Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

38

البــــَصِـــيرُ (هر څه لیدونکی) ذات -جل جلاله-

ابو نعيم په الحليه كې ليكلي دي چې امير المؤمنين عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- د شپې له خوا د مدينې په کوڅو كې تېر شو؛ له یوې بوډۍ ښځې یې واورېدل چې خپلې لور ته یې وویل: «شیدې له اوبو سره ګډې کړه، نجلۍ ورته وویل: ته نه پوهېږې چې عمر -رضی الله عنه- د شیدو له اوبو سره ګډول منع کړي؟ بوډۍ وویل: او عمر چیرته دی چې مونږ وویني؟! نجلۍ چې د الله – تبارک و تعالی- لخوا یې د هغوی دواړو په لیدلو یقین درلود وویل: که عمر مونږ ونه ویني؛ د عمر رب خو مو ویني!».

په دې دنیا کې داسې خلک شته چې په لوړ مقام، دايمي امن، دايمي خوښۍ، او په حق کې استقامت، او له بندګۍ څخه خوند اخلي؛ او دا یوازې د دې لپاره دي چې دوی پوهیږي چې: الله هر هغه څه ګوري چې دوی یې کوي.

د الله (البصیر) نوم په قرآن کریم کې په دوه څلویښتو ځایونو کې ذکر شوی دی، هغه – سبحانه و تعالی - فرمایلي: (إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ) (بېشكه الله هغه عمل لره ښه ليدونكى دى چې تاسو يې كوئ) [البقرة سورت: ایت 110]،

زمونږ رب چې هر څه ویني؛ که هرڅومره دقیق او واړه وي، نو هغه په توره شپه کې د تور میږي د پښو اواز اوري چې په خویه ډبرې روان وي، هغه هر هغه څه ګوري چې د اوو ځمکو لاندې دي، لکه څرنګه یې چې د اوو اسمانونو څخه پورته ويني.

هغه د هر څه لیدونکي، په ټولو حالاتو او په پټو چارو پوه دی: با خبر دی، د باطني چارو په اړه معلومات لري.

او هغه لیدونکی دی، د تور مېږي ګرځیدا ويني ...د ځمکې او ډبرې لاندې ... او د هغې په غړو کې د خوړو لارې ويني ... او هغه د دوی د سپینوالي رګونه په واضح ډول ګوري

او د سترګو خیانتونه ويني ... او همدارنګه د سترګو د بڼو اوړېدل راوړېدل هم ویني

زمونږ رب – سبحانه و تعالی - د ځان لپاره د (لیدلو) صفت ثابت کړی دی نو الله لره دوه ریښتینې سترګې دي څنګه چې د هغه د ذات – سبحانه و تعالی- سره لایقې دي - موږ په هغو باندې باور لرو پرته له تحریف، تعطیل، تمثیل، او تاویل څخه. (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [الشورى سورت: ایت 11].

او په دې نوم کې له خالق سره د مخلوق تړاو د مشابهت معنا نلري: ځکه د مخلوق صفتونه د هغه د ضعف، عاجزۍ او د خلقت په تناسب دي، او د خالق صفتونه د هغه –سبحانه و تعالی- د کمال او عظمت لایق دي؛ (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ) (د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى) [الشورى سورت: ایت 11].

او د هغه –عزوجل- له رحمت څخه په خپلو بندګانو باندې دا دي: چې هغوی په رحمت سره مخاطب کړي، او هغوی د خپل ځان اطاعت او اخلاص ته وهڅوي؛ سربیره پر دې چې هغه ذات له هغوی څخه بې نیازه دی؛ او د غالب الله په کتاب کې هغه – سبحانه و تعالی- فرمایی: (إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ) ، بیشکه چې الله هغه څه ویني چې تاسو یې کوئ، تر څلویښت ځله ډیر یاد کړی دی، ترڅو مؤمن ته تذکر حاصل شي، او غافلانو ته خبر ورکړي چې الله د دوی په اعمالو باندې خبر دی.

د اطاعت (تابعدارۍ) خوږوالی ..

څوک چې پوهه شي چې د هغه رب یې ګوري؛ هغه شرمیږي چې الله هغه په خپلو نافرمانیو یا په هغه څه کې چې د هغه نه خوښیږي وګوري؛ او څوک چې پوه شي چې الله هغه ویني؛ هغه خپل عمل او عبادت په ښه شکل ترسره کوي، او په خپل عمل او عبادت کې به دومره اخلاص وکړي تر دې چې د احسان مقام ته ورسیږي؛ کوم چې د اطاعت لوړ مقام دی؛ چې محبوب -صلی الله علیه وسلم- یې په اړه فرمایلي: «أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنَّ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ» «د الله داسې عبادت وکړه لکه څنګه چې ته هغه ګورې، که چیرته ته هغه نه وینئ، نو هغه تا ویني» [بخاري او مسلم روایت کړي]

نو کله چې هغه دې مقام ته ورسید هغه به له الله سره د بندګانو په خاص معیت کې وي، لکه څرنګه چې الله – تبارک و تعالی- په قدسي حدیث کې فرمایلي دي: «وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ، فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ؛ كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ» "او زما بنده په نوافلو سره ما ته نږدې کیږي ترڅو چې زه هغه سره مینه وکړم، نو کله چې زه هغه سره مینه وکړم؛ زه د هغه لپاره غوږ یم چې په هغه سره اوري، او د هغه لپاره سترګه یم چې په هغه سره ویني". [بخاري روایت کړی].

څوک چې پوه شي چې الله هغه ګوري چې له څه ازموینې سره مخ دی، زړه به یې آرامه شي، د نفس لپاره به یې سکون راشي، او ډاډه به شي چې خلاصون نږدې دی.

او څوک چې پوه شي چې هغه یې ویني نو له الله څخه به حیا وکړي چې هغه په ​​خپلو اعمالو او خبرو کې خیانت کوونکی وویني او پداسې حال چې بندګانو ته یې فریب ورکوي..

ابن عمر -رضي الله عنه- له خپلو څو ملګرو سره مکې ته روان شو، په لاره کې يې استراحت وکړ، يو شپون له غره څخه راښکته شو، ابن عمر -رضی الله عنه- ورته وويل: اې شپونه! پر موږ یوه پسه خرڅ کړه!

شپون وویل: زه مریا یم - یعنې زه یو اخیستل شوی غلام یم.

ابن عمر -رضي الله عنه- ورته وویل: خپل بادار ته ووایه: لیوه وخوړ، شپانه ورته وویل: الله چیرته دی؟

ابن عمر وژړل، غلام (شپون) یې له خپل بادار څخه واخیست او ازاد یې کړ.

که چیرته کوم وخت په خلوت کې وې، مه وایه

چې یواځې یم، لیکن ووایه چې ما باندې څارونکی شته

او دا فکر مه کوه چې الله به یوه لحظه درڅخه غافل وي

او نه هغه څه چې پټ وي له هغې څخه به غایب وي

ځینو هڅه وکړه چې یوې کوچۍ ښځې سره زنا وکړي؛ نو هغه ورته وویل: یواځې ستوري موږ ویني، هغې ورته وویل: ددې ستورو خالق چیرته دی؟

ويل شوي دي: چا چې الله په خپلو خيالونو كې څارونکی وګڼه؛ الله به هغه د غړو په حرکاتو کې وساتي.

او كه ته هغه اوو كسانو ته وګورې چې الله به په هغه ورځ هغوی تر خپل سيوري لاندې راولي چې د هغه له سیوري پرته به بل سيوری نه وي؛ ته به د هغوی ترمنځ مشترک شی دا ومومې: چې هغوی په سمه طریقه ایمان راوړی و، داسې چې الله یې ویني؛ نو دوی د هغه عبادت کاوه لکه څنګه چې دوی هغه ویني؛ نو له دوی امله هغوی دغه منزلت ترلاسه کړ.

په دغه نوم سره يې د موسی -علیه السلام- د قوم څخه یو صالح سړي دعا وکړه، او الله – تبارک و تعالی- ته يې پناه یوړه، او د فرعون او د هغه د قوم د مکر او فریب څخه یې پدې نوم باندې منګولې ولګولې: (وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ) (او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى) [غافر سورت: ایت 44]، نو پایله یې څه وه؟

الله د هغه دعا قبوله کړه: (فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا ۖ وَحَاقَ بِآلِ فِرْعَوْنَ سُوءُ الْعَذَابِ) (نو الله هغه د دوى د مكرونو له بديو نه بچ وساته او (پخپله) اٰل فرعون ډېر سخت عذاب ګېر كړل) [غافر سورت: ایت 45] .

ای هغه څوکه چې د مچیو قطار شوي وزرونه ویني

د شپې په تکه توره تیاره کې

او د هغه رګونه چې د هغې په غاړه کې دي

او د ضعیفو هډوکو مغز هم وینې

ما باندې د توبې ویستلو احسان وکړه چې پاک شي

هغه څه چې ما مخکې کړي وو

پند او نصېحت ..

مؤمن ته له پټو ګناهونو او په هغه باندې د اصرار کولو څخه خبرداری ورکول کیږي او دا چې توبه هم و نه باسي، په صحیح حدیث کې له ثوبان -رضي الله عنه- څخه نقل شوي، چې وایي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «لَأَعْلَمَنَّ أَقْوَامًا مِنْ أُمَّتِي يَأْتُونَ يَوْمَ القِيَامَةِ بِحَسَنَاتٍ أَمْثَالَ جِبَالِ تِهَامَةَ بِيضًا، فَيَجْعَلُهَا اللهُ -عز وجل- هَبَاءً مَنْثُورًا»، «زه به پوه شم چې زما د امت ځینې خلک به د قیامت په ورځ د تهامې د سپینو غرونو په څیر د نیکو عملونو سره راشي، نو الله –عزوجل- به یې عملونه برباد کړي»، ثوبان وويل: ای د الله رسوله! مونږ ته یې بیان کړه، موږ ته یې واضح کړه؛ داسې نه چې مونږ د هغوی له ډلې څخه نه شو او مونږ به خبر هم نه یو! هغه وفرمایل: «أَمَا إِنَّهُمْ إِخْوَانُكُمْ، وَمِنْ جِلْدَتِكُمْ، وَيَأْخُذُونَ مِنَ اللَّيْلِ كَمَا تَأْخُذُونَ، وَلَكِنَّهُمْ أَقْوَامٌ إِذَا خَلَوْا بِمَحَارِمِ اللهِ انْتَهَكُوهَا» «خبردار! دوی ستاسو ورونه دي، او ستاسو له جنس څخه دي، او دوی د شپې څخه اخلي لکه څنګه چې تاسو یې اخلی (د شپي عبادت کوي)، مګر دا هغه خلک دي چې کله د الله د محرماتو سره یواځې شي سرغړونې کوي». [ابن ماجه روایت کړی] او هغوی ریا کاران دي چې د خلکو لپاره عبادت کوي او الله نه یادوي مګر لږ.

او خلوت لوړوي او یا راښکته کوي، نو څوک چې په خلوت کې د الله تعظیم وکړي، خلک به د هغه په ښکاره کې تعظیم وکړي.

ابن رجب الحنبلي -رحمه الله- فرمايي: «کوچنی نفاق د باطن او ظاهر توپیر له امله رامنځته کیږي»، او ویې ویل: «ښه پایله نشي راتلی مګر د چا چې باطن یې ښه وي؛ ځکه چې د مرګ شیبه نشي جعلي کیدلی، نو په هغه وخت کې نه راوځي مګر هر هغه څه چې دننه په زړه کې وي».

اې الله اې لیدونکی ذاته! زموږ په کمزوریو رحم وکړه او زموږ له نیمګړتیاو او زموږ له تیروتنو څخه تیر شه او د مسلمانۍ مرګ مو په نصیب کړه؛ اې د جهانونو ربه.