51
مونږ د الله –جل و علا- د : (اللطیف -جلا جلاله-) له نوم سره تم کیږو؛ د هغه له رڼاګانو څخه برخمن کیږو او د هغه له سیوري څخه برخمن کیږو:
هغه –سبحانه و تعالی- فرمایي: (إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ) (بېشكه زما رب باریك تدبیر والا دى، د هغه (شي) لپاره چې اراده يې وكړي، بېشكه هغه، هم هغه، ښه عالم، ښه حكمت والا دى). [يوسف سورت: ايت 100].
او الله -سبحانه وتعالى- فرمایي- : (لَّا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ ۖ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) (سترګې د هغه ادراك نشي كولى او هغه د سترګو ادراك كوي او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ايت 103].
او لطف په لغت کې: نیکۍ، ښه راغلاست، عزت، مهربانۍ او دقیقو کارونو باندې پوهې ته وایي.
هر کله چې عمل کې مهرباني او لطف کې ادراک یوځای شي، د اللَّـطـِـيـف (په بارکیو پوه) معنا بشپړیږي.
زمونږ رب – جل و علا– په بارکیو پوه دی؛ هغه څوک چې له هغه څخه بل هیڅ څوک لطیف او په باریکیو پوه ندی؛ خپلو بندګانو باندې مهربان دی؛ پر ګناه باندې سمدستي عذاب نه ورکوي، هغه څخه څیز پټ نه پاتې کیږي؛ که هر څومره دقیق، باریک، او کوچنی وي.
او زموږ رب –سبحانه و تعالی- هغه ذات چې پر خپلو بندګانو مهربان او هغوی باندې احسان کوونکی دى له هغه ځايه پر دوى مهربان دى چې دوی نه پوهېږي. (اللَّهُ لَطِيفٌ بِعِبَادِهِ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ) (الله په خپلو بنده ګانو ډېر مهربان دى، هغه روزي وركوي چا ته چې وغواړي). [الشورى سورت: ایت 19]، او هغه؛ هغه ذات دی چې دوی ته یې له هغه ځایه څخه روزي چمتو کړې چې د هغوی تمه نه کیدله.
او زموږ رب – سبحانه وتعالی- هغه ذات دى، چې نه په حواسو سره راګېرېږي، او نه په سترګو ليدل كېږي: (لَّا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ ۖ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) (سترګې د هغه ادراك نشي كولى او هغه د سترګو ادراك كوي او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ایت 103].
الله هغوی ته له بسنې څخه ډیر ورکړ، او د هغوی د ځواک څخه یې په لږ څیز مکلف کړل، او د هغوی لپاره یې په لنډ وخت کې خوښیو ته د رسیدلو اسانتیاوې برابرې کړلې: (إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاءُ) (بېشكه زما رب باریك تدبیر والا دى، د هغه (شي) لپاره چې اراده يې وكړي). [يوسف سورت: ایت 100].
او هغه پر خپل بنده مهربانه دی ... او د هغه په وصف کې نرمي په دوه ډوله ده ... په خپلې پوهې سره د څیزونو رازونه درک کوي ... او مهربانۍ د نیکیو په ځايونو کې
ترڅو تا ته خپل عزت او مهربانۍ ښکاره کړي ... او بنده له دې عالي شان کار څخه غافل دی
ستا مهربان او په بارکیو پوه رب – تبارک و تعالی-؛ تا ته خپل احسان په نرمۍ مهربانۍ سره دررسوي، او هغه ستا په حالت ستا څخه ښه پوه دی، او ستا څخه تا باندې ډیر مهربان دی.
نو كله چې په باریکیو پوه ذات –جل و علا- وغواړي چې پر تا رحم وكړي؛ نو ستا نفس لره د ايمان رڼا درلېږی؛ نو ستا سینه به د هغې په رڼا سره ځلیږي، د بد کاریو او فتنو څخه به نفرت کوي، د نافرمانیو څخه به ډډه کوي، (وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) (او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ایت 103].
نو كله چې په باریکیو پوه ذات – جل و علا- وغواړي چې تا سره مرسته وکړي داسې څیز باندې به امر وکړي چې معمولا دغه کار له اسبابو څخه نه وي؛ نو دا به ستا د بریا تر ټولو ستر لامل وګرځي؛ واقعا چې هغه: (اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) ( ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ایت 103].
كله چې په باریکیو پوه ذات –جل و علا- غواړي چې تا ته شفا درکړي؛ ستا د شفا لپاره به یو عجیب سبب درولیږي، او شاید ترټولو ضعیف سبب وي؛ (اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) (او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ایت 103].
هرکله چې په باریکیو پوه ذات – تبارک و تعالی - غواړي چې تاسو ته روزي درکړي؛ کارونه به اسانه کړي چې ممکن ستا څخه پټ وي، مګر الله هغې باندې پوه دی، ممکن یو فقیر انسان تا ته واستوي او ته هغه لپاره یو څه ورکړې، او هغه ستا لپاره دعا وکړي؛ نو د هغه دعا لپاره د اسمان دروازې پرانستل شي، او تا ته روزي در واستول شي، او هغه څه ترسره کیږي چې د هغه اراده وي، او ته د هغه درک نشي کولی؛ چې هغه : (اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) (او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ایت 103].
که بنده پوه شي چې په باریکیو پوهه ذات د هغه لپاره څه تدبیر نیسي؛ د هغه ملاقات لپاره به یې زړه اوبه شي.
په څومره ناروغیو به اخته کیدلې نو هغه یې له تا څخه لرې کړې...!
څومره مصیبتونه به ستا خوا ته راغلي وي او هغه به یې ستا څخه ګرځولي وي ...!
څومره پورونه به یې پرې کړي وي...!
او څومره غمونه به یې خلاص کړي وي...!
ستا د ځواک یا قوت په واسطه نه، مګر د هغه په مهربانۍ او سخاوت سره!
که خلک د پادشاهانو دروازې ټکوي؛ ته د لوی پادشاه دروازه وټکوه.
او که هغوی د امیر دروازې ته ودریږي؛ نو ته د مهربان الله دروازې ته ودریږه.
او که ناروغي تا ته ورسیږي، او پور تا باندې بار شي، او غایب پسې غمجن شې، او ماشوم باندې وویریږي، او بې وزلي مو ستړي کړي؛ نو په یاد ولره چې هغه : (اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ) (ډېر باریكبین، ښه خبردار دى). [الأنعام سورت: ایت 103].
ځکه هغه هغه څوک دی چې د خلاصون کیلیانې ورسره دي، او خزانې یې ډکې دي، او شپه او ورځ د الله په لاس کې دي. (وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلَّا عِندَنَا خَزَائِنُهُ) (او نشته هېڅ څیز مګر زمونږ سره د هغه خزانې دي). [الحجر سورت: ایت 21].
خوښي له هغه سره ده، امنیت له هغه سره دی، راحت له هغه سره دی، قناعت له هغه سره دی، شفا له هغه سره ده، او د هغه په لاس کې د هر څه پادچاهي ده، او هغه پر هر څه واک لري.
نو ته د هیڅ څه اندیښنه مه کوه کچیرې ته له الله –تبارک و تعالی- سره اوسې؛ كه څه هم د دنيا کړاونه تا باندې زيات شي، نو پوهه شه چې دغه کړاونه به تا لوړ مقام ته ورسوي؛ لکه څرنګه یې چې یوسف -علیه السلام - ورساوه.
ستا له ژوند څخه که څومره شیان پناه (ورک) شي او ته به فکر کوې چې هغه به ستا د خوښۍ لامل و، ډاډ ه اوسه چې الله هغه شیان له تا څخه لرې کړي دي مخکې لدې چې ستا د بدبختۍ لامل شي.
او که غواړې چې د مهربان الله – عزوجل- په ملتیا کې اوسې؛ نو د هغه په شريعت خوشحاله اوسه، د هغه په نعمت شکر وباسه، د هغه په پادشاهۍ کې فکر وکړه، د هغه په یاد کې خوشحاله اوسه، د هغه له ویناوو څخه خوند واخله، هغه د رب په توګه، او د هغه کتاب د لارښود په توګه، او د هغه پیغمبر د رسول په توګه ومنه.
د الله – تبارک و تعالی- ملتیا له سبب پرته نه راځي، او لاس ته نه راځي پرته له ستړيا څخه، نو په هغه وخت کې به ستا په زړه کې اُنس او صمیمیت پیدا شي، او ستا اندیښنې به له منځه لاړې شي، د ژوند ستړیاوې او د دنیا مصیبتونه به هیرې کړې.
زموږ رب (په باریکیو پوه) مهرباني خوښوي، او له تاسره مینه کوي کچیرته له مخلوق سره په مهربانۍ او رحم چلند وکړې.
په صحیح حدیث کې هغه -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «أَلاَ أُخْبِرُكُمْ بِمَنْ يَحْرُمُ عَلَى النَّار -أَوْ بِمَنْ تَحْرُمُ عَلَيْهِ النَّارُ-: عَلَى كُلِّ قَرِيبٍ هَيِّنٍ سَهْلٍ» "ایا زه تاسو خبر نکړم چې څوک په اور باندې حرام دی– او یا اور د چا لپاره حرام دی: پر هر نږدې، نرم، او اساني کوونکي باندې". [ صحیح حدیث دی. ترمذي روایت کړی].
هرکله مو چې د الله مهربانۍ ته اړتیا پیدا شوه ترڅو تاسو له هغه څه څخه روغ کړي چې تاسو ته یې زیان رسیدلی؛ نو الله ته خپل ضعف او کمزوري څرګنده کړه، او پر مسلمانانو مهربانه اوسه؛ په ځانګړې توګه ضعیفانو باندې.
اې زما الله، ته د احسان وړ یې ... او ستا لپاره سخاوت او لویه مهرباني ده ... اې زما الله، زما په زړه کې غمونه دي ... او زما حال باندې دوست نه خوشحالېږي
اې زما الله، زما لپاره بخښنه وکړه ځکه چې زه ... پر دروازو باندې متواضع او ذلیل ولاړ یم
اې الله! پر مونږ رحم وکړه، موږ لره ستا خوا ته نږدې والی په برخه کړه، ستا په اطاعت کولو باندې زموږ سره مرسته وکړه، او مونږ ته ښه پایله راکړه.