77
ایا موږ د یو څه وخت لپاره فکر کړی او د هغه -عزوجل- دې وینا سره تم شوي یو: (وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ ۚ وَكَفَىٰ بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا) (او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري او ته د هغه له ستاينې سره تسبیح بیانوه او هم الله د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه كافي خبردار دى). [الفرقان سورت: ایت 58]؟
د لوی پادچا لخوا اواز دی .. د هر مومن او مومنې لپاره اواز دی .. د هر ناروغ، اندیښمن او قرضدار لپاره اواز دی.. د هر ویریدونکي یا شکمن لپاره اواز دی..
هغه موږ ته وايي چې هغه لوی کار ساز - عزوجل – دی، او دا چې هغه په هر څه قادر دی؛ هغه ستا ټولې ستونزې په حلونو، او ستا ټول دردونه په روغتیا، او ستا امیدونه په واقعیت، او ستا ویره په امنیت، او ستا اوښکې په مسکا بدلوي.
زه د خپل ځواک، سلطې او قوت څخه بېزار یم ... او زه خپل مالک ته خورا فقیر یم
خپل نفس د هغې له ضعف، اضطراب، نفرت څخه ارامه کړه! او هغه دې ته وهڅوه چې د الوکیل (لوی کار ساز ) له سیوري څخه په دې کرښو کې برخمنه شي، او د الله د نوم (الوکیل) – عزوجل- له رڼاګانو څخه ځان ته واخلي:
نو الله – سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ) (او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الأنعام سورت : ایت 102].
علماوو ويلي دي: الوکيل: هغه څوک دی چې په خپل علم، په بشپړ قدرت او حکمت سره د خپل مخلوق کارونه سمبالوي.
او هغه: هغه ذات دی چې د بندګانو د روزۍ او مصلحتونه تضمین یې کړی، او د هغوی چارې ئې اداره کړي، او دوی ته یې لارښوونه کړې چې کوم شیان د دوی د دنیا او آخرت ګټې دي او کوم شیان یې په زیان کې دي.
او دا هماغه د: ټولو مخلوقاتو لپاره عمومي وکالت دی، (اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ) (الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى). [الزمر سورت: ایت 62].
لیکن دلته یوه ځانګړې وکالت شتون لري؛ دغه وکالت الله – سبحانه و تعالی- خپلو اولیا او د خپل اطاعت کوونکو او مينه پالو لپاره ځانګړى کړی؛ چې هغوی اسانتیاو ته برابروي، او له سختیو څخه یې لرې کوي، او د دوی د چارو کفالت کوي.
له همدې امله الله خپل پېغمبر – صلی الله علیه وسلم- ته او ټول امت ته امر وكړ چې پر هغه باندې توكل وكړي د خپل پدې قول سره: (وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ) (او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري). [الفرقان سورت: ایت 58]، هغه – عزوجل- دوی د خپلې مینې لپاره په خپلې دې وینا سره ځانګړي کړل: (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ) (یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي). [آل عمران سورت: ایت 159].
نو توکل: د مؤمن نښه، د موحد صفت، او د تقوا نښه ده، او دا له سترو مرتبو څخه ده چې له غوره نومونو سره تړاو لري.
ابن القیم -رحمه الله- فرمایلي: توکل: د دین نیمایې ده، او بله نیمایې: توبه کول دي، نو دین: مرسته غوښتل او عبادت دی.
نو توکل: مرسته غوښتل دي، او توبه: عبادت کول دي.
او توکل: د ایمان په زیاتیدو سره زیاتیږي، او په کمیدو سره کمیږي، او هغه څوک چې توکل ونلري هغه ایمان نلري. (وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ) (او تاسو خاص په الله باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مومنان یئ). [المائدة سورت: ایت 23].
نو تا لره د الله –عزوجل- کفایت ستا توکل پورې تړلی دی؛ (وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) (او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى). [الطلاق سورت: ایت 3].
نو ته په خپل توکل کې صادق اوسه ترڅو هغه څه ترلاسه کړې چې ته یې غواړی؛ كه څه هم لوی وي؛ په ترمذي کې راغلي چې رسول الله -صلى الله عليه وسلم- وفرمايل: «لَوْ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَوَكَّلُوْنَ عَلَى اللهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ؛ لَرُزِقْتُمْ كَمَا يُرْزَقُ الطَّيْرُ: تَغْدُوْ خِمَاصًا، وَتَرُوْحُ بِطَانًا» "که چیرته تاسو په الله باندې په حق سره توکل وکړئ ؛ تاسو ته به داسې روزي درکړي لکه مرغانو ته یې چې ورکوي: سهار په تشه خیټه ځي، او ماښام په ډکه خیټه بیرته راځي". [صحیح حدیث دی].
هر څوک غواړي چې په دنیا او آخرت کې د الله – سبحانه و تعالی- په نیز لوړ مقام ترلاسه کړي، او دا کار له رښتینو خلکو پرته نه کیږي چې په خپل توکل سره یې ترلاسه کوي، ځکه چې دې خلکو زړونه په الله – عزوجل- باندې توکل کړی، او د دوی ژبې په سختۍ کې ویلې دې چې: (حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ) (زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى). [آل عمران سورت: ایت 173]، نو عظمت څرګند شو، معجزه ښکاره شوه، او د الله – عزوجل- ساتنه د هغه اولیاوو ته ښکاره شوه.
(حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ) (زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى). [آل عمران سورت: ایت 173]، ابراهیم -علیه السلام- دا خبره هغه وخت وکړه کله چې اور ته واچول شو؛ نو پایله یې څه وه ؟ (قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ) (مونږ وویل: اې اوره! یخ او سلامتیا والا شه په ابراهیم باندې). [الأنبياء سورت: ایت 69].
زمونږ پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم - او د هغه اصحابو -رضي الله عنهم- دا خبره وکړه کله چې دوی ته وویل شول: (إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ) (بېشكه (د مكې) خلق په رښتیا سره ستاسو (سره د جنګ) لپاره راټول شوي دي، نو تاسو له هغوى نه ووېرېږئ، نو (دې خبرې) د هغوى ایمان (نور هم) زیات كړ او ويې ويل:زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى). [آل عمران سورت: ایت 173]؛ نو پایله یې څه وه؟ (فَانقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ) (نو دوى د الله له جانبه په نعمت او فضل سره بېرته راوګرځېدل، په دې حال كې چې ونه رسېد دوى ته هېڅ تكلیف). [آل عمران سورت: ایت 174]
کله چې دې مقام ته ورسیدې؛ د هغه –سبحانه و تعالی- مینې ته رسیدلی یې: (فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ) (بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله باندې توكل كوه، یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي). [آل عمران سورت: ایت 159].
او لدې مینې سره سره به تا ته لوی ثواب هم درکړي: (فَمَا أُوتِيتُم مِّن شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ لِلَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ) (پس تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو (دغه) د دنيايي ژوند فايده ده، او هغه (ثواب) چې د الله په نېز دى (هغه) ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى او خاص په خپل رب باندې توكل كوي). [الشورى سورت: ایت 36].
په خپل توکل کې ریښتینی اوسه، الله به تا له شیطان څخه وساتي؛ (إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ) (بېشكه چې دى، نشته ده ته هېڅ غلبه په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او چې خاص په خپل رب باندې هغوى توكل كوي). [النحل سورت: ایت 99].
او کله چې دښمنان د چال او فریب رسۍ ګانې ولاړې کړي؛ ته هغوی ته د توکل دیوال ولاړ کړه: (۞ وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُم مَّقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللَّهِ فَعَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوا أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوا إِلَيَّ وَلَا تُنظِرُونِ) (او ته دوى ته د نوح خبر ولوله، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! كه چېرې پر تاسو باندې زما اوسېدل او د الله په ایتونو سره (تاسو ته) زما نصیحت كول سخت (او ګران) وي، نو ما خاص په الله باندې توكل كړى دى، نو تاسو له خپلو شریكانو سره د خپل كار پخه اراده وكړئ، بیا دې پر تاسو باندې خپله معامله پټه نه وي، بیا ما ته ضرر راورسوئ او ما ته مهلت (هم) مه راكوئ). [يونس سورت: ایت 71].
که څوک غواړي چې پر دښمنانو برلاسی او له مصیبته خلاص شي؛ هغه باید په الله باندې توکل وکړي: (إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ) (كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته او كه چېرې تاسو (بې مدده) پرېږدي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه بعد به ستاسو مدد وكړي؟ او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي). [آل عمران سورت: ایت 160].
او که مخلوق ستا څخه مخ واړوي؛ نو په وكيل ذات باندې تکیه وکړه: (فَإِن تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ) (نو كه چېرې دوى (د حق له قبلولو نه) وګرځي، نو ته ووایه: ما ته الله كافي دى، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هغه دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى او هم هغه د عظیم عرش مالك دى). [التوبة سورت: ایت 129].
او که له تا څخه د روغې جوړې او سمون غوښتنه وشوه؛ هغې ته د توکل له لارې داخل شه: (۞ وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (او كه دغه (كفار) سولې ته مايل شي، نو ته هم دې ته مايل شه او په الله باندې توكل وكړه، بېشكه هم هغه، ښه اورېدونكى، ښه پوه دى). [الأنفال سورت: ایت 61].
او کله چې ایمان په زړه کې برقراره شو، او ته پوه شوې چې ستا کار د هغه –سبحانه و تعالی- په مخ کې دی؛ ستا توکل باید یوازې پر هغه –عزوجل- باندې وي؛ (قُلْ هُوَ رَبِّي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابِ) (ته ووایه: هغه زما رب دى، له هغه نه غير د عبادت هېڅ لايق نشته، خاص پر هغه باندې ما توكل كړى دى او خاص هم هغه ته زما بېرته ورتله دي). [الرعد سورت: ایت 30]، څوک چې په هر حالت کې توکل له ځانه سره ولري؛ الله –تبارک و تعالی- به هغه ته کافي وي: (وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا) (او ته په الله توكل وكړه او الله ښه كافي دى كار جوړوونكى). [الأحزاب سورت: ایت 3].
هغه سړی چې له خپل کور څخه ووځي او پر الله باندې توکل وکړي؛ نو الله –عزوجل- به د هغه د کار جوړوونكى وي، په صحیح ډول روایت شوی دی چې هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِذَا خَرَجَ الرَّجُلُ مِنْ بَيْتِهِ فَقَالَ: بِسْمِ اللهِ، تَوَكَّلْتُ عَلَى اللهِ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ، يُقَالُ حِينَئِذٍ: هُدِيتَ، وَكُفِيتَ، وَوُقِيتَ. «کله چې یو سړی له کوره ووځي او ووایي: د الله په نوم، زه په الله توکل کوم، د الله پرته هیڅ قوت او ځواک نشته، پدې وخت کې به وویل شي: تا ته لارښونه وشوه، ستا کفایت وشو، او ستا ساتنه وشوه.
فَتَتَنَحَّى لَهُ الشَيَاطِينُ، فَيَقُولُ لَهُ شَيْطَانٌ آخَرُ: كَيْفَ لَكَ بِرَجُلٍ قَدْ هُدِيَ وَكُفِيَ وَوُقِيَ؟» بیا به شیطانان د هغه د خوا نه روان شي، او بل شیطان به ورته ووایي: ته څنګه داسې سړی ته ځان ورسوې چې هدایت، کفایت او ساتنه یې شوی وي؟». [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- صحابه کرام غمجن شول کله چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه دغه خبرې واورېدلې: «كَيْفَ أَنْعَمُ وَصَاحِبُ القَرْنِ قَدْ التَقَمَ القَرْنَ، وَاسْتَمَعَ الإِذْنَ مَتَى يُؤْمَرُ بِالنَّفْخِ فَيَنْفُخُ؟!»، "زه به څنګه خوشحاله اوسم په داسې حال کې چې د ښکر (قرن) څښتن ښکر خپلې خولې کې نیولی، او غوږ یې نیولی چې کله به ورته د پُو کولو امر کیږي چې پُو یې کړي؟"، او کله چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ولید چې دا خبره د دوی لپاره ډیره درنه وه نو هغوی ته یې فرمایل: «قُولُوا: حَسْبُنَا اللهُ ونِعْمَ الوَكِيلُ! عَلَى اللهِ تَوَكَّلْنَا» «الله زمونږ لپاره کافي دی، او هغه تر ټولو ښه كار جوړوونكى دی! موږ په الله توکل لرو». [ صحيح حديث دی. ترمذي روایت کړی].
د توکل مفهوم ډیری خلکو څخه ورک دی! دوی الله هېر کړ، نو هغه –جل و علا- هم دوی هېر کړل، دوی په الله باندې توکل پریښود، نو هغه هم دوی خپل ځان ته وسپارل..
ناروغ ناروغیږي او زړه یې ډاکټر باندې تړل کیږي؛ درمل او ډاکټر باندې تړل کیږي او دا دواړه اسباب دي، او د ځمکې او اسمان څښتن یې هېر کړی، او هغه څوک چې د شفا ورکولو قدرت لري!!
په ځینو باندې مصیبتونه راځي، او فتنې ورباندې سختیږي، او دوی لپاره کارونه تنګیږي، دوی غمونه او اندیښنې زغمي، او د خپلو ملګرو دروازو ته رجوع کوي، غالب او وهاب ذات – جل و علا- هېروي.
دښمنان هغه څاري، مخالفین یې غولوي، د خصومت کوونکو لخوا محاصره کیږي؛ هغه په سخت غم او اضطراب کې وي، او د هغه چا څخه غافل وي چې هغه –سبحانه و تعالی- هغه ته د هغه د ورمېږ د رګ څخه ډیر نږدې دی.
ابن الجوزي وايي: «پرهیزګاران باید پوه شي چې الله - عزوجل – د هغه لپاره کافي دی؛ او خپل زړه دې له اسبابو سره نه نښلوي، هغه – سبحانه و تعالی- وفرمایل: (وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ) (او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى). [الطلاق سورت: ایت 3]».
ځیني خلک شته چې د توکل مفهوم څخه د: تواکل معنا اخلي؛ لکه د یمن یوه ډله چې غوښتل چې حج ته لاړ شي بغیر لدې چې له ځانه سره توښه او خوراک واخلي، او هغوی وويل: "موږ توکل کوونکي یو"، بیا یې له خلکو څخه خوراک په سوال کولو سره اخیسته! نو الله – عزوجل- دا نازل کړ: (وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَىٰ) (او توښه واخلئ، پس یقینًا بهترینه توښه تقویٰ ده). [البقرة سورت: ایت 197]، پدې معنا: چې توښه واخلئ چې ستاسو مخونه له خلکو لرې وساتي، او له سوال کولو د ذلت څخه مو ساتي.
او ځیني وایي: زما رزق لیکل شوی دی؛ زه ولې ځمکه کې هڅه وکړم؟!
له هغه – صلی الله علیه وسلم- څخه په صحیح ډول روایت شوی دی چې یو سړي ورڅخه پوښتنه وکړه: ويې ويل: اې د الله رسوله! و یې تړم بیا توکل وکړم، او یا دا چې خوشې یې کړم بیا توکل وکړم؟ هغه – صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «اعْقِلْهَا وَتَوَكَّلْ» "هغه وتړه بیا توکل وکړه". [حسن حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
او الله -عز وجل- وفرمایل: (فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ ۖ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ) (نو تاسو د دې په اوږو (اطرافو، لارو) كې وګرځئ او د دغه (الله) له رزق نه خورئ او خاص ده ته (ستاسو) بیا ژوندي را پورته كېدل دي). [الملك سورت: ایت 15]، نو د اسبابو اخیستل له توکل سره مخالفت نه کوي، توکل د سبب له اخیستلو پرته سم ندی، کنه نو هغه: لټي او فاسد توکل دی! (رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ) (اې زمونږه ربه! خاص په تا باندې مونږ توكل كړى دى او خاص تا ته مو رجوع كړې ده او خاص تا ته بېرته درتګ دى). [الممتحنة سورت: ایت 4].
زه څنګه په خپل ژوند کې الله باندې توکل وکړم؟
لومړی: د هغه د نومونو او غوره صفاتو په پیژندلو سره، په هره کچه چې د الله -عزوجل- قدر ستا په زړه کې ډیر شي؛ په هماغه کچه به هغه –سبحانه و تعالی- ته نږدې کیږې.
دویم: پر الله- عزوجل- نیک ګمان کول، «أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي...» "زه هغه سي یم لکه څنګه چې زما چې بنده زما په اړه فکر کوي ...". [صحیح حدیث دی. ابن ماجه روایت کړی]، نو هغه انفاق کوونکی انفاق نکوي مګر دا چې پر الله باندې ښه ګمان کوي، دا چې هغه به ورته نیکه بدله ورکوي، او هغه څوک چې د خپلې بسترې څخه پورته کیږي او د خپل رب په وړاندې درېږي، هغه ندی دریدلی مګر دا چې پر الله باندې یې ښه ګمان کړی، همدارنګه عمره کوونکی، حاجي او لمونځ کوونکی ...
دریم: د خپل ځواک پریښودل، او د الله –عزوجل- پر وړاندې خپل ضعف باندې اعتراف کول، او هغه ته د خپلې اړتیا څرګندول، او هغه را بلل دا چې: تا خپل ځان یا د هغه بل مخلوق ته پرې نږدي، او په بل صحیح حدیث راغلي: «اللَّهُمَّ! رَحْمَتَكَ أَرْجُو، فَلَا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ» «اې الله! زه ستا د رحمت غوښتونکی یم، نو د سترګو د رپولو په اندازه هم ما خپل ځان ته مه پریږده». [صحیح حدیث دی. احمد په مسند کې روایت کړی دی].
څلورم: د سبب درلودل؛ لکه دعا چې الله هغه څه چې غوښتل شوي څیز د حاصلولو لپاره سبب ګرځولی دی.
پنځم: د حالاتو په بدلولو کې د الله قدرت په یاد راوستل، او دا چې د ځمکې او اسمانونو واک د هغه په لاس کې دی او هغه پر هر څه باندې قادر دی، او تل په یاد ولره: چې د هغه په لاس کې د هر څه خزانې دي، نو ستا لپاره هیڅ واک نشته لکه د بې وسه، ضعیف، ماتې خوړلي زوی چې واک خپل پلار ته وسپاري، او الله لره لوړ مثال دی، (وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ) (او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى). [غافر سورت: ایت 44].
شپږم: په هغه څه راضي اوسه چې الله تعالی درته تقسیم کړی دی، او په دې باندې باید پوه شي چې خیر په هغه څه کې دی چې الله تعالی تاته ویشلی دی، او که راضي نشې نو دا پدې معنا ده لکه چې بشر الحافي ویلي دي: «له هغو څخه به یو څوک ووايي: (زه په الله توکل کوم) هغه پر الله درواغ وايي! که پر الله یې توکل درلودی هغه به په هغه څه راضي وی چې الله تعالی یې ورسره کوي».
ابن حمدون وايي: «د يوې بوډۍ ښځې پر کښت باندې ګلۍ راغله، له خېمې څخه يې سر راوويست، کښت ته يې وکتل چې سوځېدلی و، نو سر يې اسمان ته پورته کړه او ويې ويل: هر څه دې چې خوښه وي وې کړه؛ ځکه چې زما روزي تا باندې ده!».
که بنده په هغه ژوندي ذات باندې چې نه مري توکل وکړي؛ الله به د هغه ټول کارونه د هغه لپاره را ژوندي کړي، کارونه به یې تکمیل او بشپړ کړي. (وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ ۚ وَكَفَىٰ بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا) (او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري او ته د هغه له ستاينې سره تسبیح بیانوه او هم الله د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه كافي خبردار دى). [الفرقان سورت: ایت 58].
اې الله اې د كار جوړوونكیه! د سترګو د رپ په اندازه مو خپل ځان ته مه پریږده، زمونږ په کمزورۍ رحم وکړه، او زموږ مجبورتیا جبران کړه؛ ته په ټولو شیانو باندې قادر یي.