Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

1 - 2

اللهُ الإِلَــهُ -جل جلاله-

په هغه لوی او خوږ نوم پیل کوو چې بشریت پېژندلی دی، په نومونو کې غوره، او تر ټولو ښکلي توري، چې په ژبو ویل کیږي ... او روحونه په هغه سره آرامتیا مومي ... روح ته نږدې ... او زړه ته محبوب ...

هغه: د الله (تبارک و تعالی) نوم دی، (هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا) ایا ته د ده كوم همنام پېژنې! [مريم: ٦٥].

د الله – تبارک و تعالی – نوم په ټولو عالمیانو کې ځانګړی دی؛ دا یوازې د هغه نوم دی، له هغه پرته یې په بل چا یې اطلاق نه کیږي، او نه یې له مخلوقاتوو څخه څوک دعوا کوي، الله –سبحانه و تعالی- د جاهلانو زړونه او ژبې یې نیولي دي چې په دې نوم سره ونومول شي.

هغه الله دی – تبارک و تعالی - د جلال، ښکلا، عظمت، وقار او ځواک خاوند دی.

هر څومره چې ستا په عظمت کې موږ لیکل وکړو، مقدسې کلمې دی چې روحونه پرې پیاوړې کیږي.

نو ای ربه ته تر ټولو لوی یې... او له ټولو کلمو څخه ستاسو جلال لوی دی.

د الله -تبارك وتعالى- نوم که په لږ څه کې یاد شي زیاتوي یې، که د ویرې پر مهال واخستل شي له منځه یې وړي، تکلیف لرې کوي، غم او اندیښنه خلاصوي، تنګي او مصیبت له منځه وړي، که کمزوری ورسره تعلق وساتي پیاوړی کوي یې، ذلیل انسان څخه ته قدرمن کوي، غریب انسان شتمنوي، او مغلوب انسان بریا ته رسوي.

دا هغه نوم دی چې مصیبتونه پرې پای مومي، برکتونه نازلیږي، دعاګانې پرې قبلیږي، ښه عملونه پرې راجلبیږي، او بد عملونه شړي، تېروتنې ورسره بخښل کیږي.. د الله له جلال څخه لوی څه نشته!

او د الله –تبارک و تعالی- د نوم اصل: إله دی، او هغه د معبود په مانا دی، هغه –سبحانه و تعالی- فرمایي: (يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ ۚ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۖ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ ۚ انتَهُوا خَيْرًا لَّكُمْ ۚ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ ۘ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا) اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې غُلُوّ (زیاتى) مه كوئ او الله ته يوازې د حقې خبرې نسبت كوئ، یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ خو بس د الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (الله) له جانبه روح دى، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسولانو ایمان راوړئ او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، ستاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې الله یو معبود دى زه د هغه پاكي بیانوم له دې نه چې د هغه لپاره دې اولاد وي، خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى (په حیث د) كار ساز. [النساء:171].

ابن عباس -رضي الله عنهما- فرمایلي دي: "الله په خپل ټول مخلوق د الوهیت او بنده ګۍ حقدار دی".

او الله – سبحانه و تعالی - خورا محبوب ذات دی چې روحونه یې غواړي، او د هغه په یاد او نږدېوالي سره د آرامۍ احساس کوي، او هغه ته لیوالتیا لري، (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ ) او په خلقو كې ځېنې هغه څوک دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړي دي؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلک) دي. [البقرة:165].

او له هغه – سبحانه وتعالی - څخه په هر مصیبت او آفت کې مرسته غوښتل کیږي. (وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ۖ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ) او پر تاسو چې هر نعمت شوى دى، نو د الله له طرفه دى، بیا چې كله تاسو ته ضرر درورسېږي، نو (بيا هم) خاص هغه ته زاري كوئ. [النحل:53].

او هغه – سبحانه و تعالی – هغه ذات دی چی عقلونه ورته حیرانیږي، او عقلونه هغه نشي احاطه کولی، او پوهه یې نشي درک کولی، او شکونه د هغه عظمت ته نه رسي، او مخلوق د هغه د علم احاطه نشي کولای. (وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا) او دوى د هغه د علم احاطه نشي كولى [طه:110].

الله –تبارک و تعالی-: هغه ذات دی چې زړونه یې په مینې او تواضع سره معبود مني، په ویرې، حرص، امید، تعظیم او اطاعت سره.

هغه حقیقي معبود دی او له هغه پرته چې د څه عبادت کیږي هغه باطل دي، له عرش څخه یې نیولې د زمکې تر پای پورې.

او الله -عزوجل-: د الوهیت د ټولو صفتونو لرونکى دی، او هغه د: کمال، جلال، ښايست او عظمت صفتونه دي، پداسې حال کې چې د هغه - جل جلاله - څخه یې مخالف صفتونه نفي دي.

زړونه یې عبادت کوي، او روحونه یې غواړي..

لدې امله؛ کله چې بنده د (الله) د نوم په معنی پوه شو نو زړه یې له خپل رب سره وتړل شي؛ او په هغه کې مشغول شي؛ په مینه، لیوالتیا او خوند سره، چی له هغه څخه ښکلی او بهتر نشته، او دا تر ټولو لوی څيز دی چې عبادت کوونکي یې پرې عبادت کوي، او نږدې کیدونکي هغه ته نږدې کیږي. (يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ) (هغه له دوی سره مینه لري او دوی له هغه سره مینه لري) [المائدة: 54]، او د حالت پاکوالی د الله د نومونو او صفاتو د پوهې د پاکوالي پر بنیاد دی.

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فرمایلي: په دې دنیا کې یو جنت دی که څوک هغه ته داخل نشي هغه به د آخرت جنت ته داخل نشي.

او ځینو عارفانو ویلي دي: ځیني وختونه په زړه داسې حالات تیریږي چې وایم : که جنتیان په داسې حال کې وي، نو واقعا چې هغوی به ښه ژوند ولري!

ابن عینیه ویلي: "الله خپلو بندګانو ته تر دې ښه نعمت ندی ورکړی چې دا یې ورښودلې ده چې : لا اله الا الله) ووایي، هغه وفرمایل: او لا اله الا الله به د دوی لپاره په آخرت کې داسې حیثیت ولري لکه څرنګه چې دنیا کې دوی ته اوبو حیثیت درلوده"

او مؤمن پوهیږي چې دا حالت د بنده په توان او ځواک کې ندی، هغه یوازې (الله) دی چې هر کله خپل بنده سره مینه ولري د هغه په زړه کې د هغه مینه ځای پر ځای کوي، بیا کله چې بنده د هغه په توفیق سره ورسره مینه وکړي، نو الله به هغه ته د بلې مینې بدله ورکړي او دا هماغه: خالص احسان دی؛ ځکه چې سبب او مسبب د هغه لخوا څخه دي.

اســم اعظـم (ستر نوم):

قرطبي وایی چې ځينو علماوو ويلي دي: د (الله) نوم: تر ټولو لوى نوم دى، هغه چې که په هغه سره راوبلل شي نو قبلوي یې او که په هغه سره ترې وغوښتل وشي، نو ورکوي یی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېده چې وییل یې: اې الله! زه له تا سوال کوم پدې چې شاهدي ورکوم چې ته الله یې، له تا پرته بل معبود نشته، یو او بې نیازه ذات، چې نه زیږیدلی او نه څوک له هغه زیږیدلي، او هېڅوک د هغه برابر نشته؛ نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: " قسم په هغه ذات چې زما ژوند د هغه په لاس کې دی! هغه له الله څخه په خپل لوی نوم غوښتنه وکړه کوم چې که په دې نوم ورته بلنه ورکړ شي ځواب ورکوي، او که ترې وغواړي ورکوي یې". [حدیث صحیح دی. اصحاب السنن او أحمد په خپل مسند کې روایت کړی].

او دا یوازینې نوم دی چې په ټولو حدیثونو کې ذکر شوي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ویلي دي چې په دې کې د الله لوی نوم دی.

او پدې نوم سره عام ماثوره اذکار یو ځای ذکر شوي دي؛ نو تهليل(لا ِاله اِلا الله)، تکبير(الله أکبر) تحميد(الحمد لله) تسبيح(سبحان الله) حوقله(لا حول ولا قوة اِلا بالله) حسبله(حسبی الله و نعم الوکیل) استرجاع(اِنا لله و اِنا اِلیه راجعون) بسم الله او نور اذکار له دې نوم سره یو ځای ذکر شوي دي او له دې نه جلا کیږي.

دا د الله د ښکلي نومونو اصل دی؛ او هغه د دغو نومونو څخه هیڅ یو ته هم نه منسوبیږي، حال دا چی د نورو ټولو نیکو نومونو اضافت دې نوم ته کیږي، او داسې نه ویل کیږي چې: الله د رحمان له نومونو څخه دی، او یا د رحیم له نومونو څخه یو نوم دی، بلکې ویل کیږي: چې رحمان یا رحیم د الله له نومونو څخه دی، (وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا) او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي نو په دغو (نومونو) سره یې راوبلئ. [الأعراف:180].

او ډیری وخت الله –جل جلاله- د (اللهم) په لفظ سره یادیږي، او رسول الله -صلى الله عليه وسلم- به ډېر ځله خپل رب داسې باله او ویل به یې: اللهم!

حسن بصري -رحمه الله- فرمايي: «اللهم: د دعاګانو مجموع ده، کله چي سوالکونکی ووایي: اللهم إني أسألك! (اې الله زه له تا څخه دا غوښتنه کوم! دا په دې معنا ده لکه چې ووایی: زه له الله -جل جلاله- څخه غوښتنه کوم چې تر ټولو ښکلي نومونه او لوړ صفتونه لري، د هغه په نومونو او صفتونو سره».

د تبرک او تیمن له وجې په دغه نوم سره هر کار پیل کیږي.

همدارنګه د قرآن په لومړي آيت کې لومړی نوم دی: (بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ) او یا (الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) [الفاتحة: 1]، او دا همدارنګه وروستی نوم دی چې په سورت الناس (الناس: 3) کې یاد شوی دی.

دا په شهادت کې یوازینی نوم دی چې له کفر څخه اسلام ته انتقالول کوي: أشهد أن لا إله إلا الله، (زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته) او له دې نوم پرته شهادت د اعتبار وړ نه دی.

ددې نوم له عزت څخه دا دی: چې الله به هغه په آخر زمان کې له ځمکې څخه پورته کړي کله چې د مومنانو روحونه واخیستل شي، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرماېلي: "قیامت به پر هېچا نه قائمیږي ترڅو چې د: الله.. الله ویونکي شتون ولري" [امام مسلم روایت کړی].

دا د الله ښکلي نومونو کې تر ټولو ډیر په قران کریم کې ذکر شوی دی؛ چې له دوه زره دوه سوه څخه ډیر ځله ذکر شوی دی، ځينو علماوو د الله تعالی د دې قول سره ویلي: {قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَٰنَ} «ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ»: [سورت اسراء: ایت ۱۱۰] دغه دوه نومونه د دوی د شرف او عزت له وجې خاص شوي دي، او د الله د نوم په مخکې کولو سره د الرحمن نوم لپاره شرف دی.

په صحیح حدیث کې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه ثابت شوي دي چې فرمایي: "ستاسو په نومونو کې الله –عزوجل- ته تر ټولو غوره نومونه: 'عبدالله او' عبدالرحمن دي" [مسلم روایت کړی].

له الله سره اوسه هغه به له تا سره اوسي!

او بنده که الله ته په خپله خوښه او اختیار رجوع ونکړي؛ هرومرو به هغه ته د اړتیا له مخې رجوع کوي.

په عاجزۍ سره ودرېږه او په لوړ آواز ووایه یا الله ... کریم ذات هغه چاته ځواب ورکوي چې راویې بلي

او همدارنګه کله چې غربت او یا تکلیف درباندې راشي ... نو الله راوبله او ووایه، یا الله

نو که اندیښنه او غم راشي، او سختۍ زیاتې شي، او حادثه لویه شي، او لارې تنګې شي، او چارې خلاصې شي؛ نو غږ کوونکی آواز وکړي: یا الله!

کله چې د ناروغ ناروغي سخته شي، او ډاکټر ناتوانی شي؛ نو آواز وکړي: یا الله! که کښتۍ د سمندر په تیارو کې ډوبیدو ته نږدې شي، او سیلۍ پرې لوبې وکړي؛ نو غږ کوونکی آواز وکړي: یا الله! کله چې ځمکه وچه شي، فصلونه مړه شي، ونې وچې شي؛ نو غږ کوونکی غږ وکړي چې : یا الله!

دا الله دی: په سختیو کې پناه ځای، په یوازیتوب کې آرام ګاه، او په لږوالي کې مرسته کوونکی.

خلک بې وسه دي چې زیان ورسوي ترڅو چې الله د هغه اجازه نه وي ورکړي، او یا ګټه ورسوي ترڅو چې الله اجازه نه وي کړي؛ نو خپل زړه په الله وتړه!

د الله له رسۍ پرته ټولې رسۍ پرې کیدونکي دي، او د الله له دروازې پرته ټولې دروازې بندېږي، (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي) [النمل:62] .

نسفي -رحمه الله- فرمايي: «واسطي ويلي دي: هغه څوک چې الله باندې ځان بې نیازه کړي هېڅکله به بل چاته محتاج نشي، او څوک چې د الله په واسطه عزتمن او غالب شي هغه به هېڅکله نه ذليل کيږي؛ او حسين وويل: د بنده افتقار الله ته چې په هره پیمانه وي، په هماغه پیمانه به په الله باندې غني او بې نیازه وي».

اې اندیښنه کونکیه! اندیښنه له منځه تلونکې ده ... د ښه زیري په تمه اوسه، ځکه چې خلاصوونکی الله دی ... نا امیدي کله ناکله خپل خاوند پرې کوي ... او مه نا امیده کیږه، ځکه چې الله کافي دی ... الله له سختۍ وروسته اسانتياوې پيدا کوي ... غم مه کوه، ځکه چې ویشونکی الله دی

او کله چې ګرفتار شوې، نو په الله توکل وکړه او په هغه راضي شه ... هغه څوک چې مصیبت لري کوي هغه الله دی ... قسم په الله چې ستا لپاره له الله پرته بل څوک نشته... نو الله تاته کافي دی، په هر څه کې ستا لپاره الله دی

لا إله إلا الله؛ (له الله پرته بل معبود نشته)؛ په ریښتیا چې موږ په حق سره ستا عبادت ندی کړی!

اې الله! موږ له تا څخه د جنت غوښتنه کوو او هر هغه څه چې جنت ته مو په وینا او عمل سره نږدې کوي، او له اور څخه پناه غواړو او هغه څه چې اور ته مو په وینا او عمل سره نږدې کوي.