Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

36

الـفَــتـــَّــاحُ (اسان کوونکی) -جل جلاله-

اې له ژونده ستړی شويه، له ژونده تنګ راغليه، ای هغه څوکه چې ورځې درباندې سختې شوې، او دردونه دې څکلي دي! هلته ښکاره خلاصون، نږدې بریا، له سختیو وروسته راحت، او له سختۍ وروسته اسانتیا شته، ستا له مخې او تر شا پټ لطف او مهربانۍ، روښانه هیله او د خیر څخه ډک راتلونکی، او رښتینې ژمنه شتون لري: (وَعْدَ اللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ) (وعده كول د الله، الله د خپلې وعدې مخالفت نه كوي) [الروم سورت: ایت 6].

له الفتاح ذات سره ستا خفګان خلاص او پای مومي، او له الفتاح سره ستا پریشانۍ راحت دی.

الله – سبحانه و تعالی- د خپل ځان په اړه فرمايي: (وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ) (او هم دى ښه فیصله كوونكى، ښه عالم دى) [سبإ سورت: ایت 26].

زموږ رب – تبارک و تعالی - د زړونو بندونه په هدایت، ایمان او تقوی سره خلاصوي.

او زموږ رب – سبحانه وتعالی- هغه ذات دی چې په آخرت کې د خپلو بنده ګانو په منځ کې په حقه سره پرانیزي، قضاوت او فیصله کوي؛ هغه قضاوت چې په هغه کې بې انصافي، انحراف او بې عدالتي نه وي، بلکې هغه به انصاف او حق وي، او الله تر ټولو غوره پرانیستونکی دی: (قُلْ يَجْمَعُ بَيْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ يَفْتَحُ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ) (ته ووایه: زمونږ رب به زمونږ په مینځ كې جمع وكړي، بیا به زمونږ په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړي او هم دى ښه فیصله كوونكى، ښه عالم دى) [سبأ سورت: ایت 26].

او زموږ رب – سبحانه و تعالی- له خپلو بنده ګانو څخه تکليفونه لرې کوي، ژر راحت ورکوي، مشقت لرې کوي، مشکلات لرې کوي، او رحمتونه خوروي، د روزۍ دروازې پرانيزي، او خپلو بندګانو ته دنياوي چارې خلاصوي چې د هغوی ژوند سره اړخ ولګوي او ژوند یې سم شي. (مَّا يَفْتَحِ اللَّهُ لِلنَّاسِ مِن رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۖ وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُ مِن بَعْدِهِ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) ( هر هغه شى چې الله يې د خلقو لپاره له رحمته پرانیزي، نو د هغه (رحمت) هیڅوك بندوونكى نشته او هر شى چې هغه يې بند كړي، نو د هغه راخلاصوونكى نشته د هغه (الله) نه بعد، همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى) [فاطر سورت: ایت 2].

او زموږ رب –سبحانه و تعالی-، هغه ذات دی چې د علم، حکمت، پوهې او بصیرت دروازې یې د خپلو پیغمبرانو، اولیاوو او صالحو بندګانو پر مخ پرانیستې دي: (وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ) (او له الله نه ووېرېږئ، او الله تاسو ته ښودنه كوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى) [البقرة سورت: ايت 282].

او زموږ رب – سبحانه و تعالی- هغه څوک دی چې د خپلو نیکو او مومنو بندګانو لپاره یې سلطنتونه او ښارونه پرانیستي. (إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا) (بېشكه مونږ تا ته فتح دركړې ده، ښكاره فتح) [الفتح سورت: ايت 1].

او زموږ رب – سبحانه و تعالی – هغه ذات دی چې نافرمانانو ته هر ډول نعمتونه پرانیزي؛ ترڅو هغوی راګیر کړي: (فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّىٰ إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ) (نو كله چې دوى هغه شى هېر كړ په څه سره چې دوى ته نصیحت شوى و، بیا نو مونږ په دوى باندې د هر شي دروازې پرانستلې تر دې چې دوى لويي وكړه، په سبب د هغه څه چې دوى ته وركړل شوي وو (،نو) مونږه دوى ناڅاپه ونیول، بيا نو دوى ناګهانه نا امېده وو) [الأنعام سورت: ایت 44] .

همدا ډول الفتاح د هغه له نومونو څخه یو نوم دی ... او فتحه د هغه په اوصافو کې دوه حکمونه دي ... د حکم له مخې فتح، او دا زموږ د الله قانون دی ... او د تقدیر فتح دوهمه فتحه ده

او رب پدې دواړو صفتونو سره فتاح دی ... د رحمان ذات فتح په عدل او احسان کې ده

حقیقت ..

ما په دې تعریف کې هغه څه ذکر کړي چې علماوو د الله د نوم (الفتاح) د تعریف په اړه ذکر کړي دي: او هغه جامع تعریف دی، خو په دې کرښو کې به د هغه –عزوجل- پر دې قول تم کیږم: (مَّا يَفْتَحِ اللَّهُ لِلنَّاسِ مِن رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۖ وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُ مِن بَعْدِهِ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) (هر هغه شى چې الله يې د خلقو لپاره له رحمته پرانیزي، نو د هغه د (رحمت) هیڅوك بندوونكى نشته او هر شى چې هغه يې بند كړي، نو د هغه راخلاصوونكى نشته د هغه (الله) نه بعد، همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى) [فاطر سورت : ایت 2]:

هغه حقیقت چې مؤمن باید تل په یاد ولري، هغه دا دی چې: د الله –عزوجل- له لارې پرته هیڅ شی نشي تیریدلی، او د الله –عزوجل- د میدان پرته بل هیڅ اړتیا شتون نلري، او د الله –عزوجل- له لوري پرته د هیڅ شي منځ ته راتلی نشي، هغه یوازې ذات دی چې په جهان کې هیڅ ځواک او قوت نشته مګر د الله –عزوجل- لخوا.

دا ممکنه نه ده چې یوه حجره حرکت وکړي، او نه یوه ذره چې شتون ولري، او نه یو تبخیر شوی څاڅکی، او نه پاڼه رالویږي پرته د هغه –عزوجل- د ځواک او قدرت - په واسطه.

او ټوله نړۍ نشي کولی د هغې بدۍ مخه ونیسي چې الله –عزوجل- نه وي غوښتلې، او ټوله نړۍ نشي کولی چې له تا څخه د هغه شر مخه ونیسي چې الله –عزوجل- ستا لپاره مقرر کړی وي.

ځینو سلفو خپل یو ورور ته لیکلي وو: اما بعد؛ که الله درسره وي، له چا څخه وېرېږئ؟ او که ستا پر خلاف وي، نو له چا څخه هیله لرې؟!

کلیانې د هغه په لاس کې دي...

وروسته لدې چې دردونه ناروغ په تکلیف کړي او دردونه یې ستړی کړي، نړۍ پرې راتنګه شي، او ډاکټران بې وسې شي، نو هغه روغتیا ته ضرورت لري، او د درملو دروازې د هغه پر مخ بندې شي، نو الرحمن، الفتاح، العلیم، الشافي هغه ته د سبب له لارې شفا ورکوي، او په یو ضعیف او نږدې سبب سره او یا بغیر له کوم سبب څخه شفا ورکوي... یقینا هغه –تبارک و تعالی- الفتاح دی.

حالات مو ماتوي، کړاوونه او کړکېچونه دې مخې ته راځي، دردونه مو په زړه کې درېږي، او دروازه مو پر مخ بندېږي؛ آن تر دې چې ته به فکر وکړې چې دغه اندیښنه او کړاو به نه لرې کیږي؛ نو الفتاح ذات به خپله فتحه په آسانۍ سره درولیږي، او د هغه اراده ترسره کیږي لکه څنګه چې هغه وغواړي.

فقر دې راګیر کړي، او پورونه دې لاندې کړي، او څیرې به مو بدلې شي، د اولاد په يادولو مو زړه مات شي، له پور ورکوونکي څخه ډارېږي، فکر دې نارامه شي؛ او فکرونه مو ګډوډ شي. او دروازه دې پر مخ وتړل شي.

دلته هغه الفتاح - عزوجل – ذات په پټه توګه خلاصون راولیږي؛ نو پور پرې شي، او فقر له منځه لاړ شي، روح به خوشاله شي.. دا الفتاح ذات دی؛ چا چې د روزۍ دروازې خلاصې کړې.

زوی لاړ شي، پلار مسافر شي، محبوب او ملګری لاړ شي، دنیا تنګه شي؛ روح تنګ شي، فکرونه ګډوډ شي، او کله چې غایب را په یاد شي زړه ولړزیږي؛ دلته مومن د الفتاح پادشاه دروازې ته پریوځي، د غایب د بیرته راستنیدو او ساتلو غوښتنه وکړي؛ که هغه بندي وي او يا مسافر، نو پدې وخت که زيری د اوو اسمانونو له پاسه راشي؛ د غایب په رارسیدو، د بندي په خلاصیدو، او د محبوب بیرته راستنیدلو؛ (أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ) (بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي) [النمل سورت: ایت 62].

هغه ته ورمخ کړه!

هغه آسان کوونکی او پوه ذات – جل و علا-؛ څومره لوړ مقام والا دی، تر ټولو لوړه مرتبه لري، خپل مخلوق ته تر ټولو نږدې، او د خپلو بندګانو لپاره ډېر مهربان دی.

د خلاصوونکي (آسانوونکی) ذات دروازه خلاصه ده، نو کله دې چې ولیده چې رسۍ ټینګیږي؛ نو پوه شه چې هغه پرې کیږي، او کله چې تیاره ډیره شي؛ نو د نږدې سهار زیري راتلونکي ته په تمه شه، د لوی څښتن او خلاصوونکي ذات څخه مه ستړی کیږه، ځکه چې د یو حالت دوام ناممکن دی، او ترټولو غوره عبادت: د خلاصون انتظار دی، او ورځې تغیر کوي، او وخت بدلیږي، او شپې امیدواري دي، او غیب پټ دي، الفتاح (كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ) (هر وخت هغه په یوكار كې دى) [الرحمن سورت: ایت 29]، و(لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَٰلِكَ أَمْرًا) (كېداى شي چې الله له دغه نه وروسته كوم (ښه) كار پیدا كړي) [الطلاق سورت: ایت 1]، (فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا(5) (نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته) إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا (6)) (بېشكه له سختۍ سره اساني شته) [الشرح سورت: ایتونه 5-6].

ډاکټر ته ووایه، کله چې مرګ ورته ورسیده:

اې ډاکټره ستا له طبابت سره سره چا مړ کړې؟

ناروغ ته ووایه چې هغه وژغورل شو او روغ شو وروسته لدې چې

د طبابت هنرونه ناکام شول: ته چا روغ کړې؟

روغ کس ته ووایه چې بغیر له کوم علت څخه مړ شي:

اې روغ کسه چا په مرګ باندې پوهه کرې؟

دا حیرانتیاوې دي ترڅو چې هغې څخه واخلې

ستا سترګې او ستا غوږونه پرې خلاص شي

اې انسانه، آرام شه، څه شي

د الله جل جلاله په اړه ته دوکه کړی یې؟

ځانګړې فتح ..

روزي د آسانوونکي ذات لخوا تقسیم شوې، نو ممکن دی د یو کس په اوږد لمونځ سره آسانه شوي وي خو د زیاتې روژې له امله نه وي، او بل کس لپاره په صدقه ورکولو سره آسانه شوي وي خو د علم له امله نه وي، او بل کس لپاره په قرآن سره آسانتیا وي خو د نیکو کارونو له امله نه وي، او بل کس لپاره په عزت او له خپل مور او پلار سره په نيکۍ کولو آسانتیا وي... نو مبارک دې وي د هغه چا لپاره چې آسانتیاوې ورته شتون ولري.

نو کله چې الله د خپل بنده باطن خوښ کړي ... په هغه باندې به د الفتاح ورکړې څرګندې شي

او کله چې الله ته د مصلح نیت پاک وي ... هغه ته به بنده ګان په خپلو روحونو باندې رامایله شي

اې الله! موږ لپاره د ځمکې او اسمانونو برکتونه پرانیزه، او زموږ لپاره د خپل رحمت دروازې خلاصې کړه، او موږ د نیکۍ کېلي او د بدیو بندوونکي وګرځوه. اې آسانوونکيه، اې د علم څښتنه!