Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

14

د ټولو عیبو څخه پاک -جل جلاله-

نن ورځ خپل ځان په بیه واخله! بازار شتون لري، نرخ شته، توکي ارزانه دي، په دې بازار او مالونو باندې به داسې ورځ راشي چې په هغه وخت کې به لږ یا ډېر ته لاسرسی و نلرې: (ذَٰلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ) (دغه د تاوان د ښكاره كېدو ورځ ده) [التغابن سورت: ايت 9]، (وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيْهِ) (او (یاده كړه) هغه ورځ چې ظالم به په خپلو دواړو لاسونو خوله لګوي) [الفرقان سورت: ايت 27] .

که ته د پرهیزګارۍ په توښې سره لاړ نشې ... او د قيامت په ورځ وګورې چې نورو خلک به له هغې څخه دیر څه له ځانه سره راوړي وي

نو پر دې حالت به پښیمانه شې چې ته د هغوی په څیر نه وې ... او تا وا نه خیستل هغه څه چې هغوی اخیستلي وو

موږ د الله له ښکلي نومونو څخه یو له هغه نوم سره تم کیږو چې موږ الله ته نږدې کوي، او دغه نوم د توحید خلاصه دی، او د اسماء او صفاتو د توحید له دوه ستنو څخه یوه ستنه ده چې هغه: د الله – جل و علا - نوم (القدوس) دی.

هغه -سبحانه وتعالى- وفرمایل: (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ) (دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) پادشاه دى، ښه پاك دى) [الحشر سورت: ايت 23]، او په صحیح مسلم کې راغلي: چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به په رکوع او سجده کې ویل: «سُبُّوحٌ قُدُّوسٌّ، رَبُّ المَلَائِكَةِ وَالرُّوْحِ»، «یعنې هغه د ستاینې وړ او سپیڅلی ذات دی، د ملاېکو او روح څښتن دی».

او د امام احمد په مسند کې راغلي: چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- کله د وتر لمونځ پای ته ورساوه، ویې فرمایل: «سُبْحَانَ المَلِكِ القُدُّوسِ، سُبْحَانَ المَلِكِ القُدُّوسِ، سُبْحَانَ المَلِكِ القُدُّوسِ»، یعنی ستاینه هغه پادشاه لره ده چې پاک دی، ستاینه هغه پادشاه لره ده چې پاک دی ، ستاینه هغه پادشاه لره ده چې پاک دی ،" او په دریم ځل ویلو سره به یې خپل غږ لوړ کړ. [صحیح حدیث دی]

القدوس په لغت کې پدې معنا سره راځي: طهارت، پاک او منزه، او همدارنګه د مبارک په معنا هم راځي.

زموږ رب – سبحانه و تعالی-، القدوس دی، او هغه: چې له عیبونو او نقصانونو څخه پاک دی، له میرمن او اولادونو او شریکانو څخه پاک دی، په فضیلتونو او نیکیو پیژندل شوی، او د کمال په صفاتو باندې ستایل شوی دی.

او زموږ رب – سبحانه و تعالی – د برکت خاوند دی؛ هغه ذات چې هر وخت د هغه فضل او خیر عام او خپور شو په ځمکه او اسمانونو کې، د هغه نوم، کړنې، ذات، او غوره صفتونه یې برکت دي، او هغه ذات دی چې په خپل حکمت سره خپل مخلوق پاکوي چا ته چې وغواړي؛ (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا) (بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي ستاسو نه -اى اهل بیتو- ګناه لرې كړي او تاسو پاك كړي، په پاكولو سره) [الأحزاب سورت: ایت 33].

هغه لره پاکي ده!

او زموږ رب - عزوجل - د تقدس، پاکوالي او درناوي وړ دی؛ له ټولو مخلوقاتو څخه.

او تقدیس: د اسمان میشتو – ملائکو- عبادت دی: (وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ) (او مونږ ستا له ستايلو سره تسبيح وايو او ستا پاكوالى بيانوو) [البقرة سورت: ایت 30].

او ټول کائنات د الله – سبحانه و تعالی- پاکي او تسبیح بیانوي. (يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) (د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونوكې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى) [التغابن سورت: ایت 1]، (تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ) (خاص د هغه لپاره تسبیح وايي اووه اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، او نشته هېڅ یو شى مګر د هغه له ستاینې سره تسبیح وايي) [الإسراء سورت: ایت 44].

ته تر ټولو مستحق يې..

او په مخلوقاتو کې تر ټولو مستحق چې باید پاکي او تنزیه بیان کړي: د آدم اولاده دي.

او د الله -جل و علا- درناوى په دې شیانو باندې کیږي:

د هغه –سبحانه و تعالی- سره مینه او د هغه تعظیم له ټولو نیمګړتیاوو او عیبونو څخه لوړ دی.

او د هغه څه ثابتول چې ځان لپاره یې ثابت کړي او یا رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د هغه لپاره تایید کړی وي، او هغه پاک ګڼل د مخلوق سره له مشابهت څخه:

او هغه پاک ګڼل د مخلوق د مشابهت څخه: (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [الشورى سورت: ایت11].

له شرک څخه یې پاک ګڼل، بیا د هغه قانون ته رجوع کول او هغه باندې راضي اوسیدل، او الله –سبحانه و تعالی- باندې له بد ګمانۍ څخه لرې اوسیدل.

او که څوک د هغه څه خلاف ګمان وکړي چې هغه پرې ځان ستایلی او یا یې پرې رسولانو ستایلی، او یا یې هغه حقیقتونه ناچل وګڼل چې ځان یې پرې یاد کړی دی او یا یې پرې رسولانو یاد کړی دی؛ نو دغه کس په حقیقت کې په الله باندې بد ګماني کړې ده.

دا او د هغه له صفتونو څخه د پاکی صفت دی ... پاکی او تعظیم رحمان ذات لره ده

په هغه کې ستا برخه..

مؤمن د اطاعت په کولو، او له ګناهونو او سرغړونو څخه په لرې اوسیدلو سره ځان پاکوي، او لرې کول د هغه شي چې زړونه پرې زنګ وهلي دي، او د حرام مال له خوړلو څخه لرې والی، د مال پاکول له شبهو او شک څخه، دا هغه څه دي چې الله – جل وعلا- پخپله وینا سره د هغه یادونه کړې ده: (قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا (9) (یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ. وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا (10)) ( او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ) [الشمس سورت: ایتونه 9-10].

او الله –عزوجل- فرعون ته د موسی -علیه السلام- د لیږلو موخه بیان کړه، دا چې: خپل ځان باید د الله – سبحانه و تعالی- د پاکوالي سره پاک كړي -: (اذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَىٰ (17) (ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده. فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَىٰ أَن تَزَكَّىٰ (18) نو ته (ورته) ووایه: آیا ته دا خوښوې چې ته پاك شې. وَأَهْدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخْشَىٰ (19)) او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې) [النازعات سورت:آیتونه 17-19].

نو لدې امله؛ پرته لدې ایماني پاکوالي څخه کامیابي نشته، (قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّىٰ (14) (یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو. وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّىٰ (15)) او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ) [الأعلى سورت: ایتونه 14-15]، بلکې د ظالم قوم څخه تقدیس او پاکوالی له منځه وړل کیږي.

له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه صحیح روایت دی چې هغه وفرمایل: «إِنَّ اللهَ لَا يُقَدِّسُ أُمَّةً لَا يَأْخُذُ الضَّعِيفُ حَقَّهُ مِنَ القَوِيِّ» "الله د هغه قوم درناوی نه کوي چې کمزوری له زورور څخه خپل حق نه اخلي" [صحیح حدیث دی. بیهقي په سنن الکبری کې روایت کړی دی]. او په صحیح ډول روایت شوی دی چې هغه - عليه الصلاة والسلام- وفرمایل: " څنګه به الله یو قوم دروند کړي چې له زورورو څخه د کمزورو حق نه اخيستل کیږي؟"

او کله چې ابو الدرداء سلمان الفارسي-رضی الله عنهما- ته ولیکل ترڅو له عراق څخه سپېڅلې ځمکې ته هجرت وکړي؛ سلمان په داسې فصاحت سره ځواب ورکړ چې د قداست او پاکوالي مفهوم واضحوي؛ هغه وفرمایل: ځمکه د هیچا د پاکوالي سبب نه ګرځي! بلکې انسان په خپل عمل سره ځان پاکوي.

پاکي ده هغه ذات لره چې تر اوسه هم د هغه رزق شتون لري، پاکي ده هغه ذات لره چې په خاطرو سره آرمانونه ورکوي

د ټولو جهانیانو لپاره تضمین دی، چې نفس ولري او ژبې د هغه بیان نه وي کړی

اې الله، موږ له تا څخه غوښتنه کوو اې پاک او ستایل شویه ... اې پاکه ربه! موږ پاک کړه، موږ ته بخښنه وکړه او په موږ رحم وکړه؛ اې د ډېر رحم څښتنه!