40
سینې په خیالونو، فکرونو، نیتونو او ارادو پوښلې دي، چې د هغې د اوریدلو هیڅ کومه لاره نشته، هیڅ لید ورته نه رسیږي؛ مګر حکیم او پوه ذات له هغې څخه باخبره دی.
ضمیرونه د افکارو له ذخیرو څخه پټ ساتل کیږي؛ نه نږدې ملاېکې، نه رالېږل شوی پیغمبر، نه کوم محبوب دوست، او نه یو باصلاحیته عالم، او نه هم یو سرکښ شیطان په دې پوهیږي؛ مګر په غیبو پوه ذات هغو باندې پوهیږي.
جنین د مور په رحم کې د یوې پردې تر شا په بله پرده کې پوښل کیږي؛ نو معلومه نه وي چې ژوندی دی که مړ؟ نارینه ده که ښځینه؟ بد نصیب دی که خوش نصیب؟
هغه نه خپل ژوند، خپل معاش او نه خپل عمر پېژني! هغه څوک چې په هرڅه پوهیږي په دې پوهیږي. (وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ) (او الله په هر شي باندې ښه پوه دى) [البقرة سورت: ایت 282].
پوهه: د ناپوهۍ ضد دی.
او زموږ د رب – سبحانه و تعالی- پوهه ظاهر او باطن، پټ او ښکاره، پورته او لاندې نړۍ، تیر زمان، حاضر او راتلونکي باندې احاطه لري. (يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا) (دغه (الله) پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى) [طه سورت: ایت 110].
او هغه – عزوجل- هر هغه څه باندې خبر دی چې د هغه مخلوق په سینو پټ کړي دي؛ د ایمان او کفر، حق او باطل، خیر او شر له لحاظه. (إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ) (بېشكه الله ښه پوهه دى پر هغو (خبرو) چې په سینو (زړونو) كې دي) [آل عمران سورت: ایت 119]، (وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ) (او الله په هر شي باندې ښه پوه دى) [البقرة سورت: ایت 282].
پټې خبرې د هغه په نیز په لوړ اواز خبرې دي، او رازونه هغه لره ښکاره دي، او پټ شیان د هغه په نیز څرګند دي.
او هغه په هر څه پوه دی، او د هغه علم په هرڅه احاطه کړې ده ... په کاېناتو کې له پټو او ښکاره وو ... او په هر شي باندې د هغه پاک ذات پوهه دی ... لرې شیان هغه ته تر نږدې شیانو ډیر نېږدې دي
هېح ناپوهي د هغه په پوهې باندې مخکې نه ده او نه هېڅکله ... څه شی هېروي لکه څنګه چې انسان هېروي
پاڼه د هغه په پوهې سره غورځېږي، ټیټ اواز د هغه په پوهې سره منځ ته راځي، او خبره د هغه په پوهې سره کېږي، نیت د هغه په پوهې سره تړل کېږي، او څاڅکی د هغه په پوهې سره راښکته کېږي.
د ژوندي او مړ، لوند او وچ، حاضر او غائب، پټ او لوړ، ډیر او لږ معلومات: (۞ وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ ۚ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ۚ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ) (او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يوازې هغه پر دغو عالم دى او هغه عالم دى پر هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي) [الأنعام سورت: ایت 59].
او ځینو صحابه وو له خپل ځان سره خبرې وکړې او چا ته یې څرګندې نکړې، بلکه هغه یې پټې وساتلې؛ نو الله – عزوجل- دا نازل کړ: (عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتَانُونَ أَنفُسَكُمْ) (الله ته معلوم دي چې یقینًا تاسو له خپلو ځانونو سره خیانت كاوه) [البقرة سورت: ایت 187].
او رسول الله -صلى الله عليه وسلم- خپلو ځينو ميرمنو ته يوه خبره بيان كړه، نو ځينې يې بیان کړ او له نورو څخه يې مخ واړوه، هغې وويل: دا چا درته وويل؟ (قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ) (ده وویل: ما ته ډېر پوه (او) ښه خبردار ذات خبر راكړ) [التحريم سورت: ایت 3].
عمیر بن وهب او صفوان بن امیه – له بدر وروسته – د شپې کعبې سره نږدې کېناستل او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د وژلو پلان یې جوړاوه؛ بیا الله – عزوجل- خپل پیغمبر ته د دوی د دسیسې خبر ورکړ او د دوی له کړنو یې خبر کړ: (قَالَ رَبِّي يَعْلَمُ الْقَوْلَ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) [(رسول دوى ته) وویل: زما رب په اسمان او ځمكه كې په هره خبره پوهېږي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى]. [الأنبياء سورت: ایت 4].
او په تبوک کې منافقینو یو بل سره خبرې وکړې او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم - او صحابه وو – رضي الله عنهم- او د دین په اړه یې توهین او ملنډې ووهلې؛ نو په غیبو پوهیدونکي ذات خپل پیغمبر ته د دوی له مکر، چالاکۍ، او ملنډو څخه خبر ورکړ. (أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُمْ وَأَنَّ اللَّهَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ) (ایا دوى پر دې نه دي پوه شوي چې بېشكه الله د دوى پر پټو (نیتونو) او د دوى پر پټو مشورو عالم دى او (دوى پر دې نه دي پوهه شوي) چې بېشكه الله پر ټولو پټو خبرو ښه عالم دى) [التوبة سورت: ایت 78].
(إِنَّمَا إِلَٰهُكُمُ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا) (بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو معبود هغه الله دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، ده د علم په لحاظ هر شى، راګېر كړى). [طه سورت: ایت 98].
هیڅ یو مخلوق د هغه –عزوجل- د پوهې په کمال کې ورته والی نلري: (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى). [الشورى سورت: ایت 11].
(فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَٰلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا) (پس هغه ته معلوم دي هغه څه چې تاسو ته معلوم ندي، نو له دغې نه مخكې يې نژدې برى عطا كړ). [الفتح سورت: ایت 27]، او که انسانان یو څه باندې پوهه ترلاسه کړي، هغه د الله –سبحانه وتعالی- له تعلیم څخه دي چې هغوی ته یې ورکړی دی؛ او هره شرعي او قدري پوهه غالب او حکیم الله – سبحانه و تعالی- ته ورگرځي؛ (قَالُوا سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ) (هغوى وويل : ته پاك يې، مونږ ته هېڅ علم نشته سِوا له هغه نه چې تا مونږ ته راښودلى دى، بېشكه، خاص ته، ښه عالم، ښه حكمت والا يې). [البقرة سورت: ایت 32].
او الله -سبحانه وتعالى- فرمایی- : (وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ) (او تا ته يې هغه څه درزده كړي دي چې ته پرې نه پوهېدلې). [النساء سورت: ایت 113].
او که خلک خپله پوهه او هغه څه چې دوی یې معلومات لري راټول کړي؛ دا به د الله د پراخې پوهې په تړاو خورا بې ارزښته وي؛ (وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ ۖ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا) (او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځنې دى او تاسو ته له علم ځنې څه برخه نه ده دركړل شوې مګر ډېره لږه). [الإسراء سورت: ایت 85].
خضر موسی -علیه السلام- ته وویل کله چې دوی په کښتۍ کې سپاره شول، نو یوه مرغۍ یې ولیدله چې د کښتۍ په څنډه کیناسته، نو مښوکې باندې یې په سمندر کې یوه یا دوه ځلې ټونګه ووهله، خضر ورته وویل: "اې موسی! زما او ستا پوهې د الله په پوهه کې څه کمښت نه دی راوستی مګر څومره چې د مرغۍ مښوکې له سمندر څخه کمه کړېده...".
او زموږ رب – عزوجل- ، د غیبو په پوهې باندې ځانګړی دی: (۞ وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ) (او خاص له الله سره د غیبو چابیانې دي، يوازې هغه پر دغو عالم دى) [الأنعام سورت: ایت 59]، او له هغه څخه يې پنځه ياد کړل: (إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ) (بېشكه الله چې دى، خاص له هغه سره د قیامت علم دى او هغه باران نازلوي او هغه (په يقيني طريقه، بې له وسايلو) پوهېږي په هر هغه څه چې په رحمونو كې دي او هېڅ یونفس نه پوهېږي چې هغه به سبا ته څه كار كوي او هېڅ یو نفس نه پوهېږي چې په كومه ځمكه (سيمه) كې به مري، بېشكه الله ښه عالم، ښه خبردار دى) [لقمان سورت: ایت 34].
دا د غیبو پنځه چابیانې دي چې یوازې الله هغه باندې پوهیږي:
1- د قیامت پوهه: د اخرت د ژوند لپاره د پیل چابي.
2- د باران ورل : د نباتاتو سره د ځمکې د ژوند چابي.
3- د رحمونو پوهه: د دنیا د ژوند چابي.
4- په دې پوهیدل چې سبا به څه کیږي: په راتلونکي کې د ترلاسه کولو چابي.
5- د مرګ د ځای پوهه: د برزخ د ژوند چابي، او د هر انسان قیامت د دې پر اساس وي.
د غیب علم بې له شکه تر دې زیات او پراخ دی چې یوازې تر دغو پنځو پورې محدود وي، او دلته خبر ورکول دا دی: د ځینو مهمو بیانول، نه د ټولو په ادعا سره، ځکه چې الله فرمایي: (قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ) (ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوک چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه او دوى نه پوهېږي) [النمل سورت: ایت 65].
او څوک چې دا دعوه کوي چې له الله – سبحانه و تعالی- پرته بل څوک په غیبو پوهیږي هغه په هغه څه کفر وکړ چې پر محمد -صلی الله علیه وسلم- نازل شوی دی.
او پیغمبران په غیبو هیڅ نه پوهیږي؛ پرته له هغه څه چې الله ورته ویلي وي، عایشه -رضی الله عنها- وايي: «څوک چې دا دعوه کوي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له هغه څه نه خبر ورکوي چې سبا به کیږي؛ نو هغه په الله باندې لوی تهمت ویلی دی!» (وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ) (او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى) [الأعراف سورت: ایت 188]، نو د هغه چا به څه حال وي چې د دوی نه په ټېټه مرتبه کې دي؟!
چاته چې الله پوهه وركړې ده، كه څه هم لږه وي؛ الله –عزوجل- هغه ته منزلت ورکړی: (يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ) (الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى) [المجادلة سورت: ایت 11]، نو د هغه کس مقام به څه وي چې یو متقي عالم او الله وپیژني، او د هغه حق ادا کړي؟
هغوی د الله په علم یقین لري؛ نو هغه لره د هغوی ویره او تعظیم ډیر شو، نو له همدې امله الله د هغوی پاکوالی له اوو اسمانونو د پاسه بیان کړ؛ او فرمایي: (إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ) (بېشكه هم دا خبره ده چې له الله نه د هغه په بنده ګانو كې يوازې عالمان وېرېږي). [فاطر سورت: ايت 28].
نو پوهه: د عزتمند صفتونو اصل دی، کوم چې انسان لوړو مقامونو ته رسوي.
او دې مقام ته رسیدل نه کیږي مګر په علم سره او دا چې له الله څخه یې په دوامداره توګه وغواړي، او زموږ د رسول الله -صلى الله عليه وسلم- د دعا په متابعت سره چې الله ورته ښوولي دي: (وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا) (اى زما ربه ما ته (زما) په علم كې زیاتوالى راكړې). [طه سورت: ايت 114].
ابن حزم -رحمه الله- فرمایلي: او په علومو کې تر ټولو عزتمند: هغه ده چې تا خپل رب ته نږدې كړي.
ابن القیم -رحمه الله- فرمايي: "که چیرته د ډیرو خلکو ناپوهي ددې خوند –د پوهې خوند- او منزلت څخه نه وای؛ نو هغوی به ددې خوند د تر لاسه کولو لپاره په تورو یو بل سره جګړه کړی وای،خو دا د سختيو په پرده پوښل شوې ده، او هغوی له هغه څخه د ناپوهۍ په پرده کې پټ پاتې شوي دي؛ ترڅو الله د هغه لپاره هغه څوک غوره کړي چې هغه غوښتي وي، او الله د لوی فضل والا دی".
(اې الله، اې پوه ذاته! موږ ته هغه څه را زده کړه چې موږ ته ګټه رسوي، او موږ ته د هغه څه څخه ګټه راکړه چې تا موږ ته را زده کړي دي، او زموږ پوهه زیاته کړه).