11 - 12
بخاري د ابن مسعود -رضي الله عنه- څخه روایت کوي چې وایي: د یهودو یو عالم رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغی او ویې ویل: اې محمده! موږ موندلي دي چې الله -تعالی- اسمانونه په یوه ګوته، ځمکې په بله ګوته، ونې په بله ګوته، اوبه او خاوره په بله ګوته او نور ټول مخلوقات په بله ګوته کې نیسي، بیا وايي: زه پادشاه یم.
رسول الله -صلى الله عليه وسلم- وخندل تر دې چې آخرني غاښونه يې ښکاره شول ددې عالم د خبرې د پخلي په وجه باندې، بیا رسول الله -صلى الله عليه وسلم- دغه آیت تلاوت کړ: (وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ) (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي) [الزمر سورت: ایت 67].
یوازې هغه پوهیږي چې هغه د څه څیز مستحق دی...!
او بل څوک نه شي کولی د هغه پوهه احاطه کړي...!
یوازې هغه کولی شي د خپل قدر ستاینه وکړي...!
د هغه پرته بل څوک د هغه ښه ستاینه نشي کولی...!
بیان او فصاحت او تعبیر.. خپلې نیمګړتیاوې اعلان کړې...!
حیاء زمونږ زړونه ډکوي، او موږ پدې وخت کې غواړو د پاچاهانو د پاچا صفتونه بیان کړو! او مونږ دا وياړ لرو چې د هغه – جل وعلا- د عظمت او د هغه د لوی قدرت لپاره خپلې پوزې په خاورو کې ومروړو، او دا وياړ لرو چې زمونږ ژبې او قلمونه د هغه ستاینه کوي، که موږ د هغه پاکي، تسبیح، او تمجید کوو دا د هغه –جل و علا- احسان او منت دی پر مونږ باندې.
ډالۍ کوونکي په ستاینې سره تا ته نشي رسیدلی
حتا که دوی مبالغه هم وکړي، ځکه هغه څه چې په تاسو کې دي ډیر لوی دي
(هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ) ( دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) پادشاه دى) [الحشر سورت: ایت 23].
زمونږ رب - عزوجل - هغه ذات دی چې په خپله پادشاهۍ کې خپل امر پلي کوي، هغه د ټولې پادشاهۍ مالک دی، او هغه بشپړ پادشاه دی، د قیامت د ورځې مالک دی، هغه د مخلوقاتو پادچاه دی، او د هغه څخه پورته هیڅ پادشاه نشته، او له هغه پرته بل هیڅ څه نشته، هغه د ټولو شیانو اختیار لري، او د هغه –سبحانه و تعالی- لپاره هیڅ مانع کوونکی یا مدافع نشته.
یو پیاوړی پاچا چې هیڅکله خپل ځواک له لاسه نه ورکوي ... د هغه په وړاندې قضاوت کیږي او بخښنه ترې غوښتل کیږي ... هغه پاچا چې هغه لره د فضا مخ او شا حاکمیت دی ... د هغه د پاچاهۍ ځواک د زمانې په تیریدو سره نه کمزوری کیږي
هغه داسې یو پادشاه دی چې د خپل حلم او مهربانۍ له امله ... د هغه د نېک امتحان له امله به د هغه نافرماني او ورسره جفا کیږي ... د هر واکمن واکمني له منځه ځي ... او الله هغه بادشاه دی چې واکمني یې نه زړیږي
او ریښتینی ملکیت یوازې الله - عزوجل – لره دی؛ هیڅوک هغه سره شریک ندی، او هر څوک چې د یو څه مالک دی؛ هغه د الله لخوا ورکړل شوی دی، او هغه -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي دي: «لَا مَالِكَ إِلَّا اللهُ -عز وجل- »، "له الله –عزوجل- پرته بل مالک نشته". او په بل روایت کې راغلي چې: «لَا مَلِكَ إِلَّا اللهُ» "له الله پرته بل پادشاه نشته" [دواړه مسلم روایت کړي دي] (قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) ( ته ووایه: اى الله!د پادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوې هغه چا ته چې وغواړې او پادشاهي بېرته اخلې له هغه چا نه چې وغواړې، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې) [آل عمران سورت: ایت 26].
نو زمونږ رب جل وعلا- د اسمانونو او ځمکې د خزانو مالک دی، د هغه په لاس کې خیر دی، هغه چا ته چې وغواړي روزي ورکوي.
او هغه - عزوجل - د مرګ، ژوند، قیامت، ګټې او ضرر مالک دی او هغه ته د ټولو کارونو اختیار راجع کیږي.
هغه په خپله بادشاهۍ کې څنګه چې وغواړي تصرف کوي، هره ورځ هغه په یو خاص حالت کې قرار لري! د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- څخه ثابت دي چې فرمایي: «د هغه د شان او کار څخه دا دي چې: ګناهونه وبخښي، تکليف لرې کړي، ځينې خلک لوړ کړي او نور ښکته کړي» [حسن حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی].
او دا د الله پادشاهي ده – سبحانه و تعالی - هغه چا ته یې ورکوي چې غواړي: (وَاللَّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ) (او الله خپله پادشاهي وركوي چا ته چې يې وغواړي) [البقرة سورت: ایت 247].
د امام احمد په مسند کې راغلي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: «لَا تَسُبُّوا الدَّهْرَ! فَإِنَّ اللهَ -عز وجل- قَالَ: أَنَا الدَّهْرُ، الأَيَّامُ وَاللَّيَالِي لِي؛ أُجَدِّدُهَا وَأُبْلِيهَا، وَآتِي بِمُلُوْكٍ بَعْدَ مُلُوْكٍ». «زمانې (وخت) ته ښکنځلې مه کوئ! ځکه چې الله -عزوجل- فرمایي: زه زمان (وخت) یم، ورځې او شپې زما دي؛ زه یې نوي کوم او له منځه یې وړم، او زه به له بادشاهانو وروسته بادشاهان راولم». [صحیح حدیث دی. لومړی یې په "صحیح مسلم" کې دی].
د یمن بادشاهان چیرته دي چې تاجونه یې درلودل ... او د هغوی ګلان او تاجونه چیرته دي
په ټولو داسې یو شی راغلی چې هېڅ چاره ترې نشته ... داسې لاړل ګواکې هغو خلکو هیڅ شتون نه درلودل.
کله چې الله –تبارک و تعالی- فرعون ته بادشاهي ورکړه؛ هغه فکر وکړ چې اصلي مالک دی، نو هغه کبر، غرور، او خلکو باندې ظلم وکړ؛ تر دې چې هغه حالت ته ورسید چې: د ځان لپاره یې د بادشاهۍ او الوهیت دعوه وکړه! (وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرِي) (او فرعون وویل: اې سردارانو! زه ستاسو لپاره له خپل ځان نه غیر بل هېڅ معبود نه پېژنم) [القصص سورت: ایت 38]، الله -عزوجل- هغه له منځه یوړ او د قیامت تر قاېمېدو پورې یې د ځمکې د بادشاهانو لپاره مثال او عبرت وګرځاوه؛ تر څو بادشاهي پر دوی طغیان او غلبه ونه کړي او خپل اصل، کمزوري او میعاد هیر نه کړي.
که څه هم بادشاهان د دنیا په ژوند کې د بادشاهۍ سره شباهت لري؛ ځکه دوی د جایدادونو، ماڼیو، باغونو، سرو زرو او سپینو زرو مالکان دي، او دوی دوه انتخابه لري: یا به له دوی څخه اخیستل کیږي، یا به دوی له هغې څخه اخیستل کیږي، ځکه چې دا یو لنډ مهاله ملکیت دی، او داسې امانت دی چې باید بیرته وګرځول شي..
نو الله - عزوجل- هغوی ته یادونه وکړه چی د هغوی ورتګ الله ته دی؛ (وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ) (او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي او خاص د هغه په طرف ورتلل دي) [المائدة سورت: ایت 18].
او رسول الله -صلى الله عليه وسلم- د شاهنشاه له نومولو څخه منع کړې ده، په "صحيحينو" کې راغلي دي: چې رسول الله -صلى الله عليه وسلم- وفرمايل: "د الله په نیز تر ټولو بد او ذلیل نوم دادی چې: یو سړی د شاهنشاه په نوم باندې ونومول شي".
د قيامت په ورځ به الله -جل و علا- اسمانونه په خپل ښي لاس کې او ځمکه په بل لاس کې ونیسي؛ لکه څنګه چې الله -تعالی- فرمایلي دي: (وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ) (او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په ښي لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي) [الزمر سورت: ایت 67].
په صحیحینو کې له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يَقْبِضُ اللهُ -تبارك وتعالى- الأَرْضَ يَوْمَ القِيَامَةِ، وَيَطْوِي السَّمَاءَ بِيَمِينِهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا المَلِكُ! أَيْنَ مُلُوْكُ الأَرْضِ؟». «الله –تبارک و تعالی- به د قیامت په ورځ ځمکه خپله قبضه کې راولي، او په خپل ښي لاس به اسمان راونغاړي، بیا به ووايي: زه پادشاه یم! د ځمکې پادشاهان چیرته دي؟».
او په صحیح مسلم کې له عبدالله بن عمر -رضي الله عنهما- څخه روایت دی چې هغه وویل: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يَطْوِي اللهُ -عز وجل- السَّمَاوَاتِ يَوْمَ القِيَامَةِ، ثُمَّ يَأْخُذُهُنَّ بِيَدِهِ اليُمْنَى، ثُمَّ يَقُوْلُ: أَنَا المَلِكُ! أَيْنَ الجَبَّارُوْنَ؟ أَيْنَ المُتَكَبِّرُوْنَ؟ «الله –عزوجل- به د قیامت په ورځ اسمانونه راونغاړي، بیا به یې په خپل ښي لاس کې ونیسي، بیا به ووایي: زه پادشاه یم! زورواکي چیرته دي؟ لویی کوونکي چیرته دي؟»
بيا به ځمکې په خپل کیڼ لاس کې راونغاړي، بيا به ووايي: زه پادشاه يم! زورواکي چیرته دي؟ لويي چاري (لویي کوونکي) چیرته دي؟.
او د قيامت په ورځ به رب –سبحانه و تعالی- وفرمايي: (نن پادشاهي د چا ده)؟ هیڅوک به ځواب ورنکړي! او حق -تعالی- به په خپله ځواب ورکړي: : (لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ) [غافر سورت: ایت 16]. خاص د الله (پادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى.
که څه هم الله –عزوجل – پادشاه دی، او زمونږ له عبادت څخه بی نیاز دی؛ خو د هغه پر خپلو بندګانو د ښکلي احسان او منت په خاطر : خپل نوم (پادشاه) د خپلو نورو نومونو سره یوځای کړ؛ د دې لپاره چې نفسونه آرامتیا ومومي او د هغه سره د لیدو لپاره لیوالتیا پیدا کړي، هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ (3) (ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى) مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ (4)) (د بَدلې د ورځې مالك دى) [الفاتحة سورت: ایت 3-4]، او هغه -سبحانه وتعالى- وفرمایل: (هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ (22) (هم دى ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكى دى هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ) دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) پادشاه دى) [الحشر سورت: ایت 22-23]، او الله -عزوجل - موږ ته خبر راکوي چې پادشاهي له احسان او مهربانۍ پرته نه ښه کیږي او نه بشپړیږي؛ او هغه –سبحانه و تعالی – پادشاه او رحم کونکی دی.
او زمونږ د رب –عزوجل- پادشاهي له نیمګړتیاوو څخه پاکه ده؛ (يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ) (د الله لپاره پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، (د هغه الله چې) بادشاه دى، ډېر پاك دى، ښه غالب دى، ډېر حكمت والا دى) [الجمعة سورت: ایت 1].
او پدې چې د ځمکې پادشاهان په نيمګړتياوو لکه تکبر، ډیر شهوت، بې عدالتۍ او ظلمونو کې اخته شول، الله -عزوجل - موږ ته خبر راکړ چې د هغه حاکمیت بشپړ دی، چې په هغه کې د کمال او احسان ټول صفتونه راتول شوي دي؛ له همدې امله رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به چې کله د وتر له لمانځه وروسته سلام ګرځاوه نو ویل به یې: «سُبْحَانَ المَلِكِ القُدُّوْسِ»، "پاکی ده مقدس پاچا لره" درې ځلې، او دریم ځل یې خپل غږ پورته کړ. [ صحیح حدیث دی. نسائی روایت کړی]
او بنده لپاره واجب دادی چې: د الله د بادشاهۍ او رحمت شکر ادا کړي، او تل د هغه ستاینه وکړي؛ الله –عزوجل- فرمايي: (لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ) (خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي) [التغابن سورت: ایت 1]، هغه په خپله پادشاهۍ کې د ستاینې وړ دی، د ستاینې پرته پادشاهي نیمګړې وي، او له ستاینې پرته پادشاهي بې وزلي ده، او ستاينه له پادشاهۍ سره بې نهایت کمال او عظمت دی.
او د هغه د پادشاهۍ له عظمت څخه: دا دي چې هغه پناه ورکوي څوک چې هغه ته پناه وړي، او هیڅوک نشي کولی د هغه چا ساتنه او حمایت وکړي کله چې الله د هغه د تباهۍ اراده وکړي؛ (قُلْ مَن بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ) (ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې د هغه په لاس كې د هر شي بادشاهي ده او هغه پناه وركوي او د هغه په خلاف پناه نشي وركول كېدى كه چېرې تاسو پوهېږئ) [المؤمنون سورت: ایت 88].
اې مالکه هغه چې ټولې چارې په خپل اختیار کې لرې ... او د هغه قضاوت په هر څه کې پلی کیږي
زه تاته پناه راوړم، اې سخي ذاته چې څوک نه مایوسه کوې...بنده ستا په عزت باندې پناه او ساتنه غواړي
تاریخ پوهانو ویلي: کله چې هارون الرشید خپله ماڼۍ جوړه کړه، په هغه وخت کې د دې ماڼۍ په څیر ښکلا چا نه وه لیدلې! خلک ننوتل او هغه ته یې مبارکي ویله، پدې ډله کې ابو العتاهیه هم وو؛ هغه پاڅید او ویې ویل:
څومره چې غواړې ژوند وکړه ترڅو چې ته سالم یې ... د ماڼیو د سیوری لاندې ... تا ته به په لاس درشي هغه څه چې ته یې غواړې ... کله چې خلک سهار او ماښام په لوړو قصرونو کې راتګ وکړي ... ستا لپاره به هغه څه عملي شي چې تا اراده کړې وي ... سهار، ماښام د خلکو په تګ او راتګ سره
کله چې له سینو څخه د ځنکدن آواز پورته شي ... او کله چې سینې ستړي شي ... هلته به په یقین سره پوه شې ... چې ته نه وې مګر په خپل غرور کې وې
نو هارون تر هغه وخته پورې وژړل چې په ځمکه ولوېد او یوه میاشت نه وه تیره شوې چې هغه د مړو په قطار کې شو".
هارون!.. هغه څوک و چې ورېځو ته به يې ويیل: هر چېرته چې غواړې باران و اوروه؛ ستا خراج (محصول) په یقین سره ما ته رارسیږي؟! هارون.. هغه څوک وو چې یو کال به یې حج کاوه او یو کال به یې غزا کوله؟!
او عبدالملک بن مروان – د اسلامي نړۍ حاکم ته – چې کله مرګ راغی؛ هغه د خپلې ماڼۍ په شاوخوا کې یو دوبي ولیده چې په خوښۍ سره سندرې وايي! عبدالملک وویل: اې کاش چې زه جامې مینځونکی وای! ای کاش چې پادشاهي او خلافت مې نه وای پېژندلی! بیا مړ شو.
او بل وايي: اې هغه ذاته چې پادشاهي یی نه ختمېږي، په هغه چا رحم وکړه چې پادشاهی یې ختمه شوه، او کله چې سعید بن المسیب دا خبرې واورېدې نو په ځواب کې یې ورته وویل: "ټوله ستاینه الله لره ده چې دوی د مرګ په وخت کی زمونږ خوا ته را تښتې، او موږ ددوی خوا ته نه تښتو".
ګرانه لوستونکیه! ناروغي به لیرې شي، ناروغ او ټپي به روغ شي، ګناه به وبخښل شي، پور به ادا شي، بندي به خوشې شي، غایب به را ستون شي، ګناهګار به توبه اوباسي، بې وزله به شتمن شي .. او دا ټول د پادشاهانو د پادشاه –سبحانه و تعالی- په لاس کې دي-، الله -عزوجل- په هر ساعت او هر وخت کې ستا پټنځای، پناه ګاه، او امید دی؛ په ځانګړې توګه د شپې په پای کې؛ الله – جل و علا - هره شپه لاندیني اسمان ته راښکته کېږي او اواز کوي: «أَنَا المَلِكُ، أَنَا المَلِكُ، مَنْ ذَا الَّذِي يَدْعُوْنِي فَأَسْتَجِيبَ لَهُ؟ مَنْ ذَا الَّذِي يَسْأَلُنِي فَأُعْطِيَهُ؟ مَنْ ذَا الَّذِي يَسْتَغْفِرُنِي فَأَغْفِرَ لَهُ،؟ فَلَا يَزَالُ كَذَلِكَ حَتَّى يُضِيءَ الفَجْرُ» «زه پادشاه یم، زه پادشاه یم، آیا څوک شته چې ما وبلي نو زه یې غوښتنه ومنم؟ آیا څوک شته چې زما څخه څه وغواړي چې زه یې ورکړم؟ آیا څوک شته چې زما څخه بخښنه وغواړي او زه ورته بخښنه وکړم؟ او دا به تر هغه وخته پورې وي چې سهار روښانه شي». [مسلم روایت کړی].
او زموږ پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - چې پر الله تر ټولو مخلوقاتو پوه او د هغه لپاره تر ټولو ډیر عبادت کوونکی دی – مونږ دې ته هڅوي چې تل د الله –جل وعلا- پر پادشاهۍ باندې اقرار و کړو، سمدستي د لمانځه وروسته، او کله چې د شپې له خوا په خوب کی وېرېږو، او دا چې سهار او ماښام او له سفر څخه له راستنېدو وروسته دا زموږ د اذکارو څخه وي، بیا که تاسو دا په ورځ کې سل ځله تکرار کړ نو تاسو به له ګټونکو څخه اوسئ.
په صحیح روایت کې راغلي دي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ؛ كَانَتْ لَهُ عَدْلَ عَشْرِ رِقَابٍ، وَكُتِبَتْ لَهُ مِائَةُ حَسَنَةٍ، وَمُحِيَتْ عَنْهُ مِائَةُ سَيِّئَةٍ، وَكَانَتْ لَهُ حِرْزًا مِنَ الشَّيْطَانِ يَوْمَهُ ذَلِكَ حَتَّى يُمْسِيَ، وَلَمْ يَأْتِ أَحَدٌ بِأَفْضَلَ مِمَّا جَاءَ بِهِ؛ إِلَّا أَحَدٌ عَمِلَ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ» "څوک چې سل ځلې (کرتې) ووايي: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، یعنې د الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی، هغه لره هیڅ شریک نشته، هغه لره پادشاهي او ستاینه ده، او هغه په هر څه باندې قادر دی؛ ددې په مقابل کې به د هغه لپاره د لسو غلامانو د آزادولو، سل نیکۍ به ورته ولیکل شی، او سل بدۍ به ترې لیرې شي، او پدې ورځ به تر ماښام پورې د شیطان له شره د هغه لپاره د حفاظت وسیله وي، او هېچا به له هغه څخه ښه شی نه وي راوړی؛ پرته له هغه چا چې له ده څخه یې ډیر ویلي وي". [د بخاري او مسلم روایت دی].
اې د قیامت د ورځې څښتنه! زموږ د ژوند وروستۍ برخه په خیر ولره، او زموږ لپاره حساب اسانه کړه؛ اې د جهانیانو ربه!