د هیبت او عزت جامې اغوستل کیږي
اې الله! مخکې له دې چې مونږ یې له تا څخه وغواړو تا مونږ ته هر څه راکړي؛ نو که مونږ یې له تا څخه وغواړو څنګه به وي؟!
اې الله! مونږ خپل ځانته په اړمنېدلو سره شتمن کړه، او مونږ مه بې وسې کوه چې ستا څخه بې نیازه شو؛ یقینا چې ته بې نیاز یې، له تا پرته بل الله نشته.
اې الله! ستا له حرامو څخه مونږ په حلالو شتمن کړه، او ستا په فضل مو له تا پرته له نورو مستغني کړه.