Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

23

پیداکوونکی -جل جلاله-

د هغه -صلی الله علیه وسلم- څخه روایت دی چې هغه فرماېلي: «قَالَ سُلَيْمَانُ بْنُ دَاوُدَ -عليهما السلام- : لَأَطُوفَنَّ اللَيْلَةَ عَلَى مِائَةِ امْرَأَةٍ، أَوْ تِسْعٍ وَتِسْعِينَ؛ كُلُّهُنَّ يَأْتِي بِفَارِسٍ يُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللهِ، فَقَالَ لَهُ صَاحِبُهُ: إِنْ شَاءَ اللهُ، فَلَمْ يَقُلْ: إِنْ شَاءَ اللهُ، فَلَمْ يَحْمِلْ مِنْهُنَّ إِلَّا امْرَأَةٌ وَاحِدَةٌ؛ جَاءَتْ بِشِقِّ رَجُلٍ. سلیمان بن داود -علیهما السلام- وویل: زه به نن شپه په سلو ښځو، یا نهه نوي ښځو باندې وګرځم، دوی ټول به داسې غازیان دنیا ته راولي چې د الله په لاره کې به جهاد وکړي، ملګري یې ورته وویل: ان شاء الله ووایه، هغه ان شاء الله ونه ویل، له دوی څخه یوازې یوه یې حامله شوه؛ هغې هم نیمایې هلک وزیږاوه.

وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ! لَوْ قَالَ: إِنْ شَاءَ اللهُ؛ لَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللهِ فُرْسَانًا أَجْمَعُونَ» په هغه ذات مې دې قسم وي چې د محمد نفس (ساه) د هغه په لاس کې دی! که چېرته یې إِنْ شَاءَ اللهُ ویلی وی، نو دوی ټولو به د الله تعالی په لاره کې د شاهسوارانو په شکل جهاد کړی وی. [متفق عليه].

بنده د الله –عزوجل- له دروازې پرته خپلو اړتیاوو ته لاس رسی نه لري؛ نو الله هغه:

(الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ ۖ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ ۚ يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) ( هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص د همده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، د ده پاكې بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى)

[الحشر سورت: ایت 24].

یا الله ټوله ستاینه تا لره ده! موږ ته دی د تخلیق نعمت ډالۍ کړ چې داسې د يادولو (وړ) شى نه و: (هَلْ أَتَىٰ عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا) ( یقینًا په انسان باندې داسې وخت هم راغلى دى چې دى څه داسې د يادولو (وړ) شى نه و) [الإنسان سورت: ایت 1].

او الله –عزوجل- خپل لوړ ذات په البارئ -جل وعلا- نوم سره د خپل ځان ستاينه وکړه، په خپلې دې وینا سره چې فرمایي: (هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ) (هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى) [الحشر سورت: ایت 24].

البرء په لغت کې: دوه معناوې لري؛ لومړی: پیدا کول.

دویم: له یو څه څخه ځان لرې کول او له هغه څخه ځان خلاصول.

او د برئ معنا: کله چې پاک او لرې شي.

زمونږ ساه اچونکی رب: پیدا کوونکی او نوښتګر دی چې له نشت څخه شته کوي، او هغه؛ هغه ذات دی چې ځینې مخلوق یې پر نورو غوره کړی دی، او یو نسل یې له بل څخه توپیر کړی، او هر مخلوق یې په داسې طریقه پیدا کړی چې د هغه د جوړښت هدف سره مناسب دی؛ هغه یو شی له هیڅ شي څخه پیدا کوي، او هغه ته داسې ځانګړتیا ورکوي چې د نورو مخلوقاتو څخه توپیر لري.

او هغه –سبحانه و تعالی- دی چې مخلوق یې له توپیر او تنافر څخه لرې ساتلی دی؛ (الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا ۖ مَّا تَرَىٰ فِي خَلْقِ الرَّحْمَٰنِ مِن تَفَاوُتٍ ۖ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَىٰ مِن فُطُورٍ) (هغه (الله) چې اووه اسمانونه يې طبقې طبقې (لاندې باندې) پیدا كړي دي، ته به د رحمٰن په پیداكونه كې هېڅ خلل (او فرق) ونه وینې، پس سترګې بېرته راواړه، ایا ته كوم څیرې والى (او چاود) وینې) [الملك سورت: ایت 3].

زمونږ پیداکوونکی رب په خپل ذات، صفاتو او اعمالو کې له هر ډول نیمګړتیاوو او عیبونو څخه پاک دی.

او د هغه په البارئ نوم کې د هغه ټول مخلوق لیدل کیږي.

او د هغه لطفونه تل لیدل کیږي او ښکته کیږي

نو پاکې ده هغه ذات لره چې ټول مخلوق ورته سجدې کړي

کله چې هغوی تسبیح، تکبیر او تهلیل وایي

الله -سبحانه وتعالى- فرمايي- : (هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ) (هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى). [الحشر:24].

الخلق: یعنې تقدیر.

البرء: له هیڅ څخه پیدا کول.

او التصویر: انځور ورکول دي.

نو کله چې الله - عزوجل – وغواړي چې یو شی پیدا کړي په خپلې پوهې او حکمت سره هغه اندازه کوي، نو هغه يې په خپل علم او حکمت سره جوړوي - يعنې: هغه پيدا کوي؛ په داسې شکل چې خپله یې اراده کړي وي او غوښتلي یې وي –سبحانه و تعالی-.

نا څاپي نه دی..

له یوه حکیم نه پوښتنه وشوه: الله دې څنګه پېژندلی؟ هغه وویل: د مخلوقاتو په پاڼو کې د وړتیا په قلمونو سره؛

(الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ) (هغه (الله) چې ښايسته كړى يې دى هر شى چې ده پیدا كړى دى)

[السجدة سورت: ایت 7]،

(مَا خَلَقْنَاهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ) (مونږ دوى دواړه نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره)

[الدخان سورت: ایت 39].

د ځمکې د نباتاتو په اړه فکر وکړه او وګوره ... د هغه څه نښې چې پاچا پیدا کړي ... د سپینو زرو څخه جوړې شوې چشمې ... چې د وهل شوو سرو زرو په څېر دي

سترګو په تور کې ګواکې د سرو زرو شفافه ټوټه ده ... دا پدې دلالت کوي چې الله لره هیڅ شریک نشته

(قُلِ انظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) (ته (ورته) ووایه: تاسو وګورئ په اسمانونو او ځمكه كې څه (څه دلیلونه) دي) [يونس سورت: ایت 101]، آیا د هغه له جورښت او په زړه پورې تخلیق، او حیرانونکی وړتیا، او د هغه د حکمت له نخښو پرته بل څه شته؟! تر ټولو د الوهیت مستحق څوک دی؟ ايا هغه څوک چې پیدا کوونکی دی آیا تر ټولو لومړی د عبادت، ستاينې او يووالي مستحق ندی؟!

او ډیری خلک پوهیږي چې دا ټول الله پیدا کړي دي؛ لیکن ډیری یې مشرکان دي؛ (وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُم بِاللَّهِ إِلَّا وَهُم مُّشْرِكُونَ) (او د دوى زیاتره پر الله ایمان نه لري، مګر په داسې حال كې چې دوى شرك كوونكي وي) [يوسف سورت: ایت 106]، نو خلک یې په دوه ډولو وویشل:

مؤمنان: او هغوی تر ټولو غوره مخلوق دي.

او مشركان: او دوی تر ټولو بد مخلوق دي.

او بنده خپل عمل ته ګوري؛ که ښه وي، نو د الله شکر دې ادا کړي؛ ځکه چې هغه یې د نیکۍ وړ ګرځولی، او که هغه یې خپل ځان او نفس ته پریښی و، او د الله په تقوا سره یې سپمولی نه وي؛ هغه به تر ټولو بد مخلوق وی.

له همدې امله موسی -علیه السلام- خپل قوم ته امر وکړ چې الله ته توبه وباسي، کله چې دوی په الله باندې د ایمان لرلو څخه انحراف وکړ، او د ځان لپاره یې د خوسکي په بڼه د خپلو ګاڼو څخه بت جوړ کړ: (وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنفُسَكُم بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَىٰ بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ عِندَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۚ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ) (او (ياد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپل قوم ته وويل: اى زما قومه! يقينًا تاسو د سخي په (معبود) نيولوسره په خپلو ځانونو باندې ظلم كړى دى، لهٰذا خپل خالق ته توبه وباسئ، نو خپل ځانونه قتل كړئ، دا (وژل) ستاسو لپاره ستاسو د خالق په نيز بهتر دي، بيا هغه ستاسو توبه قبوله كړه، يقينًا هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى) [البقرة سورت: ایت 54].

او مؤمن هرکله چې د الله تعالی له ښکلو نومونو څخه په یو نوم پوه شي او زده یې کړي؛ د هغه په عزت او سرلوړۍ کې لوړوالی راځي، او د الله –عزوجل- سره یې شوق او مینه زیاتیږي، او د دې نوم په پیژندلو سره الله ته نږدې کیږي.

او هغه پوهیږي چې الله عزوجل - په هر څه باندې قادر دی.

اې ناشنا پیداکوونکی ذاته! پر مونږ رحم وکړه، او خپل رحمتونه پر مونږ نازل کړه.