85
په "صحیحينو" کې راغلي: چې رسول الله -صلى الله عليه و سلم- د يو ناروغ اعرابي پوښتنې ته لاړ چې له سختې تبې څخه کړېده، هغه ته یې وویل –د هغه د تسلۍ او هڅونې په موخه - «طَهُورٌ». "پاکي دې وي".
بانډه چي وويل: بلکې دا هغه تبه ده چې پر بوډا باندې راځي، او قبر ته یې ننباسي!
قال: «فَنَعَمْ إِذًا!». هغه وفرمایل: هو، نو هماغسي به وشي!».
د یو انسان روغیدل او یا په خپله ناروغۍ کې پاتې کیدل - ډیری وختونه - یوازې د خپل ځان څخه سرچینه اخلي، که موږ خوشحاله فکرونه ولرو، موږ به خوشحاله یو، او که مونږ د روغیدلو، خوشبینۍ او د الله په اړه د ښه ګمان کولو فکرونه ولرو، موږ به د الله په اجازې سره روغ شو، او که موږ باندې د ناروغۍ او مرض تشویشونه غالب شي نو ډیره شونې ده چې ناروغي به زمونږ څخه لرې نشي.
او زموږ رب –سبحانه و تعالی- د هر ناروغ لپاره د امید دروازه پرانستې ده، هغه –سبحانه و تعالی- و فرمایل: (ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ) (تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم). [غافر سورت: ایت 60]، او هغه -سبحانه وتعالى- فرمایلي- : (وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا) (او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ). [الأعراف سورت: ایت 180].
د هغه له ښکلو نومونو څخه: (الشافي) دی، نو په دې نوم سره الله ته نږدې شه؛ تر څو چې خپلی موخې ته نږدې شې، او اړتیا ترلاسه کړې.
کله به چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- کوم ناروغ ته راغی او یا به ورته راوړل شو، نو هغه به وفرمایل: «أَذْهِبِ البَاسَ رَبَّ النَّاسِ! اشْفِ وَأَنْتَ الشَّافِي، لاَ شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لاَ يُغَادِرُ سَقَمًا» «اې د خلکو ربه تکلیف لرې کړه! شفا ورکړه چې ته شفا ورکوونکی یې، هیڅ شفا نشته پرته ستا له شفا څخه، داسې شفا چې هېڅ ناروغي نه پریږدي». [بخاري او مسلم روایت کړی].
او شفا په لغت کې: له ناروغۍ څخه روغیدل دي.
نو زموږ رب –سبحانه و تعالی- هغه ذات دی چې تکلیفونه او ناروغۍ پورته کوي، او ناروغ ته په اسبابو او امید سره شفا ورکوي، او ممکن دی چې ناروغ پرته له درملو څخه روغ شي، او ممکن ناروغي د درملو په اخیستلو سره له منځه لاړه شي، او هغې باندې د شفاء اسباب مرتب شي، او دواړه د الله –سبحانه و تعالی- قدرت ته په کتو سره برابر دي.
او زمونږ رب – سبحانه و تعالی - لکه څنګه چې بدنونو ته له ناروغیو څخه شفا ورکوي؛ همدارنګه زړونو ته د هغې له ناروغيو څخه شفا ورکوي، او سينو ته د هغوی له تنګستیا څخه، او نفسونو ته د هغوی له ناروغيو څخه شفا ورکوي، نو الله – عزوجل- وفرمايل: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ) (اې خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى). [يونس سورت: ایت 57].
او هغه –سبحانه و تعالی- چا ته چې وغواړي شفا ورکوي، او د ډاکټرانو څخه د شفا پوهه پټوي، که هغه شفا نه وي مقدر کړي.
او هغه –سبحانه و تعالی- یوازې شفا ورکوونکی دی چې هیڅ شریک نلري؛ هیڅ شفا نشته پرته د هغه له شفا څخه، لکه څرنګه چې ابراهیم -علیه السلام- وفرمایل: (وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ) (او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي). [الشعراء سورت: ایت 80]، او لکه څرنګه چې هغه – صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «...لاَ شَافِيَ إِلَّا أَنْتَ» "... پرته له تا څخه شفا ورکوونکی نشته". [بخاري روایت کړی].
او د شفاء ورکوونکي الله له فضل او کرم څخه: چې هیڅ ناروغي يې نده نازل کړې پرته لدې چې دوا یې ورته نازل کړې ده، په صحیح حدیث کې رسول الله – صلی الله علیه وسلم- فرمایي: «يَا عِبَادَ اللهِ تَدَاوَوْا! فَإِنَّ اللهَ -عز وجل- لَمْ يَضَعْ دَاءً إِلَّا وَضَعَ لَهُ دَوَاءً، غَيْرَ دَاءٍ وَاحِدٍ: الهَرَمُ» «اې د الله بندګانو، تاسو د شفا غوښتنه وکړئ! ځکه چې، الله –عزوجل- هیڅ ناروغي یې نده ټاکلې پرته لدې چې د هغې لپاره یې درمل ټاکلي، پرته له یوې ناروغۍ څخه: چې هغه بوډا توب (مرګ) دی. [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
ناروغ باندې ناروغي نازلیږي، د شفا دروازې يې پر مخ تړلی کیږي، ځمکه له پراخوالي سره ورباندې تنګيږي، غمونه يې ډېرېږي، او مخلوق سره ځان لپاره هيڅ پناه ګاه او پټنځای نه ويني، او د هغه حالت داسې وايي:
دې څیزونو کمزوری کړی یم، او دا یو راز دی، او که دا نه وای
د وخت تیریدلو سره به زه کمزوری شوی نه وای
نو کله چې زه خپل سر په خپلو لاسونو باندې تکیه کړم
هغې څخه ما ته هغه څه رواړل شو چې لاسونه کمزوری کوي
کله چې د څاښت راختل شپې لره ستړې کړي
نو هیله کوي چې اې کاش سهار تور شوی وای
نو دلته؛ د نفس د فطرت پر اساس، ناروغ الله ته پناه وړي، او د هغه –سبحانه و تعالی- د دروازې پر وړاندې ځان اچوي، (ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ) (او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي). [النحل سورت: ایت 53]، او مؤمن د شفا ورکوونکي په نوم غږ کوي: اې شفا ورکوونکېه.. اې الله ماته شفا راکړه!
همدا ډول کافر د علاج په هیله د هغه د دروازې پر وړاندې ځان اچوي؛ (فَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَاهُ نِعْمَةً مِّنَّا قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَىٰ عِلْمٍ ۚ بَلْ هِيَ فِتْنَةٌ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ) (نو كله چې انسان ته تكلیف ورسي (، نو) مونږ بلي، بيا چې كله ده ته مونږ له خپله جانبه نعمت وركړو (، نو) دى وايي: دا خو ما ته يوازې (زما) د علم په سبب راكړ شوى دى، بلكې دغه (وركړه) ازمېښت دى، او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي). [الزمر سورت: ایت 49].
له اصرار او صبر څخه وروسته... راحت او خلاصون راځي، او شفا ورکوونکی – جل و علا - د شفا اجازه ورکوي، (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي). [النمل سورت: ایت 62].
د هغه ورکول انعام دی، د هغه مهرباني لویه ده، د هغه سخاوت لوی دی؛ نو اړتیا به پوره شي، او دعاګانې به ومنل شي، او رحمت به نازل شي، او ازموینې به لیرې شي، او شفا به ورکول شي.
ډاکټر څومره ناروغان تداوي کړل ... خو په خپله دردمن پاتې شو
نو ډاکټر مړ شو او ناروغ ژوندی پاتې شو ... نو د خلکو طرف ته راغی چې د ډاکټر د مرګ خبر ورکړي
ابن القیم وویل: "الله –سبحانه و تعالی- خپل بنده د دې لپاره نه ازمایي چې هغه له مینځه یوسي، بلکه هغه د هغه د صبر او بندګۍ د ازمایښت لپاره ازمایي؛ نو بنده باید الله –سبحانه و تعالی- لپاره ستونزمن او د مشقت عبادت ترسره کړي ..
د مؤمن او د نورو تر منځ فرق دا دی: چې مؤمن پوهیږي چې د نړۍ اداره کول د الله –سبحانه و تعالی- په لاس کې دی، او دا چې هغه شفا ورکونکی دی، او هغه د رحم کونکو څخه ډیر مهربان دی، او دا چې ناروغۍ ندي لیږل شوي مګر له خیر سره چې مهربان الله ورباندې پوهیږي؛ (وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ) (او كېداى شي چې تاسو به یو شى خوښوئ، حال دا چې هغه به ستاسو لپاره ډېر بد وي). [البقرة سورت: ایت 216]، نو هرڅومره چې پیښې سختې وي او حالتونه بدل شي؛ په دې اړه به یوازې لویه اراده (د الله اراده) پریکړه وکړي. (وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ) (او الله پر خپل كار غالب دى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي). [يوسف سورت: ایت 21]، ته به یو ناروغ مؤمن، راضي، غاړه ایښودونکی او د هغې ناروغۍ په وجه چې ورباندې راغلې ده د اجر غوښتونکی ومومې.
او مؤمن په دې پوهیږي: "هغه څه چې هغه ته پیښ شوي هغه به ضرور ورته رسیده، او هغه څه چې ورته ندي رسیدلي هغه به هیڅ کله هغه ته پیښ نشي"؛ د هغه – تبارک و تعالی- پدې وینا سره: (قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا) (ته ( دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه راسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلي دي). [التوبة سورت: ایت 51]، او د هغه –صلی الله علیه وسلم- پدې وینا سره: «..وَلَوْ أَنْفَقْتَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا فِي سَبِيلِ اللهِ مَا قَبِلَهُ اللهُ مِنْكَ حَتَّى تُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ، وَتَعْلَمَ أَنَّ مَا أَصَابَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُخْطِئَكَ، وَأَنَّ مَا أَخْطَأَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُصِيبَكَ، وَلَوْ مُتَّ عَلَى غَيْرِ هَذَا لَـدَخَلْتَ النَّارَ» «.. او که ته د احد د غره په اندازه سره زر د الله په لار کې مصرف کړې، الله به یې له تا څخه قبول نکړي ترڅو چې په تقدیر ایمان راوړې، او پدې باندې پوه شې چې هغه څه چې تاته رسیدلي دي هغه به ضرور تاته رسیده، او هغه څه چې تا ته ندي رسیدلي هغه به هیڅ کله تا ته و نه رسیږي، او که ته ددې ایمان خلاف مړ شې ته به اور ته ننوځې». [ صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
علي بن ابي طالب، عدي بن حاتم - رضي الله عنهما- څخه تېر شو، هغه یې غمجن او خپه وليد؛ هغه ورته وویل: اې عدي، زه تا ولې خپه او غمجن وینم؟
هغه وويل: زه به ولې خپه او غمجن نه یم چې زما زامن ووژل شول او سترګه مې وویستلی شوه؟
علي -رضي الله عنه- ورته وفرمايل: اې عدي! څوک چې د الله په هغه حكم راضي شو په هغه باندې به راشي او د هغه لپاره به اجر وي، او څوک چې د الله په هغه حكم راضي نه وي چې هغه باندې مقرر شوی وي، د هغه عمل به لمنځه لاړ شي».
علماوو ويلي دي: هرڅومره چې انسان الله ته اړتيا ولري، د هغه پر وړاندې سر ټیټ کړي، او هغه ته پناه یوسي؛ ځواب به یې هم هماغه اندازه وي، راحت او خلاصون به راشي، او دعا به قبوله شي.
او په مونږ کې داسې څوک نشته چې د ناروغۍ تجربه و نه لري، او دا چې څنګه ناروغۍ زمونږ کمزوري په ډاګه کوي، او دا چې زموږ لپاره هیڅ ځواک او قوت نشته مګر د هغه –تبارک و تعالی- له لارې، او کله چې زموږ څخه یې ناروغي لرې کړه، زمونږ حال به داسې وي لکه څنګه چې شاعر ویلي دي:
مونږ په هر مصیبت کې الله ته دعا کوو ... بیا چې کله سختۍ لرې کړي مونږ هغه هېر کړو
مونږ به څنګه د دعا د قبلیدو تمه کوو ... او موږ ددعا د قبلیدلو لارې په ګناهونو بندې کړي
له الله – عزوجل- سره زموږ تعامل حیرانونکی دی !!
که ته په کومه ناروغۍ اخته يې، نو پوه شه چې الله شفا ورکوونکی دی، او هيڅ شی د هغه د ارادې مخه نشي نیولی، او که ګمان وکړې چې ستا د ناروغۍ هیڅ علاج نشته؛ نو تا پر الله بد ګمان وکړ! ته یوازې په ښه ګمان او ریښتیني پناه وړلو سره هغه ته مراجعه وکړه، صبر وکړه او د ثواب تمه وکړه او صدقه ورکړه، او په غوښتنه کې ټینګار وکړه: اې شفا ورکونکیه! ځکه هغه حق دی، او د هغه خبره حق ده، او هغه په هر څه قدرت لري. (وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ) (او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم). [غافر سورت: ایت 60].
په یو حدیث کې راغلي دي چې هغه –صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «إِنَّ اللهَ حَيِيٌّ كَرِيمٌ يَسْتَحِي إِذَا رَفَعَ الرَّجُلُ إِلَيْهِ يَدَيْهِ أَنْ يَرُدَّهُمَا صِفْرًا خَائِبَتَيْنِ» "الله ډیر حیا لرونکی او سخي دی، کله چې یو سړی خپل لاسونه ورته پورته کړي او هغه یې بیرته خالي او مایوسه وګرځوي". [صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی] او الله – عزوجل- وفرمایل: (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي). [النمل سورت: ایت 62].
او کله چې ته پداسې حال کی اوسې؛ ستا مولا تا ته ډیر لوى اجر او ثواب په برخه کړى دى، هغه – صلی الله علیه وسلم- وفرمايل: «مَا مِنْ مُصِيبَةٍ تُصِيبُ المُسْلِمَ إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا عَنْهُ؛ حَتَّى الشَّوْكَة يُشَاكُهَا» «هیڅ مصیبت نشته چې یو مسلمان ته ورسیږي مګر دا چې الله هغه د هغه لپاره کفاره ګرځوي؛ حتا که یو اغزی د هغه په بدن کې ننوځي". [بخاري - دا د هغه قول دی - او مسلم روایت کړي].
ابن تیمیه -رحمه الله- فرمایلي: «الله د خپل عزت او کرامت په کور کې د لوړو کورونو څښتن دی: یوازې هغه څوک یې ترلاسه کولی شي چې ستونزې او مصیبتونه یې ګاللي وي».
بیا په مصیبت ځپلو باندې ویاړي؛ نو په هر کور کې ژړا، په هر مخ اوښکې، او په هره دره کې بنو سعد شته.
څومره مصیبتونه دي، او څومره صبر کوونکي شتون لري؟!
یوازې ته په مصیبت کې نه یې، او ستا مصیبت د نورو په پرتله لږ دی.
څومره ناروغان د څو کلونو راهیسي په خپلو بسترونو کې دي؟! په ښي او کیڼ اړخ اوړی را اوړي، له درده ځوریږي، او د ناروغۍ له امله چیغې وهي.
او په یاد ولره چې ددې دنیا ژوند د مومنانو لپاره زندان دی، او د غمونو او مصیبتونو کور دی، په دې کې به سهار ماڼۍ د هغې له اوسیدونکو څخه ډکې وي، او ماښام به له تختونو سره خالي او خاورو سره خاورې شي. (لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي كَبَدٍ) (یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى). [البلد سورت: ایت 4].
خپله دنیا لکه څنګه چې ده ومنه، او خپل ځان هغې کې د ژوند کولو سره عادت کړه؛ ځکه ناخوالي د هغې له طبیعت څخه ده، او کمال د هغې له شان او طبیعت څخه ندی.
که د ناروغۍ تریخوالی نه وای ته به د روغتیا په نعمت نه پوهیدې.
او تا ته ایوب –علیه السلام- یو ښه مثال دی..
او مؤمن تل له الله څخه د عافیت غوښتنه کوي، عبدالله التیمي -رحمه الله- به ویل: «له الله څخه د عافیت غوښتنه زیاته کوئ، ځکه چې هغه څوک چې په مصیبت اخته وي، که څه هم د هغه مصیبت سخت وي، د هغه چا په پرتله د دعا مستحق ندی چې صحتمند وي چې له مصیبت څخه خوندي نه دی.
هغه کسان چې نن رنځ وړي هغوی پرون د روغو خلکو څخه وو، او هغه کسان چې له نن څخه وروسته اخته کیږي هغوی نن د روغو خلکو څخه دي».
امام ابن القیم -رحمه الله- فرمايلي: "د ناروغۍ لپاره ترټولو لوی درمل: نیک عملونه، احسان، ذکر، په زارۍ سره دعا، او توبه کول دي".
ډاکټر ته ووایه کله چې مرګ له ځانه سره یووړ اې ډاکټره خپل طب سره ته چا مړ کړې
هغه ناروغ ته ووایه چې وژغورل شو او روغ شو ... پس لدې چې د طبابت فنونه بې وسه او عاجزې شولې ته چا روغ کړې
هغه مهربان، شفا ورکوونکی، صحت ورکوونکی ذات دی، (وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ) (او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي). [الشعراء سورت: ایت 80].
اې الله، اې شفا ورکونکیه! موږ او ټولو مسلمانو ناروغانو ته شفا راکړه؛ اې د جهانونو ربه!