37
په داسې وخت کې چې الله غواړي چې ته پوهه شې: چې هغه د عرش د پاسه برقراره دی، هغه غواړي چې تاسو ډاډه شئ: چې هغه ستا خبرې اوري او ستا کارونه ویني؛ او له هغه څخه ستا هیڅ شی پټ ندی، ستا مناجات، غږ او خبرې اوري، ستا خاطرې د هغه لپاره روښانه دي، ستا دعاګانې اورېدل کېږي، ستا غوښتنه منل کېږي، ستا د بخښنې غوښتنه او توبه قبلېږي.
آیا دردونو مات کړی یې؟ آیا ستا روح د خپل رب په شوق کې ژاړي؟ الله ستا ژړا اوري، او هغه ستا د شا (څټ) رګ څخه هم تا ته نږدې دی؛ هغه تا ته ځواب درکوي، ستا غم محو کوي، ستا پریشانۍ خلاصوي ... هغه اوریدونکی، ښه پوه ذات دی.
هغه – سبحانه و تعالی- د خپل ځان په ستاینه کې فرمایي: (وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى) [البقرة سورت: ایت 137]، د الله (السمیع) نوم: د هغه ګران کتاب کې په څلور پنځوس ځایونو کې ذکر شوی دی.
زموږ رب – سبحانه و تعالی- اوریدونکی دی؛ د هغه اوریدل ټول آوازونه را ګیروي، د پورته او ښکته نړۍ ټول غږونه اوري؛ پټ او ښکاره غږونه، ګواکې دا ټول یو غږ وي، د هغه په نیز غږونه یو له بل سره نه ګډېږي، او ټولې ژبې له هغه څخه نه پټېږي، نږدې او لرې، پټ او ښکاره ورته برابر دي، هغه – سبحانه و تعالی- فرمایي : (سَوَاءٌ مِّنكُم مَّنْ أَسَرَّ الْقَوْلَ وَمَن جَهَرَ بِهِ وَمَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍ بِاللَّيْلِ وَسَارِبٌ بِالنَّهَارِ) (د هغهٔ په وړاندې ټول) (يو برابر دي، څوك چې په تاسو كې خبره ورو وكړي او څوك چې يې څرګنده وكړي او هغه څوك چې هغه په شپه كې پټېدونكى دى او په ورځ كې ظاهرېدونكى دى) [الرعد سورت: ایت 10].
او پدې نوم کې د خالق –سبحانه و تعالی- اشتراک له مخلوق سره د مشابهت په معنی ندی –الله تردې ډیر لوړ دی!-؛ ځکه چې د مخلوق صفتونه د هغه د ضعف، کمزورۍ او د هغه د خلقت سره مطابقت لري، او د خالق –تبارک و تعالی- صفات د هغه د کمال او عظمت سره ښایي . (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [الشورى سورت: ایت 11].
دلته د اورېدا معنا: اورېدل او احاطه کول دي. (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ) (یقینًا الله د هغې ښځې خبره واورېدله چې له تا سره يې د خپل خاوند په باره كې بحث (او سوال و جواب) كاوه او الله ته يې شكایت كاوه او الله ستاسو د دواړو سوال او جواب اورېده، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [المجادلة سورت: ایت 1]، او د: ځواب ورکولو او قبلولو په معنا راځي: (إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ الدُّعَاءِ) (بېشكه زما رب خامخا د دعا ښه اورېدونكى دى) [إبراهيم سورت: ایت 39].
او هغه اوریدونکی دی، چې هر څه ویني او اوري
پټ او ښکاره په کاېناتو کې
او د هر غږ لپاره حاضر غوږ لري
نو پټ او ښکاره هغه ته یو شان دی
او اورېدل د هغه نه پراخه اواز والا دي چې
پټ دي او همدارنګه نږدې
په “صحيحینو” کې راغلي دي: چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم – له صحابه و-رضي الله عنهم – څخه واوریدل چې په لوړ اواز یې خپل رب رابله: هغه -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «أَيُّهَا النَّاسُ! ارْبَعُوْا عَلَى أَنْفُسِكُمْ؛ فَإِنَّكُمْ لاَ تَدْعُوْنَ أَصَمَّ وَلَا غَائِبًا، وَلَكِنْ تَدْعُوْنَ سَمِيعًا بَصِيرًا»، "اې خلکو! ځانونو باندې رحم وکړئ؛ ځکه چې تاسو کوڼ او غایب نه رابلئ، بلکه تاسو اوریدونکی او لیدونکی رابلئ". او هرکله چې بنده خپل غږونه او مناجات پای ته ورسوي نو اجابت به راڅرګند شي.. ځکه چې هغه ښه اوریدونکی او ډیر پوه دی.
هغه د مجبورانو غږ اوري، د اړمنو دعا قبلوي، د مصیبت ځپلو سره مرسته کوي، او د ثنا ویونکو ثنا اوري، او د دعا کونکو دعا اوري، په توره شپه کې د ښویه ډبرې پر سر د تور میږې د پښو غږ اوري، د زړونو خاطرې اوري، د نفسونو اندیښنې اوري، او د ضمیرونو مناجات اوري.
یوه ښځه راغله چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره د خپل میړه د شخړې په اړه خبرې وکړي - او هغه خوله – رضی الله عنها – او عایشه -رضی الله عنها- د کور په کونج کې وې، هغه وايي چې هغې به یوه کلمه اوريدله او یوه کلمه به یې نه اوریدله، او له دې بحث وروسته جبرائیل -علیه السلام- پر محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله – عزوجل- دغه قول نازل کړ: (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ) (یقینًا الله د هغې ښځې خبره واورېدله چې له تا سره يې د خپل خاوند په باره كې بحث (او سوال و جواب) كاوه او الله ته يې شكایت كاوه او الله ستاسو د دواړو سوال او جواب اورېده، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [المجادلة سورت: ایت 1]، څومره عجیب نږدې والی، لویه پوهه، او د اوریدلو احاطه لري!
الله خپلو اولیاوو ته غوږ نیسي: هغه هم د ځواب، ساتنې او توفیق اورېدا، داسې اوریدا چې د هغوی ویره آراموي لکه څرنګه چې یې د موسی -علیه السلام- ویره آرامه کړه، کله چې هغه د فرعون په لوري له تګ څخه ویره اعلان کړه، نو هغه – جل و علا - ورته وفرمایل: (لَا تَخَافَا ۖ إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَىٰ) [(الله) وویل: تاسو مه وېرېږئ، بېشكه زه له تاسو سره یم، زه اورم او زه وینم] [طه سورت: ایت 46].
الله د دوی ساتونکی دی او الله له دوی سره حساب كونکی دی؛ او هغه کافي دی د حسابۍ لپاره !
که ویرې تا په څپیړه ووهي، او مشکلات درباندې راشي؛ نو خپل رب ته په دې ستر نوم سره ځان نږدې کړه؛ لکه څنګه چې انبیاوو -علیهم السلام- پدې نوم سره الله تعالی ته ځان نږدې کړی و، هغه ذات چې مناجات اوري، د اړتیا په وخت کې ځواب ورکوي، او شر لمنځه وړي .. نو بل چا ته خپل مشکل مه څرګندوه، هغه ته په سجده پریوځه، د هغه په دروازه کې خپله سوارلۍ ښکته کړه، له هغه سره خبرې وکړه او د هغه په وړاندې وژاړه، بیا د خلاصون په تمه شه.
زکریا -علیه السلام- الله هغه ته هغه څه ورکړل چې د هغه په زړه کې و وروسته له دې چې هغه په پټه رابللی و؛ (إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ نِدَاءً خَفِيًّا) (كله چې ده خپل رب ته اواز وكړ ډېر ورو اواز) [مريم سورت: ایت 3]، نو هغه ته یې صالح اولاد ورکړ؛ وروسته لدې چې د هغه په نوم یې تضرع او غوښتنه وکړه: (رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ) (اې زما ربه! ما ته له خپلې خوا نه ښه پاكیزه اولاد راكړه، یقینًا ته د دعا ښه اورېدونكى يې) [آل عمران سورت: ایت 38].
ابراهیم -علیه السلام- په دې نوم له الله څخه غوښتنه کوي چې عمل یې قبول کړي؛ کله چې هغه او د هغه زوی اسماعیل -علیهما السلام- د کعبې د جوړولو کار پای ته ورساوه: (رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، ته چې يې، خاص ته، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې) [البقرة سورت: ایت 127].
په دې مبارک نوم سره ابراهیم -علیه السلام- د الله شکر ادا کړ چې د هغه دعا یې قبوله کړه: (الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَهَبَ لِي عَلَى الْكِبَرِ إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ ۚ إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ الدُّعَاءِ) (ټوله ثنا خاص د هغه الله لپاره ده چې ما ته يې سره له زوړوالي نه اسماعیل او اسحاق رابخښلې دي، بېشكه زما رب خامخا د دعا ښه اورېدونكى دى) [إبراهيم سورت: ایت 39].
په دې نوم سره، د عمران میرمن د خپل کار په منلو سره خپل رب ته نږدې کیږي؛ کله چې هغې په هغه څه نذر وکړ چې د هغې په ګېډه کې و: (إِذْ قَالَتِ امْرَأَتُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) (كله چې د عمران ښځې وویل: اې زما ربه! بېشكه ما تا لپاره نذر منلى دى د هغه چې زما په ګېډه كې دى، په دې حال كې چې ازاد به وي، نو ته يې له ما نه قبول كړه، بېشكه هم ته ښه اورېدونكى، ښه پوه يې) [آل عمران سورت: ایت 35].
د فاسدو پلانونو له مخې دنیا په یوسف -علیه السلام- باندې راتنګه شوه؛ نو خپل رب ته یې یې اواز وکړ: (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ ۖ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ (33) (هغه وویل: اې زما ربه! بندي خانه ما ته ډېره خوښه ده له هغه كار نه چې دوى ما هغه ته بلي او كه ته زما څخه د دوى مكر و فریب وانه ړوې (، نو) زه به دوى ته مايله شم او شم به له جاهلانو نه. فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (34)) (نو خپل رب يې د ده دعا قبوله كړه، نو له ده نه يې د دوى مكر او فریب وګرځاوه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى) [يوسف سورت: ایتونه 33-34].
یونس -علیه السلام- د کب په ګېډه کې غږ کوي: (لَّا إِلَٰهَ إِلَّا أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ) (نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، بېشكه هم زه له ظالمانو څخه یم) [الأنبياء سورت: ایت 87]، هغه کمزوری غږ چې له دریو تیارو څخه راوتلی اسمان یې څیري کړ، نو بیا اوریدونکي او پوه ذات – جل و علا- هغه له غمه وژغوره: (فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ) (نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه له غم نه خلاص كړ) [الأنبياء سورت: ایت 88].
او الله – سبحانه و تعالی- خپل بنده ازمایي ترڅو د هغه شکایتونه، زارۍ او دعاګانې واوري، الله –سبحانه و تعالی- فرمايي: (قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّهِ) (هغه وویل: بېشكه همدا خبره ده چې زه د خپلې پرېشانۍ او غم فرياد الله ته كوم) [يوسف سورت: ایت 86].
انسي او جني شیطانان به په تا راټول شي؛ نو تا ته به وسوسې او قهر در اچوي تر څو ته خفه او غمجن شې، نو الله تا ته امر کوي چې له هغه څخه مرسته وغواړه او له هغوی څخه د هغه په دوو نومونو (السميع العليم) سره پناه وغواړه: (وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ) (او كه چېرې د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه ونيسه، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى) [الأعراف سورت: ایت 200].
د کعبې کور ته نږدې دوه قريشي او یو ثقفي يا دوه ثقفي او یو قريشي سره يو ځای کيږي؛ او د صحابه کرامو په اړه وايي: د دوی په ګیډو کې غوړ ډېر دي، خو زړونه یې لږ عقل لري، یو یې وویل: ته فکر کوې چې الله –تعالی- هغه څه اوري چې موږ یې وایو؟
بل وویل: که په لوړ غږ خبرې وکړو هغه یې اوري، او که پټې خبرې وکړو هغه یې نه اوري.
او بل وویل: که هغه واوري کله چې موږ په لوړ غږ خبرې وکړو؛ نو هغه زموږ پټې خبرې هم اوري! بیا الله – سبحانه و تعالی- دغه آیت نازل کړ: (وَمَا كُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَن يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَا أَبْصَارُكُمْ وَلَا جُلُودُكُمْ وَلَٰكِن ظَنَنتُمْ أَنَّ اللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًا مِّمَّا تَعْمَلُونَ (22) (او تاسو به (د ګناه د كولو په وخت كې) ځان له دې نه نه پټولو چې په تاسو به ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې او ستاسو څرمنې ګواهي وركړي او لېكن تاسو به دا خیال كاوه چې بېشكه الله په ډېرو هغو كارونو نه پوهیږي چې تاسو يې كوئ. وَذَٰلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِي ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ أَرْدَاكُمْ فَأَصْبَحْتُم مِّنَ الْخَاسِرِينَ (23)) (او دغه ستاسو هغه (خراب) ګمان دى چې تاسو به په خپل رب (دغه) ګمان كاوه، دغه تاسو هلاك كړئ، نو له تاوانیانو ځنې شوئ) [فصلت سورت: ایتونه 22-23].
زموږ نبي -صلی الله علیه وسلم- به په دغو دوو نومونو:(السميع العليم) پناه غوښته، كله چې د شپې لمانځه لپاره پاڅېده؛ هغه به ویل: «أَعُوذُ بِاللهِ السَّمِيعِ العَلِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ؛ مِنْ هَمْزِهِ وَنَفْخِهِ وَنَفْثِهِ» "زه هغه الله ته پناه غواړم چې اوریدونکی او پوهه دی د رټل شوي شیطان څخه؛ د هغه د هڅولو، او پو کولو څخه". [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
او هغه – صلی الله علیه وسلم- په دغو دوو نومونو سره (السميع العليم) پناه غوښتله، له هر هغه مصیبت څخه چې ورته رسیده: «مَنْ قَالَ: بِسْمِ اللهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ العَلِيمُ، ثَلَاثَ مَرَّاتٍ؛ لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ حَتَّى يُصْبِحَ، وَمَنْ قَالَهَا حِينَ يُصْبِحُ ثَلَاثُ مَرَّاتٍ؛ لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ حَتَّى يُمْسِـيَ» "چاچې وویل: د هغه الله په نامه چې ضرر نشي رسولی د هغه له نوم سره هیڅ یو شی پر ځمکه او نه په آسمان کې او هغه اورېدونکی او پوهه دی، درې ځلې، نو تر سهاره پورې به ورته هیڅ شی ضرر ونه رسوي، او چا چې سهار درې ځلې وویل، نو تر شپې پورې به ورته هیڅ شی ضرر ونه رسوي". [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].
او د دې نوم (السمیع) په احساس کولو سره تا دې ته هڅوي چې دایم هغه –سبحانه و تعالی- ته نږدې اوسې.
اې اوریدونکیه.. اې د علم څښتنه! موږ له هغو کسانو څخه وګرځوه چې ستا نه یې غواړي او ته یې ځواب ورکوې، او هغه تاته تضرع او عاجزي کوي او ته ورباندې ورحمیږې.