له انس -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ السَّلَامَ: اسْمٌ مِنْ أَسْمَاءِ اللهِ -تَعَالَى-، وَضَعَهُ اللهُ فِي الأَرْضِ؛ فَأَفْشُوا السَّلَامَ بَيْنَكُمْ» «السلام: د الله –تعالی- له نومونو څخه یو دی، چې الله په ځمکه کې ایښی دی؛ نو تاسو په خپل منځ کې سلام خپور کړئ». [صحیح حدیث دی. بخاري په «الأدب المفرد» کې روایت کړی].
مؤمن بیا هم له الله څخه په دنیا او آخرت کې د سلامتیا غوښتنه کوي؛ اما د دنیا سلامتیا: هغه ظاهري او باطني ده:
ظاهري: لکه د ناروغیو او مرضونو څخه روغتیا، او له هر هغه څه نه په امن کې پاتې کیدل چې بد ګڼل کیږي.
او باطني په دې دنیا کې: د دین خوندیتوب، او د کفر، بدعت او نافرمانۍ څخه د یقین خوندیتوب.
دا هغه څه دي چې مؤمن یې غوښتنه کوي او دا د ایمان ترټولو قوي دلیل دی، که دا تاسو ته درکړل شي، نو تاسو به د روغ زړه څښتن اوسئ، او د سلامتیا کور ته به ننوځئ.
هرڅوک د سلامتیا او خوندیتوب په لټه کې دي، او الله – تبارک و تعالی- سلام دی.
ابن القیم -رحمه الله- وایي: «څومره کسان به وي چې دا نوم یې یاد کړی وي نه پوهیږي چې پدې نوم کې څه رازونه او معنا ګانې شتون لري !!».
هغه –تبارک و تعالی- فرماېلي: (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ) ( دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) پادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتيا وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور) دی. [الحشر سورت: ایت 23].
زموږ السلام رب –جل و علا-: له هر عیب او نیمګړتیا څخه سالم دی؛ د خپل ذاتي کمال، صفتونو او خپلو اعمالو د بشپړتیا له مخې سالم دی.
نو سلامتیا: بې زاري، او ویل شوي چې : هوساینې او عافیت ته ویل کیږي.
او هغه سلام دی او په حقیقت کې هم سالم دی
له هر ډول تمثیل او نیمګړتیاو څخه سالم دی
او زموږ رب - جل و علا- له هر نوم څخه پدې نوم سره ډیر مستحق دی چې ورته ورکړل شوی دی.
د الله –عزوجل- په صفتونو کې پدې نوم کې فکر وکړه! نو د هغه ژوند له مرګ څخه سلامتیا ده، له پرکالۍ او خوب څخه، او د هغه نظام چلول او قدرت یې د ستړي والي څخه سلامتیا ده.
او د هغه په پوهې کې فکر وکړه! چې له هغه څخه هیڅ څیز نه جلا کیږي، یا د هیریدلو ستونزه ورته پیدا شي، او یا په یاد راوړولو او فکر کولو ته اړمن شي! (وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ) ( او ستا له رب څخه نه په ځمكه او نه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه لدې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي) [يونس سورت: ایت 61] ، (وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا) (او ستا رب هیڅكله هېروونكى نه دى) [مريم سورت: ایت 64].
او د هغه خبرې له درواغو او بې انصافۍ څخه خوندي دي، بلکې د هغه خبرې په حق او انصاف سره كمال ته رسېدلې دي: (وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا) (او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده) [الأنعام سورت: ایت 115].
د هغه بې نیازي په یو ډول او د نورو له اړتیا څخه سالمه ده، بلکې له هغه څخه پرته ټول ورته محتاجه دی، او هغه له ټولو څخه بې نیازه دی.
او د هغه پادشاهي د هر ډول منازعه کوونکي او یا ګډون کوونکي، یا مرستیال یا غلبه کوونکي څخه سالمه ده.
او د هغه مهرباني، د هغه عفوه، د هغه بخښنه، او بنده ته یې له ګناه څخه تېریدل لري دي له دې چې هغه اړتیا ولري او یا د هغه سپکاوی وشي او یا د رول لوبولو په موخه کوم کار وکړي؛ لکه څنګه چې د هغه پرته نور خلک یې کوي.
حتی د هغه عذاب ورکول او انتقام هم خالي دي لدې نه چې دا دې د ظلم، زړه یخوالي، بې رحمۍ او سختۍ له مخې وي، بلکې دا د هغه خاص حکمت او عدالت دی، (وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ) (او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى ندى) [فصلت سورت: ایت 46].
د هغه په قضا او قدر کې فکر وکړه! هغه پاک دی له عبث، بې انصافۍ، او ظلم څخه.
د هغه په شریعت او دین کې فکر وکړه! هغه له تضاد، اختلاف او ګډوډۍ څخه پاک دی. (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا) ( ایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له طرفه وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و) [النساء سورت: ایت 82].
خپل عرش باندې د هغه استوا او لوړوالی خالي دي لدې نه چې دا دې محتاج وي یو څه ته چې دا بار کړي او ورباندې استوا وکړي، بلکې عرش هغه ته محتاج دی او د هغه حمل کوونکي هغه ته محتاج دي؛ هغه د عرش، د هغه د حمل کونکو څخه بې نیازه دی، او همدارنګه پرته له خپل ذات څخه له نورو ټولو څخه بې نیازه دی.
او د هغه اوریدل او لیدل بچ دي له هر هغه څه چې تشبیه کوونکی یې تصور کوي، او یا تعطیل کوونکی یې وايي.
حتی د خپلو دوستانو سره د هغه مینه د مخلوق سره د مخلوق د مینې له نښو څخه خالي او سالمه ده. داسې چې د مخلوق مېنه د ضرورت او اړتیا له مخې وي، او یا چاپلوسي وي، او یا د هغه د نږدې کېدو هدف د هغه نه فاېده پورته کول وي.
او د الله درود او سلام په خپلو پیغمبرانو او رسولانو باندې د دوی د ایمان او نیکۍ له امله و؛ تر څو بشر همدغه تګلاره تعقیب کړي؛ او هیڅوک دې هغوی په بدۍ نه یادوي: (وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ) (او سلام دې وي په رسولانو باندې) [الصافات سورت: ایت181] ، بیا الله –عزوجل- یحیی -علیه السلام- ته عزت ورکړ؛ هغه یې په څو ځایونو کې په سلام باندې ځانګړی کړ - ویل کیږي-: دغه ځایونه د مخلوقاتو لپاره ترټولو د وحشت او تعجب ځایونه دي -: هغه ورځ چې پيدا شو؛ خپل ځان به د هغه څه څخه بهر وویني چې هغه پکې وو، او هغه ورځ چې دى به مري؛ هغه به داسې خلک وویني چې مخکې یې نه وو لیدلي، او کله چې بیا راژوندی شي؛ او هغه وخت به ځان په لوی محشر کې وویني؛ (وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا) (او پر ده دې سلام وي په هغې ورځ چې دى پيدا شو او په هغې ورځ چې دى به مري او په هغې ورځ چې دى به بیا ژوندى راپورته كړى شي) [مريم سورت: ایت 15].
څوک چې د الله –تبارک و تعالی- د لارښوونو پیروي کوي - د هغه له غضب او عذاب څخه خوندي دی، او دا د الله ددې قول په معنی ده: (وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ) (او (له عذاب نه) سلامتي ده د هغه چا لپاره چې د هدایت پیروي وكړي) [طه سورت : ایت 47].
او جنت: د سلامتیا كور دی: (۞ لَهُمْ دَارُ السَّلَامِ عِندَ رَبِّهِمْ) (د دوى لپاره د خپل رب په نیز د سلامتۍ كور دى) [الأنعام سورت: ایت 127].
او الله -تبارک وتعالى- به په جنت کې په خپلو بندګانو سلام وایي: (سَلَامٌ قَوْلًا مِّن رَّبٍّ رَّحِيمٍ) (سلام دى (چې دوى ته به ویلى شي) ښكاره ویل د رب له جانبه، چې ډېر مهربان دى) [يس سورت: ایت 58].
او ملاېکې هغو صالحو بندګانو ته سلام کوي کله چې د دوی روح اخلي او هغوی ته ډاډ ورکوي: (الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ طَيِّبِينَ ۙ يَقُولُونَ سَلَامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ) (هغه كسان چې ملايک يې (روح) قبض كوي، په دې حال كې چې هغوى پاك وي، دوى به (ورته) وايي: پر تاسو دې سلام وي، تاسو جنت ته داخل شئ، په سبب د هغو (نېكو) عملونو چې تاسو به كول) [النحل سورت: ایت 32].
د الله له عبادت څخه د هغه د السلام –سبحانه و تعالی- په نامه عبادت کول دي: دا چې د مسلمان زړه او ژبه د مسلمانانو له هر ډول ضرر څخه سالم وې؛ ځکه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «المُسْلِمُ: مَنْ سَلِمَ المُسْلِمُوْنَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللهُ عَنْهُ» "مسلمان هغه څوک دی چې د ژبې او لاس څخه یې مسلمانان په امن وي، او مهاجر هغه څوک دی چې د الله –تعالی- لخوا منع شوي کړنې پریږدي". [ بخاري او مسلم روایت کړی].
د ضرر د مخنيوي تر کچې یې حق نه ادا کېږي، بلکې د دې ستر نوم حق په بشپړ دول بايد ادا شي؛ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «إِنَّ السَّلَامَ: اسْمٌ مِنْ أَسْمَاءِ اللهِ -تَعَالَى-، وَضَعَهُ اللهُ فِي الأَرْضِ؛ فَأَفْشُوا السَّلَامَ بَيْنَكُمْ» «السلام: د الله –تعالی- د نومونو څخه یو نوم دی، چې الله په ځمکه کې ایښی دی؛ نو تاسو په منځ کې سلام (سوله، سلامتیا) خپره کړئ». [صحیح حدیث دی. بخاري په ادب المفرد کې روایت کړی].
او د سلام«السلام عليكم» له فضيلت څخه : دا دی چی دا د امن او سلامتیا کور ته رسوي، په صحيح روايت سره راغلي چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- وفرمايل: «لَا تَدْخُلُونَ الجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوْا، وَلَا تُؤْمِنُوْا حَتَّى تَحَابُّوْا، أَوَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى شَيْءٍ إِذَا فَعَلْتُمُوْهُ تَحَابَبْتُمْ؟ أَفْشُوْا السَّلَامَ بَيْنَكُمْ» «تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمن نه شئ تر څو چې یو له بل سره مینه ونه کړئ، ایا زه تاسو ته د داسې لارې لارښوونه ونه کړم کچیرته هغه ترسره کړئ خپل منځ کې به مو مینه زیاته شي؟ خپل منځ کې سلام خپور کړئ». [مسلم روایت کړی].
داسې نه ویل کیږي چې: السلام على الله! یعنې په الله تعالی دې سلام وي
ځکه سلام د الله لپاره دی او د هغه له طرفه دی، او کله چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د صحابه کرامو څخه واورېدل چې ویل یې: السلام علی الله! رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «إِنَّ اللهَ هُوَ السَّلَامُ، وَلَكِنْ قُوْلُوْا: التَّحِيَّاتُ لِلهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالحِينَ. «یقینا الله سلام دی، مګر ووايئ: ثنا،ستاینې او پاکي الله لره دي،ای نبي ! پرتا دې سلام،د الله رحمت او برکتونه وي، پر مونږ او دالله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله بنده او رسول دی.
أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمْدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ» شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله بنده او رسول دی». [بخاري روایت کړی او مسلم هم په همدې ډول روایت کړی].
او بل روایت کې راغلي: «فَإِنَّكُمْ إِذَا قُلْتُمُوْهَا أَصَابَتْ كُلَّ عَبْدٍ لِلهِ صَالِحٍ فِي السَّمَاءِ وَالأَرْضِ» "که تاسو دا ووایاست، دا به په اسمانونو او ځمکه کې د الله هر نیک بند ته ورسیږي". [بخاري او مسلم روایت کړی].
اې الله، ته سلام یې، او ستا له طرفه سلامتیا ده، ته د برکت والا یې، اې د عظمت او عزت خاونده.
اې الله! ماته زما دین سم (برابر) کړه، هغه چې زما د هرې چارې ساتونکی (بچ کوونکی) دی، او ماته زما دنیا سمه (برابره) کړه، هغه چې زما ژوند پکې دی، او ماته زما آخرت سم (برابر) کړه، هغه چې زما ورته بېرته ګرځېدل دي، او موږ د سلام کور ته داخل کړه، اې زموږ ربه! ته په هر څه قادر یې.