39
عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- فرمايي: "توبه کوونکو سره کښینئ! ځکه چې هغوی نرم زړونه لري".
بدي مې وکړه او ښه مې ندي کړي او تا ته توبه کوونکی راغلی یم ... او غلام کله کولی شي چې د خپل بادار څخه وتښتي
د بخښنې امید لري نو که نا امیده شو ... نو په ځمکه کې به د هغه نه بل څوک نا امیده پیدا نشي
مونږ د الله – جل وعلا- د (التواب) له نوم سره پاتي کیږو:
د الله (التواب) نوم څومره خوږ دی! دغه نوم ګناهګار ته امید ورکوي چې نوې د خوښۍ مرحله پیل کړي، او هغه پرې د نا امیدۍ او تیارو له دایرې څخه راووځي، (أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَأْخُذُ الصَّدَقَاتِ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ) (ایا دوى نه پوهېدل چې یقینًا الله دى چې هغه د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي او دا چې بېشكه الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى) [التوبة سورت: ایت 104].
زموږ رب –سبحانه و تعالی- توبه قبلوونکی دی، هغه خپل ځان په توبه قبلونکي (التواب) د مبالغې صیغې سره وصف کړی، له دې امله چې د هغه بندګان پرله پسې ګناهونه کوي؛ لدې امله د مبالغی د صیغې په بڼه راغلی، ترڅو د لویو خطاګانو په مقابل کې پراخه توبه قرار ولري.
هغه – سبحانه و تعالی – د توبه کوونکو توبه قبلوي، او د رجوع کونکو ګناهونه معافوي؛ حتا که توبه تکرار شي، قبلیدل هم تکراریږي تر لا یتناهی پورې.
الله -سبحانه وتعالى- فرمایي- : (فَمَن تَابَ مِن بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ) (نو چا چې له خپل ظلم نه پس توبه وكړه او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو بېشكه الله د ده توبه قبلوي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى) [المائدة سورت: ایت 39].
په المستدرک کې راغلي: يو سړی رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ته راغی او ويې ويل: اې د الله رسوله! له موږ څخه يو کس ګناه کوي، هغه وفرمايل: هغه باندې ليکل کېږي، بيا يې وويل: له هغه څخه بخښنه غواړي او توبه وباسي، ويې فرمايل: «يُغْفَرُ لَهُ وَيُتَابُ عَلَيْهِ، وَلَا يَمَلُّ اللهُ حَتَّى تَمَلُّوا» "هغه بخښل کیږي او توبه یی قبلیږي، او الله نه ستړي کیږي تر هغه چې تاسو ستړي نشئ". [حسن حدیث دی].
هر څوک چې الله ته نصوحا توبه وباسي؛ الله یې توبه قبولي.
او د الله سخاوت ته وګوره چې خپل بنده ته عزت ورکوي چې د توبې قبلول یې د بنده د توبې څخه مخکې او وروسته له توبې څخه ټاکلی دي، نو د بنده توبه د خپل رب –سبحانه و تعالی- د دوو توبو په منځ کې ده، : مخکې او وروسته.
لومړی الله د هغه توبه قبوله کړه: د اجازې، توفیق او الهام له مخې؛ کله چې د هغه زړه یې توبې ته په حرکت راوست، بیا يې توبه وویسته، او دا احسان د مهربان، رحم کوونکي او بخښوونکي الله له طرفه دی.
بیا چې کله هغه په رښتیا توبه وباسي نو الله يې توبه قبوله کړي، ګناهونه او خطاګانې يې ورته وبخښي، الله – سبحانه و تعالی- فرمايي: (ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ) (بیا هغه (الله) پر دوى مهرباني وكړه، د دې لپاره چې دوى توبه وباسي، بېشكه چې الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى) [التوبة سورت: ایت 118].
له الله پرته بل معبود نشته، هغه لره د اول او آخري توبې احسان دی.
همدارنګه د هغه له صفاتو څخه دا دي چې توبه قبلوي ... او توبه د هغه په صفتونو کې دوه ډوله ده
بنده ته د توبې اجازه ورکول او د هغې قبلول ... وروسته د توبې نه د احسان کوونکی ذات په احسان سره
همدارنګه د نيک عمل اجر په همدې شکل دی؛ بنده ته یې الهام کړی، بیا یې اجر ورکړی؛ نو الله په احسان او فضل سره پیل کوونکی دی، او په ورکړه او مهربانۍ سره احسان کوونکی دی.
او توبه: پر ټولو انسانانو واجب ده، د ژوند په ټولو پړاوونو کې د مؤمنانو او نافرمانو په ګډون؛ ځکه الله – سبحانه و تعالی- فرمایلي دي: (وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) (او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اې مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ) [النور سورت: ایت31].
توبه: له هغه کمال څخه ده چې الله تعالی یې خوښوي، کوم کمی نه دی، او الله – سبحانه و تعالی- فرمایلي دي: (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ) (یقینًا الله ډېر توبه وېستونكي خوښوي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي) [البقرة سورت: ایت 222]، او الله -سبحانه وتعالى- فرمایلي دي - : (لَّقَد تَّابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَارِ) (یقینًا الله په مهربانۍ سره رجوع وكړه په خپل نبي او مهاجرو او انصارو باندې) [التوبة سورت: ایت 117]،.
هغه -سبحانه وتعالى- د ادم -علیه السلام- په اړه وفرمایل: (فَتَلَقَّىٰ آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ) (نو ادم له خپل رب نه څو كلمې زده كړې، نو د هغه توبه يې قبوله كړه) [البقرة سورت: ایت 37].
او د إبراهيم او إسماعيل -عليهما السلام- په اړه یې وفرمایل: (وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ) (او مونږ ته زمونږ د عبادت طرىقې وښَيَه او زمونږه توبه قبوله كړه، يقينًا همدا ته ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې) [البقرة سورت: ایت 128].
او د موسی -علیه السلام- په اړه یې وفرمایل: (فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُؤْمِنِينَ) (نو كله چې په خود شو، ويې ويل: زه ستا پاكي بیانوم، زه تا ته توبې وباسم او زه تر ټولو اول ایمان راوړونكى یم) [الأعراف سورت: ایت 143].
دا معلومه خبره ده: چې پیغمبران د لویو او کوچنیو ګناهونو له اقرار څخه پاک دي او په هغه څه سره چې هغه یې د توبې په اړه ویلي دي، د دوی درجې لوړوي او د دوی نیک عملونه لویوي؛ ځکه چې هغه؛ هغه کسان خوښوي چې توبه کوونکي او پاک وي.
او په صحیح البخاري کې له هغه - عليه الصلاة والسلام - څخه روایت دی چې فرمایي: «وَاللهِ! إِنِّي لَأَسْتَغْفِرُاللهَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ فِي اليَوْمِ أَكْثَرَ مِنْ سَبْعِينَ مَرَّة». «په الله قسم! زه په ورځ کې له اویا ځلو څخه زیات له الله څخه بخښنه غواړم او هغه ته توبه کوم».
او الله پوهيږي چې بندګان يې له نيمګړتياوو او کمیو خالي ندي، او په همدې ډول يې پيدا كړي دي؛ ترڅو په دوی کې خپل رحم، بخښنه او توبه وښيي، او هغه - عليه الصلاة والسلام – فرمایی: «لَوْ أَنَّكُمْ لَمْ تَكُنْ لَكُمْ ذُنُوْبٌ يَغْفِرُهَا اللهُ لَكَمْ، لجَاءَ اللهُ بِقَوْمٍ لهُمْ ذُنُوْبٌ يَغْفِرُهَا لهُمْ» "که تاسو کومه ګناه نه درلوده چې الله به یې تاسو ته بخښي، نو الله به داسې خلک راوستی وای چې هغوی ګناهونه لرل ترڅو یې هغوی ته بخښنه کړې وای". [مسلم روایت کړی]
هغه - عليه الصلاة والسلام- وفرمایل: «كُلُّ ابْنِ آدَمَ خَطَّاءٌ، وَخَيْرُ الخَطَّائِينَ التَّوَّابُونَ» "د آدم ټول اولاد خطا کوونکي دي، او تر ټولو غوره خطا کوونکي هغه دي چې توبه وباسي" [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
الله – تبارک و تعالی- د خپلو بندګانو د توبې په قبلولو سره د خپل ځان ستاینه کړې ده. هغه وویل: (غَافِرِ الذَّنبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ) (د ګناهونو بخښونكى او د توبې قبلوونكى دى، ډېر سخت عذاب والا د لوى فضل والا دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، خاص هم ده ته بېرته ورتلل دي) [غافر سورت: ایت 3].
او الله غواړي: چې د هغه بندګان پوهه شي : چې هغه د خپل بنده توبه قبلوي؛ حتی که د هغه ګناهونه لوی وي. (إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا) (بېشكه الله ټول ګناهونه بخښي) [الزمر سورت: ایت 53].
زمونږ رب له مونږ او زمونږ له عبادت څخه بې پروا دى، خو لدې سره هم د خپل بنده په توبه ډېر خوشحالیږي، كله چی توبه وكړي، نو الله څومره عزتمند دی! او الله څومره ښکلی دی! او الله څومره مهربانه دی!
په صحیحینو کې له رسول الله - عليه الصلاة والسلام- څخه روایت دی چې فرمایي: «لَـلَّهُ أَشَدُّ فَرَحًا بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ المُؤْمِنِ مِنْ رَجُلٍ فِي أَرْضٍ دَوِّيَّةٍ مَهْلِكَةٍ، مَعَهُ رَاحِلَتُهُ عَلَيْهَا طَعَامُهُ وَشَرَابُهُ، فَنَامَ فَاسْتَيْقَظَ وَقَدْ ذَهَبَتْ، فَطَلَبَهَا حَتَّى أَدْرَكَهُ العَطَشُ. "الله د خپل مومن بنده په توبه دومره خوشحالیږي لکه چې په تباه کوونکې دښته کې د یو سړي خپله سوارلۍ وي چې په هغې باندې د هغه خواړه او څښاک وي، او هغه ویده شي او کله چې ویښ شي، ګوري چې سوارلۍ یې تللې ده، نو هغه یې و لټوي تر څو چې تنده پرې راشي.
ثُمَّ قَالَ: أَرْجِعُ إِلَى مَكَانِيَ الَّذِي كُنْتُ فِيهِ؛ فَأَنَامُ حَتَّى أَمُوتَ، فَوَضَعَ رَأْسَهُ عَلَى سَاعِدِهِ لِيَمُوتَ، فَاسْتَيْقَظَ وَعِنْدَهُ رَاحِلَتُهُ، وَعَلَيْهَا زَادُهُ وَطَعَامُهُ وَشَرَابُهُ، فَاللهُ أَشَدُّ فَرَحًا بِتَوْبَةِ العَبْدِ المُؤْمِنِ مِنْ هَذَا بِرَاحِلَتِهِ وَزَادِهِ». بیا له ځان سره ووایي: زه به بیرته هغه ځای ته لاړ شم چیرې چې زه وم؛ او ویده به شم ترڅو چې مړ شم، نو هغه خپل سر په خپل مټ کېښود چې مړ شي، نو کله چې را ویښ شو ګوري چې سوارلۍ یې تر څنګ ولاړه ده، او په هغې باندې د هغه غوټي اوخوراک او څښاک دی، نو الله د مؤمن بنده په توبه تر دې هم زیات خوشحالیږي چې دغه سړی په خپلې سوارلۍ او غوټې خوشحاله شو».
ابن تيميه -رحمه الله- فرماېلي: "هرڅوک چې توبه کوي نو هغه د الله محبوب دی". (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ) (یقینًا الله ډېر توبې وېستونكي خوښوي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي) [البقرة سورت: ایت 222].
نو هغه ذات چې پر خپلو بندګانو باندې دغسې د رحمت صفت ولري: ټوله مینه باید هغه ته ورکړل شي، او یوازې د هغه عبادت وشي پرته له شریک نیولو څخه، او د دې مینې اغیزې د هغه په خالص عبادت کولو سره ښکاره شي، او هغه ته د هغه د اطاعت او له هغه چا سره مینه کول چې هغه له هغوی سره مینه کوي، او د هغه چا څخه نفرت وکړي چې هغه له هغوی څخه نفرت کوي.
بلال بن سعد وویل: تاسو لره داسې رب دی چې په تاسو کې یو چا ته په عاجله توګه سزا نه ورکوي، خنډ لرې کوي، توبه قبلوي، او رجوع کوونکی ته مخ کوي، او په شا تګ کوونکی سره خواخوږي کوي. (وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ) (او دى همغه ذات دى چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او د بدیو معافي كوي او په هغو كارونو پوهېږي چې تاسو يې كوئ) [الشورى سورت: ایت 25].
توبه: له نافرمانۍ څخه اطاعت ته، له بدۍ څخه نېکۍ ته، او د نافرمانۍ له وحشت څخه د مهربان ذات نږدې کېدلو ته تېښته ده.
دا د خالق څخه د هغه دروازې ته تیښته ده، دا د خالق څخه د هغه د دروازې خولې ته تېښته ده، او د جبار ذات څخه د هغه ساحې ته، او د هغه له عذاب څخه د هغه په بخښنې سره پناه غوښتل، او د هغه له عقاب څخه بخښنې ته، او د هغه څخه پر هغه باندې چې مونږ د هغه ثنا ویل نشو شمیرلی، او پرته له هغه څخه د خلاصون هیڅ څه نشته، او له هغه څخه تیښته نشته مګر د هغه خوا ته؛ (فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ ۖ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ) (نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه ستاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم) [الذاريات سورت: ایت 50].
اې ربه، که زما ګناهونه لوی او ډیر وي ... نو بېشکه زه پوهېږم چې ستا بخښنه ډیره لویه ده
نو که له تا څخه له نیکانو پرته بل څوک امید و نلري ... نو مجرم به له چا څخه مرسته وغواړي او چا ته به پناه ویسي؟
علي بن ابي طالب -رضي الله عنه- فرمايي: «تعجب دی د هغه چا لپاره چې هلاک شي او له هغه سره نجات وي! وويل شول: هغه څه دي؟ ويې ويل: توبه او استغفار».
ابن القیم -رحمه الله- فرماېلي: «ډیری هغه څه چې یو مسلمان ګناه ته اړ باسي (په توبه باندې تکیه کول دی) او که چیرې هغه پوه شي چې د تکیه کولو او د توبې تر منځ به ممکن مانع راشي نو ویره به یې راپورته شي».
او رښتیني توبه یوازې په دې کیدی شي: د ګناه پریښودل، پښیمانه کیدل، د هغې د نه تکرارولو هوډ کول، او د هغه په ځای نیک عمل سره کول، بیا که حقوق العبد وي هغه باید د هغه څښتن ته وسپارل شي.
شقیق البلخي –رحمه الله- ویلي: «د توبې نخښه: د هغه څه لپاره ژړل چې مخکې شوي دي، په ګناه کې د اخته کیدو ویره، د بدانو پریښودل، او د ښو خلکو سره پاتې کیدل دي».
صادقانه توبه قبلیږي پرته له دوو وختونو څخه: کله چې لمر له لویدیځ څخه پورته شي، او د ځنکدن په وخت کې.
او الله –عزوجل- به خپل مؤمن بنده ازمايي چې د هغه څه په واسطه د بنده بندګي بشپړه کړي، او هغه خپل رب ته تضرع، عاجزي، او رجوع وکړي.
نو څومره خلک له الله څخه لرې شوي دي؛ او الله –عزوجل- هغوی باندې تنګستیا راوستلې تر څو هغه بیرته راستون شي، او کله چې بیرته راستون شي نو د هغه د نږدې کیدو خوند وڅکي، او د استقامت او توبې د نعمت احساس وکړي؛ هغه د دې مصیبت او سختۍ لپاره د الله شکر ادا کړي چې د هغه د نجات او بریالیتوب لامل وګرځید. (وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَىٰ دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ) (او مونږ به خامخا هرومرو په دوى د نژدې (لږ) عذاب نه وڅكوو، له ډېر لوى عذاب نه مخكې، د دې لپاره چې دوى (له كفر نه اسلام ته) راوګرځي) [السجدة سورت: ایت 21].
نو كه له خپلې سرغړونې او انحراف سره پریښودل شوې او توبه دې ونه ویستله، او نعمتونه دې خپلې مخې ته ولیدل؛ نو پوه شه چې هغه ستا څخه کرکه لري، او دا چې دا د هغه له خوا ستا د راګیرولو لپاره یو فرصت دی؛ ځکه الله –عزوجل- فرمايلي: (فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّىٰ إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ) (نو كله چې دوى هغه شى هېر كړ په څه سره چې دوى ته نصیحت شوى و، بیا نو مونږ په دوى باندې د هر شي دروازې پرانستلې تر دې چې دوى لويي وكړه، په سبب د هغه څه چې دوى ته وركړل شوي وو (،نو) مونږه دوى ناڅاپه ونیول، بيا نو دوى ناګهانه ناامېده وو) [الأنعام سورت: ایت 44].
نو کله دې چې توبه اعلان کړه؛ نو له الله څخه د استقامت غوښتنه وکړه، ځکه دا د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دعاوو څخه وه: «اللَّهُمَّ يَا مُقَلِّبَ القُلُوْبِ! ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ» "اې الله، د زړونو بدلوونکېه! زما زړه په خپل دین ټینګ وساته" [صحیح حدیث دی. بخاري په «الادب المفرد» کې روایت کړی].
اې الله! زموږ توبه قبوله کړه، ځکه ته تر ټولو زیات توبه قبلوونکی او مهربان یې، او موږ او زموږ مور او پلار ته بخښنه وکړه؛ ځکه ته بخښونکی او مهربان یې.