Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

93

المَــنــَّــانُ (احسان کونکی) ذات -جل جلاله-

د الله – تبارک و تعالی- فضل او احسانونه بې شمیره دي! څومره تکليفونه یې لمنځه وړي! او څومره مرضونو څخه یې روغ کړي یو! څومره تشویشونه یې جبران کړي؟ او څومره غمونه یې خلاص کړي؟

تر ټولو لوی نعمت چې بنده یې په آخرت کې هیله لري: د ګناهونو بخښنه ده، او د هغه بخښنه په ایمان او د نیکو اعمالو په واسطه ترلاسه کیږي؛ که څه هم لږ وي.

نو دا اصیرم عمرو بن ثابت د احد په ورځ مسلمان شو، او په هغه ورځ ووژل شو، او یو لمونځ یې هم نه و ادا کړی، نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته یې د هغه په هکله یادونه وکړه؛ نو هغه وفرمایل: «إِنَّهُ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ» "هغه له جنتیانو څخه دی". صحیح حدیث دی. احمد په مسند کې روایت کړی، او الهيثمي په المجمع کې ویلي دي: «د حدیث راویان ثقه دي».

او هغه سړی چې سل انسانان یې وژلي و؛ الله – عزوجل- د هغه توبه کې اخلاص ولید؛ نو هغه ته یې بخښنه وکړه.

بیا په دې ژوند کې بنده باندې تر ټولو لوی احسان: هدایت دی: (بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ) (بلكې الله پر تاسو باندې احسان كوي دا چې تاسو ته يې د ایمان راوړلو هدایت وكړ، كه تاسو رښتیني يئ). [الحجرات سورت: ايت 17].

او د الله د هغو نومونو څخه چې په هغوی یې خپل ځان ستایلی: (المنان - عزوجل -) دی.

په سننو کې له انس -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې هغه له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره ناست و او یو سړي لمونځ کاوه، بیا یې دا دعا وکړه: اې الله! زه له تا څخه دا غوښتنه کوم چې تا لره ستاینه ده، له تا پرته بل معبود نشته، بدله ورکوونکیه، د ځمکې او اسمانونو پیدا کوونکیه، اې د عظمت او عزت خاونده.. اې ژوندی اې قیوم ذاته!

رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «دَعَا اللَهَ بِاسْمِهِ الأَعْظَمِ الَّذِي إِذَا دُعِيَ بِهِ أَجَابَ، وَإِذَا سُئِلَ بِهِ أَعْطَى» "هغه له الله څخه د هغه په لوی نوم سره غوښتنه وکړه، که په هغه سره راوبلل شي ځواب ورکوي، او که په هغه سره ورڅخه وغوښتل شي ورکوي یي". [صحیح حدیث دی]

زموږ رب – تبارک و تعالی – د لویو ډاليو، ورکړو او احسانونو ورکوونکی دى، او هغه – سبحانه و تعالی – له غوښتلو مخكې د نصیب او برخې په ورکولو پيل كوي، او له پيل څخه تر پايه وركوونكى دى، او له هيلو او امیدونو څخه پورته ورکوي.

کله چې منت او احسان د هغه له خوا په سخاوت سره پر خپلو ټولو بندګانو باندې وي؛ دوی باندې به د هغه احسان وي، او پر هغه باندې د هیچا منت او احسان نشته، او د هغه ترټولو لویه ډالۍ: دا ده چې هغه ژوند، عقل او منطق ورکړی دی، او په ښه شکل باندې یې جوړ کړی، او په سخاوت سره یې نعمت ورکړی.

د هغه – جل و علا- یو له سترو نعمتونو څخه - پر ټولو بندګانو باندې: دا چې هغوی ته یې زیری ورکوونکي او اخطار ورکونکي رسولان لیږلي دي؛ نو په خپل منت او احسان سره یې خپلو مؤمنو دوستانو ته نجات ورکړ، او هغوی ته یې د سمې لارې لارښوونه وکړه، او د دوزخ له اوره يې وژغورل..

(لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ) (خامخا په رښتیا سره الله په مومنانو باندې احسان كړى دى كله چې يې دوى ته د همدوى له نفسونو (جنس) څخه یو رسول راولېږه، چې دوى ته د هغه ایتونه تلاوت كوي او دوى پاكوي او دوى ته د كتاب او حكمت (سنت) تعلیم وركوي او یقینًا دوى له دې نه مخكې په ښكاره ګمراهۍ كې وو). [آل عمران سورت: ايت 164]، (بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ) (بلكې الله پر تاسو باندې احسان كوي دا چې تاسو ته يې د ایمان راوړلو هدایت وكړ، كه تاسو رښتیني يئ). [الحجرات سورت: ايت 17].

او د هغه له احسانونو څخه: دا چې هغه مظلومان په هر وخت او زمان کې د متکبرانو او فاسدینو څخه ژغوري، او دوی ته امنیت او ځواک ورکوي: (وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ) (او مونږ اراده وكړه چې په هغو كسانو احسان وكړو چې په ځمكه كې ډېر ضعیف كړى شوي دي او چې دوى امامان وګرځوو او چې مونږ دوى (د فرعون د بادشاهۍ) وارثان وګرځوو). [القصص سورت: ایت 5].

خوشحاله او نېکبخته خلک:

او الله –جل و علا- د شکر او بندګۍ ډیر حقدار دی، ځکه چې د هغه نعمتونه د مؤمنانو لپاره دایمي دي، تر دې چې جنت ته داخل شي، نو په دنیا کې د هغه اولیاوو لپاره نعمتونه: هدایت کول او ساتنه دي، او په آخرت کې: د دوزخ له اور څخه خلاصون، جنت ته داخلېدل او د هغه –سبحانه و تعالی- مبارک و مهربان مخ ته کتل دي، الله -سبحانه تعالی- فرماېلي: (قَالُوا إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِي أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ (26) (دوى به ووايي چې بېشكه مونږ له دې نه مخكې په خپل اهل كې وېرېدونكي وو. فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا وَوَقَانَا عَذَابَ السَّمُومِ (27) نو الله پر مونږ احسان وكړ او مونږ يې د تودوخي (ګرمباد) له عذاب نه وساتلو. إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلُ نَدْعُوهُ ۖ إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِيمُ (28)) بېشكه مونږ له دې نه مخكې هم دغه (الله) باله، بېشكه هم دى ډېر احسان كوونكى ، بې حده رحم كوونكى دى). [الطور سورت: ایتونه 26-28].

د مؤمنانو عادت..

او کله چې مؤمن د الله –عزوجل- له طرفه کوم احسان او منتونه وویني؛ زړه یې حیران شي، روح یې راضي شي، نو خپل رب ته له فقیرو بنده ګانو څخه جوړ شي، یوازې د هغه –سبحانه و تعالی- حمد او ثنا وایي، او دا هغه لره لویه دروازه ده چې بنده د هغې لارې څخه خپل رب ته ننوځي، او هغه: د هغه په وړاندې د خشوع او عاجزۍ دروازه ده؛ دعا کوونکی، غږ کوونکی او اواز کوونکی په : اې منان ذاته!

نو دلته؛ ارمانونه پوره کېږي، او غوښتونکو ته ورکول کېږي، ګناهګار ته بخښنه کېږي، تکليف لرې کېږي، غمونه له منځه ځي، بندي ازادېږي، ناروغ ته شفاء ورکول کېږي، غايب بېرته راستنېږي، مجبور او عاجز ته ځواب ورکول کېږي: (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاءَ الْأَرْضِ ۗ أَإِلَٰهٌ مَّعَ اللَّهِ ۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ). [النمل سورت: ایت 62].

او که چیرته ستاسو له ژوند څخه هر څومره شیان واخیستل شي چې ته فکر کوي چې هغه به ستا د خوښۍ لامل وي، ډاډ اوسه چې الله هغه ستا څخه لرې کړي مخکې لدې چې ستا د بدبختۍ لامل جوړ شي.

منت مه کوه!

او كه الله –سبحانه و تعالی- د خپل ځان ستاينه كړې ده چې په خپلو بندګانو باندې یې منت او احسان کړی؛ هغه کسان یې ملامت کړي هم دي چې الله او یا د هغه بندګانو باندې منت کوي؛ له دې امله چې هغوی خپل مالونه مصرف کړي، او هغه کارونه چې هغوی کړي دي؛ نو فرمایي: (يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا ۖ قُل لَّا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُم ۖ بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ) (دوى په تا د دې احسان كوي چې اسلام يې راوړى دى، ته (ورته)، ووایه: تاسو په ما باندې د خپل اسلام راوړلو احسان مه كوي، بلكې الله پر تاسو باندې احسان كوي دا چې تاسو ته يې د ایمان راوړلو هدایت وكړ، كه تاسو رښتیني يئ). [الحجرات سورت: ایت 17].

او زموږ رب – سبحانه و تعالی - موږ ته خبرداری راکړ چې په هغه څه چې موږ وړاندې کوو منت او احسان و نکړو؛ ځکه دا کار صدقه او ثواب باطلوي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالْأَذَىٰ) (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپل خیراتونه په احسان بارولو (زباتولو) او ضرر رسولو سره مه بربادوئ). [البقرة سورت: ایت 264].

او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- موږ د احسان زباتلو څخه منع کړي یو، نو هغه –صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «ثَلَاثَةٌ لَا يُكَلِّمُهُمُ اللهُ يَوْمَ القِيَامَةِ: المَنَّانُ؛ الَّذِي لَا يُعْطِي شَيْئًا إِلَّا مِنَّةً، وَالمُنْفِقُ سِلْعَتَهُ بِالحَلِفِ الفَاجِرِ، وَالمُسْبِلُ إِزَارَهُ» "درې کسان دي چې الله به د قیامت په ورځ هغوی سره خبرې نه کوي: منان؛ هغه څوک چې له منت او احسان پرته څه نه ورکوي، او هغه څوک چې خپل توکي په بدو قسمونو خرڅوي، او هغه څوک چې پایڅې یې له ښنګرو ټیټې وي". [مسلم روایت کړی].

او په صحیح ډول روایت شوی دی چې هغه - صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «لَا يَدْخُلُ الجَنَّةَ: مَنَّانٌ، وَلَا عَاقٌّ، وَلَا مُدْمِنُ خَمْرٍ» "جنت ته به داخل نه شي: څوک چې منت کوونکی وي، عاق شوی وي (د مور او پلار نافرمانه)، او د شرابو معتاد". [ صحیح حدیث دی. نسائی روایت کړی]

تا په منت سره هغه نعمتونه خراب کړل چې تا ته درکړل شوي وو ... سخي ندی څوک چې ورکړې سره خلکو باندې منت وکړي

له همدې امله؛ د صلاح خاوندانو به پخپل منځ کې داسې ویل: کله چې تا یو سړي ته یو څه ورکړل، بیا وګوره چې که هغه باندې ستا سلام اچول دروند تمامیده؛ هغه ته سلام اچول پریږده.

نيکانو به چې کله له چا سره ښېګڼه وکړه نو هغه به یې هېره کړه، او کله به چې چا هغوی سره ښېګڼه وکړه نو هيڅکله به يې نه هېروله.

او ښه کارونه چې په هر ځای کې وي نه پټیږي

او نه هم د ښو کارونو څښتنان که هر چیرته وي

اې منان ذاته! موږ باندې احسان وکړه چې زموږ حالت او زموږ اولادونه اصلاح شي، او زموږه خاتمه پخیر ولره.