Applicable Translations English فارسی Français Indonesia Русский 中文 Türkçe عربي

20

د لویۍ خاوند -جل جلاله-

لویي یوازې د الله –عزوجل- لپاره ده، الله د خپل ځان په تعریف کې فرمایي: (وَلَهُ الْكِبْرِيَاءُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) (او خاص ده لره په اسمانونو او ځمكه كې لويي ده او همدى ښه غالب، ښه حكمت والا دى) [الجاثية سورت : ایت 37]، او الله -تبارك وتعالى- فرمایی- : (هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ) (دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويۍ والا دى، الله پاك دى له هغو (شیانو) نه چې دوى يې ورسره شریكوي) [الحشر سورت : ایت 23].

زمونږ رب - عزوجل - د ټولو بدیو، ګناهونو، او د بندګانو له ظلم څخه لوی دی.

او زمونږ رب – سبحانه و تعالی - هغه څوک دی چې د جابرو خلکو پر وړاندې لویې کوي، کله یې چې په عظمت ورسره ځان برخوال کړي.

د هغه – جل و علا- ذات له ټولو بدیو څخه لوی دی، داسې لویي چې د هغه د صفاتو شان او مقام سره نه ښایي، لکه د حدث او بدۍ صفتونه.

د کبریا اصل: ډډه کول دي، او زموږ رب - عزوجل - له نیمګړتیاوو، بدیو او عیبونو څخه لرې دی.

د عاجزۍ بنده ګي..

د (ت) توری د هغه په نوم (متکبر) کې د ناوړه چلند او تکلف توری نه دي؛ لکه څنګه چې ویل کیږي: فلانی کس لویي کوي خو لوی نه دی، بلکه دغه د (ت) توری د ځانګړتیا او اختصاص لپاره دی.

تکبر له هغه –تبارک وتعالی- پرته بل هيچا ته نه ښایي؛ ځکه چې پادشاهي یوازې هغه لره ده او له هغه پرته ټول مملوک دي، او یوازې هغه څښتن دی او نور د څښتن تابع دي، هغه یوازینی خالق دی او نور مخلوق دي، او یوازې هغه د کمال، ښکلا، عظمت او جلال په صفاتو کې بې ساری دی.

نو؛ الله –تبارک و تعالی- دا صفت د ځان لپاره ځانګړی کړی، او هر چا چې دغه صفت د ځان لپاره غوره کړ د سخت عذاب ګواښ یې ورته کړی دی.

پدې اړه رسول الله –صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«قَالَ اللهُ -عز وجل- : الكِبْرِيَاءُ رِدَائِي، وَالعَظَمَةُ إِزَارِي، فَمَنْ نَازَعَنِي وَاحَدًا مِنْهُمْا؛ قَذَفْتُهُ فِي النَّارِ» «چې الله –عزوجل- فرمایلي: غرور زما څادر دی، او لویۍ زما لنګ دی، نو څوک چې په دې کې زما سره شخړه وکړي؛ اور ته به یې واچوم».

[صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].

خطابي فرمايي: «او د څادر او ازار (لنګ) څخه یې ځکه د مثال په ډول کار واخیست – الله ښه پوهېږي -، وایې: لکه څنګه چې یو سړی په خپل څادر او ازار کې هیڅوک نه شریکوي؛ نو پدې اساس زه هم نه غواړم چې مخلوق په کبریاء او عظمت کې را سره شریک شي، او الله ښه پوهیږي».

او د مخلوق مقام: د بندګۍ، تواضع، تسليمۍ، او لوی متعال ذات ته غاړده اېښودل دي، هغه د جلال او عزت لرونکی دی. شاید پدې کې به له رازونو څخه یو راز وې چې د رکوع او سجدې په وخت کې د الله یاد وشي،او د هغه د کبریاء او عظمت یادونه په رکوع او سجدې کې وشي.

رسول الله -صلی الله علیه وسلم- به په خپلې رکوع او سجده کې داسې ویل: «سُبْحَانَ ذِي الجَبَرُوْت وَالمَلَكُوتِ وَالكِبْرِيَاءِ وَالعَظَمَة» "پاک دی؛ ځواکمن، د سلطنت، لويۍ او عظمت څښتن". [صحیح حدیث دی. ابوداود روایت کړی].

او الله –سبحانه و تعالی- خپل پیغمبران او صالح بندګان له تکبر څخه پاک کړي دي، او هغوی له غرور او تکبر څخه پناه غوښتله: (وَقَالَ مُوسَىٰ إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُم مِّن كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَّا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ) (او موسٰى وویل چې بېشكه ما د خپل رب او ستاسو د رب پناه نیولې ده له هر تكبر كوونكي نه، چې د حساب په ورځې ایمان نه لري) [غافر سورت: ایت 27].

پایلو ته فکر وکړه!

او په چا کې چې دا صفتونه وي، د هغه نفس به فاسد شي، د هغې څخه به د هغه نیکۍ لیرې شي، او په زړه به یې زنګ ولګول شي. (كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ) (همداسې الله د تكبر كوونكي او جبر كوونكي په هر(جز د) زړه باندې مهر لګوي) [غافر سورت: ایت 35]، او الله -سبحانه وتعالى وفرمايل: (إِن فِي صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌ مَّا هُم بِبَالِغِيهِ) (د دوى په سینو كې نه دى مګر كبر چې دوى دغه (د كبر مقتضا) ته رسېدونكي نه دي) [غافر سورت: ایت 56].

د متکبرانو امام ابلیس دی؛ (إِلَّا إِبْلِيسَ اسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ) (غیر له ابلیس نه، هغه لويي وكړه او شو له كافرانو څخه) [ص سورت: ایت 74]، دغه صفتونه د ظالمو پادشاهانو دي؛ لکه د فرعون او نورو ظالمانو په څېر: (وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ) (او ده او د ده لښكرو په ځمكه كې ناحقه (تكبر او) اولويي وكړه او دا يې وګڼله چې یقینًا دوى به مونږ ته نه راګرځول كېږي) [القصص سورت: ایت 39].

د چا چې مال او اولاد ډیر شي، او الله سره پرې مقابله وكړي؛ په یقین سره لويۍ د هغه زړه ته لاره موندلې، او د حق د منلو مخه يې نیولې ده؛ لکه د ولید بن المغیره په څېر: (ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ) (بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه) [المدثر سورت: ایت 23].

لويي (تکبر): د هغو ملتونو د بربادۍ لامل دی چې له حقه یې انکار کړی وو؛ (فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ) (نو هر چې عادیان وو، نو دوى خو په ځمكه كې ناحقه لويي وكړه) [فصلت سورت: ایت 15].

او الله –عزوجل- د صالح -علیه السلام- د قوم په باره کې فرمايلي: (قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا بِالَّذِي آمَنتُم بِهِ كَافِرُونَ) (تكبر كوونكو كسانو وویل: بېشكه مونږ په هغه څه چې تاسو پرې ایمان راوړى دى، كفر كوونكي یو) [الأعراف سورت: ایت 76].

او د متکبرانو انجام: دوزخ او بد برخلیک دی: (أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْمُتَكَبِّرِينَ) (ایا په دوزخ كې د تكبر كوونكو لپاره ځاى نشته!) [الزمر سورت: ایت 60].

او په ترمذي کې نقل شوي دي: چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «يُحْشَرُ المُتَكَبِّرُونَ يَوْمَ القِيَامَةِ أَمْثَالَ الذَّرِّ فِي صُوَرِ الرِّجَالِ، يَغْشَاهُمُ الذُّلُّ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ، يُسَاقُونَ إِلَى سِجْنٍ فِي جَهَنَّمَ، يُقَالُ لَهُ: بُولَسُ، تَعْلُوهُمْ نَارُ الأَنْيَارِ، يُسْقَوْنَ مِنْ عُصَارَةِ أَهْلِ النَّارِ: طِينَةِ الخَبَالِ» «متکبره خلک به د قيامت په ورځ د وړو میږیو په څېر چې د انسانانو په شکل وي حشر کیږي، پداسې حال کې چې له هرې خوا ذلت هغوی راګیر کړي وي، دوی به د جهنم زندان ته بوتلل شي، چې هغه ته: بُولَسُ وایي، د دوی په سر به د اورونو اور وي،او دوی ته به د دوزخيانو د وينو او زخمونو زوې ورڅښول کیږي» [صحیح حدیث دی] - الله دې مونږ له دې څخه وساتي-.

دارو (علاج):

او څوک چې په لویي (تکبر) اخته وي، هغه دې خپل باطن ته د هوښيارانو په څیر وګوري، او خپل ظاهر ته دې د حیواناتو په څیر نه ګوري!

او د خپل وجود اصل دې په یاد راولي، او دا چې له کوم ځایه راوتلی دی؟ او په دې دنیا کې یې پای.. بد بويه لرونکې مرداره ده!

ویل شوي دي : «مطرف بن عبدالله بن الشخیر مهلب بن ابی صفره ته وکتل، په داسې حال کې چې هغه یوه چپن اغوستې وه او تر شا یې ځان پسې کش کوله، او په تکبر سره روان و، ويې ويل: اې ابو عبدالله! دا څه ډول تګ دی چې الله او د هغه رسول ورڅخه کرکه کوي؟ المهلب وویل: ته ما نه پیژنې؟ هغه وویل: زه تاسو پیژنم. ستا پیل یوه وړه او ناڅیزه نطفه وه، او ستا پای یو ناپاک بدبویه جسد دی، او ستا په داخل کې ډکې او تشې متیازې دي».

که خلک د هغه څه په اړه فکر وکړي چې د دوی په ګیډو کې دي ... نه به ځوانان او نه به لویان د کبر احساس وکړي

مناوي -رحمه الله- فرمايي: «انسان بايد هيچا ته سپکاوی ونه کړي؛ شاید تحقیر شوی سړی تر ټولو پاک زړه، او تر ټولو پاک عمل، او تر ټولو خالص نیت لرونکی وي، د الله د بندګانو توهینول زیان، ذلت او بې ارزښتي را منځ ته کوي».

ابن تیمیه ویلي: "ویریدونکی ګناهګار له متکبر عبادت کوونکي څخه غوره دی".

هوښيار بايد تواضع ولري او د علماوو او ضعيفو خلکو سره ناسته او د ناروغانو پوښتنه وکړي، او څوک چې د ځنکدن په حالت کې وي او مصیبت ځپلی وي د هغه لیدلو ته باید ورشي، د متکبرانو ژوندلیک او د هغوی له حالاتو څخه دې ځان خبر کړي؛ چې هغوی څنګه وو؟ او څه شول؟

ګویا کې تا د پخوانیو خلکو په اړه ندي اوریدلي

او تا په پاتې نورو خلکو کې ونه لیدل چې وخت هغوی سره څه وکړل

که ته نه پوهیږې، نو دا د هغوی کورونه دي

له تا وروسته بادونو او قبرونو نابود کړل

اې الله! مونږ له تا څخه ستا په المتکبر (لویي) نوم سره غوښتنه کوو: ترڅو زمونږ په کمزوریو رحم وکړئ، او زمونږ عیبونه وپوښې، ګناهونه مو وبخښې، او د متکبرانو په ډله کې مو مه شمیرې، اې د جهانونو ربه!