Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

91

الحَـيِــيُّ (ډیر حیاء کوونکی) ذات -جل جلاله-

رسول الله -صلی الله علیه وسلم - یو سړی ولید چې له لنګ پرته په عام ځای کې غسل کوي - یعنې د ځمکې په پراخه ساحه کې- نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم– د هغه دغه کار څخه کرکه وکړه او منبر ته پورته شو، د الله حمد او ثنا یې وویله، بیا یې وفرمایل: «إِنَّ اللهَ حَيِيٌّ سِتِّيرٌ، يُحِبُّ الحَيَاءَ وَالسَّتْرَ؛ فَإِذَا اغْتَسَلَ أَحَدُكُمْ فَلْيَسْتَتِرْ» «په حقیقت کې الله حیا کوونکی او ستر کوونکی دی، حیا او ستر خوښوي؛ نو کله چې یو له ستاسو څخه غسل کوي، هغه دې ځان پټ کړي». [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].

نو زمونږ رب – سبحانه و تعالی – ډیر حیا کوونکی دی، چې د حیا په کمال سره یې صفت شوی، کوم چې د هغه د کمال، عظمت او لوړوالي لایق دی. نه د مخلوق د حیاء په څیر، کوم چې: تغیر او عاجزي ده.

د رب –جل و علا- حیا يو بل ډول دى، چې مفهومونه د هغه درک نشي کولی، او نه عقلونه د هغه کیفیت بیانولی شي؛ هغه یو ډول حیا، مهربانۍ، نیکي، سخاوت او عظمت دی.

د الله –سبحانه و تعالی- له عظمت څخه: دا دي چې د هغه حیا: د هغه څه پریښودل دي چې د هغه د رحمت، د سخاوت له کمال، مهربانۍ، لوی بخښنې او نرمۍ سره مطابقت و نلري، د هغو له جملې څخه: دا چې هغه له شړلو څخه حیا کوي کله چې هغه ورته په دعا سره لاسونه پورته کړي.

هغه -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «إِنَّ اللهَ حَيِيٌّ كَرِيمٌ، يَسْتَحِي إِذَا رَفَعَ الرَّجُلُ إِلَيْهِ يَدَيْهِ أَنْ يَرُدَّهُمَا صِفْرًا خَائِبَتَيْنِ» "یقینا الله حیا کوونکی او سخي دی، کله چې یو سړی ورته لاسونه پورته کړي، هغه حیا کوي چې بیرته یې په نا امیدۍ سر ولیږي". [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].

او د هغه – سبحانه و تعالی- له جلال څخه: دا دي چې د خپلې بشپړې بډاینې او قدرت سره نه غواړي له بنده څخه پرده پورته کړي او هغه بې عزته کړي.

او هغه حیا لرونکی دى، نو خپل بنده نه بې عزته كوي ... کله چې هغه په ښکاره توګه نافرماني وکړي

بلكې پر هغه باندې پرده اچوي ... نو هغه هغه څوک دی چې پرده اچوی او د بخښني څښتن دی.

او د الله له انصاف څخه: دا چې هغه له حق څخه حیا نه کوي، هغه –سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ) (او الله د حقې خبرې (له ویلو) نه حیا نه كوي). [الأحزاب سورت: ایت 53]، او هرڅومره چې د الله مشاهده ډیره وشي په هماغه پیمانه به د مؤمن په زړه کې د حیا ځواک وي.

حقیقت:

د چا چې ایمان زیات شي د هغه حیا به زیاته شي؛ له همدې امله انبیاء تر ټولو حیا لروونکي خلک وو، او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وصف شوی دی چې هغه: «د یوې پرده کوونکې پيغلې نه هم ډير حیاناک».

او حیا د ایمان له څانګو څخه ده، له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه روایت دی چې فرمایي: «الإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ شُعْبَةً، وَالحَيَاءُ: شُعْبَةٌ مِنَ الإِيمَانِ» "ايمان څو اويا څانګې لري، او حيا د ايمان يوه څانګه ده". [بخاري او مسلم روایت کړي].

تر ټولو ستره او محبوبه حیا: له الله – جل جلاله- څخه حیا کول دي.

ولما قال النبي -صلى الله عليه وسلم- لأصحابه: «اسْتَحْيُوا مِنَ اللهِ حَقَّ الحَيَاءِ»، قالوا: يا رسول الله! إنا نستحيي؛ والحمد لله! او كله چې رسول الله -صلى الله عليه وسلم- خپلو اصحابو ته وويل: له الله څخه په واقعي توګه حیا وکړئ، هغوى وويل: اې د الله رسوله! موږ حیا کوو؛ او د الله شکر دی!

قال: هغه وفرمایل: «لَيْسَ ذَاكَ، وَلَكِنْ مَنِ اسْتَحْيَا مِنَ اللهِ حَقَّ الحَيَاءِ؛ فَلْيَحْفَظِ الرَّأْسَ وَمَا وَعَى، وَلْيَحْفَظِ البَطْنَ وَمَا حَوَى، وَلْيَذْكُرِ المَوْتَ وَالبِلَى، وَمَنْ أَرَادَ الآخِرَةَ تَرَكَ زِينَةَ الحَيَاةِ الدُّنْيَا؛ فَمَنْ فَعَلَ ذَلِكَ فَقَدْ اسْتَحْيَا مِنَ اللهِ حَقَّ الحَيَاءِ» «داسې نه ده، څوک چې له الله څخه په حقه سره حیا کول غواړي؛ د سر او هغه څه چې هغه کې دي ساتنه دې وکړي، او د خیټې او هغه څه چې د هغې شاوخوا دي ساتنه دې وکړي، مرګ او د هډوکو زړېدل دې په یاد وساتي، او څوک چې آخرت غواړي ددنیا زینت او سینګار دې پریږدي؛ نو چا چې دا کارونه وکړل هغه واقعا له الله څخه حیا کوونکی دی». [حسن حدیث دی. ترمذي روایت کړی].

ابن القیم فرمایلي: "څوک چې د الله څخه د هغه په ګناه کې حیا وکړي؛ نو الله به حیا وکړي چې د ملاقات په ورځ هغه ته عذاب ورکړي، او څوک چې په ګناه کې له هغه څخه حیا ونکړي، الله به د هغه له عذاب څخه حیا و نکړي".

حیا څومره ښکلې ده!

هغه پرته له خیر څخه بل څیز نه راوړي، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په یو سړي تېریده چې هغه یو بل کس د حیا په اړه ملامتوه:(ورته یې وییل ) ته حیا کوې! تر دې چې ویې ویل: هغې تا ته زیان ورساوه! نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- هغه ته وفرمایل: «دَعْهُ! فَإِنَّ الحَيَاءَ مِنَ الإِيمَانِ» "هغه پریږده! ځکه حیا د ایمان برخه ده». [دوو شیخانو روایت کړي].

حيا: د زړورتیا، ميړانې، او د ښو اخلاقو نښه ده.

حیا: د الله د عظمت احساس کول، د هغه د وقار څرګندول، او د هغه – جل و علا- د عظمت مراقبت کول دی.

ځینو مخکنیو ویلي دي: زه پوهیدم چې الله زما څخه خبر دی؛ نو زما حیا راځي چې ما په ګناه کې وویني.

او که په تیاره کې له شک (ګناه) سره یوازې شوې ... او نفس د ګناه طرف ته رابللونکی و

نو د الله له نظره حیا وکړه او هغې ته ووایه ... هغه چا چې تیاره یې پیدا کړېده ما ویني

عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- فرمايي: "د چا چې حیا کمه شي تقوا یې کمیږي، او د چا تقوا کمه شي زړه یې مري".

ابن دقیق العید -رحمه الله- فرمایلي دي: "حیا تر اوسه هم ستایل شوی، نیک کار دی او هغه باندې امر شوی دی، او د لومړنیو پیغمبرانو په شریعتونو کې هم نده منسوخ شوې".

او د پای خبره ...

کله چې الله –سبحانه و تعالی- د جنت د ښځو (حورو) وصف کوي فرمایي: (فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ) (په دغو (جنتونو) كې به د سترګو رامنع كوونكې حورې وي). [الرحمن سورت: ایت 56]، يعنې: هغوی يوازې خپلو خاوندانو ته ګوري، بيا يې د هغوی د ښکلا او ښايست وصف وکړ: (كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ) (ګویا كې دغه (حورې) یاقوت لعل دي، یا مرجان دي). [الرحمن سورت: ایت 58]، د عفت او حیا صفت یې د ښکلا او ښایست څخه مخکې یاده کړه، د ښځې ښکلا بې له عفت او حیا څخه هیڅ ارزښت نه لري.

ويل شوي دي: د ګناهونو له عذابونو څخه: د حيا او د مخ روښنایې له منځه تلل دي، رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فرمايي: «إِنَّ مِـمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلاَمِ النُّـبُوَّةِ الأُولَى: إِذَا لَمْ تَسْتَحِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ» "په حقیقت کې، د لومړي نبوت له خبرو څخه چې خلک پوه شوي وو دا خبره وه چې: که ته حیا نلرې نو هغه څه وکړه چې ته یې غواړې". [بخاري روایت کړی].

کله چې ته د شپو (بدو اعمالو) د پاېلو څخه وېره نه لرې ... او حیا هم نه لرې نو څه چې غواړې هماغه کوه

یو انسان په خیر سره ژوند تېروي کله چې هغه حیا کوي ... او د ونې تنه هله پاتې کېږي چې تر څو یې پوټکی پاتي وي

او په یاد ولره چې د الله تعالی په نزد تر ټولو زیات بد کس هغه څوک دی چې شپه په ګناه کې تېره کړي، او الله هغه باندې پرده واچوي، خو سهار په خپله د الله تعالی اچول شوې پرده له ځانه څخه پورته کړي.

اې الله! له خپل خوا څخه مونږ ته حیا راکړه، او موږ ته توفیق راکړه چې په حضور او غیاب، په پټه او ښکاره کې ستا څخه ووېرېږو.