Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

67

الرَّقـِــيـبُ (لوی ساتونکی) ذات -جل جلاله-

ابن الجوزي -رحمه الله- فرمايلي: "څوک چې خپل باطن سم کړي؛ د هغه د مهربانۍ خوشبویي به خوره شي، او زړونه به د هغه د نیکمرغۍ په خپریدو سره ډک شي، نو پر باطن باندې زیار وباسئ، ځکه چې د هغه په فاسدیدو سره د انسان ظاهري اصلاح ته ګټه نه رسوي".

ابو حفص النیسابوري -رحمه الله- فرمايي: "که ته خلکو سره کیناستې، خپل زړه او نفس ته نصیحت کوونکی اوسه، او پر تا باندې د دوی راغونډیدل تا مغرور نکړي؛ ځکه چې دوی ستا ظاهر ګوري، او الله ستا باطن څاري".

الله لره تر ټولو لوړ مقام هغه دی: چې مؤمن د خپل رب -جل و علا- د څارنې احساس وکړي، او دا چې الله د هغه څارنه کوي، الله د خپل لوړ ذات په ستاینه کې فرمایي: (إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا) (بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى). [النساء سورت: ایت 1].

زموږ رب –سبحانه و تعالی- څارونكى او خبردار دی په هغه څه چې سينو پټ کړي دي، او هغه ساتونكى دى، چې هېڅ شى له هغه څخه پټ نه دی.

او زمونږ رب په هغه څه پوه دی چې په ضمیرونو کې دي، د پټو رازونو شاهد دی او د سترګو پر پټو شیانو شاهد دی، او د هر نفس په کړنو باندې قایم دی.

او زمونږ رب د بنده ګانو د عملونو او کړنو څارونکی دی.

هغه څارونکی او ساتونکی دی، هر هغه څه چې حفظوي له یاده نباسي، د مخلوقاتو ساتنه یې کړې، او هغه یې په غوره ترتیب او خورا بشپړ تدبیر سره ترسره کوي.

او هغه د افکارو څارونکی دی، ترڅو ملاحظه کړي چې فعلونه او غړي څه ترسره کوي

(وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ) (او ستا له رب نه په ځمكه كې او نه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي). [يونس سورت: ایت 61]؛ او هغه –سبحانه و تعالی- د بنده د حالت او د هغه د شپې او ورځې د بدلونونو باندې پوه دی، د هغه د ښکاره او پټو کارونو باندې پوه دی، او د هغه په اقامت او سفر کې خبر دی.

نو هغه څارونکی -سبحانه و تعالی- اوري او ویني، بلکه هغه څه باندې پوهیږي چې په سینو کې پټ دي مخکې لدې چې په شونډو یې راولي، او قلمونه یې په کاغذونو ولیکي.

د هغه مطلق پوهې ټول موجودات راګیر کړي دي، او د هر مخلوق په اړه د هغه بشپړه پوهه؛ هیڅ شی د هغه له علم څخه انکار نشي کولی، د هغه له علم څخه هیڅ شی انحراف نه کوي، او د هغه له علم څخه هیڅ شی نه ورکیږي، د غایب غیبیدل له هغه –سبحانه و تعالی- څخه پوښلی ندي، او پټ څیز له لوی ذات څخه پټیدلی نشي، پټې خبرې د هغه په نیز واضحې دي، او راز د هغه په نیز ښکاره دی، او پټ څیز د هغه په نیز روښانه دی.

بریالی شو..

په المستدرک کې راغلي: یو سړی رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغی؛ ويې ويل: اې د الله رسوله! ماته یو جامع سورت ولوله؟ نو رسول الله -صلى الله عليه وسلم- دا ورته ولوسته: ( إِذَا زُلْزِلَتِ) [الزلزلة:1] (كله چې ځمكه وخوځولى شي). تر دې چې هغه یې پای ته ورساوه، سړي وویل: قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه رالېږلی یې! زه به هیڅکله پر دې باندې څه زیات نکړم.

بیا هغه سړی ولاړ، نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَفْلَحَ الرُّوَيْجِلُ» رویجل (سَړکی) بریالی شو. [حاکم او ذهبي صحیح کړی].

او په "مسند امام احمد" کې د صعصعة بن معاویة رضی الله عنه حدیث دی چې هغه: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته راغی؛ هغه ورته دا ولوسته: (فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (7) (نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (،نو) دى به هغه وویني. وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (8) او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني). [الزلزلة سورت: ایت 7-8]، هغه وویل: "دا ماته کافي ده! زه پروا نه لرم چې پرته لدی څخه څه وا نورم". [حسن دی. ارناووط].

یو آیت چې له انسان څخه فقیه جوړوي او خپل رب ته یې نږدې کوي، هر کله چې دغه آیت تلاوت کړي او عملي یې کړي: (إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا) ((بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى). [النساء سورت: ایت 1].

نو مؤمن پوهيږي چې الله – تبارک و تعالی - په هر څه كې د هغه څارونكى او شاهد دى؛ مونږ هغه وینو چې حتا د خپلې ساه اخیستلو څارنه کوي، او خپل کار د خپل رب لپاره خالصوي، او په هر څه کې الله څاري .. د خپل رب د څارنې احساس کوي؛ نو په همدې ترتیب سره د احسان مقام ته ورسید، (قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) (ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي). [الأنعام سورت: ایت 162].

علماوو ويلي دي: له غوره طاعتونو څخه: تل او هر وخت د الله څارنې ته توجه کول دي.

د الله مرسته:

هر څومره چې ستا په ژوند کې د الله – سبحانه و تعالی – څارنه شتون ولري؛ د الله مرسته به درسره وي.

نو د خپل مالک د طاعت څخه مخکې، او په طاعت کې، او په مباح کارونو کې، او د نافرمانۍ په وخت کې خپل مولا وڅاره:

نو د طاعت څخه مخکې؛ د نیت په څارنه او اصلاح کولو کې يې وي؛ د هغه – صلی الله علیه وسلم- د وینا پر اساس چې فرمایي: «وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى» "او هر چا لپاره د هغه د نیت پر اساس بدله ورکول کیږي". [بخاري روایت کړی].

او په طاعاتو کې؛ دا چې د الله څارنې ته دوام ورکړي، او د هغه لپاره خالص وي.

اما په مباح کارونو کې؛ د ادب په مراعتولو، او د نعمتونو په شکر ویستلو باندې ترسره کیږي.

او د نافرمانۍ په وخت کې؛ د الله پر وړاندې جرات او د هغه له حدودو څخه تجاوز و نکړي، نو مؤمن ډیر ژر خپل رب ته په توبه، استغفار او د ګناه په پریښولو سره ورګرځي. (۞ وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ) (او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت او) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده). [آل عمران سورت: ایت 133].

که ته په دې حالاتو کې الله –سبحانه و تعالی- څارونکی وګڼې؛ حاصل به داشي چې: د سینې پراخي، او د سترګو یخوالی به تاته حاصل شي.

پټه خبره ...

کله چې الله –عزوجل- وفرماييل: (إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا) (بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى). [النساء سورت: ایت 1]، او فرمایي: (وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ رَّقِيبًا) (او الله دى په هر شي باندې ښه نګران). [الأحزاب سورت: ایت 52]؛ نو هغه موږ ته په ځانګړي ډول خطاب کوي، او موږ ته وايي: اې زما بنده! ایا ته فکر کوې چې که له خلکو څخه د خپلو ګناهونو په پټولو کې بریالی شوې، نو په دې کار کې به زما څخه هم وژغورل شې؟!

دا خبره په ځانګړې توګه په داسې وخت کې یوه ستره خبره ده؛ په کوم وخت کې چې فتنې ډیرې شوي دي، او هغې ته رسیدل اسانه شوي دي.

ویل شوي دي چې: د ځان جوړونې ترټولو پیاوړی عامل: "د الله څارنه ده"، او د ځان د تباهۍ تر ټولو پیاوړی عامل: "د خلکو څارنه ده".

که کومه ورځ یوازې له ځانه سره وي، داسې مه وایه ... چې زه یوازې یم، لیکن ووایه زه څاروونکی لرم

او فکر مه کوه چې الله به یو ساعت له تا څخه غافل وي ... او نه دا چې هغه څه چې له هغه څخه پټ دي غاېبېږي

اې الله! موږ له تا څخه ستا په څارونکي نوم غوښتنه کوو: موږ له خپلو دوستانو څخه وګرځوه، او له ستا څخه په پټه او ښکاره کې د وېرې غوښتنه کوو، او په فقر او شتمنۍ کې ستا څخه د اعتدال، او د غوسې او رضایت په وخت کې د عدالت غوښتنه کوو.